For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
د خواجه بهاالدين په كلابندو پښتنو مرستې وويشل شوې
دخپریدو نیټه  2008-10-01  م  خپرندوی : خالد هادي چا پي بڼه

د تخار د خواجه بهاالدين په  كلابندو پښتنو مرستې وويشل شوې.

تخار -  بېنوا :
دغه يوسلو څلويښت زره افغانۍ مرستې چې اتيازره يې د اوكراين د اديسا ښار كې   د چنار د سيوري لاندې ادبي او كلتوري بهير او شپېته زره يې د كندهار ديو شمېر ځوانانو لخوا رالېږل شوې وې د كلابندو پښتنو په  ۷۹ نهه اويا كورنيو چې  ۳۹۰ كسه كېدل ووېشل شوې.
دغه مرستې چې هر يو كس ته   ۳۵۳ افغانۍ ورسېدې د دغه كلابندو پښتنو په وينا په ډېر مناسب وخت ورورسېدې.
ملاعبدالحكيم بينوا ډاټ كام ته وويل چې داختر ورځې شپې رانږدې شوې وې او دوى د اختر لپاره كوم تيارى نه درلود چې د نوموړي په وينا دغه مرستې ورته په ډېر ښه وخت ورسېدې .
هغه له مرسته كوونكو مننه وكړه او  له څښتن تعالى څخه يې ورته د لوى اجر غوښتنه وكړه .
همدارنګه ددغه پښتنوپه  استازۍ ظاهرخان دراني  مرسته كوونكو ته نېكې هيلي او دوعاګانې وكړې هغه له دغه مرسته كوونكو پرته  له خپلو ټولو خواخوږو مننه وكړه چې ددوى په درد دردمند شوي او د دوى د حقه حقونو د ترلاسه كولو هڅه يي كړې .
هغه د ټولو پښتوانټرنيټي سايټونوتر څنګ له بېنوا ډاټ كام   ځانګړې مننه وكړه او وې ويل چې بېنوا ددوى د ستونزې  په انعكاس كولو كې زياتې هڅې كړي ظاهر خان زياته كړه چې ددوى سره په لسګونو كسانو د تليفون له لارې خپله خواخوږي څرګنده كړې  او ويلي يې دي چې ددوى له ستونزې د بېنوا له لارې خبر شوي او له بېنوا يې د تليفون شمېرې لاسته راوړي دي .

  برهان الدین دربار   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com