لومړی مخ
اسلام اومذهب
بريښنايي کتابتون
هنر او ادبيات
جادوګر ږغونه
کمپيوټر پوهنه
ارشيف (زېرمتون)
دکلام الله پښتو تفسیر
نبوي احادیث او شرحه
ستاسي سوالونه زموږجوابونه
اسلامي لارښووني
اسلامي اخلاق او تربيه
مذهبي ليکني
دپښتو ژبي اړوند کتابونه
سياسي او ټولنيز کتابونه
شعري او تيوري کتابونه
ناولونه او کيسه يز کتابونه
دتاريخ څيړنيز کتابونه
اسلامي او مذهبي کتابونه
بېلابېل پښتو کتابونه
پښتو شعرونه
لنډي کيسې
خواږه طنزونه
پښتو لنډۍ
پښتو متلونه
هنري معلومات
ولسي سندري
ادبي ټوټې
دنړۍ عجايب پېښي
شعرونه په ږغ کي
لنډي کيسې په ږغ کي
پښتو ساده نغمې
کمپيوټر پوهنه
تخنيکي ستونزي او حل لاري
دکمپيوټر اړوند خبرونه
پښتو سيسټم(
Download
)
پښتو ليکبڼي (
Fonts
)
Microsoft Pashto Update
له 98 څه XPته اړول
دخبرونو ارشيف
نړيوال مطبوعاتوته کتنه
دعلمي څېړنو ارشيف
خبرتياوي اواعلانونه
پيغامونه او اعلاميې
روغتيايې معلومات
بدني روزنه (سپورټ)
دبېنوا ټوله زيرمتون
ليکني
Articles
ګزارشونه
Reports
پرمختګ
Science
ليکوالان
Writers
نوميالي
Legends
چاپي اثار
Books
موسيقي
Music
خپروني
Media
ويب پاڼي
Links
نظرونه
Guestbook
تګلاره
Policy
اړيکي
Contact
For best view
download
our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
WWW.AUB.AF
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
نــاوړه پېـښې ولې تكـراريـږي؟
دخپریدو نیټه 2006-05-30 م
خپرندوی :
۳۹ بېنوا- اداره
چا پي بڼه
نوي سرلیکونه....
کندهار سقوط کوي خو دولت ئې نندارې ته ناس...
کونړ:دټاکنوخپلواک کمسیون په لوي لاس درغ...
کندهار: ٣٢ تنه بنديان د زندانه خوشي سوه
په بغلان کي ۲۸ انتخاباتي کار کوونکي تښت...
افغان چارواکي: د سولي عالي شورا به ژر جو...
په کندز کي ۴ اربکي پولیس وژل سوي
د امریکا د دفاع وزیر کابل ته تللی
تخار: د نوماند د كمپاين په كاروان هوايي ...
رمضان مبارک۲۵،برخه دمنظمودرسو۱۹درس
کندهار :نامعلومو وسلوالو د ارطفايي کار...
زابل : د لوبغاړو سره د ورزشي توکو مرسته و...
کندهار والي د ډنډ ولسوالي روحاني کلي ته ...
په ترافیکی پیښه کی دملی اردودوه سرتری م...
ارزګان: د دولت ٦ مخالفين ووژل سوه
کندهار: وسلوال ، ماينونه او چاوديدونکي ...
ارزګان : په هوايي بريد کي د ٦ وسلوالو د و...
غزني کي ۴ ماین ښخوونکي وژل سوي
طالبانو د تيموري د وژني پړه په غاړه واخس...
په خوست کي ڼاټو دوه ځان مرګي برید کوونکي...
پولنډ: په افغانستان کي لګښتونو پوځي پرم...
نذيراحمدسهار
دوه كاله مخكې د خيرخانې كوتل سيمه د ايتلافي ځواكونو د ورته ټكر شاهده وه. په دغه ټكر كې نږدې اووه موټر د ايتلافي ځواكونو تر لارۍ لاندې شول. د مرګ ژوبلې شمېره يې ۱۳ تنو ته رسېده، خو خلك پر پېښه چوپه خوله پاتې شول.
پرونۍ پېښه يوځل بيا په همغه بڼه او همغه سيمه كې وشوه. داځل مرګ ژوبله ډېره او د خلكو غبرګون سخت و.
