For best view download our font
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
 2667  نوم: saboori  ځاې : -
ځوابي ليکنه    د بینوا ویبپاڼې درنو کارکونکو ، سلامونه مې ومنې.لکه څنګه چې تاسو د دنیا له ګوټ ګوټ څخه د افغانانو له مشکلاتو څخه نور افغانان خبروۍ مونږ هم له تاسو څخه دا هیله کوو چې د بینوا ویبپاټې له خوا زمونږ له دې مشکل څخه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خبر شی او مناسب اقدام وکړی.زه د اټالیا د روم ښار ځخه تاسو سره په تماس کې کیګم، ما غوښتل چې تاسو او نورو پښتنو ورونو سره خپل او دلته د نورو پښتنو د زړه درد شریک کړم.په روم کې د زمونږ د افغانستان د سفارت کار کونکی له پښتنو سره ډیر بد سلوک کوی، زمونږ چې په سفارت کې کار پیدا شی نو سترګې مو سپینې شی چې بیا به څنګه ځان افغان ثابتوو٠د کوټې هزاره ورته افغان ښکاري او په مونږ پښتنو د پاکستانیانو ټاپه لګوی. که په پاړسی خبرې وکړې نو هېڅ مشکل نه وی او که په پښتو ورسره خبرې وکړې نو وائې چې "چرا فارسی ګپ نمېزنی" او وائې چې لاړ شه کرزې راوله!!!!مونږ نپوهېږو چې دوې سره څه وکړو.په درنښت،صبور ستانیزې,امیرخان احمدزې،سیدولی احمدزې،فاروق فضلی قادر،ابراهیم حاجی.
 2666  نوم: انجنیر ستانکزی  ځاې : -
ځوابي ليکنه    خپل د مینی دک سلامونه دبینوا تولو کارکونکو ته ولاندی کوم کامیابی مو له پاک الله نه غوالم رشتیا داده که دایران شکیلاک او فرهنگ ستیزه مونز تول یی تر سپزمو راوستلی یو داسی ضد او له عقدی دک اغراض په خپلو ویب سایتو کی نشر ته رسوی کله چه دی سایتو ته نظر وکی نو دا جرگنده کیزی چه دوی له بیخه دپشتنو فرهنگ او کلتور او زبه دبعضو متعصبو هزاره گانو او جاهلو ستمیانو په واسطه د نابودی غوشتونکی دی حتی ددوی بعضی کتابونه خو د په ضدد پیغمبر ص او دهغه د اهل بیت او داصحابو په ضد دی ددوی یو کتاب نوی راغلی او د هزاره گانو له خوا ویشل کیزی باور په خدای وکی چه هر مسلمان پدی خلکو لعنت به ووایی دا کتاب په نامه د (توطیه غدیر) حضرت ابوبکر رض .عمر رض .عثمان رض او خالد ابن ولید یی په بد نامه یادکلی چه زه یی دخدای له داره اوزما خولی ته نه هم نه راحی اصله خبره خو داده چه بعضی جاهل تاجکان له دی نه خبر ندی چه دوی خو په اصل کی زمونزد مدهب په ضددی نو بعضی خبری د پشتنو په ضد چه وی په نشر رسوی نو دا بعضی جاهلان تاجکان او بی غیرته هزاره گان داسی چتیات به ددوی سایتونو ته ورلیزی چه احماقت او جهالت ددی خلکو حرگند وی اودوی په اصل کی دتاجکانو ترقی هم نه غوالی تش په نامه یی غولوی یوه خبرا داده رشتیا دا توله گناه خو د کرزی ده چه دی هزاره او پنچرمینانو ته داسی واک ورکلی چه مه کوه پوشتنه به اصل کی مونز پشتانه هم ملامت خپله پوهی نه غوالو خپلی زبی ته مو خدمت ونه که دبعضو ملاحضاتو که خاطره خپله زبه هم له یاده وویستله به تول کابل کی یو تلویزیون د شمشاد دی واقعا" چه پشتو ربی ته یی خدمت وکه نوتول تلویزیونونه د بیغیرته پشتنو هم دی چه په تلویزینوکی دوحشی ایرانیانو الفاظ او فلمونه په نشر رسوی زما په کمپوتر کشی د پشتو تکی نشته له تاسو نه معذرت غوالم په در ناوی
