For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
بابولاله
بابولاله هغو مخصوصو مسريو او سندرو ته وايي چې د واده په لومړۍ ورځ دڅاښت په وخت کې چې د ناوې سر غوړوي او د واده پر مخصوص تخت یې کښېنوي،د ورا او د ناوې د خوا ښځې ګډې وډې شاوخوا سره کښېني او ناوې په منځ کې ناستهوي،د ناوې و سرته ويل کېږي٠نو دغه ښځې دريې پر وهي او دغه سندره په ګډه  ورسره وايي :

اوښ ولاړ زنګون تړلی _تر هغو به ئې خلاص نه کم چې زما جان نه دی راغلی
اوښ ولاړ _زنګون _تړلی(ها)بابولاله _لاله
اوښ ولاړ (وای وای )زنګون تړلی[وای]
تر هغو به ئې خلاص نه کم [وای]بابولاله _ لاله
څو زما جان [وای وای]نه دی راغلی [وای]

لومړۍ مسرۍ تکرار او په منځ کې ئې [بابولاله وای وای]وراچول کېږي٠دوهمه مسرۍ یو وار او د مسرۍ په منځ کې [وای ،بابولاله،لاله،وا لا ،لا]وراچوي٠د بابولالې سندرې په درۍ نورو ډولونو هم بلل کېږي ،هر ډول ېې بېل،بېل نوم لري
او وروسته ښودل کېږي
الف
١
اسو وششنل په زوره
جلوونه راطلب کئ --- زموږ د خېښ د لويه کوره
٢
امارت ډېرې ايندارې
لالي پسې را ږغ کړۀ --- نېک پلوه شې ورېندارې
٣
اوښ ولاړ زنګون تړلی
تر هغو به ئې خلاص نه کم --- څو زما جان نه دی راغلی
٤
اوښ ولاړ وکجاوو ته
زموږ وخېښ ته وا راووزه --- لور راوباسه لو بته
٥
اوښه ولاړه تر دامانه
زما جان پسې خبر کئ --- چې په شرنګ وهي بهاڼه
ب
٦
باران اوري منا څاڅي
که ناوې زما د جان وه --- تر نوکانو ئې زر څاڅي
پ
٧
پر اور واچوئ بروځې
داسې زوم مو دروستلی ---  تاسې وګورئ د ورځې
٨
پر پلو دې پېلبو ده
ته مې ګرانه ! منډه مه کړه --- ورا دې ټوله د لېورو ده
٩
پر دامان ولاړه هنجه
زما جان د بېخه وکښه --- نوم ئې ولاړ پر څلور کونجه
١٠
پر دېوال ويشتلی سکور دی 
زما د جان وادۀ چې وړينه --- د لالي په غېږ کې زور دی
١١
پر کور دوه زرغونه شاله
زما د جان ورته ولاړ دی --- لاس ئې نه ورځي د خياله
١٢
پر کور سور زومبک ځړيږي
هغه لور دې سترګې وخوري --- چې د پلار په کور نازيږي
١٣
پر موږ بيا د روپو زور دی
څلورنيم زره مهرونه --- زما د جان د ناوې پسول دی
١٤
پر موږ بيا نوی هوس دی
د جان ساری مې نشته --- مګر اوس د مور په نس دی
١٥
پلو واچوه پر بوټي
لېور دې اغا جان دی --- اشرفۍ وېشي په موټي
١٦
په درګاه کې خزانه ده
په ښو ئې وستايه --- زما د جان خواښې درڼه ده
١٧
پر ترنک کې کجاوې دي
زما جان چې وادۀ وړينه --- ورسره مستې ترلې دي
ت
١٨
تر بالښت لاندې انار دی
داسې زوم مو دروستلی --- چې نامتو د کندهار دی
١٩
تر دېوسه لاندې کوچي دی
زمونږ خېښه دا ده راغله --- سل اويا ئې چنګوټی دي
چ
٢٠
چې به ګل کوې ماخیه
هغه پلار دې کولمې پرې شي --- چې به لور کوي مخيه
٢١
چې پر مونږه وه مونږ خو وکړۀ
چې وار دخېښې راغی --- اميري کارونې وکړۀ
٢٢
چې ټوپک ئې پر پښې اېښی
تر داسې غیرت ځار شم --- زما جان دی سر پر اېښی
٢٣
چې چکن دې ارخالک دی
زما جان دغه دی راغی --- د مکې د ور لايق دی
٢٤
چې د مخه مو دالان دی
ناوې مه که ارمانونه --- ورا دې ټوله ښه زلميان دی
٢٥
چې د موږه کړي خېښيه
نغری دې چارکونجه کۀ --- کور دې لوړ کۀ په غاليه
٢٦
چې رنجک مو کښيده دی
د خدای رښتيا به وايو --- زوم تر ناوې ښايسته دی
٢٧
چې ګډوه مو ځينځيرداره
چې ناوې د لالي ده ---  دا به نوي بې کرداره
٢٨
چې مېچن ميده اوړۀ کئ
هغه مور دې ارمان نه کئ --- چې د ځوی ناوې وادۀ کئ
خ
٢٩
خور پل واخله پونده کښېږده
زما جان پر خال مين دی --- هفتګي خالونه کښېږده
٣٠
خور په تش کې اوبه تورې
موږ داسې ناوې درکړه --- بې رنجو ئې سترګې تورې
٣١
خور په زين کې کوټری دی
مه ئې شرنګويه --- زموږ د خېښې زړۀ نری دی
٣٢
خور تور اس تور ئې تانګونه
زما د جان وادۀ مو راوړ --- د میوند پر ميدانونه
٣٣
خور خدای ښۀ ؤ ښۀ ئې وکړه
زما جان په خندا راغی --- ولالي تې کوزده وکړه
٣٤
خور د ورور وادۀ کوينه
داسې خور دې ګل ګلاب شي --- چې وراباڼې بويوينه
٣٥
خور راوباسه غاليه
د کمبلو د وړو نه يو --- اوښان مه را درنويه
٣٦
خور سهار دی زموږ تلوار دی
ناوکۍ مو په لاس راکه --- زموږ کور پر کندهار دی
٣٧
خور سېرلی پر منا وخوت
د خدايه موږ راضي يو --- چې د خېښه مو لاس وخوت
٣٨
خور ململ دی نوم ئې لوړ دی
ښۀ لېور ختلی لمر دی --- د ورېندارې سر په لوړ دی
٣٩
خور مه غواړئ نه به غواړو 
ناوکۍ مو په لاس راکئ --- د خدای ښې به سره غواړو
٤٠
خور مه لور وای مه ئې نوم وای
مه د لوی سهار ژړا وای --- مه د لمر خاته بېلتون وای