په سيمه كې د پېښې د قربانيانود وارثانو او خواخوږو شمېره ۸۰ تنو ته رسېده. دغه شمېره هغه كسان و،چې د لاريون او هرډول قربانيو لپاره تيار وو. پوليسو په خپل لومړني ګام كې كولاى شواى د يوه امنيتي دفاعي كمربند په جوړاوي سره ۸۰ كسيز لاريون په اړونده سيمه پورې ايسار وساتي، خو د پوليسو د غيرمنظم عمل له امله لاريون كوونكي پر دې بريالي شول،چې ښار ته لاره وكړي. پوليسو په لومړي ګام كې امريكايي سرتېرو ته لاره وركړه،چې د خلكو له پنجو نه ځان وژغوري، خو وروسته يې همدغو لاريون كوونكو ته د پېښې د عاملانو د څار بلنه هم وركړه. د امنيتي كمربند ماتېدل پخپله ښار ته د لاريون كوونكو يوه غير رسمي بلنه وه. لږترلږه د پوليسو ۲۵۰ كسيزې ډلې كولاى شواى د لاريون كوونكو مخه ډب كړي، خو ناسنجول شويو امنيتي تدابيرو او د مظاهرې له كولتور سره ناروږديو پوليسو او خلكو هغه څه وكړل،چې وروسته يې د ښار واټونو او كوڅو پخپله شاهدي وركوله.
د لاريون كوونكو د تركيب بدلون:
د لاريون سرچينه د پېښې مشخصه سيمه وه او په تركيب كې يې ټول هغه كسان و، چې د غچ او انتقام جذبه يې ورسره لېږدوله. د پوليسو لومړنۍ تېروتنه همدا وه، چې د غچ او احساساتو يوه دغسې توپان ته يې ښار ته د تېرېدو لاره وركړه. دغه ډول توپانونه پيا له ځانه سره پر لاره ټولې خاورې خځلې وراخلي او وحشت يې ټوله فضا په نيسي. ۸۰ كسيز لاريون له سيمې نه د ښار ترمركزه څو چنده شو او هره شيبه يې شمېره ډېرېده. په دغه شمېر او تركيب كې ډېر داسې كسان هم ورګډ شول،چې د اخ وډب، لوټ او سياسي اغراضو د پلي كولو منتظر وو. دغه كسان تر لاريون كوونكو ډېر منظم وو. د ښار په فرعي كوڅو كې ځانګړي صرف موټر او موټرسايكل د دغو خلكو د لېږد لپاره په انتظار و. په قواى مركز كې د مظاهره چيانو تر ماتې وروسته د فرعي كوڅو دغه موټر دېر ژر را ووتل او مات مظاهره چيان يې ورسره ولېږدول.
سياسي اغراض او ځانګړي اهداف:
د لاريون كوونكو پر سرونو شنې پټۍ، د قوماندان احمدشاه مسعود تصويرونه، ځانګړي شعارونه او د پارلمان له څو مشهورو غړو سره پر ليده كاته ټينګار او پخپله د ځينو (سياسي شخصيتونو) څرګندونې دا ښيي،چې د لاريون تر شا سياسي اغراض هم پټ وو. په ښار كې د مظاهره چيانو څو ګونى وېش د مظاهرې سنجولې بڼه راښيي. له سنجونو پرته پر مشخصو اهدافو ير غل ښايي ډېر معقول ونه برېښي. كه د لاريون سيمْ او د لاريون كوونكو د خشونت ټاكلو ځايونو او اهدافو ته وګورو،دا په ډاګه كولاى شي،چې د لاريون تر شا د يوه سياسي خوځښت ترڅنګ ټاكلي اهداف هم په نښه شوي وو.
د لوټ او تالان پړاو:
د لاريون كوونكو نامتجانس تركيب د لاريون اصلي هدف مات كړ او لاريون كوونكي يې خشونت او لوټ او تالان ته وهڅول. نور نو د مظاهرې په تركيب كې هرچا ونډه اخست، چا د جذبې او احساساتو له مخې، چا د فرصت او... له مخې.
ددغه پړاو په تقويت كې تصويري رسنيو هم خپل رول ترسره كړ. د لاريون او ګډوډيو تتو او پاروونكو تصويرښودنو ډېر ويده كسان هم ورسره راويښ كړل. هغوى،چې په كورونو كې واو پر حالاتو خبر نه و، د پرله پسې تصويرونو له لارې دې ته وهڅېدل،چې د لاريون په لور وخوځي او ډله يې لا هم وپړسوي. ډېر داسې فرصت طلبه كسان و،چې د تصويري خبرونو په اورېدو او ليدو سره يې وخت غنيمت وگاڼه او د ملي او دولتي شتمنيو په لوټ او تالان كې يې برخه واخسته. دا نو داسې وخت و،چې مظاهره چيانو د ارياناتلويزيون موټر هم ورسره تښتولي وو.
