For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
دخاوند له مړينې وروسته دمېرمني عدت
دخپریدو نیټه  2009-12-30  م  خپرندوی : نفیس خپرندویه ټولنه چا پي بڼه

 

فتواشمېره (١٤٠)


دخاوند له مړينې وروسته دمېرمني عدت

 

په قرانکريم کې يوځاى راځي چې دکومې مېرمنې سړى مړشي دهغې عدت څلورمياشتي اولس ورځي ده اوپه بل ځاى کې وايې چې دماشوم له زيږدلو وروسته يې عدت ختميږي ،ځما پوښتنه دادى چې که چيرته ديوې مېرمنې دخپل سړي له مرګه درې مياشتې وروسته ماشوم پيداشي دبل چاسره يې نکاح کول روا دى اوکه څلورمياشتې اولس ورځې به هم تېروي ؟

 ډاګتر مېرويس ،واغجان


 
الجواب : حامدا ومصليا

 

دداسې مېرمنې عدت ماشوم له پيداکېدلو وروسته بشپړيږي اوله بل خاوند سره يې نکاح سهي دي .

قال الله تعالى : واولات الاحمال اجلهن ان يضعن حملهن. [ سورة الطلاق الاية : ٤ ]
وفى جامع الترمذى : ١\ ٢٢٦[ حقانيه ]
عن ابى السنابل بن بعکک قال وضعت سبيعة بعدوفات زوجها بثلثة وعشرين يوما اوخمسة وعشرين يوما فلما نعلت تشوقت للنکاح فانکرعليها ذلک فذکر ذلک للنبي صلى الله عليه وسلم فقال ان تنعل فقد حق اجلها .
وفى الهداية : ٢\٤٠٢[ طبعة اسلاميه کويټه ]
عدة الحرة فى الوفات اربعة اشهر وعشر... وان کانت حاملا فعدتها ان تضع حملها .
وفى الهندية : ١\ ٥٢٨[ رشيديه ]
وعدة الحامل ان تضع حملها کذا فى الکافى سواء کانت حاملا وجوب العدة اوحبلت بعدالوجوب .
ونحوه فى فتاوى قاضيخان : ٢\٢٢٩[ حقانيه ] وخلاصة الفتاوى : ١\ ١١٧[ القران والسنت ]

والله سبحانه وتعالى اعلم

کتبه : سيف الرحمن حقاني
شريک درجة التخصص فى الفقه والافتاء
بجامعة دارالعلوم القاسميه
١٥\١٠\ ١٤٣٠هـ

الجواب صحيح
ابو سعيدالراشد
٢٩\١١\ ١٤٣٠هـ

الجواب صحيح
محمدحبيب الله القاسمي
٢٩\١١\١٤٣٠هـ

  دارالافتاء   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com