٤١
خور ئې بيا تر چولو ګوري
ولاکه بيا ورغږ کي --- چې دادا ادې دې بولي
٤٢
خورې خدای دې هر چا خدای دی
د لالي د کور وسرته --- زما د جان د ناوې ځای دی
٤٣
خورې درغلو درځونه
کندهار کې نجونې ډېرې --- موږ پر ښۀ نامه درځونه
٤٤
خورې سره شوه سره غرمه شوه
ناوې ژر ژر جوړويه --- نن بيا درباندې شپه شوه
٤٥
خورې سره شوه سره غرمه شوه
ناوکۍ مو په لاس راکه --- تر پښو لاندې مځکه سره شوه
٤٦
خورې ورا راغله پر غولی
پر غولی راخپره شوه --- د نغري تر ژيه پورې
٤٧
خورې ورا راغله د بلخه
د بخارا کميس ئې راوړی --- نرۍ ستن ده باندې څرخه
٤٨
خېښې نوی سر اودلی
زما جان ئې داسې جوړ کئ ---  لکه لمر پر غره ختلی
د
٤٩
د ټوپک په خوا کې خال دی
ناوې ښې کوه خبرې --- لالی ستا د تندي خال دی
٥٠
د چارسو ډېرې خوليه
زما د جان پر سر ئې نه کړه --- مورئې نه وه سکنيه
٥١
د خاسې د ارزانيه
زما وجان تې پر سر نه کړه --- خواښې نه وه سکنيه
٥٢
د دالان مخ مو واښۀ دی
داسې زوم مې دروستلی --- د کالۀ رنګ مو په ښۀ دی
٥٣
 درنه خښته اوبو راوړه
که ناوې زما د جان ده --- پر نيلی اس باندئې راوړه
٥٤
د زوم مشرې ورېندارې
د باهو دې شرنګهار دی --- اسپې وتورېدې ولاړې
٥٥
د سپرلو لويه ميدانه
سپرلو دې لا په خوا ده --- ستړی مه شې زما جانه
٥٦
د سکاڼ لم لکه لېڅيه
زما جان ئې په شا راوړی --- لکه توره بلوڅيه 
٥٨
د سهار باده زلزله
دغه لور ئې پر يوه وړئ --- دا شيرينه مور پر بله
٥٩
د سهار چرګو کل کل کئ
زما جان دغه دی راغی --- پر خسر ئې توکل کئ
٦٠
د سهار خونه توده ده
زما جان ځنې راووت --- په ښي لاس ئې وظيفه ده
٦١
د کور سر ګوره نړېږي
ناوکۍ مو ځنې بوتله --- اوس به څوک ورولاړېږي
٦٢
د کونجۍ پر سر سرپوښه
مه ئې ښورويه --- ناوې ډکه ده له خروښه
٦٣
د لور مورې اندېښنې کړه
لايقې د ځوی مورې --- د کږدۍ مراندې اوږدې کړه
٦٤
د لور مور ګوره بيده ده
مه ئې ښورويه --- نن ئې بيا لمبه تازه ده
٦٥
د مسجد تر شا ناره ده
په څه درب ئې ودوينه --- د چا لور د چا ورېره ده
٦٦
د نري پوړني ناوې
دا نری دې پاته مه شه --- زما د جان ښايستې ناوې
٦٧
دوه ! سر تر کلي وخوت
دغه زما جان دی --- د سرو زرو سره وخوت
٦٨
د ورا وري مو لمور دي
چې ستا په ورا راغلي --- هغه ټوله شملور دي
ر
٦٩
ورځې دوې دي د ښاديه
اول چې ځوی ئې زېږي --- بل چې راوړي ناوکيه
ز
٧٠
زرغونه شي ناوکيه
د اوو ځامنو مور شې --- چې ولاړه کئ کېږديه
٧١
زما جان زمري نه تښتي
د کوزدې کټو ئې باندې --- د وادۀ کلنګ ئې سکښتي
٧٢
زموږ خېښي هم مو خپلي
زما د جان په ورا راغلې --- د ابرۍ غواړي پوړني
٧٣
زموږ د خېښ کمبلې کلکې
زما جان باندې تېريږي --- سپينې پښې لکه کالکې
٧٤
زموږ واده پر ګرمسېل دی
ناوې ژر ژر جوړويه --- راسره د سپرلو سېل دی
٧٥
زه به لاس کم په کڅوړه
د خور برخه به ورکم --- خور دې خدای نه کي بې وروره
س
٧٦
سرکونډی دی نه اود کېږي
چې خپله مور  ئې نه وي --- په پرديو نه اود کېږي
ش
٧٧
شين بادرنګ اوبو راوړی
داسې زوم مو دروستلی --- چا په خوب نه دی ليدلی
ک
  ٧٨
کجاوې به سر په سر کړو
زما د جان ناوې درنه ده --- د لالی دا به ورتول کړو
٧٩
کهاران ګوره چې خاندي
که ناوې زما د جان ده --- سور جوپان تر لاندې زانګي
ګ
٨٠
ګوتې وخورې سراودنې
په لوی سهار دې مات کړۀ --- د پېکو نري بندونه
ل
٨١
لمر راوخوت اوره سره شوه
که وراباڼې زما د جان وه --- د برېښنا په دود ئې تله شوه
٨٢
لور او مور سره ولاړې
د لور اوښکې ئې توی شوې --- د دې مور پر ګرېوان ولاړې
٨٣
لېورو ونيسئ لونګيه
د لالی ناوې راباسو --- مخ ئې لمر شا ئې سپوږميه
م
٨٤
موږ راغلي له ليرې يونه
کار مو دلته بل څه نه ؤ --- موږ يوه مسته پېغله وړونه
٨٥
مېږې ولاړې وري خلاصيږي
دا هم د خدای رضا ده --- لور د مور څخه بېلېږي
ن
٨٦
ناوکۍ پر تنګاچه ځي
چې کوښې ئې ورپه پښو کړئ --- د لېورو د مخه ښه ځي
٨٧
ناوکۍ پر لاس دسمال دی
چې د کام ئې بېلوينه --- پر زړګي ئې ډېر ارمان دی
٨٨
ناوکۍ خانواده ده
د پلار د کوره ئې بيائې --- خانه زاده ورسره ده
٨٩
ناوکۍ ګوتې د سرو دي
تر دسمال ئې را اېستلي --- چې سکه لېورونه څو دي
٩٠
ناوکۍ سين و دريابې
د پلار د کور سردارې --- د مېړۀ د کور بادارې
٩١
ناوې اغوستی دې تنک دی
زما جان دغه دی راغی --- د پسرلي تر ګل نازک دی
٩٢
ناوکۍ پرېکه عباسيه
د پېکيو وار دې تېر شو --- اوس دې وار دی دی نګښيه
٩٣
ناوې پښه اخله سپرېږه
زما جان درته ولاړ دی --- په ځوانۍ ئې هوسېږه
