د خيالونو د رازونو ملنګان دي
شاعران دي په پيالو ويشي سندري
هو ، شاعر او ليکوال هميش خپلي ټولني ته د خلګو د ذوق او شوق په پياله
کښي هغه زدولي ملغلري وړاندي کوي چه په هغه کښي د شعوري ويښتيا او
الهام مستي او ددردمنو اوښکو مالګني اوبه ګډوي وي . تر څو د خلګو په
ضمير کښي مړاوي جذبې پر ښور راولي او ټولنه يو ډول معنوي خوځښت ته
عياره کړي .
د شاعر او ليکوال د اند او تخيُل پر انګر چي هر څه اوري هغه
شاعر په خپل
لمن کښي راټولوي ، د زړه په معنوي وينو ئې مينځي او بيا ئې کله د شعر ،
کله د نثر او داستان په پلو وچوي او ساتي ئې .
همدا لامل دی چي زموږ شاعرانواو ليکوالانو زموږ د ټولني په کچکول کښي
ډير قيمتي غمي راټول کړي او خوندي کړي دي .
خو خبره داده چي ايا شعر او داستان د هر چا په ږغ کښي دخپل پيغام انځور
د نورو په ذهنونو کي ثبتوي ؟
په پښتو کښي متل دی چي (( نشره هغه ده خو خوله د ملا عثمان غواړي )) نو
همدارنګه هر شعر او داستان چي په خپله د شاعر په خپل ږغ کي وي نو خوند
او ښکلا به ئې يو په سله وي .
موږ په دې برخه کښي د شاعرانو او ليکوالو په جادوګر ږغونو کښي دهغوی
ښکلي پنځوني تاسو ته وړاندي کوو.