 2665  نوم: Naveed Ahmad Amin  ځاې : -
ځوابي ليکنه    له ميني ډک سلامونه دبېنوامعززوچلونکيو،لوستونکيو،کومک کونکيوليکوالانواوشارانوته چرنګه چی تاسی هم پوهیږی چی ټاکني را رواني دی ټولو کاندیدانو خپل غټ غټ عکسونه پر څوکونو باندي مښلوولی دي رایه غواړي د مظلم اوس وینه غوړي کله چي رایه يي واخستل او کامیابه سول . نوبیا لکه تیره دوره بیايي تر بل انتخاباتو پوري ولاکه ووني او نه هم ولاکه ستا ږغ ولاکه در ده پوري ولاکه ورسیږي . کاندید صاحب پنځه کاله د مظلم اولس ویني څیښی او خپل جیبونه ډکوي حتآ خپل ولایت ته په رخصتي کي نه راځي . نو ګرانو وطنوالو خپل رایه داسي انسان ته ورکړي چي سبا ورځ ارمان ونه کړي او خپل فامیل داسی کاندید صاحب ور په ګوته کړي چي سبا ستاسی فامیل په تاسی ویاړي دا ستاسی د ورور یو د زړه خبره وه ددی وطن د مشرانو د لاسه دا وطن دا حالت ته رسیدلي چی پکت خپل جیب ډکوي په افغانستان کي مړي یو ورځ مري او ژوندي هره ورځ مري
 2664  نوم: سیر  ځاې : -
ځوابي ليکنه    د بینوا محترم کارکونکی ته نیکی هیلی زما لیک د ننگرهار جناب محترم والی صاحب گل اغا شیرزی ته دی هیله مند یم چی دلوستو چانس ورته برابر شی.جناب محترم والی صاحب زه یو تن د نجم الجهاد فامیلی اوسیدونکی یم- تاسو ته بهتره معلوم دی چی نوموری فامیلی د جلا اباد شار 6 ناحیه دی اما تراوسه بوری ورته د ناحیه به سترکه نه کتل کیزی- تاسو وگوری د ولسوالی سرکونه قیر شول اما دنجم الجهاد دفامیلی عمومی سرک تراوسه بوری قیر شوی ندی ولی دومره ظلم د دی فامیلی د اوسیدونکی سره کوی- هیله مند یم چی داسرک زر ترزره قیر کری کنه بیا د اولسونو به عذاب به اخته شی.مننه
 2663  نوم: مسلم افغان  ځاې : -
ځوابي ليکنه    درنولوستونکواودسايټ ښاغليوکارکوونکوسلامونه اونېکي هيلي مي ومنئ!درنولوستونکو!تاسوته معلومه ده چي زمونږدهيوادکوم دناورين حالت دی،په کوموستونزوکي راګيردی،داخوټولوته ښه معلومه ده چي دلته جګړه روانه ده،دلته خوشحالي اوسوکالي بې خونده ده،دلته هره ورځ په شهيدان کيږي،مظلوم اوبې دفاع اولس ديوه مجهول راتلونکي پرلوردپرېښانۍ اولاچارۍ په حالت کي درومي .زماپه فکردافغانستان دبربادۍ اودبدمرغۍ يواساسي لامل داهم دی چي مونږافغانان سرزوري يو،خپله اورو،دبل دنه اورو،پخپل سرموزوروي،دبل چادخبري داورېدلواستعدادنلرو،مونږدومره تنګ نظره يوچي بېلګه به موپه تنګ نظرۍ کي په نړۍ کي نه وي،که مونږدامرض له ځانه لري کړو،انشاءالله بريالي به يووالسلام
 2662  نوم: انجنیر ستا نکزی  ځاې : -
ځوابي ليکنه    ورونو ته سلامونه او نیکی هیلی ولاندی کومه پس له سلامه دا وایم چه ستاسو په ساید که می د امرالله صالح دا آخرنی د شیطانت داد روسانو او هندیانو جاسوس ا و د شمالی تلوالی آخری جنایت کار او مهره وه چه خوشبختانه کرزی ورباندی پوه او ویشاله دی د اوس لکه سپی هری خواته خوله اچوی نو دی بیچاره خوبله کومه وظیفه هم نلری او زه له تولو پشتنو نه دا هیله لرمه که طالب دی او دحذب اسلامی مشران او تول پشتانه او باید د کرزی په ثنگ ودریزی او نور نو دا دشمال تلواله او هزلره گان پرینزدی چه په شه زله زوند وکلی به در ناوی ورونو چونکه په کمپیوتر کشی می د پشتو توری نشته معزرت می ومنی
