For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
دکابل مرستيال ښاروال استعفى ورکړه. (ګزارش )
دخپریدو نیټه  2008-03-01  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه


دکابل مرستيال ښاروال الحاج غرزي خواخوږي له خپلې دندې، نه د ناروغۍ له امله  استعفى وکړه.
دغرزي خواخوږي داستعفى له کبله د کب\\حوت پر اووه مه دکابل ښاروالۍ په غونډځى کې  ((دخداى په اما نۍ )) غونډه جوړه شوې وه.
په غونډه کې دکابل ښاروالۍ د دوه ويشتو ناحيو چارواکيو،کابل ښاروال( عبدالحدصاحبي)  او دکابل د بېلابېلو سيمو ښاريانو، دکابل ښاروالۍ فني او مسلکي معيين ،دافغانستان دکسبګرو دټولنې رئيس حسن سپاهي او ګڼو نورو وګړيو برخه اخيستې وه.
داستعفى په مراسمو کې مرستيال ښاروال،دکسبګرو دټولنې مشر،دکابل ښاروالۍ فني او مسلکي معيين او د کابل ښار ځينو ښاريانو خبرې وکړې.
مرستيال ښاروال،په خپلې يو کلنې واکمنۍ کې پر لاسته راوړنو او ستونزو رڼا واچوله. ويې ويل:چې دقانونيت،رغونې،دغضبوشووځمکوپه بېرته نيولو اودښاروالۍ دعايداتو په کنټرولولو او بې قانونه جوړې شويو ودانيو په ويجاړولو کې يې پوره برياوې تر لاسه کړيدي.
دافغانستان دکسبګرو دټولنې مشرحسن سپاهي دغرزي خواخوږي چارې کاميابې وګڼلې او پر استعفى يې خواشيني څرګنده کړه.
دکابل ښاروالۍ فني اومسلکي معين داکتر محمدحسن عبدالهي، دمرستيال ښاروال هغه بدلونونه چې په ښاروالۍ کې يې راوستلي دي،ياد کړل. هغه له نوموړي نه وغوښتل چې له روغتيا وروسته دې بېرته خپلې دندې ته راشي.
دهغه له خولې  کابل ښاروالۍ دغه وړ فعالو اوجدي چارواکيو ته اړتيا لري.
دکابل ښاروالۍ فني اومسلکي معيين غرزي خواخوږي ته دښې کار کرده ګۍ  او قانونيت راوستنې له امله يو ستاينليک هم ورکړ.
دلسمې ناحيې يو تن اوسېدونکى يوپنځوس کلن اختر محمد وايي،چې غرزي خواخوږي دکابل ښار په په بيارغولو کې ډېرې هلې ځلې کړي او هغه پراختيائي چارې يې تر سره کړې،چې تر دۀ وړاندې چا نه وې ترسره کړې.
هغه وويل،چې  نوموړي د زور واکانو  ډېرې ناقانوني ودانۍ ونړولې.
داحمدشاه بابا مېنې يو تن اوسېدونکي استاد ودان کوټوال وايي، چې غرزي خواخوږي په لنډ مهال کې ډېرپرمختيائي پلانونه پلي کړل.
دى زياتوي چې په احمدشاه بابا مېنه کې يې په ټولو سړکونو باندې جغل اچولى دى، چې له دې وړاندې چا ورته پام نه ؤ کړى.
همداشان ښاغلى ودان زياتوي چې  غرزي خواخوږي  ډېر هغه بې نخشې کورونه ونړول چې بل چا نشو نړولى.
هغه يادونه  وکړه، چې بايد غرزي خواخوږي هغه وخت استعفى ورکړې واى، چې دغه روان پرمختيائي پروګرامونه بشپړ شوي واى.
دغونډې په پاى کې دچارواکيواو ښاريانولخوا مرستيال ښاروال ته دګلانو ګېډۍ ورکړل شوې.او  دنوموړي پر استعفى د ډېرى چارواکيو ترمنځ دخواشينۍ نخښې ليدل کېدې.
داسې ويل کيږي، چې د الحاج غرزي خواخوږي له استعفى سره به  کابل ښاروالۍ يوځل بيا ديوې مخصوصې ډلې په ولکه کې راشي. اوهغه  کارونه چې اوس لا پوره شوي ندي به هم په سمه توګه بشپړ نشي.

ايمل   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com