For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
سباوون دوزبك كوماندان قاضي كبير مېلمه كه د كرزي له خوا پلاوى
دخپریدو نیټه  2008-09-04  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه


هغه ورځ چې دغه پلاوى دتخارخواجه بهاالدين ولسوالۍ ته دراستنوشووپښتنود ستونزو د حل په خاطرراغى  لومړى يې د وزبكو د شلو څخه د زياتو مشرانو سره خبرې وكړې چې دغو وزبكانو په ښكاره پلاوي ته چې مشري يې وحيدالله سباوون كوله وويل چې كه  د مهاجرو د راتګ په لومړۍ شپه سيمه يز حكومت هغوى خوندي ځاى ته نه واى رسولي نو د وزبكو د مشر حاجي جمشېد په وينا ددوى هغو په لسګونو كسانو چې كمين يې ورته نيولى وو پرې حمله كړې واى هغه دغه پلاوي ته مخامخ وويل چې دوى دغه پښتانه په خواجه بهاالدين ولسوالۍ كې نه پرېږدي او حكومت بايد ورته په كوم بل ځاى كې ځمكې وركړي خو د پلاوي مشر سباوون په ډېره مړه خوله د سيمې له ټولو څخه د مضر وزبك كوماندان قاضي كبير نوم واخست او ترې ويې غوښتل چې

 دغې شخړې ته د حل لاره ولټوي .زه هملته پوه شوم چې سباوون د ستونزې د حل لپاره له ځان سره كومه
طرحه نه لري او كيداى شي چې خبره مرداره كړي .

پلاوي ته د خپلو ستونزو د اورولو پروخت هر اوزبك اوږدې خبرې كولې ګواښونه يې كول او ناروا غوښتنې يې درلودلې

خو كله چې د پښتنو نوبت راورسېداو كوم يوبه يې په استازۍ د پلاوي ته خپلې ستونزې ويلې نو سباوون به يې خبرې په خوله كې وروچې كړې او ورته به يې وويل خبرې مه اوږدوه زما د پوښتنې ځواب را!!!! په داسې حال كې چې وزبكانو په خپله خوښه اوږدې كيسې كولې ګواښونه يې كول او چټيات يې ويل خو د سباوون په ګډون ټولو يې په غور سره خبرې اورېدلې او هېچا يې د خبرو منځ كې چېلك نه اچاوه .

قاضي كبير مخامخ په يو پښتون پسې ورپورته شو ورته يې وويل ته قاتل يې ورور دې قاتل دى ........ خو كله چې هغه سړي غوښتل خپل سپيناوى وكړي سباوون پرې نه ښود. 

كله چې له دغه مجلسه راووتلو نو د ولسوالۍ په مخ كې حاجي جمشيد پښتنو ته وويل چې د كوكچې له سينده دېخوا مو نه پرېږدم تاسې غواړۍ چې له تخار څخه هم هلمند جوړ كړۍ .خو سهار چې كله ولسوالۍ ته راغلم شلګري وزبكو مظاهرچيانو ته خبرې كولې چې د سباوون په اړه مې وپوښتل نو خبر شوم چې هغه د قاضي كبير په باغ كې بې غمه ارام كوې او د قاضي كبير د څو كلونو پخوانيو ميلمستياوو ياد تازه كوي .

بېرته راستنو  شوو مهاجرو چې ددغه پلاوي څخه كومې هيلې درلودې ټولې يې خاورې شوې هغوى وايي چې دوى په نيمه ګېډۀ روژه نيسي او د دوى د ستونزې په خاطر رالېږل شوى پلاوى د قاضي كبير په مېلمستياوو كې  د پښتنو څخه په زور اخيستي وراته كړي او سره كړي پسونه خوري .

تېره ورځ سباوون د يوشمېر وزبكو په مشوره د پښتنو د غوښتنې خلاف داسې پرېكړه وكړه چې په يوبل ځاى كې به هرې راستنې شوې كورنۍ ته اته بېسوې ځمكه وركوي  او هغوى به يې په بدل كې د خپل كور كلي تيريږي خونن له نېكه مرغه د همدغې پرېكړې مشوره وركوونكي وزبكانو يوځل بيا ددغې پرېكړې خلاف هم مظاهرې پيل كړې او ويل يې چې دوى دې ته نه دي تيار چې د ماورا كوكچه په ولسواليو كې پښتانه پرېږدي
نو زما په نظر ددغسې شخړودفيصله كولو لپاره د سباوون په څېر خلكو ته نه بلكې يو جدي سړي ته اړتيا ده چې د سيمې ټول نزاكتونه په نظر كې ونيسي او پرېكړه وكړي . كه د سباوون دغه پرېكړه چې پښتنو ته دې په بل ځاى كې ځمكې وركړل شي او هغوى دې د خپل كوركلي تېر شي عملي شوي واى نو په ټول شمال كې به وزبكانو د پښتنو خلاف خپلې دسيسې ګړندې او پراخه كړې واى او هغوى به ځانونه په حقه ګڼل  ځكه چې يو پښتون به هم د هغوى په حق كې د هغوى په خوښه فيصله كړې وه .

خو له نېكه مرغه چې دغه فيصله وزبكانو ونه منله
دولت بايد دغه مسلې ته جدي پاملرنه وكړي په پلاوي كې موجود د پارلمان وكيل جبار شلګرۍ دې د پلاوي مشر وټاكې  او پښتانه دې خپلو كورونو ځمكوته ورستانه كړي .

  سلطان چهاردره وال   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com