 2661  نوم: رمضان اشنا  ځاې : -
ځوابي ليکنه    من از مدت زیادی سایت انتر نیتی بینوا را تعقیب میکنم شما باور کنید مطالب شان جمله به جمله میخوانم من نویسنده نیستم در شهرجلال اباد دوکانداری میکنم یک برادری را جع به جلوگیری فساد اداری در افغانستان مضمون نوشته کرده بود و میگفت که در قبال فیصله های کنفرانس کابل باید حکومت افغانستان باید جلو فساد در ادارات بگیرد پیشنهاد ما قرا ر ذیل است و من از اشخاصی را نام میگیرم که اگر در جلال اباد از چوکی های شان دور شوند و یا به جزای اعمال شان برسند درین ولایت جلو از فساد در دو اداره گرفته میشود زیرا سر وکار اکثریت دوکانداران در ین دو اداره میباشداین اشخاص در دوران لوی سارنوال (ثابت ) نیز توقیف گردیده بودند لیکن ایشان به حیله ها و مکر های شان گل اغا شیرزی را بازی داده و دوباره مقرر گر دیده اند نام های شان قرار ذیل است: 1-انجنیر ذاخیل ریس شهر سازی که تمام ملکیت های دولتی از طرف غاصبین غصب میگردد نامبرده شیرینی خود را میگیرد و امضا میکند. 2-انجنیر عبدالله مدیر سابقه ساختمان شاروالی که قبلاه توفیق گردیده بود من نمی فهمم که وظیفه رسمی دارد و یا نی لیکن در شهر ازاد میگردد. 3- انجنیر حضرت میر مدیر ساختمان شار والی که هنوز هم در شار والی وظیفه دارد و برای تمام غاصبین زمین غصب شده را نقشه میکند مردم عادی فکر میکنند که موصوف نماینده شار والی است به اعتبار شان مردم بازی میخورند باید تحت توقیف قرار گیرند. 4-انجنیر نور محمد در شار والی که موصوف هم توقیف شده بود دوباره باید سبک دوش و به سارنوالی معرفی گردند و تحت باز پرس قرار گیرند که به کدام علت رهایی حاصل نموده اند. 5-انجنیر میر حاتم از شهر سازی که به نام والی صاحب روزانه از دوکانداران پول میگیرند. 6-مدیر بر حال حفظ و مراقبت شار والی . با احترام
 2660  نوم: افغان مل  ځاې : -
ځوابي ليکنه    ملګروسلامونه!دکابل دکانفرنس په اړه زمانظردادی چي پدغوکانفرانسونوسره هيڅکله دهيوادستونزه نشي حل کېدای،غوره لارداده چي دطالبانواوحزب اسلامي سره مذاکرات وشي،صادقانه خبري ورسره وشي،دابه زماپه فکرګټورکاروي،که داسي نشي نودوی خومخالفين ټول نشي وژلای،زماپه فکرچي يومجاهدهم ژوندی وي،بې غمه به کرزی خان ورځ تېره نکړي.ښه به داوي چي خارجيانوته رخصت ورکول شي اودلته دسولي لپاره کاروشي .اوس به لاامکان ولري چي مجاهدين سولي ته حاضرشي يوڅه وخت وروسته به بياکرزی خان سوله په اخلاص سره کوي مجاهدين به يې نکوي.دادکرزي دسولي خبري هسي ملت ته دوکه ورکول دي،سوله داسي نه وي لکه دی چي وايي،دی خونوم دسولي ورکوي اوپه عمل کي يې کارداسي دی چي مجاهدين دي تسليم شي،اساسي قانون دي ومني،دالقاعده سره دي اړيکي وشلوي اووسله دي پرزمکه کښېږي دي،داسوله نده،دتسليمېدوغوښتنه ترې کول دي.
