زلمى مومند په پارلمان كي دپرود دلاسوهني دګواښ په هكله مي د انيس په ملي ورځپاڼي كي د حوت په ۲۸ نيټه يوه ليكنه ولوسته، په دي ليكنه كي ليكوال دا انديښنه لري چي پاكستان دهغه استخباراتي او سياسي پانګي اچوني له امله چي په تيرو دريو لسيزو كي يي په افغانستان كي كړي، ښايي په پارلمان كي به يي هم خپل كسان ځاي په ځاي كړي وي، او لدي لاري به وكولاي شي افغانستان ته ستونزي راولاړي كړي. زه د ليكوال دا انديښنه بالكل پرځاي ګنم، پاكستان تل هڅه كړي چي د افغانستان دكمزوري كولو او افغانستان ته دستونزو د زيږولو لپاره له ټولو لارو چارو كار واخلي. په رښتيا هم په تيرو ديرشو كالو كي پاكستان دا طلايي فرصت درلود چي افغانستان كي پراخه سياسي او استخباراتي پانګه اچونه وكړي. پاكستان د ترهګري له لاري خو خپل سبوتاژ ته ادامه وركوي خو ددي په خوا كي به هرومرو هڅه كوي ترڅو په پارلمان كي دخپلو لاس پوڅو په وسيله هم افغانستان ته ستونزي راولاړي كړي، چي د پارلمان د يوشمير غړو كړني او څرګندوني دا انديښني لا نوري هم پياوړي كوي. دمثال په توګه سيد اسحق ګيلاني چي دپارلمان غړي دي د پيام مجاهد په اوونيزه كي د ډيورنډ د كرښي په هكله د يوي نظر غوښتني په ترڅ كي د ډيورنډ كرښه دافغانستان او پاكستان ترمنځ يوه سياسي شخړه ګڼي او بيا وايي: ((متآسفانه دراين اواخر مسايل تروريزم را با مسآله خط ديورند مي دانند كه به فكر من اين نظريه كاملاً اشتباه است بخاطري كه اين بار اول است كه عساكر پاكستان داخل مناطق قبايل شده اند.............. اينكه جناب آقاي مجددي رئيس سناي افغانستان دست شبكه استخباراتي پاكستان را راجع به سوقصد كه عليه جان او صورت ګرفت مي داند ممكن اسنادي دردست داشته باشد، ولي من در اين باره چيزي ګفته نمي توانم. زيرا من هيچ نوع سندي ندارم.متهم ساختن يك كس اسان است ولي عاقلانه آنست كه بايد اسناد داشته باشد، دراين اواخر آسمان هم اګرابري ميشود ما مي ګوييم ما ميګويم كه پاكستان است واګر باد هم مي وزد عامل آن پاكستان را مي دانيم...... در هرات يا بلخ يا ديګر ولايات حوادث رخ ميدهد، هيچ همسايه متهم نمي ګردد. ........تروريست ها از جايي مي آيند كه حتي پاكستان در آنجاحاكميت ندارد واين باراول بود كه عساكر پاكستان وارد آن مناطق شده اند.)) په څومره اساني ښاغلي ګيلاني غوښتي پاكستان ته برات وركړي، او وښايي چي ترهګري خو هغه قبايلي سيموكي پراته دي چي هلته پاكستان هيڅ نفوذ نلري، په دي توګه ګيلاني نه يواځي دا چي پاكستان ته يي برات وركړى بلكي غوښتي يي دي چي د ملامتيا ټول بار په افغانستان واچوي او په دي ورستيوكي چي افغانستان پرپاكستان دترهګري دملاتړ له امله كومي نيوكي كوي هغه ناسمي وښايي. زه د ښاغلي سيد اسحق ګيلاني په استدلا نه غږيږم چي څومره سم او ناسم دي، په افغانستان كي د پاكستان د لاسوهنو او ترهګري نه د پاكستان د ملاتړ په هكله نه يواځي افغانان بلكي ټول نړيوال خبر دي او پوهيږي چي ددي ټولو پيښو ترشا د پاكستان لاس دي نه پوهيږم د ګيلاني سترګي څه شي پټي كړي چي دا دومره روښانه او