For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
تخار کې له جنګي جنایتکارانو ولې پوښتنه نه کیږي؟
دخپریدو نیټه  2008-08-30  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه

 

د یوناما، د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې او افغانستان د بشر د حقوقو د کمیسیون د پام وړ !

نن نهمه ورځ ده چې تخار میشته جنګي جنایتکارانو سلګونه کسان چې دیری یې ښځي او ماشومان جوړوي په خپل محاصره کې ساتلي دي. د راپورونو له مخې محاصره شوي کسانو خپله خوراکي زیرمه ختمه کړې ده او دوی ته د خوراکي موادو راوړونکو چې د سیمې عام خلک دي، نه پریښودل کیږي. لسګونه ماشومان د نس ناستې په رنځ اخته شوي او مرګ یې ګواښي.
دغه کورنۍ هغه مهال د سیمه ایزو جنګسالارانو لخوا محاصره او برمته شوې، چې له اوږده مهاجرته ورسته، په افغانستان کې د سولې او ډیموکراسۍ په تامینیدو خپل وطن ته، د آرامه ژوند، په سوله او بیا رغونه کې د وڼدې په موخه ستنې شوې دي.
د نهمې ورځې د رارسیدو سره سره، د افغانستان دولت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ایجنسي یانو، د بشري حقوقو د کمیسیون او میشته نړیوالو دوستانو غوږونه کاڼه نیولي او خپل ماموریت یې، چې په افغانستان کې د سولې او تیکاو تامینول، د بشري حقوقو یقینې کول، او د افغانستان ولس ته د سوکاله ژوند برابرول دي، هیر کړی دی.
د یادو شوو بنسټونو بې پروایي د عامه خلکو په ‌ذهنونو کې د هغوي د بې پرې توب په اړه ډیر شکونه را ولاړ کړي دي. که له یوې خوا د ړندو بمباریو بهیر، د ځینې خاصو کړیو په اشاره لسګونه بې ګناه ښځې او ماشومان د القاعده او طالبانو په نوم وژنې او له بله پلوه بیا نورې ډلې د دولت د کنترول په ساحه کې د شخصي زندانونو تر چتر لاندې سلګونه بې ګناه او بې وسه کسان برمته کوي، نو د ټولو بنسټونو خولې بندې وي، او که بیا د افغانستان د میشتو وګړو تر مینځ کومه حقوقي شخړه را ولاړیږي، په قومي او سیاسي زهرو یې ککړوي.
د هرات دعلماو د شورا رییس وینا ده چې د شینډنډ پر عزیز آباد د بمونو باران د همدغو کړیو د غلطو او مغرضو مشورو او لمسون له مخې شوی دی، چې باید عاملین یې په نښه او د قانون منګلو ته وسپارل شي.

په تخار کې د همدغو جنګي ډلو واک دومره بره دی، چې د دولت لخوا لیږل شوې ډله هم د هغو پر وړاندې د کومې پریکړې صلاحیت جراات نلري. ښه مو په یاد دې د ۲۰۰۵ کال په اپریل کې همدغو ډلو په تخار کې د انتخاباتو ولایتي دفتر چې هغه مهال یې د نانسي په نوم بهرنۍ میرمن مشره وه، ګواښل شوې وه او ورته ویل شوي وو چې د کارکونکو ټاکنې به د دوی په خوښه کوي. په تخار کې د دغو دفتر کارکونکي او هغه مهال په تخار کې د یوناما استازی سایمون د پیښې شاهدان دي.
موږ پدې باور یو، که د دغو جنګسالارانو واک کم، او کنترول پرې حاکم نشي، ډیرې داسې نورې ستونزې به هم راولاړې کړي چې بیا به یې دولت د کنترول وس هم ونلري او د نړیوالو میشتو قوتونو حیثیت ته به درنه صدمه ورسوي.
په افغانستان کې میشت ټول قومونه سره وروڼه دي، او د یو بل په غم او ښادې کې ځان شریک بولي، بس څو مغرضه کسان دي چې که ښه ورته ځیر شو د خاصو کړیو په اشاره، داسې کارونه کوي چې د چا خبره خپل پښه په خپلې تښځې پریکوي.
موږ له ملګرو ملتونو، میشت نړیوالو قوتونو او بشر د حقوقو له کمیسیون څخه غوښته کوو چې د دغو بیوزلو کسانو مرستو ته ودانګې. له یوې خوا به دوی خپل دنده پرځای کړې وي او له بله پلوه به د عوامو له ذهنونو را پورته کیدونکي شکونه لیرې کړي.

مزار شریف

  نور آقا پروانی   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com