میرویس جلالزی
د ننګرهار په ولایت کې د ۱۴ ملیونه امریکايی ډالرو په لګښت دری ټول ګټي پروژې بشپړي او ګټې اخیستني ته وسپارل شوې.
د ننګرهار والي ګل آغا شیرزی وایې چې په دغو پروژو کې د یوې مدرسې، د یوه جومات او د اوبو د یوه کانال د جوړلو کار شامل وو.
د ښاغلي شیرزي د وینا له مخې چې د جاپان هیواد په مرسته د ۲۴ کیلومتره په اوږدوالي د مروارید د کانل له جوړیدو سره سم به اوس د شیوې ولسوالۍ د بزګرانو هغه ستونزي هواري شي چې د اوبو د کمښت له امله ورسره مخامخ شوي ول.
د مروارید کانال د جوړیدو کار د بې ام اسې په نامه د یوه جاپاني شرکت له لوري شپږ کاله دمخه پیل شوی وو چې تیره ورځ پای ته ورسید.