For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ بېلابېل پښتو کتابونه انساني سرکس
کمپوتري مشر

د راديو څخه مې د نوي حکومت د غړو لو نوي مشر نومونه واوريدل او په همدې سوچونو کې ويده شوم او ګډوډ خوب مې وليد چې يو ستانه(روحاني) شخصيت ته وايم چې ته دا زموږ د نوي کابينې وزيران پيژنې څرنګه خلک دي ؟
د تجارت راکړې ورکړې وزير څرنګه سړی دی؟
هغه راته وويل: هغه يو لوی او مښهور قمار باز دی!
زما د خولې نه د هو! هېښنده ږغ را پورته شو
دا د کورنيو چارو د کش او ګير وزير؟
هغه يو نومور غل او قاچاقبر دی!
زما د خولې بيا د هو هېښنده ږغ ووت.
او دا دماليې د چل او ول وزير؟
هغه يو خراباتي سړی دی!
همداسې د نورو ټولو وزيرانو پوښتنه مې ځيني وکړه زما هوو ورسره روان وو په پای کې مې د نوی مشر په اړه پوښتنه ځينې وکړه.
ستانه سر وښوراوه . شونډې يې بوڅې کړې او راته يې وويل: دا نه پيژنم ، نه يې پلار څرګند دی نه يې هيواد.... په همدې وخت کې له خوبه راکښيناستم.
سبا ته ناببري د يوې مرکې لپاره د نوی مشر دوتر ورغلم او تر مرکې وروسته مې د خوب کيسه ورته وکړه او ورته مې وويل: چې ستانه راته ويل چې د ده کام او نه پلار او نه هيواد څرګند دي .
مشر په بې توپيري سره موسکی شو او په يوه ترخه خندا يې وويل:
ږغ مه لره رښتيا وايي ټوله په سياست کې را نه ولاړه ږغ مه لره اوس ماته هم ولاکه څر ګند وي خو دومره پوهيږم چې چيف مې افغاني دی.
دا ځل زما د خولې په ويښه د هوو ږغ پورته شو خو ژر مې پرخوله لاس ونيوی.
لندن ۱۹۹۹