 2659  نوم: عبدالخالق  ځاې : دكندهارڅخه
ځوابي ليکنه    ګرانه هادي جانه وروره لمړي سلامونه درته وړاندي كوم هيله ده روغ به ياست زه عبدالخالق پوپل دكندهارپوهنتون محصل يم زه چي كله هم د بينوا سايټ ګوروم نو خداي ږو ډير خوشحاله كيږي ګوروم چي يو افغان چي ليري هم دخپل هيواد اوسيږي بيا هم خپلي پښتو ته خذمت كوي زه تر څخه ډير زياته مننه كوم خداي مو ژوندي لره
 2658  نوم: Shakirullah Sherzad  ځاې : -
ځوابي ليکنه    ګرانو همکارانو !!!السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !زه ستاسو نه ډیر عاجزنه خواهش کوم چی اوس کوک کنفرانس په کابل کی روان دی او ددی کنفرانس د پشتو ژباړنی ته د افغانستان د تاجکو ملی تلویزن نه دا سی یو کس مقرر شوی دی چی هغه خپله په پشتو ژبه تسلط نلری او دپشتو ژباړنی څانګه کی کار کوی افسوس پدی حال د پشتنو دومره قحط الرجال دی په دومره لوی او ستر قوم کی چی 70 سلنه د افغانستان تشکیلوی او یو کس چی د انګلیسی نه په پشتو کانفرانس خپلو پشتنو ورونو ته پیش کړی.تشکر ستا سو د نه ستړیکدونکی خدمتونو نه.
 2657  نوم: کریم افغان لندن  ځاې : -
ځوابي ليکنه    سلامونه او نیکی هیلی د بینوا پښتو ویبپاڼی محترمو کارکونکو ته ! د خیر خوا صاحب (د مجاهدینو محترمو مشرانو ته ) لینکه می ولوستله خدای (ج) شته ډیر تاثیر یی راباندی وکړ دایو حقیقت دی چی د افغانستان پاکه خاوره کی کله هم ناپاک قدمونه نه دی ټینګ شوی او د یرغلګر و ډیری ککری په دغه پاکه او سپیڅلی خاوره کی خاوری شوی او ډیر یی په زوړند سر له دغی پاکی او سپیڅلی خاوری څخه په تیښته تښتیدلی نو د مجاهدینو محترمو مشرانو څخه د ټولو افغانانو دا هیله ده چی د تیر په شان خپلی غلطی تکرار نه کړی او د تیرو غلطیو څخه عبرت واخلی او په خپلو مینځونو کی د ورورولی لاس ورکړی د خپل کړیدلی ، زوریدلی او مظلوم ولس په درد دی ودردیږی او د خپلی پاکی خاوری او وطن لپاره دی نور د خپلو شخصی ګټو څخه تیر او دخپل زوریدلی او کړیدلی ولس لپاره د زړه د اخلاصه کار وکړی او ګران افغانستان د ابادولو او د نړی پرمختللو هیوادونو سر سیال او جوګه کړی . د ګران افغانستان د ابادی ، سوکالی او د ګرانو هیوادوالو د خوشحالی په هیله
 2656  نوم: اسدالله فکری  ځاې : -
ځوابي ليکنه    ډېرو درنولیکوالانو په پښتو او وطن مینو وروڼو!السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،ستاسې هڅې او لیکنې دپښتنو قومونو دناخوالو او کړاوونو دبیان لپاره ډېرې ګټوری او دپښتون قوم د ویښېدو لامل کېدای شي. ستاسې قلمونه دې غوڅوونکي او ژبې مو ددې ناورینونو دبیان لپاره ویاند وي.خو دا د یو او یا څو تنو لیکوالانو او رړه سوانده پښتنو کار ندی او دوی که هرڅومره کوښښ وکړی، چې بښتانه پخپله ددې ناورینونو ریښې ونپېژنی ورځ تربلې به لانور هم دیوه اقلیت تر څپېړو لاندې راشي. داټولی زموږ له کورنیو څخه سرچینه اخلي. هغه هم داسې چې په ښارونو کې مېشت پښتانه نه پخپله پښتو وایي او نه یې پرخپلو ماشومان وایي. داخبره به په وار، وار تاسې اورېدلي وي چې ۹ پښتانه د یو دري ژبي په خاطر ټول په دري خبرې کوي او داسې وایي چې هغه ورور په پښتو نه پوهیږي.... ګرانه وروره ستا له دې لورېنې څخه همدا شان وروڼه په عاجزۍ استفاده کوي او چې ورځ یې راغله بیا به دې لېوني ګومان درباندې کوي.