| 2842 |
نوم: امین وهاب |
ځاې : - |

دټلومخکی دبینواپښتوویبپاڼی کارکونکوته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته وړاندی کوم ستاسی دخدمتونودستاینی سخه زماقلم عاجزه دی خودنومنی په ډول دافارسی بیت نقل کوم اجازه راکی ]جمال همنشین درمن اثکرد؟وګرنه من همان خاکم که هستم] والسلام دبینواپښتوویبپاڼی سخه یوجهان مننه ستاسی خدمتونه واقعادستاینی وړدی
| 2841 |
نوم: محمديارجواد |
ځاې : - |

دبينواپاڼي ټولوريښتوني افغانانو کارکونکوته دزړه له تله سلامونه وايم اوپه اسلامي اموروکي موله لايزال اومهربان څښتن څخه موفقيت غواړم نظرمي داده چي داسي الفاظ زه نشم ليکلاي چي ستاسي دکارناموستاينه پکي وکړم خودومره به اووايم چي ستاسي هرڅه لازم الاحترام دي زمونګ که نورڅه په وس کي نشته خوستاسي دلابرياووپه طمعه به خپلي لپي په الهي دربارکي اوچتي نيسوترڅودقبليدوترمداره ورسي اوستاسي خدمتونه لاده ويدواو وروسته پاته با غيرته افغانانولپاره ده راويشدواوپرمختګ سبب شي ستاسودشه صحت اونازک تبسم په هيله
| 2840 |
نوم: امان اله |
ځاې : - |

دیره ښکلی ویب پانه او پښتو ژبیته یو لوی خدمت ده خدای مو کامیابه لره خو یو شیمی چه غوښتل چه پدی ویب پانه کیمی پیدا نکړه هغه دنازو انا په باره کښی معلومات ول . نازو انا یوه تکړه ده پښتو ژبی شاعره وه او ده میرویس نیکه مور وه که څوک پدی اړه معلومات لری هغه دی پدی ویب پانه کښی دی ولیکی چه نوری پښتانه تینه کټه واخلی مننه .
| 2839 |
نوم: شاه محمود الهام وردګ، |
ځاې : تالقان،تخار |

په مینه تاسو او د بینوا سایټ ټولو ګل ګلونو پښتنو ته مینه او ښی پیرزوینی ډالۍ کوم.
د پښتنو د درد او رنځ د انځور خپرونکو هر وخت ستاسو لکنی او خپاره شوی مالومات په ډیره مینه لولم ډیر زیات خوشحاله کیږم او درنه هیله کوم چه داسی لیکنی ډیری کړی چه دغه د مرګی په خوب ویده پښتانه راویښ او بیدار کی که نه خدای مه کړه راتلوونکی د پښتنو ګلونه نسلونه به د اغیارو په دفترونو کی د هغوی میزونه پاکوی ځکه اغیار لکه پیشو په کمین کی ناست دی٠ګرانو خدای حاضر زړه می ډیر درد کوی
| 2838 |
نوم: زبیح الله (کوچی) |
ځاې : - |

ډیرخوشحاله یم چی دافغان دزړه ارمان ستاسی له خواخپریژی اودخپلووزړونودردونه دقلم په څوکه بیانولی شی خوګله مند له هغوافغانانوڅخه یم چی نن ورځ دیومقام په کرسی ناست دی او دخپل بل افغان غژنه اوری داوینا هغه افغان په مقام ناست کسانوته وایم چی دپښتون په برخه لوبی کیژی اودی دخپل مقام لپاره هیځ ولی نشی ګویا چی دامقام له لاسه ورنکړم زما ډیر افسوس دی پردغه سی اشخاصو. وسلام
| 2837 |
نوم: سیداحمد احمدی |
ځاې : - |

دبینواویپاڼی دټولودرنومسولینواوکارکوونکوڅخه ډیره مننه کوم چی زموږمسلمانانووروڼواوباالخصوص پښتنولپاره یی رازرازآسانتیاوی برابری کړی دی اودبینواویپاڼی دقدروړلیدونکواوکتونکوڅخه هم ډیره مننه چی په خپلوپیغامونویی دپښتون ولس دبیداریدولپاره هلی ځلی کړی دی .لکه څرنګه چی هرافغان داوظیفه لری چی دخپل وطن دآزادی اودمسلمانانودیووالی اواتحادلباره کوشش وکړی .له خپلی پوهی څخه استفاده وکړی ترڅوزموږدسولحی آرمان جن اوتږی اولس دالله رب العزت ددغه عظیم نعمت څخه برخمن شی.داچی اختررارسیدونکی دی له هغومالداروخلکوڅخه چی الله دخپلی خزانی څخه یوڅه ددوی په واک کی ورکړی دی داهیله لرم چی دوی دی دخپلوهغوهمسایه ګانوپرحال ځان خبر کړی چی داختریزودودونولپاره څه نلری اودامکان ترحده دی مرسته ورسره وکړی . په درناوی ستاسوورور (احمدی)
| 2836 |
نوم: محمدظريف عنايت زی |
ځاې : - |

