For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
د اخیر لخوا
دخپریدو نیټه  2009-11-20  م  خپرندوی : ۲ بېنوا- کندهار چا پي بڼه


د اداري  فساد د عمومي ریاست  لخوا د یونما د راپوړت په اساس چې افغانستان په اداري فساد  دنه ککړو ۱۸۰ هیوادو په لړ کې   دویم مقام ګټلی دی  دویاړ غوڼده جوړه شوې وه  ټول کارمندان  يې له خوشحالۍ په جاموکې نه ځاییدل او ریس یې خولۍ د مازیګر پر ځای ایښې او دلویو چارواکو راتلو ته د وره په خوله کې سترګې په لا ره ولاړ و

هر میلمه دیوګل سره راته او د تبریکې وروسته به په خپل ځای کیناست
  د غوڼدې په سر کې د قرانکریم  څو مبارک ایتونه تلاوت شول بیا وزیر صیب د ولسمشر صیب اود ملی شورا د رییس صیب  د تبریکي پيامونه  ولوستل

 بیا رییس صیب پورته شو او په ډیره شکسته نفسي یي ویل:  ددې ادارې تر جوړیدو تر مخه موږ پینځم پوړ درلود په ډیره هڅه او د تندي د خولو په تویولوسره مو ډیره هڅه وکړه  چې  لومړی پوړ  وګټو

 خو دې تنګ سترګې یونما یو بل ډیر پر مخ تللی او مترقی هیواد سومالیا چې نه حکومت لري او نه دولت  ته دا لومړی مقام ورکړ
 مو ږ چي الحمد الله ټوله په  هیواد  مین او پوره دینداره  او پوهان یو   د ډیره بده مرغه مودا پوړ له  لاسه ورکړ 
رییس صیب ځان  په یوه اوبله کوی چې ملامتي په بل چا واچوي چې ولی لومړی نشو
  او په پای کې يې  درا بللو سره  د زړه له ډاډه  وعده وکړه  که دا خرک وي او دا درک انشالله ژر به   لومړی ویاړلی پوړ هم تر لاسه کړی نامیدی ښه نه ده  هر شی په هڅه امکان لري خدای  (ج) فرمایي: ته حرکت وکړه زه برکت کوم

 او  په پای کې يې پر ټولو ږغ وکړ راځي لاسونه سره ورکړو چې بل کال دلومړی مقام له سومالیا څخه یوسو 
ټولو په چکچکوخپل  تیاری وښوی

غونډې ته یو ه ښکلې  جنۍچې له ږغه يې خپله ښکلې وه په نڅاه نڅاه  پستې پستې غزلي ویلې راوستلې وه د هغې د ناز او نخرو جار شم د هغې د سترېدو  وروسته د ډوډۍ خوړولو  وخت اووروسته  بیا د تلو او بروبرو وخت شو
 هر یو چې به تی  رییس صیب ته یې  ددې وياړ  بیا بیا تبریکي ویله  او په راتلونکی کال کې یې  لومړی پوړ ته د رسیدو دعاورته  کوله
 ریس صیب  هغو ته  د سر په اشاره ډاډ ورکوه  چې سومالیا کله پریږدم او د لاسونو په پورته پورته ښورولو سره یې ویل:
انشالله بری زموږ دی
 احساساتي کارمندانو به يي ناری کړل
ناره ای  تکبیر

  محمود نظری   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com