For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
د ملت جوړونی اړین ګامونه، د يوه بهرني شنونکي په اند
دخپریدو نیټه  2007-10-23  م  خپرندوی : عُمر واحديار چا پي بڼه


یوه ورځ می دwww.rand.org/hot_topics/Afghanistan ویب پاڼه خلاصه او د Measures of Nation-Building  تر سر لیک لاندی ولوستل چی یوه ښاغلی د  Jonesپه نامه د ملت جوړونی د یوه بریالی بهیر له پاره دری شیان لکه مالی لګښت، نظامی پوځ او ټاکلی موده د هغه تاریخی تجریبوپر بنسټ چی د بوسنیا او کاسوو څخه يی درلودی اړینی و ښودلی او د افغانستان او سومالی غوندی هیوادونو د راتلونکی امنیتی حالت د حل لاری یی د پورتنیو هیوادونو په چوکاټ کی بی له دی چی افغانی کلتور او اسلامی ارزښتونه په نظر کی ونیسی و فورمول ته واچول بی خبره له دی چی کاشکی ټو لنیز او سیاسی مسایل هم لکه ساینسی مسایل په داسی آسانه فورمولونو حلیدلای ولی په دی فورمول کی باید ډیر ځیر وشی ځکه په داسی چارو کی توابع او متحولونه ډیر دی نو خدای مکړه چی غلته نتیجه په لاس رانکړی چی د ملت د بربادۍ لامل نشی.

مالی لګښت:
ښاغلی Jones وایی چی د هر کال بهرنۍ مرستی چی په یوه جګړه ځپلی هیواد کی وکولای شی نظم را تګ ته مرسته وکړی، که چیری د هیواد پر نفوس وویشل شی لږ تر لږه باید تر ۱۰۰ امریکایی ډالرو کمی نه وی حال دا چی دده په وینا ډیری مرستی په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کی هیواد ته ننوتلی ولی د هیواد د نفوس په سر یی ځان و۵۷ ډالرو ته ورساوه په داسی حال کی چی دی د بهرنیو ملکونو مرستی د بوسنیا او کاسوو د خلګو سره په ۱۹۹۰ع کال کی را په یادوی چی دا مرستی په کاسوو کی د نفوس پر سر۵۲۶ ډالرو ته او په بوسنیا کی ۶۷۹ ډالرو ته ورسیدلی.
تر یوه حده زه د ښاغلی سره دا خبره منم ولی دده په دی فورمول کی ځینو( البته د ریاضی په اصطلاح) مجهولونوته پوره پا ملرنه، نه ده شوی او له بده مرغه هغه زموږ کورنی ستونزه ده چی هغه اداری فساد او د ټولنیز عدالت نه شتون دی. دا په دی مانا چی په هیڅ یو هیواد کی به څوک داسی مثال رانه وړی چی د دولتی او غیر دولتی ارګانونو تر منځ دی دومره د معاشونو توپیر وی چی یو سړی ۲۰۰۰ افغانۍ او بل ۶۰۰۰ ډالر معاش او دواړه هم د یوه بازاره خپلی ورځنۍ اړتیا وی پوره کړی. زما په آند دا کار په خپله د نا هیلیو زمینه برابره کړیده. زه دا پړه پر دولت نه اچوم ځکه دولت هغه څه چی د انکشافی بودجی تر نامه لاندی د بهرنیو هیوادو څخه لاس ته راوړی د مالیی د با تدبیره وزیر ښاغلی احدی صاحب په وینا که زه غلط نه وسم کابو ۳۰ په سلو کی د بهرنیو مرستی دی او ۷۰ په سلو کی یی د انجوګانو له خوا په افغانستان کی کارول کیږی. په هر هیواد کی اقتصادی چاری د یوه لاسه اداره کیږی ولی له بده مرغه په افغانستان کی د مالی ادارې قصابان ډیر او په نتیجه کی غوا مرداریږی.

