For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه لوی اختر او مقدس مقامونه
لوی اختر او مقدس مقامونه
 د عشراتو خَمسَه وو ( يعني د پنځو لسيزو ) بيان :
بسمه تعالی !
محترمو مسلمانانو ! پنځه داسي لسيزونه دي چي له جملې د پيغمبرانو څخه پنځه پيغمبران الله پاک په هغو لسيزو سره خاص کړيدي ، چي تفصيل يې په لاندي شرحه دئ :

اول (۱ ) : د حضرت آدم ( عليه السلام ) لسيز ، کله چي الله ( جل جلاله ) حضرت حوآء (رضي الله عنها) د حضرت آدم ع د چپه طرف له قصيري او کوتاه پوښتۍ څخه پيدا کړه په داسي حال کښي چي دَی مبارک بيده ؤ ، او بيا دَی مبارک له خوب څخه رابيداره سو نو يې حضرت حوآء (رض) په داسي حال کښي وليدله چي دده په حضور کښي ناسته وه ، بيا يې ودې ته وويل چي ته د چا لپاره يې ؟ دې مبارکي ورته وويل چي زه ستا لپاره يم !
نو حضرت آدم ع ددې اراده وکړه چي مسه يې کړي ، نو له الــهي لوري وده ته وويل سول چي تر هغه پوري به حوآء نه مسه کوې چي ودې ته ددې مَهر او وروَل ورکوي ، نو آدم ع وويل :
الهي و مَـــــا مَــــــهرُهَــــــا ؟
يعني اې الله ! مَهر ددې کوم شئ دئ ؟
الله پاک ورته وفرمايل :
هوَ أنْ تُــــصَلــــي عَلی نَبيـــــي اخيرالزمان عَشراً ، فذالک مَهرُهــا .
يعني مهر ددې دادئ چي د اخيري زمانې پر نبي باندي ( يعني چي حضرت محمــــد [صلی الله عليه وسلم ] دئ ) لس کَرَته درود ووايې ، نو دا وروَل دئ ددې .
دغه لس درودونه د حضرت آدم ع لسيز بلل کيږي .

دوهم (۲ ) :د حضرت إبراهيم ( عليه السلام ) لسيز دئ ، ودغه لسيز ته الله پاک په دې مبارک آيت کښي کښي اشاره کړېده :
و إذابتلی إبــراهيمَ ربّه بِکــلِماتٍ فأتمَّهُـــنَّ .
يعني او در ياد کړه اې رسوله هغه وخت چي ازمايښت وکړ د إبراهيم رب دده په يو څو کلمو سره ، بيا پوره کړې ده دغه کلمې ( يعني عَملي يې کړې ) .
له دغو کلمو څخه مراد لَس خويونه دي چي الله پاک ابراهيم ع په هغو سره مأمور کړئ ؤ ، چي پنځه له هغو څخه په سر کښي دي چي هغه :

۱ پر ککرۍ باندي سم په نيمايي يوه او بل طرف ته د سر د وريښتانو جلاکول
۲ دبريتو کوچني کول او لنډول
۳ مسواک وهل
۴ـ ۵ په خوله او په پزه اوبه رغړول دي .

او پنځه له هغوۍ څخه په نور بدن کښي دي ، چي هغه :

۱د نوکانو پرېکول
۲د بغلو او تخرګو ويښتان کښل
۳ ځان سنتول
۴ـ ۵ حلق العانة او خلالول د ګوتو دي .
ودغو لسو خصلتو ته د حضرت إبراهيم ع لسيز ويل کيږي .

دريم ( ۳ ) :د حضرت شُعَيب ( عليه السلام ) لسيز ؤ ، په دغه لسيز کښي دوه قوله دي : يو قول دادئ چي دغه لسيز عبارت دئ له هغو لسو کالو څخه چي په هغوۍ کښي حضرت موسی ع د حضرت شعيب ع مزدوري او شپوني وکړه .
او بل قول دادئ چي دا لسيز عبارت دئ له هغو لسو کالو څخه چي شعيب ع هغه و الله ( جل جلاله) ته په ژړا تير کړل او د سترګو ديد يې پکښي ختم سو ، چي بيا بيرته الله پاک د سترګو ديد او غټ کرامتونه وروبخښل .

څلرم ( ۴ ) :د حضرت موسی ( عليه السلام ) لسيز دئ ، چي په دغه مبارک آيت کښي يې ذکر راغلئ دئ :
( وَ واعدنا موسی ثلاثينَ ليلةً و أتممنا ها بِعَشرٍ ) .

تفصيل ددې په مختصر ډول سره دادئ چي الله پاک و حضرت موسی ع ته وفرمايل چي ته به د طور غره ته راځې او دلته به ديرش ۳۰ ورځي تيروې او هره ورځ به روژه نيسې ، بيا به زه خپل کتاب چي تورات دئ و تاته درکوم .
نو حضرت موسی ع د لوۍ أختر مياشت و کوه طور ته ورسوله او هلته يې مکمله مياشت روژه ونيوله ، وروسته موسی ع ته د خپلي مبارکي خولې بوۍ متغير او بدل معلوم سو ، نو يې د زيتون يوه ټوټه په خوله کښي کيښودله ، په دې وخت کښي الله ( جل جلاله ) ورته وفرمايل چي اې موسی ايا ته عالِم نه وې په دې چي د روژه دار د خولې بوۍ ځما په نزد د مشکو تر بوۍ ډير خوشبويه دئ ، نو په سبب ددې يې وده مبارک ته أمر وکړ چي لَس ورځي به نوري روژه نيسې ، دغه لس ورځي نو د حضرت موسی ع لسيز بلل کيږي .

پنځم ( ۵ ) : د حضرت محـــــمـــد ( صلی الله عليه وآله وسلم ) لسيز دئ ، چي هغه عبارت دئ له دغو ړومبنيو لسو ورځو څخه د لوۍ أختر د مياشتي .

( کذا قال غوث الأعظم الشيخ عبدالقادر الجيلاني رح في الغنيه ) . والسلام ومن الله التوفيق .
 
تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com