٩٤
ناوې څه شمشادي درخته
زما جان تر لاندې ناست دی --- باچاهي کوي بې تخته
٩٥
ناوې څه سنګار دې کښېښو
اينکی د دنيا دود دی --- دنيا دود دې ولې پرېښو
٩٦
ناوې څه په ارمان ژاړې
چارګل مو دی ورکړی --- د بتکيو امېل غواړي
٩٧
ناوې ځه په مخ دې ښه شه
چې ستا په سر کې درد شي --- نيلی اس دې صدقه شه
٩٨
ناوې ژاړه شرم نشته
موږ ټوله سره خپل يو --- بېګانه راسره نشته
٩٩
ناوې سيوری دې ببر دی
په رنګ خو ښايسته ئې --- په عمل دې خدای خبر دی
١٠٠
ناوې ښوولی دې تخت دی
که مې جان ته خدای زور ورکړ --- ناوې ستا تندی د بخت دی
١٠١
ناوې ګل په تندي کښېږده
زما د جان تر شا سپره شه --- دغه خپل همزولی پرېږده
١٠٢
ناوې ګل ده ګل بې بولو
که هر څو ښايسته ده --- زما د جان په نوم ئې بولو
١٠٣
ناوې ګل پر تندي کښېږده
لېور دې زما لالی دی --- اغامير نوم باندې کښېږده
١٠٤
ناوې مه ژاړه ماښام دی
زما جان په خدای لوړلی --- پر ما بل مېړۀ حرام دی 
١٠٥
ناوې مه ژاړه ژړيه
تا بيايو زما جان ته --- په بند دې نه بيايو بنديه
١٠٦
ناوې مه شې داسې خواره
دلالي د زړۀ د پاره --- پر موږ سروسترګې دواړه
١٠٧
ناوې هی که اسکېلوی که
همزولې درته ناستې --- د همزولو زړۀ نری که
و
١٠٨
ورا دې راغله ټک ئې نه شته
د ټوپک دارو به ورکو --- د ويشتو سړی ئې نه شته
١٠٩
ورا راځي پر له پنډېږي
د خارا کميس ئې راوړ --- اوس پر ناوې نه جوړېږي
١١٠
وروره راشه لارې باسه
که لار درڅخه نه شته --- د هوسۍ په ښکر ئې باسه
١١١
وروره لاس که په کڅوړه
اصيل غمی راکاږه --- خور دې ځي د پلار له کوره
١١٢
ولې ژاړې ناوکيه
کميس به دې خارا کو --- د ګنډ غاړه دې نجيه

١-دوه ،دوه تاره اخلئ :
د دغه بابولالې مسرې تر بابولالې وروسته په بابو لاله پورې متصله په بېل وزن او اهنګ سره ويل کېږي٠لومړی دا مرجع چې يو بېل مخصوص بيت دی ور اچوي :

دوه،دوه تاره اخلئ ګېسو ورو،ورو ئې بېلويه
ناوکۍ مو ده ناندانه تر غرمې ، مې ئې ځنډويه

بيا نو پر دغه وزن د بابولالې يو بيت پسې وايي،په داسې ډول چې لومړۍ مسرۍ درۍ واره چابک،چابک مکره وايي او د وروستۍ مسرۍ اخره برخه دوه،دوه،ځلې
ويله کېږي٠لکه دا :

شين بادرنګ اوبو راوړی  ---  شين بادرنګ(رنګ) اوبو راوړی
شين بادرنګ(ها) اوبو راوړی
داسې زوم مو دروستلی ----چا په خوب(خوب)نه دی ليدلی
چا په خوب(خوب)نه دی ليدلی

٢-خورښادی :
هر کله چې د ناوې پوښ يا جوړه د زوم له خوا دناوې کره راوړي او دا پوښ پر ناوې نيسي،نو ښځې په دغه حال کې دريې پر وهي،خوږې ورباندې شيندي او همدغه خورښادي په وايي٠لومړی د خورښادي ځانګړی بيت وايي :

خور ښادي دې ، مه، شه، پاته ----- خورښادي دې ،مه شه پاته  --  خورښادي مو ده
د کمبلې ژۍ ئې تورې ----  د کمبلې ژۍ ئې تورې
خورښادي مو ده
لالی پر ننګ ،مین دی خېښې نه باسي سرتورې
خورښادي مو ده

٣-ښه رو را :
ښه رو را هغه سندره ده چې د واده په لومړۍ ورځ چې د ناوې کره ورا باڼې راځي او ناوې ودوي ،چې د ناوې کورته رانژدې شول په همدغه تګ کې درېې وهي او دا سندره په کې وايي٠يوه ښځه د مسرۍ سر اخلي او نورې ئې کسر او پای ورسره نيسي او ټولې په يوه اواز مسرۍ پای ته رسوي٠د ناوې د خوا ښځې هم بالمقابل د سوال او ځواب پر ډول همدغه سندرې او مسرې وايي او ورو ،ورو راځي په شور درېې وهي څو د ناوې کره ورننوځي او بس کوي ېې٠
په دغه ښه رورا کې هم د بابولالې مسرۍ او بيتونه په بېل وزن د ښه رورا سره وايي ،بیا نو د بابولالې د بيت لومړۍ مسرۍ دوه،دوه ځلې او دوهمه مسرۍ يو ځل وايي٠

لکه دا :

(١)ښه رورا ښادي دې وشه  ---   شاه سلامتګي دې وشه
شين بادرنګ اوبو راوړی ---  شين بادرنګ اوبو راوړی
داسې زوم مو دروستلی ---- چا په خوب نه دی ليدلی

دشين خالو نارې
د دې نارو لومړی بند يو ځل او دوهم بند ئې دوه،دوه ځله ويل کېږي لکه دا :
شين خالو په تن وړه ده  ---- په رنګ ډېره ښايسته ده
په رنګ ډېره ښايسته ده
د کلا تر شا تېرېږې  ----- مرور ئې که شرمېږې
مرور نه يم شرمېږم ----- د تومته دې بېرېږم
تا په غرۀ کې مېږې پووې ----- ما پر ږغ وپېژندوې
توره شپه ده توره خونه ----- شين خالو نه ده مالومه
تور شپه به خدای رڼا کي ----- شين خالو به خدای پيدا کي
د بوټو مخ دې چکن دی ----- ته چې ځې زما ځکندن دی
د بوټو مخ دې زرين دی ----- ته چې ځې پر ما ناورين دی
سور دسمال ئې پر وږو دی ----- کور ئې لوړ پر کارېزو دی
دلته نشته کارېزونه ----- ژېړو کش که جلوونه