نظامی پوځ:
ښاغلی Jones د نظامی ځواک په هکله په افغانستان کی د ګولد ستندرد Gold Standard( په مالی ترمینالوژی کی دا یو پولی ستندرد دی چی د هغه پر پنسټ د پولی واحد ارزښت ټا کل کیږی)  وړاندیز کوی. دا په دی مانا چی دی وایی په مساعدو اومطلوبوشرایطو کی د ډاډه امن لپاره د نظامی پوځیانو شمیر د خلګو د نفوس  په تناسب باید ۲۰/۱۰۰۰ یعنی داچی هر ۱۰۰۰ وګړوته باید ۲۰ عسکر ولاړ وی یا په بله مانا نظامی عسکر باید د نفوس به تناسب۲ په سلو کی وی تر څو ډاډ من امنیت را منځ ته شی. او حال دا چی دی وایی د CIA د ۲۰۰۷ع کال د رپورت سره سم د افغانستان نفوس و ۳۲۰۰۰۰۰۰ دوه دیرش میلیونه ته رسیږی او همدا اوس په هیواد کی د ننه د بهرنیو عسکرو په ګډون ۱۴۳۵۰۰یولک دری څلویښت زره او پنځه سوه عسکر شتون لری چی ددی ډلی څخه ۸۵۰۰۰ کورنی،۳۵۰۰۰ د ناټواو۲۳۵۰۰ امریکایی عسکر دی، چی د پورتنی فورمول په اساس د هیواد د نفوس کابو ۰.۴٪جوړوی. او دا دده په آند یو د بی امنیتۍ لامل دی چی ګولډ سټنډرډ په نظر کی نه دی نیول شوی.
زما په آند دا ښاغلی لکه د سره پوځ سیاسیون ډیر خطا وتلی، ولی چی هغو هم ډیر داسی ورته فورمولونه تر لاس لاندی ونیول په دی هیله چی په افغانستان کی به ددوی په آند یوه داسی ټولنه جوړه کړی چی کار په اندازه د قدرت او معاش په اندازه د ضرورت ولی په خپل اتو کی ډبل شول. نو اوس هم موږ ددی معاصرو سیاستوالو څخه هیله کوو چی د ګولډ سټندرډ پر ځای دی د افغانستان تاریخ ولولی او زه دوی ته دا ډاډ ورکوم چی د ملت جوړونی ټول فورمولونه پکښی موجود دی او د لاندی سوالونو ځوابونه دی پیدا کړی:
1.      د افغانستان د تاریخ اتلان څوک دی؟
2.      د افغانستان تاریخ کومی جګړی تیري کړي، او چا قربانۍ ورکړی دی؟
3.      د جهاد اتلان چی په رښتیایی ددین اووطن په نا مه ځانونه قربانی کړل څوک دی او هغه تش په نامه اتلان(ملی خاینین) چی په هیواد کی یی د نفاق تخم وښیندی او د سره پوځ سره یی د خپلو کرغیړنو موخو.............(ویل یی اړین نه بولم) د پلی کولو له پاره، سیاسی سوداګرۍ پیل کړی او ننه ورځ په دی ټوکر ټوکر افغانستان کی خراسان یا ستمستان غواړی، هغه څوک دی؟
ولی هغه پر وطن او دین مین اتلان چی امریکا! تا تر پرونه پوری پر شا ټکول چی د سره پوځ په مقابل کی و جنګیږی نن په خپل پلرنی ټاټوبی کی چی نیکونویی دا ۲۶۰ کاله په میراث ور پری ایښی ځای نلری.
راشی او بهرنی سیاستوالو او غربی رهبرانو!  چی د چا خبره سر په ګریوانه کی کو او خپل وجدان مخ ته قاضی کړو چی ایا هغه مخالفین چی نن په خپل وطن کی ځای نلری لکه ښاغلی حکمتیار، د کومی ګناه په اساس ننه ورځ د امریکا په تور لست کی دی. او حال داچی حرفوی جنایتکاران ستا تر ږیری لاندی لکه د لستوڼی ماران د حکومت چار چار پیره راګرځیدلی او هره ورځ تاسو او ولسمشرکرزی ته لومکی ایږدی او د ملی؟ جبهی په نامه اپوزیسون یی جوړکړی چی کوټ کوټ یی دلته او هګۍ په ایران، تاجکستان او مسکو کی اچوی او په حکومت کی د بی برخیتوب ناری سوری یی تر آسمانه رسیدلی دی. 
4.      ولی ننه ورځ یوازی جګړه د ختیځ نه نیولی تر سهیل او بیا ترلو یدیځه پوری ده؟ ولی؟
5.      حکومت کی کوم اشخاص ډیرکی تشکیلوی؟
ښکاره خبره ده چی اکثریت یی هغه څوک دی چی په تیرو ۱۳ کلونوکی یی هغه جنایتونه کړی چی نه غواړم خبره اوږده شی ځکه حتی ۲۵ کلن نسل هم پری شاهد دی او په دی هکله هر یو افغان یو بشپړ تاریخ دی.
راشی لکه څنګه چی مو په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو د پاتی کیدو په هکله ټول پوښتنه تر سره کړه، د حکمتیار او هغه جهادی؟ رهبرانو چی ننه ورځ په حکومت ننوتلی او د پردی شاته غواړی حکومت او نړیواله ټولنه بدنامه او خپل باداران لکه ایران، او مسکو خوشحاله کړی یوه ټول پوښتنه تر سره کړی. نو بیا به تاسو ته ښکاره شی چی د خلګو په زړونو کی څوک ځای لری او له چا څخه کرکه لری؟


د یوه سمسور افغانستان په هیله!

حیات الله (بهیر)   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com