For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ بېلابېل پښتو کتابونه انساني سرکس
زما ولاکه زده کيږي


دوه تنه چې تر اوږدې لمني لاندي يې پايڅې نه ښکاريدې تا به ويل چې بيخي يې پرتوګونه نه دي اغوستي اود غوړو اوږدو څڼو له منځه يې په رنجو توري سترګې سمي نه ښکاريدې د چوټو ونډې (تسمې) يې خلاصي وې اوله نشې ځنګيدل په يوه سلا کومندانی ته ننوتل او نيغ نيغ ودريدل
کومندان صيب چې پر دوو ګوتو چلم ته ناست و و او چرس يې تاوول او خمار وو په ډير ربړ يې د سترګو له کونجو نه وکتل، راغلو دو تنو چې بې حرکته ولاړ وو پښې له مځکې ووهلې او سلام صيب په ويلو سره يې د ښي لاسونوشاوي پر تندي ونيولي ( د عسکري سلام په څير)
دي سلامي بولندوي(کومندان ) صيب ته خورا خوند ورکړ نو د زړه له کومي يې له خولې ووتل:
ښه راغلاست! تاسو مي اوس جګتورنان کړاست بله مياشت مو هغه بل شی کوم چې زما يې ولاکه نوم زده کيږي!
ولاړو جګتورنانو په يوه ږغ وويل:
خدای دي غم مه راکوه باداره!
دواړو په خوشالۍ له کومنداني ووتل او نورو انډيوالانو ته يې ويل:
موږ جګتورنان شو او بله مياشت هغه بل شي کيږو زياته.
او بې ډوله په نڅاه شول
کندهار ۱۹۹۴