For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه فضل الباري پښتو شرح
دبېنوا پاڼي یاداښت
بېنوا انټرنیټ پاڼه په لومړي ځل  په روانه پښتو ژبه داسلام د دوهم ستر کتاب (صحیح البخاري ) ژباړه اوشر ح  دعلامه محمد معين الدين ابوالفضل أفغاني  په زیار لیکنه او څېړنه خپروي دغه پرلپسې مبارکه لړۍ چي د پښتو په تاریخ کي دبخاري شریف د خپل ډول لومړنۍ پښتوشر حه ده چي دبخاري شریف فضل الباري پښتو شرح په نامه یادیږي چي دبېنوا له لاري به په پرلپسې ډول خپریږي . ددغه ژوباړي اوشرحي ټوله دیني اوعلمي تحقیق دعلامه ابوالفضل لخوا ترسره کیږي نو لهاذا بېنوا انټرنیټ پاڼه پکښي هیڅ نوعه املائي یا لیکني سمونه نه راوړي او په هم هغه ډول ئې خپروي چي لیکوال لیکلئ وي تر څو دنوموړي شرحي ټول حقوقي ،علمي اوڅیړنیزاړخونه یوازي د لیکوال سره تړلي پاته سي ، بېنوا انټرنیټ پاڼه ئې یوازي داسلامي او پښتني احساساتو پربنا خپروي. دنوموړي ژوباړي او شرحي کاپي کول او ترنورو وړونو خوندو پوري رسول د هرچا دیني فریضه ده خودبیا خپرولو ټولو حقوق ئې د بېنواپاڼي سره خوندي دي لهذادبیا خپرونکو رسنیو څخه هېله لري چي دبېنوا دکاپي رایټ په نظرکي نیولو سره د سرچنې یادونه دپامه ونه غورځوي. همدا رازدڅښتن تعالی دمقدس دربار څخه توفیق غواړي ترڅود اسلام د مبین دین تر نورو پوري درسولوپه فریضه کي ددې دروند کار په پوره امانت خپرولوکي راسره مرسته وکړي.      (خالدهادي حیدري ، دبېنوا پاڼي مسؤل)
صحیح البخاري اوفضل الباري شرحه: په پښتو ژبه مکمل اودخپل ډول لومړنۍ شرح

بخاری اوشرح فضل الباری،۱۲،برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

----------------------------------------------------------------

الحديث الثانی
محترمووروڼوپه دغه برخه کښی دبخاری شریف ددوهم مبارک حدیث متن سره له اعرابه اوسره له حرکاتواوسکناتواوسره له لفظی ترجمې په ډیره اسانه اونایابه طریقه سره درته وړاندی کوم،اول دحدیث متن ته ګورۍ اودالفاظودحدیث حرکتونه وغیره وپېژنۍ

حَدَّثَنَا ‏ ‏عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ‏ ‏قَالَ أَخْبَرَنَا ‏ ‏مَالِكٌ عَنْ ‏ ‏هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ ‏ ‏عَنْ ‏ ‏أَبِيهِ عَنْ ‏ ‏عَائِشَةَ أُمِّ ا لْمُؤْمِنِينَ ‏ ‏رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ الْحَارِثَ بْنَ هِشَامٍ ‏ ‏رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ‏ ‏سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ كَيْفَ يَأْتِيْكَ الْوَحْيُ فََقَالَ رَسُولَ اللَّهِ ‏ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ‏(أَحْيَانًا يَأْتِيْنِيْ مِثْلَ ‏ ‏صَلْصَلََةِ ‏ ‏الْجَرَسِِ وَهُوَ أَشَدُّهُ ‏‏
‏ ‏ ‏ عَلَيَّ‏فَيُفْصَمُ ‏ ‏عَنِّيْ وَقَدْ وَعَيْتُ عَنْهُ مَا قَالَ‏، ‏ ‏ وَأَحْيَانًا ‏يَتَمَثَّلُ لِيَ ‏ ‏الْمَلَكُ ‏ ‏ رَجُلًا فَيُكَلِّمُنِي فَأَعِيْ مَا يَقُولُ ، قَالَتْ ‏ ‏عَائِشَةُ ‏ ‏رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا ‏ ‏وَلَقَدْ رَأَيْتُهُ يَنْزِلُ عَلَيْهِ ‏ ‏ الْوَحْيُ‏ فِي الْيَوْمِ الشَّدِيدِ الْبَرْدِ ‏ ‏فَيَفْصِمُ ‏ ‏عَنْهُ وَاَنَّ جَبِينَهُ لَيَتَفَصَّدُ عَرَقًاً.(۳۰۴۳)