د بينوا ښکلې پاڼې قدرمنو چلونکو، د نيکمرغه لوي اختر له امله تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته مبارکي وايم، خداي دې وکړي چې له خوښيو ډکې ورځې، سوکاله او له برياليتوبونو سره مل ژوند ولرئ. د خداي تعالی دربار ته لاسونه لپه کوو چې دغه اختر زموږ د ځوريدلي اولس لپاره د تلپاتې خوښيو، سولې، ارام او سوکاله ژوند پيلامه شي او نور نو د جنګ جګړو او وينو توييدو پرځاي په افغانستان کې د پرمختګ او سوکالۍ بهير پيل شي. انشاالله ستاسو ورور
| 2835 |
نوم: فضل احمد |
ځاې : - |

دمینی او اخلاص سلامونه دبینوا ویب پاڼی وټولو کارکونکیواو لیدونکیوته وړاندی کوم اووتاسوټولوکارکونکیواودویب پاڼی وټولولیدونکیوته دنیکمرغه لوی اختر مبارکی ویم الله (ج)دی وکړی چه دااختر زمونږګران هیواد ته صلح اوسوکالی راولی او داجنګ اوجګړی ختمی سی او زمونږله ګران هیوا ده. دا پردی لنډغرپه شرمیدلی توګه ووزی آمین . نو راځی چه ټول په دی مبارکو شپوورزو کی د الله (ج) دربارته لاسونه لپه کواوپه اخلاص سره دعاوکوو.

درنو او زحمت کښ همکارانو سلامونه محترمو : ستاسو زحمتونه د ډيرو ډيرو ستايلو ور دي هميشه ښه او په وزره پوري معلومات دي چي ولوستنکو تتنده په ماته شوي ده او يوازني پښتو سايد دي چي د پښتنو لپاره خدمت کوي اسلامي برخه ديره ښه ده کاميابه اوسي.
| 2833 |
نوم: صبا نورستاني |
ځاې : - |

په لغمان کې تر اروپا هم ډېره ديموکراسي ده پرون د جمعې تر لمانځه وروسته په لغمان ولايت کی د لغمان والي محمد اقبال عزيزي او ښاروال عبدالمقيم پړايوال په ضد مظاهره تر سره شوه.په مظاهره کې چې نږدې ۲۰۰۰ کسانو ګډون درلود د لغمان والي او ښاروال پر ضد يې شعارونه ويل، مظاهره د سلطان غازي بابا له مسجد څخه پیل د عصمت الله محبت چوک لور ته لاړه، مظاهره ډېره سوله اميزه وه هيڅ نوعه تشنج او تاوتريخوالی په کی پیدا نشو، کله چې ژورنالستانو د مظاهرې کليپونه (ويډيوګانې) واخيستې د پوليسو تر بريد لاندې راغلل، کمرې ترې واخستل شوې او نظر بند شول ځيني ژورنالستان وتښتېدل خو وروسته تعقيب شوه او کمرې يې سپينې کړی شوی.بيا دا چې ښاروال او والي په پراخه کچه د ځمکو په خرڅولو او دولتي عوايدو په خوړلو بوخت دی او خيټی يې نورې پړسېدلی دې ته متوجه شول چې له زوره څه نه کيږي ځکه کيدی شی ژورنالستان له ټيلفوني کليپونو څخه استفاده وکړی او يا هم غږيز راپور خپور کړي بيا يې د هغوی حنجرې په پيسو چپې کړی، يواځې څو تنو ژورنالستانو چې د ژورناليزم څپيڅلي مسلک ته يې درناوی درلود د والي او ښاروال دغه بډې ونه منلی او خپل راپور يي اړوندو مراجعو ته واستوه.نو اوس تاسې و وياست:په کوم ولايت کې چې له ژورنالست او ولس څخه دولتي چارواکي دومره ويرېږي چې د دوی د حنجرو د غلي کولو لپاره ورته بډې ورکوي ايا تر اروپا به په کي ډېره ديموکراسي نه وي.
| 2832 |
نوم: قدرت الله |
ځاې : - |

