ښاغليو او آغليو!
البته چې تاسو به هم خبر ياست او که خبر نه ياست نو خبر شئ چې له يوې اوونۍ څخه زيات د نهو لسو ورځو را په دېخوا په تخار ولايت کې د ځايي اوزبکو له خوا د نوي کورنيو په شاوخوا کې پښتني کورنۍ چې بيرته خپل پلرني ټاټوبي او خپلو مځکو ته راستانه شوي او اوس د يو محلي جنګسالار او ټوپکمار چې لا ځان ته قاضي هم وايی په بند واسارت کې شپې او ورځې تيروي. د افغاني رواياتو مطابق دېته برمته وايی او په دې کې هېڅ شک نشته چې اوس دغه کورنۍ چې ټول ټال به ٧٥٠ يا ٨٠٠ تنو پورې واړه او غټ د نارينه وو او ښځينه وو په شمول په خپل شخصي بند کې ساتلي دي او دا يې لا بده ده چې اوس هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هغه بشري درملو مرسته هم ورورسوي ځکه چې په دوی کې خو ځينې کسان د ماشومانو په ګډون د نس ناستي په ناروغيو هم اخته دي. او تاسو پرې ښه خبر ياست چې دغه اوزبک جنګسالار قاضي لا ورته د مرګ ګواښونه هم کوي او ضرب الاجل يې هم ورته ورکړی، نو ايا دا ستاسو مسووليت به په دې اړه څه وي؟
خلک په دې پوهېږي چې د پښتنو پر ضد يوه لويه جهاني توطيه او دسيسه روانه ده او پښتانه په سيستماتيک ډول ستاسو د راغليو مېلمنو په خپلسريو او وړندو بمباريو په ډېره بېرحمۍ وژل کېږي. هلته خو په مطلقې يو غلط راپور هم خپلې الوتکې پورته کوئ پرته له دې چې له محلي حکومت سره پرې تفاهم وشي او دلته خو پرې دا دی چې ټوله نړۍ له يوې اوونۍ زياته کېږي چې پرې خبره ده او هېڅوک يې غږ نه اوري او ټول پرې چپ، وړانده او کاڼه ياست، نو ايا تاسو ته د ملګرو ملتونو، يونما او د بشري حقونو د اورګانونو په حيث ستاسو هغه بشري احساس او مسووليت تاسو ته د همدې اجازه درکوي چې بايد د پښتنو په مقابل کې بايد همداسې چپه چوپتيا او خاموشي اختيار شي. که داسې وي، نو چې بيا دا ملت پوه شي او خپل غم وخوري او که نه وي، نو بيا ولې داسې چوپ پاتې کېږئ؟ خلک نور تېری له کرزي او د ده له کابينې نه ګيله نه کوي ځکه چې د کرزي په موجوديت کې دا ملنډې درګرده په پښتنو روانې دي. لر وبر پښتانه د ترهګر او القاعدې په نامه وژل کېږي، او دېته خو هېڅکله بشري جنايت نه وايئ او نه ورته ترهګر او تروريست وايې چې په رڼا ورځ يې ٩٠ دکورنۍ برمته کړي او په يوه کلا کې يې ايستار کړي. نه څوک ورپرېږدي او نه چا ته اجازه ورکوي چې هغه مريضانو ته بشري مرستې درمل او دارو ورورسوي ان تر دې چې د درملنې لپاره هغه روغتيايي ډلې ته هم اجازه نه ورکوي چې اقلاً هغه لومړنۍ طبي مرستې خو ورورسېږي، نو ستاسو وظيفه او وجايب خو بيا د نړيوالو قوانينو سره هم په ټکر کې راځي او که تاسو د دې لپاره ګومارل شوي ياست چې د پښتنو په مقابل کې د نورو پالنه او درناوۍ وکړئ او هم ستاسو له ټولو مرستو او امکاناتو دوی څخه برخمن شي او پښتانه نه او دوی نور هم بايد وځپل شي، توهين شي او هم ستاسو له مرستو نه چې دوی يې هم مستحق دي برخمن نه شي، نو اخر ولې دومره ظلم کوئ؟
داسې جوتېږي چې له کرزي نه نور تېری واک تللی او نه هغه د دې توان او اختيار لري چې د پښتنو د ټولوژنې په وړاندې دې د اوزبک جنګسالار او ټوپکمار قاضي په مقابل کې خپل غږ پورته کړي. دا چې تاسو هم د يو مسوول اورګانونو په توګه د افغانستان په قضاياوو کې دخيل ياست، نو بناءً دا ستاسو يو اخلاقي مسووليت هم دی چې خپل ټول امکانات، توان او نفوذ پر لاره واچوئ ترڅو هغو مريضانو ته دارو درمل ورورسوئ او د ژوند نور حقوق يې هم پايمال نه شي او امنيت يې د دولت او امريکايانو، ناټو او ستاسو په شمول د ټولو په ګډه يو اخلاقي مسووليت، وظيفه او وجيبه هم ده. بايد چې د توان ترحده له خپل نفوذه کار واخلئ او د هغو کورنيو ژوند د جنګسالار او ټوپکمار قاضي په مقابل کې تضمين او تامين شي.
د افغانستان ټول قومونه سره وروڼه دي او په پيړيو پيړيو يې سره يو د بل سره څنګ په څنګ ژوند کړی. دا چې اوس قاضي يې په مځکو او جايدادونو باندې خېټه اچولې دا قضيه بايد له حقوقي پلوه حل شي. قومي بغاوت، شرارتونه او عامې بلواوې يې د حل لاره نه ده. هيله ده چې نور اوزبک ورونه هم د دغه جنګسالار او ټوپکمار قاضي د جنايت او خيانت په وړاندې د سليم عقل نه کار واخلي. خپل اولاونه، خپل ځانونه او خپلې مېرمنې او بچي بايد د دغه جنګسالار له شخصي ګټو نه قربان نه کړي. او نوموړي ته هم په کار دي چې له يوې حقوقي موضوع نه ناوړه سياسي ګټه پورته نه کوي او نه نورو سياسي لوبو او عام وژنې ته نور هېوادوال او نه هېواد ورټيل وهي. داسې ناوړه کړه وړه دا پخپله يو لوي بشري جنايت دی چې د خپلو ذاتي ګټو او مفاداتو لپاره د نورو مالونه او بچيان قرباني کړي. په نوره نړۍ کې خو خلک له داسې خلکو کرکه کوي، مګر زموږ په ټولنه کې لا تراوسه برلاسي دي او دولت پرې لا تراوسه پردې اچولې دي. دولت خو يې د نيولو او محاکمه کولو څخه عاجز وناتوانه دی، بلکې له نورو نړيوالو او بشري اورګانونو څخه يې هم خوندي ساتي او لا ترې ننګه او ملاتړ کوي.
نو ښاغليو!
افغانان پر تاسو د يو نړيوال مسووليت له مخې هم غږ کوي چې په نوموړې قضيه کې خپل کردار او نفوذ استعمال کړئ چې په راتلونکې کې د يو لوی ناورين، خپلمنځي شخړو او نورو بشري فجايعو مخه ونيول شي چې بيا به يې درملنه تاسو او موږ او هم نورو ته ګرانه وي.