For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ بېلابېل پښتو کتابونه انساني سرکس
ښکروره تاريخي بد نامي



سورلنډی (چغال) په ډيره ربړ سره يوه چرګه له کلي وتښتوله د کور ميرمني واويلا جوړه کړه:
هو خلکو! سورلنډي زما يو نيم چارک د هګۍ چرګه يوړه...
هلۍ د خدای دپاره...
سورلنډي چې دا نارې سورې واوريدې نو و دريد چرګه يې دوه –درې واري کښته پورته کړه خو هغه تر يو پاو زياته نه وه او چې يې ښه ورته وکتل د هګۍ چرګه هم نه وه بلکې چرګ و نو په پښېمانۍ بيرته را ستون او کلي خوا ته رهي شو په لارکې ګيدړې وليد او ږغ يې پر وکړ:
ځه تښته! د کلي خلک در پسې راوتلي دي. سورلنډي ورته وويل:
ته دا نارې او دا ښکروره درواغ نه اورې وايي يو چارک د هګيو چرګه...
لاهولا...دا دومره غټ د رواغ. زه ځم دا دوراغ رسوا کوم !
دګيدړې د دې کوچنۍ چرګ په ليدو ناړې د خولې وبهيدلې په مات مخي يې سورلنډي ته وويل:
ساده سړيه!ما ته يې راکړه! زما په دوه چارکه منلې ده!
سورلنډي چرګه ګيدړې ته ورکړه او له توره يې ځان وژغوره او په ارامه وجدان د خپل غار خواته رهي شو او ګيدړې هم نيم پاو چرګ په دوه چارکه ومانه خو د کور د ميرمني يو يونيم چارک او د سورلنډي دوه چارکه احسان ور باندي شو . ګيدړي لا په خوړو پيل نه و کړۍ چې د کلي سپيان پسې راورسيدل او دومره يې وځغلوله چې درې چارکه يې تول( وزن) بايلۍ.
لندن۲۰۰۲