ښكاره حقيقت هم نشي درك كولاي، يواځي غواړم دا څرګنده كړم چي ګيلاني هڅه كړي د پاكستان او افغانستان په اوسني ناندريو كي د پاكستان دريځ سم وښايي. د ګيلاني په هكله غواړم يوه بله خبره هم را ياده كړم، په كال ۲۰۰۱ د جنوري په ۲۸مه نيټه په پيښور كي د خداي بخښلي شمس الهدي شمس په ابتكار د غازي ايوب خان په مزار يوه غونډه جوړه شوي وه، په دي غونډه كي د پښتونخواه نامتو سياستوال افضل خان لالاغونډي ته د وينا په ترڅ كي وويل چي كه شرقي اوغربي جرمني سره يوځاي كيږي، شمالي او جنوبي كوريا سره يوځاي كيږي، نود لروبر پښتانه ولي بايد سره يوځاي نشي. ښكاره ده چي دا خبري په پاكستان ښي نه لګيږي، د لرو بر پښتانه هغه وخت سره يوځاي كيداي شي چي د ډيورنډ كرغيړنه كرښه له منځه لاړه شي او دا كار د پاكستان د لمنځه تلو په مانا دي، همدا وو چي سيد اسحق ګيلاني د پاكستان سره د نمك حلالي په خاطر د افضل خان لا لا خبرو سره مخالفت وكړ. په هماغه مجلس كي ډيرو خلكو ته د ګيلاني او پاكستان د اړيكو په اړه سوالونه پيدا شول، دا سوالونه اوس هم وجود لري، او د ګيلاني وروستني څرګندوني يي لاپياوړي كوي، د پيام مجاهد اوونيزي كي د ګيلاني څرګندوني خو داسي دي چي ګواكي ګيلاني دافغانستان نه بلكي د پاكستان مدافع وكيل وي. نو په پارلمان كي د د داسي كسانو شتون چي په ښكاره د افغانستان پرځاي د پاكستان پلوي كوي، د خلكو په ذهنونو كي ژوري انديښني راپارولي دي، په دي هكله هم بايد د افغانستان استخباراتي موسسي او هم بايد د پارلمان غړي او رسني له كلكي څارني نه كار واخلي. اسحق ګيلاني د پيرسيد صاحب سيد احمد ګيلاني وراره دي، پير صاحب سيد احمد ګيلاني هم د جهاد په مهال او هم اوس تل يو رغنده او دملي ګټوسره سم رول لوبولي، پيرصاحب د افغانستان په جهادي مشرانو كي يو له هغه كسانو څخه دي چي دقدرت په خاطريي خپل لاسونه دافغانانو په وينو ندي سره كړي. زموږ هيله د اسحق ګيلاني نه هم داده چي ولسي جرګي د خلكو د استازي په توګه ترټولو دمخه د افغانستان ملي ګټو ته لومړيتوب وركړي. د افغانستان خلكو ده ته خپله راي همدي لپاره وركړي چي په پارلمان كي ددوي له ګټو او حقوقو نه دفاع وكړي، نه دا چي په خپلو څرګندونو د افغانستان له دښمنانونه دفاع وكړي. يو وخت د مصر پخواني ولسمشر خداي بخښلي جمال عبدالناصر ويلي چي كه احياناً د سمندر په تل كي دوه كبان سره په جګړه اخته وو نو پوه شي چي دا هم د استعمار توطئه ده. اوس د پاكستان په هكله د افغانستان خلك هم همداسي يو فكر لري، په افغانستان كي چي د ورانكاري هره پيښه كيږي نو شاته يي هرومرو د پاكستان لاس وي. ګيلاني صاحب كه په افغاني مطبوعاتو باور نلري نو نړيوال مطبوعات دي وګوري، نن صبا تقريباً دنړي ټولي رسني داخبره كوي چي په افغانستان كي دترهګري شاته د پاكستان لاس دي، نور خو لا څه كوي د احمدرشيد او دده په شان له نورو پاكستانيانو نه هم كه پوښتنه وكړي نو دا خبره به تائيد كړي چي په افغانستان كي د ترهګريو او ورانكاريو شاته د پاكستان لاس دي، خود حيرانتيا خبره ده ګيلاني صاحب يي نه مني.