لفظی ترجمه
،(حدث)حدیث وکړ،خبروکړه،(نا)وموږته یعنی امام بخاری فرمائې چی وماته سره له نوروملګروځما خبرراکړ،عبدالله،عبدالله ،ابن،چی ځوی،یوسف،دیوسف دۍ(قال)وویل ده یعنی عبدالله وموږته (اخبر)چی خبرراکړ(نا)موږته یعنی ومااوزما وملګروته،مالک،مالکینی کوم چی یوله څلوروامامانوڅخه دۍ(عن)له ،هشام،هشام څخه(ابن) چی ځوی،عروه،دعروه دۍ (عن)له (ابی) پلارڅخه(ه)دده(عن)له،عائشة،عائشې څخه(ام)چی مور(المؤمنین)دټومومنانوده (رضی)راضی دی سی(الله) خدای پاک (عن)،له(ها) دې څخه(ان) چی په تحقیق سره،الحارث،حارث(ابن) چی ځوی ،هشام،دهشام دۍ (سال)سوال وکړ،پښتنه وکړه،ده ینی حارث(رسول)له رسول څخه( الله) دخدای ،(صلی) رحمت دی وکړی(الله)خدای پاک(علیه)پرده باندی(و)او(سلم)سالم دی کړی دی یعنی الله پاک یعنی رسول علیه السلام دی سالم کړی له ټولوآفاتواوهرقسم تکلیفوځخه (ف) نو(قال)وویل ده یعنی حارث (یارسول الله) ای رسول دخدایه (کیف)څرنګه( يأتی)راځی(ک)وتاته(الوحی)وحی (ف)نو(قال) وویل (رسول) رسول (الله) دخدای(احیاناً)چی کله کله،په بعضی وختوکښ،، (مثل)په مثل یاپه مثل کښی (صلصلة)داواز (الجرس)دجرس،یعنی دژزنګولې (و)او(هو)دغه یعنی دغه قسم دوحی (اشدّ)ډیرسخت دۍ یعنی ډیرسخت قسم دۍ(ه)دده یعنی دوحی(علی)پرماباندی(ف)وروسته( یفصم)قطع کېږی دغه یعنی دغه وحی یاسختی دوحی (و)حال داوی (قد)چی په تحقیق سره(وعیت)په یادکړئ وی ما (عن)له(ه)ده څخه یعنی له وحی راوړونکی څخه یاله وحی څخه (ما)هغه(قال)چی ویلی وی ده یعنی وحی راوړونکی وماته یعنی په داسی حال کښی وحی قطع سی چی ماټوله له وحی راوړونکی څخه چی فرشته ده یاده کړې وی(و)او(احیاناً) په څینووختوکښی (یتمثل)ګرځی (لی)مالره یادپاره ځمایعنی دپاره داسانی ځما(الملک) فرشته(رجلا) په مثل دسړی (ف)بیا(یکلم)خبره کوی دۍ یعنی فرشته په وحی سره (نی)له ماسره (ف)نو(اعی)یاده وم زه (ما)هغه څه (یقول) چی وایې دَیْ یعنی ملکه هغه څه وماته(قالت)وویل یعنی عروه ویلی دی چی وویل وماته ،عائشة،عائشې رضی الله عنهاچی(و)او(ل)خامخایعنی قسم کوم چی خامخا(قد)په تحقیق سره(رأیْ)ولیدی(تُ)ما(هُ)دَیْ یعنی رسول علیه السلام (ینزل) چی نازلیدله(عَليْ)پر(ه)ده باندی(الوحی) وحیه (فی)په(الیوم) ورځ کښی(الشدید)سخته (البرد) دیخوالی سړوالی یعنی په داسی ورځ کښی چی یخوالی ئې ډیرسخت وو (فَ)بیا،وروسته،(یفصم)قطع کیدله دایعنی وحیه (عن)له(هُ)ده څخه(و)حالداوو(انّ)چی په تحقیق سره (جَبِیْنَ)تندَیْ(هُ)دده (لَ)خامخا(یتفصد) بهیدی(عرقاً)له خولوڅخه یاپه حیث دخولویعنی په سخته خن کښی دوحی دشدت اوسختۍ په وجه دده مبارک له تندی څخه داسی په زورسره خولې رابهیدلې لکه یوانسان چی فصداو رګ ووهی اوپه زوراوقوت سره وینه ورڅخه راوبهیږی،په راتلونکوبرخوکښی به ددغه مبارک حدیث په ارتباط علمی څېړنی اوتحقیقات ان شاءالله درته راسی،

ومن الله التوفیق تمت

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com