شين خالو پر بام ولاړه ----- مچکی ټوپک په غاړه
نه مچک غواړي نه غاړه ----- د جانان دېدن ته ولاړه
 ژر راووزه بورکيه ----- اوس لا رڼا ده د سپوږميه
بوره نه ده بورګۍ ده ----- بوره مازې لېونۍ ده
شين خالو په کلي ولاړه ----- هم به لچ راوړي هم غاړه
نه به لچ راوړي نه غاړه ----- د جانان ديدن ته ولاړه
ګاډۍ ملونه ملونه کېږي ----- د کوږک وغرۀ ته خېژي
د بوټو تڼۍ تړې ----- ګله پر کمه راڅخه ځې
د بوټو تڼۍ تړم ----- د شاکار مېلې ته ځم
ګله مکوه ګيلې ----- پر ما ولاړې دي پيرې
ګله مه راځه د شپې ----- پر ما ولاړې دي پيرې
ګله مکوه دقيت ----- پر مين تل راځي زحمت
زه بندي وم په کلات کې ----- بورجو جګه خوله به راکې
زما دې سر وخوري چارګل ----- چې يار مې ځي مخ پر کابل
سپينه خوله لکه کالداره ----- خرڅوم ئې دکانداره
سترګې تورې کي نو راشي ----- موږ خواران د کاره باسي
ګله لاړ شه خټې وکه ----- د جالۍ کميس راوکه
مور مې نه کوي دادونه ----- ماته راوړه بخملونه
ما خو به زګېروی وکی ----- ګل خېرات راباندې وکی
مګر خېرات راباندې وکئ ----- مور ئې تر يو کباب رانه کئ
سپينه خوله دې په لکو ده ----- رضا ستا د شنو خالو ده
د انار تر ګل پستې  ----- ماښام درځم که مې پرېږدې
د ګاډۍ تر دريچو ----- کالي دې باد وهي ژړو
زما د بورې کميس ژېړ دی  -----   که ژړ لمر پر برابر دی
د ګاډۍ پېچونه تاو دي ----- ګله مړۀ دې بې وفا دي
د ګاډۍ پر پېچ زنګېږم ----- ګله لاس راکه درخېژم
د ګاډۍ پر پېچ ولاړ ئې ----- ماته سره لالونه راوړې
ګله کښېنه سره غرمه ده  ----- زماچارګل کړې سايه ده
د اوبو پر سر لرګی دی  -----   ګله مه راځه مرګی دی
شين خالو په ملا نرۍ  ----- په پښو به څنګه وړي بېړۍ
زه دسرو زرو لښتی وای ----- چې په غوږ دشينخالۍ وای
کشکې ته د انار ګل وای  -----   ما به اېښی پر اوربل وای
پر اسمان باندې سپوږمۍ ده ----- که دا مخ دشينخالۍ دی
ګرانه راشه که مې ګورې ----- لاس مې سره دي سترګې تورې
د بادر د باد له زوره  ----- شينخالۍ نه کئ سرتوره
که سرتوره شوم نازکه ----- د الوان ټېکری راوکه
زه د سرو زرو بنګړی وای  ----- ستا په لاس کې مې شرنګی وای
ته د بورې مېږې وری وای ----- ګرانه زه دې غړوندی وای
د سورساندې ګل شکومه ----- شينخالۍ لره ئې وړمه
پسرلی دی باران اوري ----- ګران د غرو په سرو ښوري
شينخالۍ اوبو ته ولاړه  ----- سور ګړی راوړي پر غاړه
د اوبو ګودر ته ځمه ----- د نازک ديدن کومه
تور پېکی سپينه کلداره ----- کومې خواته ځې خالداره
تور پېکی مې دی اودلی  ----- ګرانه تاته مې ساتلی
دا کېږدۍ مې د چورۍ ده ----- کوم ئې وری کومه ئې ورۍ ده
د کېږدۍ پېڅول پورې ----- هېڅوک نه شته که راګورې
ګاډۍ مه لره چغکی -----   تر تا پردېس دی زما لالی
زما لا خپله زړګی شين دی ----- ګاډۍ ستا تګ په ناورين دی
ګاډۍ شنه دودونه باسي ----- اوس به زموږ مسافر راشي
ګاډې اور دې پر پېچو شه ----- ما بندي جانان ته يوسه
شين خالو په تن وړه ده  ----- په رنګ ډېره ښايسته ده
ګاډۍ راغله پر شېوه ----- ګله سګرټ ولګوه
و پانسۍ ته ئې خېژاوۀ  -----  ګل مې سګرټ ولګاوۀ
زما د سر وخوري سرخي ----- ګل مې ووت د ياري
زما دې سر وخوري پېکی  ----- د مور يو لرم لالی
څوک دې نه مني مړانه ----- څو لا نور مړۀ که جانانه
په  شېرجان ډلې پسې ----- ولاړې غيرت وزمانې
سل مړۀ کړل سل ټپيان ----- جاغوری راووړ نن شېرجان
د انار تر ګل نازکې  ----- کم لايق به دې وادۀ کي
د کاکړو غاړې
د کاکړو غاړې هم ځينې ځانګړي ډولونه او اهنګونه لري او يوه نمونه ئې دا ده :
هېروم ئې نه هېريږي  ---  ګران په خوب کې را ياديږې  جنګي او حماسي نارې
نه راځي وطن ګټي   ---- پر کابل کل تېر کئ توتي
تر چڼلې زر روښان   ---- ولاړ کابل ته  کلاخان
ځله مات ئې کړه ګورکيان   ---- تر جرمن سخت دی  کلاخان
کلا ځي تايم ئې مل دی  ---- اور پر سرۀ ګورګانو بل دی
يا به ځان خوار کړم پستې   ---- يا به کوټ وړم د رسالې
بازه وله توپانچې   ---- وخت دی تمام پر لارې مرې
باز ئې مړ کئ سره په زور کې  ---- کلا خان   به ولات نور کې
خود به ئې ژاړي ناوکۍ  ---- تر باز د سر ووځي ګولۍ
باز  دې نه يووړ تر ځايه   ---- پښې دې ماتې شه چار پايه
د  بازخان  په مرګ خبر شو  ---- ژوب ته سره پرنګيان سر شو
اوس دې ځان خوښ دی که بل  ----  تا به سردار باله پاګل
سرې راټول کړۀ خپل هلکان  ---- کارتوس ورکئ لوی  شېرجان
په تحصيل کې ټکهار دی  ---- نن د رود د سردار وار دی