واه کرزۍ واه --- داچه جناب کرزی صیب دخارجیانو اواشغالګروپه مړینه دومری خوابدی کیږی چه هغه دچا خبره دډیره غمه په لوږه نه پوهیږی خوافغانان دکرزی صیبه داپوښتنه کوی چه آیا په هغوزومانو اوناویانو،سپینګیرواوځوانانو،زړو او وړ، ښځو اوسړو په مړینه چه ددی نابللیومیلمنوله خوا دهیواد په ګوټ ګوټ کی شهیدان سوی دی آیا یوه ورز دی هم دغمه په لوږه تیره کړی ده او ایا داحمد ولی کرزی ،استازربانی ،غلام حیدر حمیدی او.............په وژل کیدو دی یوه شپه هم په لوږه تیره کړی ده.
| 2831 |
نوم: محمد داود نیازی |
ځاې : - |

سلامونه اونیکې هیلې د بینوا ویب پاڼې ټولو لوستونکو ته!له دې حقیقته څوک سترګې نشي پټولای چې تیرې لسیزې جګړې پښتانه او پښتو ژبه داسې وزپله چې تاریج ېې مثال نلري او لا تر اوسه دغه جګړه روانه ده خو چاره څه ده زما پر نظر که مونږ او تاسو د هېوادونو پرمختګ ته وګورو څرګنده به شي چې ټولو هېوادونو لومړۍ د علم لاره خپله کړې له هغې وروسته یې پرمختک کړی دی نو مونږ هم باید له هغو څخه تجربه واخلو علم ته مخه کړو تر څو پښتانه له بل شوې اور څخه نور وساتو. مونږ ټول وایو چې پښتانه زورول کیږي ظلم ورسره کیږي مګر هیڅ اقدام نه کوو راځی د خبرو پر ځای باید کار وکړو که چیرته هر پښتون د د ورځې یو ورقه پښتو ژبې ته ولیکي،د نړۍ نوي اثار وژباړي نو ډیر کار به وشي له یوه طرفه به پښتانه د علم په رڼا سمبال شي له بله طرفه به له روان غمه خلاص شو.مننه
| 2830 |
نوم: ستانکزی |
ځاې : - |

ستاسو په ویب پاڼه کې مې د عمر زاخیلوال په اړه لیکنه ولیده چې هر چا لیکلې ده وایم د نر ځوی دی چې دداسې غلو او داړه مارو عیبونه را برسیره کوي خو یوه خبره هغه دا ده چې دا خبرې عام محضر ته را ونه وځي او اولس ددې په اړه غبرګون ونه ښیی دا داړه ماران به تل زموږ په وینو او غوښو ماړه وي دا هغه لوی خاین دی چې د امریکا سفیر زلمي خلیل زاد په څاپیړه وهلی باور وکړﺉ رنګ دده د ښځې ده او هغه کلیپونه که راووځي نو انشالله دده به هم په هیواد کې نور ځای پاتې نشي او لعنت خو دې په هغه چا شي چې دا یې وزیر ټاکلی دی

د افغانستان اسلامی دولت اوسنی رهبری اکثراء په ډیر بی شرمانه ډول خپلو جنایتکارانه اعمالو ته چی د افغانستان او افغان قهرمان ملت پر ضد دی ادامه ورکوی ، لس کاله کیږی چی دا اسلامی او افغانی ضد اعمال د خارجی دښمنانو په لمسون او مستقیما مداخله په افغانستان کی ادامه لری . د افغانستان دولتی کابینی غړی د اطلاعاتو او کلتور اوسنی وزیر مخدوم رهین د خپل دولتی مسولیت مطابق ددی پر ځای چی افغانی فرهنګ ته خدمت وګړی ، بر عکس د افغانی کلتور او فرهنګ ضد اعمال انجاموی ، دا ځلی یی په وزارت کی په هغو افغانانو بندیز لګولی چی په نوموړی وزارت کی په افغانی ملی جامو کی ګرزی . ای افغانانو: افغان دولت تنها په نامه افغانی دولت دی په عمل کی خارجی دولت دی او د خارجیانو منافع ساتی ......
| 2828 |
نوم: BASHIR MALYAR |
ځاې : - |

