For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ بېلابېل پښتو کتابونه انساني سرکس
ټاپه

عجب زمانه وه پر بري ليکونو ، دپيلومونو ، سه پارچو، نکاح ليکونو ... رنګارنګ توري ، سرې ا و زرغونې او شنې ټاپې لګول کېدې ان چې پوهنځی مو پای ته ورساوه پر بريليک يې سپينه ټاپه راوواهله ځکه د سپينې ټاپې رنګ لمر نه خرابوی او ډير خوشاله وو،خبر نه وو چې د زمان په تيريدو سره دا ټاپې بې ارزښته کيږي او ان دهغود پټیدو ځای به نه وی او ټولې پاکيږي نور نو اوس پر اسنادو ټاپې نه بلکي پر خلکو باندي وهل کيږي دا ټاپې د سلو کالو دينداره بې دينه کوي او د سلو کلو غل څخه پير، د دوښمن څخه بادار، له جته څخه سردار جوړوي
دا اوسنۍ ټاپې په ريموت کنتروليږي يوازي کوف غواړي او چوف که يې نه منې زموږ کلي ته راشه مازي سر پورته که بيا د ټاپې وهل ګوره هر شی چې شوې او هر چيري چې ولاړي !؟
لندن۱۹۹۸