ورتمام شول کارتوسان  ---- تر ډېره نيت ؤ د شېرجان
سپين پټکی مو شۀ لېلام   ---- د مچ پانسې ته وړي شېر جان
چې پانسۍ ته ئې خېژاوۀ  ---- شېرجان سګريټ ولګاوۀ
وايه دا دينک د څه کئ  ---- کور ئې زنګ توپانچۍ وکئ
دينک سردار دې راشي   ---- ما ګورکيان له کابل باسي
خلک ځي خپلو کورو ته  ---- وړي دينک تورو اوبو ته
ولې نه راځې دينکه  ---- کلا نورو په نامه که
خدای لرو دينک به راشی  ---- بيا به بېرته کلا زما شي
که ئې مرګ نه وی درته ګران  ---- ماته همېش راځي جانان
څوک دې نه مني مېړانه  ---- څو لا نور مړۀ کړه جانان
په انګرېز به ځمکه سره کي  ---- ګران ملخی  وړي په اوږه کې
سره دې مړۀ کړل سيک ټپي  ---- بخت نامې ځان دې غازي
وپېکي ته دې ول ورکئ   ---- بخت نامې ملک دې غوبل کئ
قام دې پرې شي پر نيمی  ---- بخت نامه مچ ته وړي پېکی
نه پرېږدي سره پرنګيان  ---- تخت د ډيلي غواړي  جانان
پور به ئې کو پيسه پيسه   ---- مچ ته دې نه وړي بخت نامه
بنده درب امتي ستا  ---- پر صراط لار راکه پېشوا
پر صراط به وکې نارې  ---- پېشوا خپل امتيان غواړي
وزيرۍ چړۍ وهې  ---- په پښو خود زولنې وړې
له ما پاته سپينې خولې  ---- ګاډۍ پر مچ ودرېدې
ته د تور ټوپک تر خوله شې  ---- حق ويل کولای نه شې
شنه کالي په رنګ د خم   ---- سبا لېويز بيائې قايم
يا به ځان ګار کړم پستې  ---- يا به کوټ وړم د ملشې
اوس ورځه سردار راځي  ---- درپورې سور به کمان کي
په شرع د نبي  ---- سردارشېرک ولې ګور کې
ودې ليد د شېرک واری  ---- چې مېختر لوټ کئ دوه واری
زما د خاورې شي پېکی  ---- چې حسن خان له ملکه وړي
چې به نه وي حسن خان   ---- په ګورکو لوټ کئ د ژوب ميان
خدای د لږ کي تورپټکي  ---- له ګوسی يو حسن خان ځي
پر مخ ځې پر شا دې زور دی   ---- کافرۍ سخت مزل لا نور دی
سرې څڼو کې غوړېڅې   ---- د سهاک ولاړې جنازې
اوس دې خوښ دی شېرک خان    ---- چې په باجو مات ئې کړۀ ګورکيان
په شېرک سردار تنګسه ده  ---- پلټن ګرده د ګوره ده
خدای د مل شه حسن خانه   ---- ځې د سرو ګورو ميان له
غازيان ډېر دی جنګ به وشي   ---- که غواړم حسن خان نيسي
که ژوندی ؤ حسن خان   ----   پر تا به اور کي هندوستان
اوس دې خلاص کئ نادر خان  ---- د غدۍ وخت دی د جانان
يو اختو بل شېرعلي  ---- له ژوبه سره پرنګيان وړي
تور پټکی شنه کارتوسان  ---- پر بوره پنډ دي فراريان
زما په زړۀ لمبې د بورې  ---- خلک وائې سل دی پتاپورې
توره شپه شوه لار شوه ورکه  ---- په همېل ګړنجهار وکه
سپينه خوله پسته غوزی  ---- تر کټ ئې کوز پراته پېکی
سپينه خوله په خندا خاندي   ---- مازديګر دې کئ راباندې
مځکه سره اسمان لمبه   ---- راغله د بورې د ورا شپه
زياته نه درسره ځم   ---- رنجو راياده شوه کښېنم
سپينې خولې ژېړ چارګلان  ----   راغلی ږوبی د خراسان
په ښکاره راغواړم ګران   ---- ګورم د دې کلي ايمان
اوس ورځه رخصته ئې  ---- ډېره په لمر ودرېدې
سره غرمه د کلي ميان   ---- له ما خولګې غواړي جانان
خوند به راکئ ستا خولګۍ  ---- نه دې پرېږدم بې پښېمانۍ
ستا خالونه پرخوله لوړ دي  ---- ګرانې ګرده سوداګر دي
راښکاره سوه له بندو  ---- جنتو لوز ګه د اورو
د کابل پلا مې اوږده که  ---- ما پردېس فېروزه که
نه راځې نظر دې لوړ دی  ---- ګرانه بېج دې برابر دی
زه دې مړه شوم له هوا  ---- له ځانه جوړ کئ نواب تا
لېونی شوم وکړم څه  ---- بوری اهېل مې شوه ستا خوله
مرګ به سخت وي که بېلتون  ---- وما ته يو نه دی معلوم
ستا بېلتون به وړم تر کومه  ---- که يو کال وای تېراومې
مرګی ښۀ دی غاړې باسي  ---- بېلتون وچ کاڼي پرې باسي
په سرو سترګو ورته ګورو  ---- ارمانجن پر دنيا ښورو
په هئ ارمان به مړۀ شو  ---- که به ستا په ديد ماړۀ شو
زما په نيت کښې د سرې کور دی   ---- سکاڼې پښې واخله باد سوړ دی
کال مې تېر کئ ستا بې ديده  ---- زما و زړۀ ته حیراني ده
مازديګر دی ځي اوبو له  ---- ما پر تګ وپېژندووه
ژاړه مه بېرته به راشو  ---- که د مرګ له سپېرو خلاص شو
سپينه خوله مې نه هېرېږي   ---- لکه چرس په رګو کېږي
زه د ګران په لمبو وسوم  ---- سوی وای ګرده سکارۀ شوم
پر سپوږمۍ اوره پيدا کئ   ---- زه نازک له ځم لار راکئ
سر مې تور کئ سوال مې وکئ  ---- خدای راجوړ زما يار نه کئ
اوس ورځم نيت مې دغه دی  ---- ديد د خدای په اراده دی
سترګې تورې په رانجه که  ---- سبا جنګ ته ځه نازکه
ته چې ځې قدم په ورو که  ---- ټيکری پورته له خالو که
