For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
په لندن کی دافغان ليکوالو فرهنګی ټولنې مشرانو او قدرمنو غړو
دخپریدو نیټه  2009-10-23  م  خپرندوی : خالد هادي چا پي بڼه


په ډېرې خوښی سره مو خبر ترلاسه کړ چې هلته په لندن کې ستاسو په همت د ستر ادبي هاند لړۍ راپیل شوې او دا دی نن د لندن ښار په خپل زړه کې د پښتو ادب ، ژوند بښونکو وږمو ته ساه ورکوي او د پښتونخوا ( ټول افغانستان ) د ښایسته شپونکي په شپېلۍ کې یې د سباوون له پیغام سره د ویښ  پښتون  تر غوږونو رسوي .دا د تاریخ روایتونه دي ، دا زړې خو خوږې کیسې دي ، دا (( د سالو وږمه )) تر هر مشامه رسوي ، هغه چې د ( اپګان ) د دغه تمدن زېږونکي ټبر ویاړلی تاریخ راسپړي.
هو دا  ترانې او دا ساندې ، ستاسو په پېرزوینه  د لوی افغان د ښایست او پایښت ، بنسټونه به لاپسې پیاوړي کړي .
تاسو ته ددغه شان  هوډ مبارکي وایو
لومړنۍ ادبي غونډه مو بختوره شه
پرېږده چې ستاسو غږ   ویده زړونه رابېداره او کاڼه غوږونه ، راڼه کړي .
ستاسو سره مل
د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز استازی

  یوسف هېواددوست   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com