دبینواپاڼی ټولوکارکونکوته سلامونه وړاندیکوم پس له سلامه دایوه هیله لرم سی ولی دافغانستان حکومت دخپلوهغوهیوادوالو غم نخوری چی له هیواده بهراستوګنه کوی لکه په پاکستان کی یا ایران کی یاداسی بل ملک سی زموږاوستاسی مسافرمهاجرغم ځپلی وروڼه اوسی زه دزته دسترګولیدلی حال وایم چی په کوټه ښارکی زموږاوستاسی غریب وروڼه کارکونکی یامریض راوړونکی خلګ په ډیره زیاته اندازه تنګوی اوزیاتی پیسی تی اخلی داسی می لاواوریدل سی یوڅوپولیس سره لاس وی جداځای یی ورته په کرایه نیولی اوهلته یی بوزی هغه داسی نه دی چی القاعده دی یاطالبان بیاهرڅومره پیسی تی اخلی یعنی داسی پیښه لاهم شته چی نن سهارله سریناهوټل سره په کویټه کې یونراویوه ښځه دوه کوچنیان له رکشی کشته کړل اوپه یوغارکی کینول دپیسوغوښتنه یی تی کوله--نورنوستاسوقضاوت
| 2827 |
نوم: امان اللہ ممنون |
ځاې : - |

دبینواویب سایٹ داحترام وڑچلونکی شاغلی ھادی صاحب،سلامونہ اونیکی چاری. بینواواقعی دافغانستان دکڑیدلی سوزیدلی اوبیچارہ مظلوم ملت اھونہ چغی اوفریادونہ منعکس کوی.ھو لویہ خدایہ(جل جلالہ)زمونژ ھیواد ،اولس ،تمامیت ارضی ،استقلال اوحکومتی سیسٹمونہ مودسخت خطراودمتزلزلوحالاتو پہ لور روان دی.لویہ بادارہ تہ زمونژپرحال وہ رحمیژی مونژ خپل ھیوادپہ خپلہ خراب اوپہ خپلوکی سرہ وژنواوخپل بری او ویاڑ یی ھم بولو.سرولیونیولشکرو زمونژ پرپاک حریم تیری وکڑاوژمونژ باشھامتہ غیرتی اولس یی پہ وڑاندی ودریداوسری لشکری یی پہ گونڈوکڑی. خولویہ خدایہ(جل جلالہ)زمونژپرپاکہ اومقدسہ مورنی خاوری اوبی سرنوشتہ بیچارہ مظلوم ھیوادباندی یوواربیادنڑی باقدرزورواکانوخپل اشغال اوحجوم راوڑی چی شماربہ یی پہ رشتیا زمونژوہ ریس جمھور تہ ھم نہ وی معلوم؟ ای لایزال پاچا زمونژدمیدو خویندو پلرونو اوورونوھیواداولس تہ محافظ شی .مونژڈیرزپل شوی رٹل شوی اوترپشو لاندی شوی یو اونورنوپہ دی پوہ نہ یوچی مونژ پرکم لوری درومو حال داچی پہ حقیقت کی مونژھم دہ زن زر اوزمین وژی یو چی ددغہ اوژدہ امتحان او ازموینی سرہ مخامخ یو.خولوی ددنیااومافیھا قدرتہ تہ زمونژدھیواداوخلکو غم وخورہ اوزمونژلاسنیوی وکڑہ اوپردغومعصومو کوچنیانو میندو اوخویندو ترحم اوکومک وکڑہ.
| 2826 |
نوم: ممتازولي همت |
ځاې : لوګر شاه مزار |

دبينوامحترموکارکونکوته دپيغمبر(ع)تحفه وړاندي کوم چي هغه لفظ دي
اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته ده. دافغانستان دمشرانوڅخه زه داپوښتنه کوم چي که افغانانوخارجي قوه تونه اودهغوشتون ي په خپل هيوادکي قبلولي شوي نودوي ولي دډاکتر نجيب الله په مقابل کي چي روسان يي راوستي وه دهغوپه مقابل کي ودريده اوجهادي اعلان کړ ترڅوروسان له خپل هيواد وباسي نواوس ولي ددوي سترګي په دحقيقت پټي دي چي دنړي ستر کفريي راوستي اومسلمانان په د غولوي چي دوي دافغانستان دابادي په خاطرراغلي هرچاته داپه ډاګه ده چي امريکا ٢٠٠ کاله مخکي داپلان درلود چي افغانستان اشغال کړي اوکي دوي اشغال ګرنوي نوتاسي اوخداي مو ابادي داسي وي. که دکفرد سيوري لاندي مسلمانانوژوندکولاي شوي اوخداي (ج)داژوندرواکړي واي نوکفارخومونږه له لمانځه نه منعه کوي نوولي موافقه نه ورسره کونوبياجهادته ضرورت څه وه شهادت ته ضرورت څه وه سبحان الله هيڅ کله به داموافقه ونشي اونه به ددوي له سيوري لاندي هيڅ مسلمان ژوندوکړي . په دره ناوې
| 2825 |
نوم: عبدالوهاب هیمت |
ځاې : کندهارښار |