د نرۍ بيالې پر غاړه  ---- پستې پورته که لاس دواړه
چې زه مړه شم ګران خبر کئ  ----   زما د غاړۍ امېل ورکئ
ما دې خدای نه کړي ظالم  ---- چې ستا د غاړې امېل وړم
چې پر زړۀ کړم ستا ګيلې  ---- پر تن مې اور واخلي جامې
زما پر تن روپۍ سړې سوې  ---- کورته ځم سترګې راسره سوې
ما په سپينه خولګۍ موړ که  ---- بيا په ژوند کبر راجوړ که
مسافر د بل وطن  ---- ادې پخلا که سر و بن
زه چې ژاړم باړ مې ستا سي  ---- بيا له خلکو حيا راشي
که بېمار شوم ور مې وړئ   ---- بوره سيول هسپتال دی
زه  بېشکه هسپتال  ---- له ما نازک بې دوا ولاړ
که چکن درباندې ګران دی   ---- کورته ولاړه شه باران دی
پر ما نه ده تر تا ګران  ---- که چکن ګرد يوسي باران
ستړې ومه اوس هوسا شوم   ---- ستا د خولې تر خندا ځار شم
سره غرمه ده ټول مو ويني   ----  کورته ولاړه شه ورېښمينې
ښايسته نازکې پښې   ---- په تروږمۍ څنګه راتلې
سوال کوم پردېسه يم  ---- ګرانه په غېږ کې دې کښېنم
مسافره ښۀ لګېږې   ---- سبا ځې که دلې کېږې
قول وکې بيا رانه شې  ---- د بوړي ټوپک تر خوله شې
کښېناستم پر ساړۀ ځای   ---- ارمان که اوس لېو نو وای
سره غرمه د کلي ميان   ---- له ما خولګۍ غواړي جانان
په کوڅه کې ږغ د ګران دی  ---- پر ما اور د  کلا ميان دی
ما به کټ ته دروړه خولۀ  ---- ګرانه ګوا هېر د کړۀ زما ښۀ
هغه توت دی هغه سيوری  ---- له ما ورک د ژړو لوري
زما ارمان دي هغه شپې  ---- ساړۀ کنګل ته به راتلې
نه ئې خورو نه څه کمېږي  ---- مور پر ګران ولې بېرېږي
تورې سترګې سپين تندی  ---- په خالو سپين لکه بوری
سور ټيکری پر منځ کويه  ---- راغله د بوری ملېشه
صورت مې شو لمبې لمبې  ---- چې ستا چغکی شو کجاوې
زړۀ مې نه کوي ګلان   ---- که شپه و ورځ اوري باران
اوس دې صبر کي جانان  ---- وما ته ولوېدی ګرېوان
 زياته ځم هلکان به ژاړي   ----  ګران هغه وختي لا غواړي
چې راياد شي ستا پېکی   ---- په شپه راځم له هرنايی
د نرګوسې تر ګل سرې  ---- کابل ته ځم که ته راځې
د سپېرې او ژی وليانو  ---- نازک سر کئ د ځوانانو
چې راياد شي ستا پېکی  ---- د شپې مې خوب ته نه پرېږدي
داټن نارې
الف
اتڼ دې د سپېروان نجونې کوينه
خورک ئې سپين کشمش دی ،  سهار ئې د غونډۍ شمال وهينه
٢
اتڼ مې اتڼي دی ---  کميس مې دسريښين د تراڼې دی
پر مخ مې عباسيه---  شاه باز مې په سرو زرو سناري دی
٣
اتڼ مې د بورې نجونې وهينه
پر ملا کږه وږه شې --- شاه باز ئې د نامه غوټۍ وهينه
٤
اتڼه ډېرې لاپې د وهلې
چې ځای د رښتیا راغی --- اتڼه نجونې خدای وشرمولې
٥
امرت په ونه توره کندهاره
زلفې مې اوږدې شوې ---  اوږدې زلفې به څه کړم بې د ياره
٦
اوبو سه د ولې غاړه اوبو سه
پر يار مې سلام وايه --- دا ګل مې د سينې ورلره يوسه
٧
بابکه په څه ناز دې لويولم
د ژرګو اور دې بل کۍ --- بابکه پر لمبو دې کړولم
پ
٨
پروسږ کال لا ښه ؤ ---- لاليه تر شاتوت لاندې مېشتۀ ؤ
د خدای فضل که نه وای ---- لاليه سږ به دواړه سره مړۀ ؤ
٩
پر ځنګلۀ باندې د دوو زمريو پل دی
دا يو زما لالی دی --- دا بل زما ورورک ورسره مل دی
١٠
پورته پنجوائي کښته سپېروان دی
نور د ګرمې مړه شوۀ ---- پر شاليلا د زلفو سايه وان دی
١١
پورې خوا غوا لنګه ده تنديه
مېرمن ئې پر کور نه شته ---  راووته تورسترګې ناوکېه
١٢
پوړونی مې ابی دی --- د خياله مې غبرګ کړی پر تندي دی
ما به اتڼ وکړای --- دا ستا د بابا کلی رخشندي دی
١٣
په پزه دې د تور لونګ دانه ده
دانه ده د کشمشو ---د کشمشو دانه څه بده خوږه ده
١٤
په څو به د غرمې تنور توديږي
ليلا ورته ولاړه ---  تر مخ ئې رنګارنګ خولې بهيږي
١٥
په دې سپينه سپوږميه --- لويه خدايه ستن مې ورکه ده نريه
که ستن مې را پیدا کې --- خالونه پې وهم د عاشقيه
١٦
په دې وچه واله کې --- موزي وويشتم د ځمکې
داسې ټک ئې راکۍ --- لاليه تر قيامته مې په زړه کې
١٧
په غاړه د ستمبول دی  --- پېکی دې اړولی لور په لور دی
تمامه شپه ياري کړې --- سهار په کلي ګرځې زما ورور دی
ت
١٨
تربوره په نغري دې اوبه کښېوزه
ترله ئې درڅخه يوړه --- تربوره ږيره وخريه برېت پرېږده
١٩
تر پاڼ لاندې مې سترګې تورولې
چې پاڼ راباندې راغی --- منګلې مې په يار ولګولې
٢٠
تر څو چې د غرمې تنور تودېږي
مستانه ورته ولاړه ---لالی مې ورته ګرځي خوشالېږي

٢١
ترخدای خدائې مې ځارکړې - اسمان ئې بې سکامودی درولی
دا ستوري ګلمېخونه---دا لمر ئې ژېړی ګل پر غوړولی

٢٢
تر دې دېوال دې نته راښکاره کړه
