For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ بېلابېل پښتو کتابونه انساني سرکس
تک ډم ډم تک ...

سلام جان ټوله ورځ له دې دوتره(دفتر) هغه دوتر ته، له دې وزارت نه هغه وزارت ته ، له دې کوڅې هغې بلې کوڅې ته ډول(ډوهل) پر غاړه او لرګی په لاس ګرځېده را ګرځېده خو هيچا د ډول ږغ ترې نه وو اوريدلۍ...
هر دوتر ته چې ورشي د مامورينو خولې له خوشالۍ ويتي پاته شي چې وړيا ميله ده.
خو سلام جان دېخوا هاخوا وګوري سر وښوروي او بېله دې چې لرګی ډول ته وروړي، تندی يې کونځي کونځي شي او په غوسه له هغه دوتره راووځي او په بېړه بل دوتر ته ورشي له هغه هم همداسې بل ته...
د دوترو خلک هم د ډول د ږغ په ارمان کې پريږدي. زه چې ډير د اتڼ شوقي يم ، نوکله چې سلام جان ووينم و اتڼ ته مې هوا وشي اوبې اختياره مې وږې په ښوريدو شي، خو هغه ډول نه وهي
. نن مي سل زړونه يو کړل او پوښتنه مې ځيني وکړه:
- سلام جانه! دا ډول ولي نه ږغوې؟
سلام جان سترګې چوخې او تندی ګونځې کړ
او د يوه ستر راز په څير يې ورو راته وويل:
- دا ډول هغه وخت وهم چې کار د کاروړ( اهل) ته وسپارل شي!
ما ترې په تعجب وپوښتل:
- ولي اوس کار د کار وړ ته نه دی سپارل شوی؟
سلام جان ورو خپله خوله زما غوږ ته را نژدې کړه په داسې حال کې چې لاس يې د خولې له پاسه نيولۍ وو او سترګې يې رډي رډي راوتلي وې ، دېخوا هاخوا ته يې په ځير ځير کتل،په وزن سره وويل:
بيسواده پر څوکيو قرعه کشي کا
باسواده له بيکاري روز مزدوري کا
توپک سالاران د خلکو هدايت کا
پوهان له مجبوريت هجرت کا
ما په خوله ورسره د ډول نغمه واهله او سر مې ورسره ښوراوه:
تک ډم ډم تک، ډم ډم تک ،ډم ډم تک ډم ډم....
لندن۱۹۹۹