For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
دوهم اپت ( او هغه هم توکم پالنه ده . ) - نعمان دوست
دخپریدو نیټه  2008-09-25  م  خپرندوی : خالد هادي چا پي بڼه


راونې جګړې نږدې يو نسل له منځه يو وړ او لا هم داسې  څرک نه لګېږي چې دغه خونړۍ جګړه دې پاى ته ورسېږي .
 د جګړې له اپت سره – سره ،   دا دى يو بل اپت هم زموږ په ولس نازلېدونکى دى او هغه هم  توکم  پالنه ده .
 که څه هم دغه تخم هغه مهال وپاشل شو کله چې په سردار داوود خان بې رحمه کودتاه وشوه او واک د ګوندونو لاسته ورغى ، خو د مجاهدينو په حکومت کې ( ١٣٧١- ١٣٧٥ )  دغه تخم ريشې وزغلولې ، هزاره ، ازبک ، پښتون او تاجک يې خپلو کې سره واچول او په زرګونو کسان ددغه تعصب په پايله کې يواځې په کابل ښار کې  له منځه ولاړل .

حيرانونکې خو داده چې هغه څوک چې ښکاره  په ستيج د ملي يو والي خبري کوي همغوى تعصب ته لمنې هم وهي . که  داسې نه وي عام ولس په خپلو کې خپلوى لري او هيڅ ستونزه نه لري .
 په نوي حکومت کې هم دغه اپت يو ځل بيا زور واخست او لا ښه په کش کې دى  چې ښې بيلګې يې د ميدان وردګ په بهسودو کې د کوچيانو او هزاره ګانو او د تخار په خواجه بهاوالدين کې د پښتنو او ځايي ازبکو او زورواکانو او د همدغه ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ګوجرو او ځايي تاجکو ترمنځ تاوتريخوالى دى .
 په بهسودو کې د هزاره ګانو او کوچيانو ترمنځ نښتې وشوې ، مشران د دريېم ګړو په ځاى د خپل قوم ترشاه ودرېدل او د ولږې اعتصاب يې وکړ .
 همدارنګه په خواجه بهاوالدين کې د پښتنو پر وړاندې خشونت چې له امله يې تراوسه ٧٠٠ تنه  په يوه زاړه محبس کې د روژې مبارکه مياشت تېروي او ... ښې نمونې دي .
 پرون په مزارشريف کې هم  دغه تعصب چې د خاصو کړيو له خوا ورته ببوزي وهل کېږي ، سر راپورته کړ .
دغه شخړه پرون هغه مهال رامنځ ته شوه چې  يو شمېر محصلانو په وچ زور د بلخ پوهنتون پخوانى دړه ( لوحه ) راښکته کړه او په ځاى يې  داسې لوحه ولګوله چې د پوهنتون په ځاى پرې دانشګاه ليکل شوي و .
د بدبختۍ  او شرم ځاى خو دادى چې موږ په داسې يوه زمان کې تجزيه کېږو چې نړۍ د کليوال کېدو په لور روانه ده .
لويديځ او ختيځ المانونه يوځاى شول ، اروپا خپلې پولې ماتې او کرنسي يې يوه کړه خو موږ چې مشران مو د علم اسلام دعوه کوي ، په خپلو کې يو بل نشو زغملى او د پرديو ګټو لپاره ، له ځانه خپل هډونه پرې کوو .
 يو وخت د شرق په جبهو کې د شمال او د شمال په جبهو کې د جنوب مجاهدين د يرغلګر پوځ پر وړاندې اوږه په اوږه جنګېدل خو نن په شمال کې پښتانه دعادي وګړو په څېر نه زغمل کېږي او دسيسې ورته جوړوي .
ددې لاملونه به ډېر وي خو يو يې دادى چې اوس زر ، زور او ژبه ټوله د ځينو شومو او مغرضو کړيو په ولکه کې دي  .
رسنۍ چې د ملت د يووالي لپاره مهم رول لري اوس د همدغو کړيو په لاس د ملت د ټوټه کولو لپاره کارول کېږي .
و ګورئ !  په ميدان وردګو کې د هزاره ګانو او پښتنو د شخړې په مهال ځينو رسنيو کوچيانو ته وحشي ، تجاوز ګر او .. کلمې  کارولې خو اوس چې د ٨٠ کورنيو ٧٠٠ غړي د څو تنو زور واکانو له خوا په خواجه بهاوالدين کې کلا بند دي ، په اړه يې غبرګون نه ښي .
همدارنګه يو وخت د اطلاعات  او کلتور وزير په مجلس کې چې په پټه فلمبر داري شوى و ، د خبرو په جريان کې  د رسنيو لپاره د قصه يې مفت  اصطلاح کارولې وه ، په کابل کې يوه ټلويزون څو اونۍ پرې شخوند وواهه خو ، دهمدغه ټلويزيون کيمرې خواجه بهاوالدين ته سر ور ښکاره نه کړ .
دغه راز هغه چا چې په د ميدان وردګ په بهسودو کې د خپل قوم  نه د ملاتړ لپاره د نه خوړو اعتصاب وکړ او هغه چا  چې په ورته ملاتړ کې  له خپلې ډېرې لوړې دندې استعفا کوله ، د خواجه بهاوالدين د غميزې لپاره يې تش غږ هم پورته نه کړ . 
 په هرصورت که دغه اپت همداسې په زور دوام وکړي ، زموږ ولس چې جګړو يې  وينه زبيښلې او بدنونه يې  ورته کمزوري کړي ، ډېر ژربه يې له منځه يووسي .
دولت هم بايد هغه مغرض اشخاص او کړۍ چې د  بيان  له  ازادۍ څخه ناوړه استفاده کوي ، په نښه او په سزا يې ورسوي .
خلک هم بايد په خپلو هغو مشرانو لاړې تو کړي چې د خپلو ګټو لپاره ددوى يو بدن ټوټه – ټوټه کوي او اپت پرې نازلوي . 

 کابل  د تلې ٤مه

  محمد نعمان دوست   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com