For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ بېلابېل پښتو کتابونه انساني سرکس
وړاندوينه

له نويو کمپوتري وسيلو سره د جرايمو د مخنيوي تر نامه لاندي۱۵۴ هيوادو د پوليسو نړيوال کنفرانس د چورلند په مرکز ډاکو اباد کې جوړ شو او په دې چې د کوم هيواد پوليس د غلا تر پيښې و روسته خبريږي خبرې اترې او تجربې سره ردوبدل کېدې داسي هيوادونه هم وو چې د پوليسو بودجه د غلو له خوا ورکيده او داسي هيوادونه هم وو چې يو کال وروسته په سلسله مراتب په غلا خبريدل . خو پېنځه هيوادونه په رومبي ليکه راغلل يو يې روس وو چې د غلا د پيښې څخه دوې ورځي او دوه ګړۍ او يوه دقيقه وروسته خبريدل، بل امريکا وه چې شل دقيقې او دوې ثانيې وروسته خبريدل درېيم هيواد جرمني و چې لس دقيقې او شل ثانيې وروسته خبريدل او څلورم جاپان چې د پېښې وروسته سمدستي خبريدل خو دی پر مخ تګ ته چې د پاکستان پوليس درې ورځي مخکې نه يوازي د غلا له پېښې څخه خبر وو بلکي د غلا ارزښت او وخت هم ورته څرګند وو ټول هک پک کړل او دايې لوی پر مختګ وګاڼه نو د کنفرانس لومړۍ افتخاري مدال يې و پاکستاني پليسو ته ورکړ
کراچي ۱۹۹۷