همدا دوه کاله مخکې دکابل په ځینو ښوونځیو کې دپښتو ژبو زده کوونکو لپاره دپښتوټولګي جوړ شول خو اوس نه پښتو کتاب لري او نه په پښتو پوه ښوونکی.په پښتو ژبه خبرې نه کول، په پښتو نه لیکل ددې په دفترونو کې د پښتو ژبې نه استعمالول دومره عام شوی چې یو ښه پښتون هم لکه د لرې پښتونخوا وګړي سم نیمایي نورڅه وایو. همدا پرون له ما څخه وغوښتل شول چې یو څو دری عبارتونه په پښتو وژباړم، باور وکړی ډېر ځایه به ناتوانه شوم. دا ځکه چې نه دپښتو لیکنې رواج شته او نه یې غوښتنه. راځی چې عریضه په پښتو ولیکو، کله چې یوه لیکنه بل دفتر یا بل مقام ته راجع کوو په پښتو یې ولیکو، دخپل دوکان دړه ( لوحه) په پښتو ولیکو، په خپل کورکې په پښتو خبرې پیل کړو، خپل ماشومان په پښتو ټولګیو او ښوونځیو کې واچوو، د یو کس د استخدام لپاره په پښتو او دري ژبو پوهیدلو ته امتیاز ورکړو، په دوکان کې په بازار کې او ... دژوند په هره برخه کې دخپلې ژبې دژوندي کولو هڅه وکړو ترڅو پښتو په ټولنه کې دیوې ملي ژبې په څېر سر اوچت کړي ....هیله ده چې زما تېروتنې وبخښی. مننه
 2655  نوم: اټلوال اندړ  ځاې : -
ځوابي ليکنه    غزنی به ولی دغمیزو کورنوی دغزنی ولایت تاریخی قدامت ټولو افغانانو بلکی ټولی نړی ته ور مالوم دی ، سره له لرغونی تاریخه غزنی دعلم اوادب مرکز وو چه ددغه تاریخی قدامت ، او علمی شتمنیو په اساس داسلامی ثقافت مرکز وګرزیدو، خو له ډیری مودی راهیسی دغزنی ولایت دداسی غمیزو شاهد وو چه دتاریخ په اوږدوکی به دهیواد په یوه برخه کی هم داسی ناوړه اوغیری انسانی اعمال نوی ترسره شوی لکه دوړو ماشومانو وژل، دمکتب دزده کونکو بیګناه قتلول، دښوونځیو سوځول... چه ددی یواځینی لامل دیوی غیری منطقی اوغیری اخلاقی اداری موجودیت دی ،چه یو بی سیواده اوفاسد انسان په دی ولایت کی هم دوالی مشاور او هم دده یک ولسوال او همدارنګه دسولی دتحکیم دپروسی رئیس دی... دغه راز ددی ولایت ټول رئیسان دشاهی نظام غوند دعمر قراردادیان دی ...نو تاسو فکر وکړی ولی به ولس له حکومت څخه فاصله نه نسی به او ولی به دغه دعلم مرکز دبی علمی او وحشت په ډګر نه بدلیږی. یوه ورځ می دولایتی شوری له وکیلانو څخه وپوښتل چه ولی دولس داستازو په حیث ددی ناخوالو مخه نه نیسۍ، په ډیر افسوس یی ځواب راکړ چی دغو خلکو په غزنی کی یوه مافیایی ډله جوړه کړی او هرڅوک چه ورسره مخالفت وکړی اویا ددوی ددغو ناوړه اعمالو دمخنیوی لپاره حرکت پیل کړی نو دهغه ژوند نور په غزنی کی سخت دی که هرڅوک وی او همدغه ددوی دبقا راز دی ، همدارنګه مرکزی دولت هم ددوی تر شاولاړ دی ، داچه ولی...؟ ددی ځواب له موږ سره نشته.