د امنيتي ځواكونو ناكامي:
سوله ساتى ځواك د خپلو ملګرو د تېروتنو له امله د خلكو د قهر او غوسې محراق و. دغه ځواك د ښار د امنيتي حالاتو په كابوكولو كې ونډه نشواى اخستلاى، ځكه خو امنيتي مسايل ټول ملي اردو او ملي پوليسو ته وسپارل شول. دغه ټكى پخپله افغان دولت ته ننګونه ده، چې د بهرنيو ځواكونو له مرستې پرته په پلازمېنه كابل كې هم سوله او ټيكاو ناشونى دى. ملي اردو او ملي پوليسو څنګه،چې په كار وه، هغسې د نظام اوښار دفاع ونه كړاى شوه. نه مدافع واقع شول، نه يرغلګر، خو شنډتوب او خنثى توب يې له ورايه برېښېده.
د كورنيو چارو وزارت لومړنۍ تېروتنه د لاريون په پيل كې وه. هغوى كه بيړنى عمل كړى واى او لاريون كوونكي يې ښار ته له ننوتو منع كړي واى، دغسې تشنج به نه پېښېده. د لاريون كوونكو،چې څه زړه و، هغه يې وكړل. هرځاى ته يې،چې اور او كاڼي اچول، چا يې مخنيوى نشواى كولاى. د موسسو دفترونه، عامه شتمنۍ، دولتي موټر، غرفې، پلورنځي او د عامو خلكو مالونه ټول زيانمن شول.
اريانا تلويزيون نيم ساعت پرله پسې چيغې او نارې وهلې،چې دفتر يې لوټيږي، له ځينو هغو چارواكو سره يې اړيكي ونيول،چې د ژغورنې ژمنه يې وركړې وه، خو په پاى كې د لوټ تر لومړني پړاو وروسته د امنيتي ځواكونو ډلې ورورسېدلې. دا د امنيتي ځواكونو او كورنيو چارو وزارت تر ټولو ستره ناكامي وه، چې د پلازمېنې دفاع يې هم ونه كړاى شوه.
د پېښې اصلي لامل څه و؟
دوه كاله مخكې ورته پېښه وشوه، خو د اوسنۍ دغې په څېر يې لامل ناڅرګند پاتې شو. ايتلافي ځواكونه وايي،د ترافيكي پېښې اصلي لامل د لارۍ موټر تخنيكي ستونزه وه،چې پر سړك له نورو موټرو سره ټكر شو او دغه پېښه يې وزېږوله. خو عام خلك او د پېښې عيني شاهدان وايي،چې دغه كار يا قصدي و او يا خو د موټر چلوونكي د نېشې له امله وشو. دواړې سرچينې ګونګې او بې دليله غږيږي. د اصلي حالت شاهد خوله نه پرانيزي او پر قياس او اوازه څوك ډډه نه كوي. كه تخنيكي ستونزه وي، د يوه موټر به وي، شپږواړه خو به نه بې برېكه كيږي او كه يو هم خرابيږي نو له بګرامه خو به تر خيرخانې كوتله له ځاني زيان پرته په يوه ځغل نه ځي. سره له دې،چې موټر خراب دى او د ترافيكي پېښې ګواښ هم شته، نو په كوم ترافيكي قانون حق لري،چې پر سړك وځغلي؟ او كه په شراب برائت وركوي دا نو پر ترافيكي قوانينو بيخي پښه اېښودل دي.د پېښې لامل،چې هرڅه وي،وي به، خو د پېښې د عاملانو برائت ښايي دغسې نورې پېښې هم وزېږوي. چېرته،چې بښنه كار ورنه كړي، هلته د سزا اړتيا ده او سزا كولاى شي ددغسې پېښو په مخنيوي كې مرسته وكړي.
ورته پېښې او عامه بې حسي:
د خيرخانې كوتل پېښو ټول كابل ولړزاوه. ولسي جرګې او نورو چارواكيو غندنې او خواشينۍ وكړې او د كابل پوهنتون محصلينو لاريون ته ځانونه چمتو كړل، خو د ورته پېښو د تكرار پر تاريخ هيچا هم فكر ونه كړ. له كابل نه سلګونه كيلومټره لرې په كندهار، هلمند، زابل او ارزګان كې ډېر ځله دغسې پېښې كيږي،خو څوك يې د غندنې،فاتحې او خواخوږۍ جرئت نه كوي. زما په اند دغه بې حسي او بدبيني كه له منځه لاړه نشي غوټه به همدغسې ناپرانستې پاتې وي. كه غواړو دغه غوټه پرانيزو او حل لاره يې راوباسو، بايد له بې حسۍ راووځو او د ټول ولس او هېواد په اړه فكر وكړو.
نذيراحمدسهار
سرپاڼه
بېرته شاته
ملګري ته لیږل
تجارتي اعلانونه
په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي call :+93(0)700300169
www.arakozia.com
لومړی مخ
-
ستاسو نظر
-
خبري تړاو
-
دليکونو پوست خونه
-
ننوتل
-
تګلاره
-
اړيکي
Copyright © Benawa.Com 2004-2008 All rights reserved ~ Design by: Khalid Hadi Haidery