که دې مور ولاړه نه وای ---- نو ما به ستا د نتې ننداره کړه
٢٣
تر دې لا د بورې مځکه پسته ده
مستانه پر بيده ده --- تر نور بدن ئې غاړه ښايسته ده
٢٤
تر دې لا د کابل مځکه پسته ده
لالی باندې تېرېږي --- تر ګرد بدن ئې ږيره ښايسته ده
٢٥
تر دې نجلۍ مکاره بله نشته
د رود په هغه غاړه --- لستوڼی ښوروی لاس په کې نه شته
٢٦
شاتوره توته مات دې شه ښاخونه
اوښانو غرغړې کړې --- ځوانانو باندې واړول بارونه
٢٧
تور مار د کنډوالې بغل نيولی
تور مار به ولاړ نه شي  --- تور مار د سپينې خولې لذت ليدلی
چ
٢٨
چټې چې په پښو دې کړې چوټې
ځوانان دې لېوني کړۀ ---- زاړۀ خواران دې واېستل د ګټې
٢٩
چوڼکی د غرو د سره ولاړېږي
سترګې مړامې مه کړه ياري د مړامو سترګو ولاړېږي
ځ
٣٠
ځلميه پګړۍ ښه تړه هنر دی
يو خو به دې زده شي ---- بل د پېغلې پر نظر دی
٣١
ځوانه چې شاباز دې اوه تاره
راځه چې سره ځونه  ---- ما مور و پلار پرې اېښي ستا د پاره
٣٢
ځوانه د مېلې دې مبارک شه
چې زما وخواته ګورې ځوانه پر ځوانۍ دې برکت شه
څ
٣٣
څه کم،څه کم ----  پر خپل غولي ولاړه يم کاته کم
يار که مې نادان دی ----  د بل پر ښايسته به ئې ورنه کم
خ
٣٤
خانه زمونږ خانه ----  دا ستا خاني دې خدای نه کي بېرانه
ملکونه د رايت کړه  ---- د دښمن کلا دې وکښه د ميدانه
٣٥
خانه بې سترخانه  ---- دا ستا خاني دې خدای کي درويرانه
غيرت دې ښکاره نکړ ----  پر سپين ميدان دې ونه کړه مړانه
٣٦
خوله دې د غاټول تر ګل نازکه
ما ته دې را نکړه  ---- سبا به ئې چينجان وخوري يا ځمکه
د
٣٧
دا پورې غر واښۀ دی  ---- دا سر ئې په لارۀ وهلی نه دی
واوړئ نجونو واوړئ ----  تر لټو مېړو خال وهلی ښۀ دی
٣٨
د اتڼ کلا دې جوړه کړه په غرۀ کې
د مېنې توان مې نه شته  ---- د تن وينه مې وچه شوه په زړۀ کې
٣٩
دا کلی د چا دی چې په دوه نامۀ ئې بولي
دا سرئې زما څخه ورک دی-دا پای ئې زما ديارپه نامۀ بولي
٤٠
دا هلک د کومې چټې ورور دی
دهغې چټې وروردی-چې امېل ئې ترڅنګ خيال ئې نوردی
٤١
د چيټ کميس مې غاړه خوږوينه
زرغون مشدۍ راوړه -- زرغون مشدۍ راوړه ما ښه اېسوينه
٤٢
د سهار سترګه رڼا ده  ---- سپوږمۍ ورته ولاړه وارخطا ده
تر تا ځار شم لاليه ----  پر نيمو شپو دې څه وړه خندا ده
٤٣
دله دله دله  ---- کوتره يم راغلې د کابله
يا به کابل خپل کړم  ---- يا به راوړم د کابل ژېړه بلبله
٤٤
دم دی اغا دم دی په سرو زرو پيوند د خان چلم دی
دا نل ئې د الماسو تمباکو ئې د لاچي لونګين پم دی
٤٥
دورې دورې دورې ----  بې دورې لور دې چېرې ورکوله
لور وه د باچا وه  ---- و دا سپي موزي ته دې ولې ورکوله
٤٦
دورې دورې دورې ----  مردک لکه باران باندې اوري
دا مردک خو ښۀ دی ----  سبا د مرغلرو باران اورې
٤٧
دوې دې نجونې دوې دي ----  د اتڼ نارې کوي سره ترلې دي
د يوې د خيال کميس دی - د دا بلې زرغونې په پښو جستې دي
٤٨
دې زمونږ اسمان نيولي دي ګرزونه
خاني د دروخان ده ----  پر اولس ئې غوړولي دي څنګونه
ر
٤٩
راځئ چې نن د کونډې مېلمانۀ شو
د کونډې يوه لور ده  ---- لاليه په ديدن بې ماړۀ نه شو
٥٠
راشه که دا خپل ويشتلی ګورې
ويشتلی دې کاري دی  ---- شيرين بشر ئې نه شته پر له پورې
٥١
را ګډ به شي لوونه ----  راخوار به شي د ډېرو بشرونه
ځنې په خواری خوار شوه ----  د ځينو په غاړه زنګ شو امېلونه
٥٣
زمونږ د ملا لورې خيالورې
داسې يار چې ستا دی  ---- دا داسې يار به جوړ کم له کودرې
٥٤
زمونږ نجونې چوڼيا پوښې
تر هغو به ئې ورنه کړو ----  چې د سروزرو ګمبتې کي سرپوښې
٥٥
زه نه ژاړم دا يار مې ژړوينه
دکورو سرته پروت دی ----  دا تورې څوڼې اور رالګوينه
 ژ
٥٦
ژېړ شې موزي ژېړ شې ----  دا زه خواره دې ولې ژړولم
زه لښته د بادام وم  ---- د لندۍ په شان دې ولې کږولم
٥٧
سپېرکونډه پر شا تله پر مخ رالغښته
دغه مې لالی جان دی ----  يوه بي بي لري بله ئې غوښته
٥٨
سترګې دې اهو دې ----  نامرادې پر سينه دې شوتالو دي
يو شوتالو راکه نامرادې  ---- د رنځور سړي دارو دي
٥٩
سترګې واړه سترګې  ---- د سردارې سترګې سرې نغمې لرينه
تندي واړه تندي دي ----  زما د جانان تندی د لمر شغلې وهينه
٦٠
سور کور مې وپوټی ته دی اوډلی
د خسر زامن مې ډېر دي ----  ما ئې سرغنه پکښې نيولی
ش
٦١
شاباز مې د دېرې وهل کېږي
چې زما دغومبر ږغ شي  ---- ځوانان لکه کوترې راتوئېږې
٦٢
شين خال دې تر کلا رامعلومېږي
بېحده ښايسته ئې ----  پر مخ دې کافران مسلمانېږي
ک
٦٣
کرک پر کلا لوړ نارې وهينه