 2654  نوم: مسلم  ځاې : -
ځوابي ليکنه    دبینوا پانی محترمو کارکونکو سلامونه اونیکی هیلی دجمیعت اصلاح دیو مضمون په اروند خپل نظر داسی بیانوم چی هغه پشتو یا دمیرنو ژبه اواسلام چی دواره لازم اوملزوم دی له یوبل سره مقایسه کری دی اول خو دا چی تا سو یا دجمیعت اصلاح کارکونکی په توله کی مذهب نه منی تا سو دامتحان په شکل له هغو کسانو سخه پوشتنه وکر ی چی په دتولنه کی کارکوی چی دچا په مذهب یی وایی مونگ زان ته مذهب لرو یا هغه دیر هوشیار اوزیرک خلک یی بیا وایی مونگ دمحمد ص په مذهب یو مونگ خو له محمد ص نه منکر نه یو ایمان ورباندی لرو ایا دا مذاهب له اسلام نه خلاف دی او بیاولی بیدون له دتولنی نه بل سوک ددی مذاهبو خلاف ندی اوبل داچی تا سو زانونه له سلورو امامانو سخه پوه اولایق شمیری په کوم منطق باندی دا فیصله کوی تا سی چی کوم دامریکایانو دمرگ ژوبلی عکسونه خپروی بل ویب پانه یی نشی خپرولای تا سی چی کومی خپرونی لری البته په ظاهری شکل بله ویب پانه یی نشی خپرولای نو له دسخه دا معلومیگی چی تا سو دکفارو شه ملاتر له زان سره لری تاسو داسلام اوپشتنو خلاف یی تا سو له مذهب نه منکر کسان یی تا سو دمنافقینو په دله کی رازی تا سو خو زانونه اهل سلف معرفی کوی زه ستا سو په باره کی پوره معلومات لرم زکه مادیروخت له دتولنی سره تیرکری دی دا تول داسلام دشمنان دی داتولنه داسلام اوپشتو په خلاف کارکوی یوه نمونه یی داده چی ددی تولنی یو مهم غری چی دپوهنی په پوهنتون کی استاد هم دی په دیر خراب شکل یی له خپلی شاگردی سره واده وکر نوره قیصه یی دوی په اخرکی زما له دولت اوتولو مسلمانانو سخه داهیله ده چی ددی تولنی په بندولوکی لاس سره یو کر ی او رهبران یی دقانون منگلو ته وسپاری
 2653  نوم: عرفان كاكر  ځاې : -
ځوابي ليکنه    د ښکلاوو د پنځونکي په ښکلي نامه د بينوا ښکلې او ناپيلې ويبپاڼې درنو چلونکو ته د هغې د شپږمې کليزې له امله د زړه له کومي مبارکي وايم په ريښتيا چې بينوا د افغان اولس په تيره بيا د پښتنو يو واقعي خپلواک انځور دی چې افغانان بايده دي په دې ويبپاڼې ووياړي زه له دې ويبپاڼې سره خاصه علاقه لرم او د افغانستان په تيره بيا د پښتنو په تاريخ کې يې د افغانانو د زره اواز او د هيلو ډيوه ګڼم . له لوي څښتن تعالی څخه د دې ويبپاڼې ګرانو چلونکو ته په راتلونکي کې هم د لازياتو برياليتوبونو او په دې لاره کې د لاپراخو هڅو په هيله ډیر٥ زیاته مننه
 2652  نوم: محمدظريف عنايت زی  ځاې : -
ځوابي ليکنه    د ښکلاوو د پنځونکي په ښکلي نامه د بينوا ښکلې او ناپيلې ويبپاڼې درنو چلونکو ته د هغې د شپږمې کليزې له امله د زړه له کومي مبارکي وايم په ريښتيا چې بينوا د افغان اولس په تيره بيا پښتنو يو واقعي خپلواک انځور دی چې افغانان بايده دي په دې ويبپاڼې ووياړي زه له دې ويبپاڼې سره خاصه علاقه لرم او د افغانستان په تيره بيا پښتنو په تاريخ کې يې د افغانانو د زره اواز او د هيلو ډيوه ګڼم . له لوي څښتن تعالی څخه د دې ويبپاڼې ګرانو چلونکو ته په راتلونکي کې هم د لازياتو برياليتوبونو او په دې لاره کې د لاپراخو هڅو په هيله . مننه
 2651  نوم: عصمت الله عزام  ځاې : -
ځوابي ليکنه    دبېنوادرنې اوخوږې ويبپاڼي محترم مشرتابه ښاغلي خالدهادي حيدري،قدرمنوچلوونکواوعزتمنولوستونکو!السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته امابعد:په دې هيله چي ټول جوړ،روغ،اوخوښ اوسئ که څه هم لږبه ناوخته وي خوبيامي هم دعذرله امله دبېنواخوږې ويبپاڼي دنوي کال مبارکي ومنئ حقيقت دادی چي بېنوادپښتوويبپاڼوپه مينځ کي ديوه لوی مقام درلودونکې ده.له کله نه چي زه دانټرنيټ سره بلدشوی يم،له هغه وخته دبېنواويبپاڼه ډېره په مينه ګورم،ډېره ښکلې پاڼه ده،دلازياتي ښکلااوبرياليتوب غوښتونکی يې يم .الله پاک دي زموږټول اولس ته هم نورسوله،امنيت اوخوشحالي ورپه برخه کړي اودټولوناخوالوټغردي ترې په بشپړه توګه پورته کړي،ترڅوټول دورورولۍ اوخوشحالۍ په په فضاءکي سره ژوندوکړي. آمين
