د کابل د ۲۸ د مئ خونړیو پېښو ته
کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
ستا د دې ورانو کوڅو روئ در وړمه
ته لا په خپلو پښو دریدلاې نه سې
ستا د یتیمو بچو روئ در وړمه
ستا په رګو کي وینه وچه ښکاري
پام پرونۍ جګړې دي هیري نه کړې
ستا په غوږو کي ازانګې ژوندۍ دي
ها د ناهیدي کریږي هیري نه کړې
ستا لا زاړه زخمونه نه دي ټکور
نوي زخمو ته سینه مه ورکوه
غلیم پوهیږي چي زخمي زخمي ئې
دا ستر ارمان دي بې څه مه ورکوه
ستا پر اوږو لا ستر ښامار بیده دی
کابله ځان دي په خوله مه ورکوه
پریږده چي ستړي سي پردي ګامونه
دا ستا کنډو کنډو کوڅې وګوري
دا بشر دوسته ټېکه داره نړۍ
ستا ډله یزی جنازې وګوري
څه د کومک څه د مطلب په پلمه
ستا بدي ورځي ترخې شپې وګوري
خو
تر هغو کښینه چي خوځښت ونه کړې
بې وخته وار دي تباهي زېږوي
پښتنه پیغله ذوکلیدلې ډیره
خپل انتقام ته ابدالي زېږوي
چي هر ښکیلاک ته سبقونه ورکړي
داسي اکبر او مسجدي زېږوي
کابله تم سه چي تلوار ونه کړې
ستا صدقه سمه چي وار ونه کړې
خالدهادي حیدري
الباني = نیویارک د مئ ۲۹ مه د ۲۰۰۶
د محترم ورور خالد هادې حيدري د ښکلي شعر په ملاتړ
کابله پام کوه پاڅون ونکړې
د پښتنې پيغلې سپير ه وربل لا
ستا د ګلونو انتظار کوي
په دغه هيله چې به تاله درځي
د پرديسۍ شپې په انګار کوي
کابله پام چې وار خطا نکړې
نړۍ به ستا په حال خبره کړو
د دښمن خوب به نور پوره نشي
ستا ارمانونه به تر سره کړو
خو ته اوس دومره حوصله وکړه
چې دې تنکي ځوانان په پښو ودريږي
يو څو ناپوهه پښتانه ويده دي
چې لږ راويښ شي په پښتو ودريږي
بيا د اسلام بيرغ به لاس کې واخلي
ددې دجال مقابله به وکړي
ټول په يوه نيت او اواز به شي
يوه غښتلې فيصله به وکړي
خو نن لا وخت نه دې غوسه چې نشې
درنه لوګی شمه جنون ونکړې
پخپل سوري سوري ټټر دې قسم
کابله پام کوه پاڅون ونکړې
زويا هيله بارګامی
حېدري کړيکي ته!
حاجي امین باوري
کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
دتېرپه شاني بل ازمون ونه کړې
لا ماښامونه ستړي
لادسهارشفق په وينولامبي
لاداهاړ غرمو دي
زمادهيلو
امېدونو
پرچينه باندي کيږدۍ وهلې
کابله پام کوه
خطا ونه وزې
اوس لا منصور زانګوکي
اوس لا قېص نه دۍ پېدا
خودلېلادګرېوان
چکلې چکلې تارونه
د اهريمن په لاسو
ستا د مجنون لپاره
د دار حلقې جوړيږي
پام چي پاڅون ونه کړې
لاره اوږده ،
لار له اغزونه ډکه
دکږلېچوو نه ډکه
ستړي اندونه
ستړي ګامونه
او له خطرو نه ډکه
پام چي پاڅون ونه کړې
په وينو لژند هر شفق دسهار
خونړۍ سترګه هر غروب د ماښام
هره کوڅه مو د ناسور زخمونه
هره بېديا مو د دردونو کړېکه
هره دره کي دباروتو لوګي
هر يو يو تن مو د تڼاکي چړيکه
کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
پام چي پر تيرو بيا ازمون ونه کړې
خپل دمجنون جنون لا مه وېښوه
لا فر هادی چيغو ته رنګ ور نه کړې
د انالحق مفتون لا مه ښوروه
دار او چړو ته يې لا خوند ور نکړې
پام چي پر تيرو پلونو پل کښېنږدې
پر اجيرانو نوم اتل کښېنږدې
ستا صدقه شمه لږتم شه څه نور
د باوري د زړګي دم شه څه نور
تورني-بلجيم
٢٠٠٦-٦-٢