میرویس جلالزی
د پاکستان د اطلاعاتو پخوانی وزیر شیخ رشید احمد د دوشنبې په ورځ په لاهور کې د یوه وسله وال برید پر مهال ژوبل شوی دی.
دغه برید د ښاغلي رشید احمد په انتخاباتي مرکز کې هغه مهال په نوموړي تر سره شو چې هغه له خپلو یو شمیر انتخاباتي مسولینو سره خبري اتري کولي.
په برید کې د نوموړي دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور کسان ژوبل دي.
پولیس وایې چې برید کونکي خپل کلاشینکوف ټوپک تر پټو لاندي پټ کړی وو او دفتر ته په ننتو یې په ډزو پیل وکړ.
د مشرف د کابینې دغه وزیر د ۲۰۰۸ کال د فبرورۍ میاشتې په انتخاباتو کې خپله څوکۍ له لاسه ورکړه.
د نوموړی یوه نږدې همکار قریشي رسنیو ته وویل چې رشید احمد په ګولۍ ندی ویشتل شوی او یوازي د ټیل ماټي پر مهال د لوید و په حال کې ژوبل شوی دی خو د پاکستان یو شمیر ټلویزیونونو هغه انځورونه خپاره کړي چې په رشید احمد باندي ګولۍ لګیدلي دي.