 2650  نوم: Jawid  ځاې : -
ځوابي ليکنه    Dear Benawa Friends,I would like to appreciate your efforts services for Pashto and Pashton all over the country and world and specially for Kandahar People.I am one of the regular reader of Benawa, that every morning i am in hurry to open the page before i do anything else. You guys have very active if any incident takes place in Kandahar. I have noticed that there have been many #@*%!#@*%!ination cases in Kandahar city recently but none of media has reported them, for instance, there were 4-5 #@*%!#@*%!ination cases inside city, 1 in Arghandab district yesterday, but i did not see any report either from your site nor from Larawarbar or others. I am much concerend about it as such information is not reached to people, however these are not good and happy news but we have to know what is happening around us. I hope that there is no restriction or pressure on you guys for publishing such news. I would like to hear your response in this regard. In addition i would like to request you that please extend your this support and service for the awarness of people plus the centeral government. I know that central goverment is very well aware of day to day security condition of Kandahar but not taking any action, you may know that the security gets worse day to day. Thanks
 2649  نوم: بهار  ځاې : -
ځوابي ليکنه    سلامونه او نېکې هېلې د بېنوا ټولو کارکونکو ته اوټولو مېنه والوته وړاندې کوم اوورسره دبېنوا اوومې کلېزې مبارکې واېم اودلوې اوبخښونکې څښتن تعالې نه ټولو هغه دوستانو چې دبېنوا نظم اوترتېب کې کار کړې اوچا ورته علمې او معلوماتې لېکنې کړې او چا په ښه نېت لوستلې او پښتو اوپښتنودخد مت لپاره خوله خلاصه کړې او قلم ېې خوځولې درحمتونو باران غواړم په دنېا کې د سېندونو په شان اوږد او دګلونو په شان ښکلې عمر هېله کوم او ټولو پښتنو اودپښتو دمېنه والو نه غواړم چې د بېنوا کاروان دښه ګړندېتوب لپاره سره ېو شې ستاسو په پښتنې مېنه
 2648  نوم: عزيزالله شريف زاد  ځاې : -
ځوابي ليکنه    ډ بېنوا ډيرو قدر منو لوستونکو او په خپله بينوا ته په ځانګړ ې تو سلام! په مجموع کې ژوند دښکلا،احساس،اوجمال ترجمان دي. څکه چې دانساناحساسات،عواطف،جذبات اوهيجانات راپاروي معنې دا چې ژوند په خپله ښکلا ده، چې دغه ښکلا هم په مجازي او هم معنوي توګه ځا نته معني او تعريف لري پروردګار عالم په سوره کهف کې د ښکلا لپاره ډيره ښه اشاره کړي ده . هلته د ښکلا لپاره هېڅ انحصاراو بنديز نه شته او نه يي په چا تور لګولې. دغه ښکلا د هر چا لپاره ټولو کايناتوپه برخه ده لږ وي که ډيره توره وي که سپينه، ونډه يي هم پيژندونکې ده او هم لمس کوونکي. حميد بابا وايي:
شعرنه دي داخوناب دزخمي زړه دي =ياوتلۍ دستي دم دخولي دمړه دي
يانغمه دنيم بسمل مرغه دخولې ده=يامجنون ته معماښکلي ليلي ده
يادوينواباسين وهلي موج دي=يادښاره دحيرت وتلي فوج دي
موږ به دلته د خپلو خبرو په لړ کې د : ده در کجا، و درختا ن در کجا ؟ خبره پر څاي پريږدو اويواځې د مسلې مثبت اړخ ته په نظر کې لرولو سره چې د مطبو عاتي اخلاق سره ډير نژدې اړيکي لري چې هم دغه کار ښه عمل او ستره ښکلا ده . ددې معادلي او فر ضيي ثبوت ډير اسانه،او بې تکليفه کار دي.­په ډيره در ناوي