For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
په تخار کي ۷۰۰ پښتانه له ملت اوپښتنوڅخه څه غواړي؟
دخپریدو نیټه  2008-08-30  م  خپرندوی : خالد هادي چا پي بڼه

٧٠٠پښتانه ښځي،ماشومان,د تخار ولايت د خواجه بهالدين د اولسولي په زندان کي د ٥ورځي راهسي د ازبک جنګسالار او ولس مشر حامد کرزي نژدي دوست قاضي کبير لخوا محاصره او د ژوند د خطر سره مخامخ دي.

د محاصره شويو له ډلي نه يو تن عبدالله واي چه د بلوچستان په ژوب کي ئې د مهاجرت ژوند کولواو تيره اوونئ خپل وطن ته راستنه شول چه لومړي دولسوالو کسانو راباندي بريد وکړو اوبيا ئي ټولي کورني د ولسوالي په زندان کي دادي د ٥ ورځي لپاره بنديان کړي يو٠ يوي بلي ميرمني کافيه په ژړا او وير وويل چه اولادونه ئې ناروغ او خوراک نشته او هره لحظه د خپل پښتني عزت د ازبکانو لخو د تار تار کيدو له ډار سره مخامخ دي.

نوموړي ټولو پښتنو ته په پيغو ر وويل که پښتانه خپلي ميندي او خوندي د نورو څخه نشي ساتلي او هغه پدي جرم چه پښتانه دي د ميرمنو سره بندي کيږي نو ټول پښتانه بايد بنګړي واچوي او د شرم او پيغور نه پورته ونه ګوري.

يو تن راستون شوي امير خان وويل :د ادي د ٩ورځي لپاره چه د پاکستان نه راکډه شوي دلوږي او ناروغيو سره مخامخ يو او ٣٤کوچنيان او ٥٠ ميرمني او بوډاګان د ډول ډول ناروغيو سره مخامخ دي. د٧٠٠تنو لپاره يو کوهي دي او اووبه ورپکښي وچوي شوي او د تندي نه د هلاکت سره مخامخ يو.

 ځايي پښتانه غواړي د خپلو راستنه شويو خپلوانو سره وګوري او خوراکي مواد وروړي د مسلحو ازبکو لخوا نه پريښودل کيږي .دراستانه شويو کډوالو يو تن مشرارباب ظاهر خان انډړ واي چه مونزه د ځمکو ٦٠کلني قبالي لرو خو دولت او پوليس د بريد کونکو مرسته کوي او د اڅرګنده ده چه پښتانه په شمال او ټول افغانستان کي تر شاه هيڅوک نلري که وي نو نن به پښتني ميرمني محاصره نه وي . که هر افغان ، د UN يا بلي کومي اداري لوړ رتبه چارواکي د700 محاصره شويو پښتنو سره ددې بد حالات نه د خلاسون په لار کي مرسته کولي شي نو د محاصره شويو پښتنو سره مرسته کولي شي

په لاندي تيليفون شميرو د رابطه وکړي. ارباب ظاهر خان انډړ 0093772240137

  یوسفزی   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com