سلامونه اونیکی هیلی دبینواویبپاڼی همکارانوته وراندی کوم میرویس افغان دبرهاالین ربانی دمرګ پړه دکندهارپه ولس ور واچول چی داسړی دکندهار ولایت وسیدونکی وه بلی کومی ویبپاڼو یابل کوم ټلویژن یاراډیوګانو نه کړه نشر چی داسړی کندهاری وه ته څنګه خبرسوی تاخوپه درواغو زان تر لندن پوری ورسوی چی ماته ګواښونه کږی ماوژنی وس نود برتانیاجاسوسی کوی چی په څرکم کندهاریان اویابل حوک وجنګوی ستادخبریال ویبپاڼی همکاران ټوله دخپل کور اویا د دفترڅخه دبیری نه راوزی لږخوشرم وکه تاد کندهاریانو څونده نمکونه وخوړل په دغه کندهارکی خبریالاسوی ولادی ده دوخرودانه ویشلای سوای وس بیرته پردغه ولایت باندی لکیږی ته چاخبریال کړی ګرده ورځ نورجهان هوټل کی تاسی اویوڅووطن پروشانوسره راټول واست خپل شراب موڅیښل دخپل جیب د ډکولولپاره غواړی چی کومونه سره وجنګوی او ستاجیب دی ډک وی دنورو پروانلری دپردو لپاره په کوم چی خوری په هغه کی کوی په درنښت ستاسو ورور عبدالوهاب هیمت مننه

لومری د بینوا ګرانو، محترمو او د پشتنو واقعی خدمتګارانو ته د زره له تله ستره نبوی تحفه د اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته وراندی کوم. خدای د وکری چی روغ او د پت په جامو کی اوسی.د بینوا ویبپانی په اره زما نظر:واضح او روښانه خبره ده چی د پښتنو سرسخته دښمنان چی د ملی خاین مسعود د لاری پلویان دی په یو او بل نوم د پښتو او پښتنو واقعی خدمتګارنو د لاری خنډ ګرحی،او حتی د وژلو ګواښونه ای هم ورته کری، خو د افسوس خبره داده چی ځینی خرڅ سوی کسان لکه ظاهر فدیر او داسی نور هم د دوی ترڅنګ د پښتنو په ضد ولاردی، ظاهر قدیر ته دومره بس ده چی پلار ایی همدغو ټوپکمارو وواژه او دی اوس د دوی ترڅنګ ولار دی. که په رښتیا پښتون وای نو ده به د خپل پلار انتقام اخیست .
ژرنده د آسمان که می د سر په کاسه وګرځی-زه به ګام اوچت کرم د میدان د انتخاب په لور
دا زما قسم دی چی به مرمه له پښتو سره -یا به آزاد ژوند کوم به ټولو پښتنو سره

دبېنوا ويبپاڼې درنو چلونکو ته سلامونه او احترامات ، الله پاک دي وکړي چې روغ او جوړ او صحت ولرئ . که واقيعت ته راشو بېنوا ويبپاڼه دټولو افغانانو يوه لويه پاڼه ده چې تر ډيره بريده يې د افغانانولپاره قلمي خدمت کړى دى په تيره بيا دپښتون قوم دغميزو او در په دريو غږ يې تر ډير چارواکو رسولى دى چې ښه مثال يې دwww.pashtana.net ويبپاڼه ده ، دتيرې چارشنبې په ورځ مې يو ځل بيا بېنوا ويبپاڼه راخلاص کړه چې پکې دمکار او نمک حرامه دښمن تورې کرښې ګرځيدلې چې يوماشوم به هم داسې الفاظ ونه ليکي لکه خنګه چې دوي ليکلې وه ،ډير زيات خفه شوم ، ټول کارونه رانه پاتي شو بالاخر مې تصميم ونيوه چې دبېنوا پاڼې له ښاغلو مشرانو سره اړيکه ونيسم چې څه ستونزه ده او دا ستونزه به کله حل کيږي خو دمبايل نمبرې مې ډايل کړې اوزنګ يې تير نه کړ ، نن مې وليده چې بېنوا ويبپاڼه دمکار او ضعيفه دښمن له منګولو څخه خلاصه شويده ډير زيات خوښ شوم او په دې فخر کوم چې زموږ دبېنوا کاري ډله دومره فعاله ده چې بېنوا پاڼه يې په پخوانۍ بڼه سره له پخوانيو معلوماتو وژغورله .تل دي وي بېنوا - مړه ده وي دپښتو دښمنان