زموږ خان ته وا راوزه ----  موزي دې د خانۍ هوا لرينه
٦٤
کلاته چې پر سر دې پالېزونه
د نورو پالېز لاښ شو د مستې پالېز اوس کوي ګلونه
٦٥
کمره مېږ ولاړه پر ډبره
ولاړه شه خوله راکه ----  نامينده شې د لوی باري د دره
٦٦
کميس مې تر لمنې ګلاګل دی
د خيال کميس مې دا دی ----  چې اورونه لګوی هغه لا بل دی
٦٧
که تنګ دی د قبا لسوڼی تنګ دی
اوس نه دراغوست کېږي ----  لاليه جانه څونه دې مړوند دی
٦٨
که رنګینه د کلا مځکه رنګينه
زما جان ته وا راووزه ----  لاليه مواجب دې درې لګنه
٦٩
که کږه ده نن د غرۀ څوکه کږه ده
په اسپو کې سمنده په نجونو کې خالداره ښايسته ده
٧٠
که ګرځي د ګمبتې سيوری ګرځي
زماجان ته واراووزه- دلالي دې ښې کوزدې احوال دې ګرځي
٧١
کۀ ګردی دی ناکودک کاڼی ګردی دی
رحمت پر پښتنو کړې ----  تر مشرو ئې دا کشر ګړندی دی
٧٢
که مسته ځي تختپول واله مسته ځي
افرين په پښتنو کړي  ---- و دښمن ته په سلا کمر بسته ځي
ل
٧٣
لاچي لونګه سر دې ولې تور دی
دا سرمې داسې توردی- زمونږخان د سردارانو سره سپور دی
٧٤
لالی کلا وهي زړۀ ئې پوړه دی
اغا په توره ږيره ----  زما جان په تورو څوڼو ورسره دی
٧٥
لومه لومه لومه ----  د سهار سترګه راوخته معلومه
زما بلا پر يار کې ----  د يار بلا دې ګوښې پر نالونه
٧٦
لوی ټک دې د ظالم پر زړګي وشي
چې پېغله نجلۍ غواړي ----  پر کور دې د مردکو باران وشي
٧٧
لیلکې چې ليلو ليلو دې نوم دی
د اوښو سره مه ځه ----  ليلکې د اوښ تګ پۀ شواخون دی
٧٨
لېور مې ددې پورې کلي شپه دی
احوال به ورلېږمه ----  دا ستا لالا خو تل له ما سره دی
م
٧٩
ما ويل مرنجان به جوړومه
لونګ به په کرمه ----  غوبل به د ځوانانو پر تړمه
٨٠
مجلس دی تر شاتوت لاندې مجلس دی
ځوانانو پېغلې يووړې ----  لالی تر لاندې ناست ګل نرګس دی
٨١
مخ دې په خولې دی  ---- سردارې ليلا خوب دې د غرمې دی
مخ د خولې پاک که  ---- شاهي مين راځي په اندېښنې دی
٨٢
مرم چکنه مرمه ----  دا ستا ارمان په زړۀ لرمه
خاورو له بې نه وړم ----  بازار کې چکن ډېر دي رابې وړمه
٨٣
مستاني لونګۍ غوټه پر سر کيږده
راځه په اتڼ کښېوزه ----  مستاني د دنيا کارونه پرېږده
٨٤
مستې نادرې تر دا غوټ کجک دې ځار شم خالورې
ستا خوله د مرت ده د مرت په کلا تل د سپرو دوړې
٨٥
موزي د نوکرۍ د مبارک شه
يوخال دې راجوړنه کړ-موزي مغزی دې مات شه ملا دې رګ شه
٨٦
مونږ داسې خواران نه يو  ---- چې به وږي ټولوونه
مونږ اصيل نورزي يو ----  زاړۀ لونګ په نوو بدلوونه
٨٧
موږ سره ترلې يو ----  لاليه د يوۀ اکا ورېرې يو
مجلس ته چې راووزو ----  لاليه يو تر بله ښايستې يو
ن
٨٨
ناره مې ناره ده  ---- مستانه د منا سره بيده ده
مه ئې ښورويه ----  مستانه مې مور نه لري سيه ده
٨٩
ناره مې پر ناره ده ----  دواړه لاس راواچوه پر غاړه
دوست به وائې شاباس  ---- دښمن بۀ وایي تو لانت په دواړه
٩٠
نجلۍ په کوټوري کې اوبه راوړه
اوبه د خاشو ډکې ----  نجليه پر ياري دې خاورې واوړه
٩١
نن مې دې موزي اطاق ليدلی
دوې غنې ئې نجتې  ---- سربېره ئې کوسی پر اچولی
٩٢
نجليه چې اوربل روړې په شپالۀ کې
ما ډېر غشي خوړلي  ---- دا ستا غشی مې جګ په لړمانۀ کې
و
٩٣
واوړئ د هوا مرغانو واوړئ
مسافر مې دورې تللی  ---- مرغانو په وزرو کې ئې راوړئ
٩٤
وته وته وته ---- محموته نجل مې ولوېده د توته
په لاس ئې لاس بندی دی ----  په پلو پورې د سپينو زرو غوټه
٩٥
وختم د ژرندې پر موليه
ما کور قسم خوړلی ----  لالي لره به غواړم سدوزيه
٩٦
ولې دې د خوبه ويښولم
په کار دې زما خولګۍ وه  ---- نو دې ولې په بيدو نه مچولم
هه
٩٧
هلکه چې پوچې مرغومې پيايې
ما به خولګۍ درکړای ----  هلکه ته نادان يې کوربه وائې
٩٨
هلکه چې سپين موټې دې چاړه وه
ما به خوله درکړای ----  هلکه خو رويباره دې ميره وه
٩٩
هلکه خدای دې واړوي وهلي قلمونه
قلم نه ؤ نو څۀ ؤ ----  چېرې زه چېرې موزي خراپه خونه
١٠٠
هلکه چې شين خال دې په تندي کې
موږ ولاړو تر هلمنده  ---- هلکه ستا لا زوړ عناد په زړۀ کې
١٠١
هم دی هم دی هم دی ----  د دوو مينو څه د غم بېلتون دی
چې سرپرسروېږدکښېږدم- سروېږدمې دفراق په اوښکولونددی
ی
١٠٢
يو وار که سر راکښته د اتڼه
يو ساعت به سره کښېنو  ---- په دنيا کې ښادي نه شته بې د غمه
١٠٣
يوه ناره به وکم ----  دا بله ناره ستا پر خاتر باندې
بل شی به ارمان نه کړم ----  که ما دا ستا مړوند کړ تر سر لاندې
تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com