For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه محرم الحرام او د کربلا شهيدان
محرم الحرام او د کربلا شهيدان
محترمو مسلمانانو ! په دې برخه کښي د حضرت امام حسين (رض) د قيامي ، په مقابل کي د يزيد مردود دشرعي حکم په اړه بيان درته کوم ، خو تر دې له مخه د حضرت امام حسين د قبر او دده د سر مبارک په اړه څه بيانوم .

قبر د امام حسين (رضي الله عنه) :

ابن کثير په « البداية والنهاية » ج ۸ ص ۶۰۱کښي ذکر کړيدي :
و أما قبر الحسين (رض) فقد اشتهر عند کثير من المتأخرينَ أنه في مَشهَدِ علي ، بمکانٍ منَ الطف عندَ نهرِ کربلا ، فيقالُ إنَّ ذالک المشهد مبنِي علی قبرِه فالله أعلم .

همدارنګه ده ذکر کړيدي چي ابن جرير وغيره ويلي دي چي د حضرت امام حسين د قتليدلو ځائ نامعلومه سوئ دئ او وهيچا ته په دې باره کښي د تعين کوم دليل نسته ، او ابو نعيم فضل بن دکين به پر هر هغه چا باندي انکار کاوئ چي هغه به ويل چي ما ته د حسين قبر رامعلوم دئ ، او په دې باره کښي ځيني نور قولونه هم سته .

د حضرت حسين (رضي الله عنه ) سر مبارک :
ابن کثير په دې باره کښي داسي ذکر کړيدي چي د أهل تاريخ او د أهل سِيَر په نزد دا خبره مشهوره ده چي دده مبارک سر ابن زياد و يزيد بن معاويه ته وروليږئ ، بيا په دې اړه علماوو اختلاف کړئ دئ چي د حضرت امام حسين سر مبارک بيا په کوم ځائ کښي ښخ کړسو ، يو قول دادئ چي يزيد د امام حسين سر مبارک و عَمرو بن سَعد ته ( چي د مدينې منورې والي ؤ د يزيد له طرفه ) وليږئ بيا عَمرو دده سر مبارک په بقيع کښي د فاطمة الزهرآء له قبره سره نژدې ښخ کړ .

او بل قول دادئ چي سر مبارک دده د يزيد بن معاويه په خزانه کښي پروت ؤ ، بيا د يزيد له مرګ څخه وروسته دده سر مبارک په کفن کښي داخل کړ سو او په داخل کښي د « بابُ الفراديس » د ښار د دِمشق ښخ کړسو چي اوس هغه ځائ په مسجد الرأس سره شهرت لري .

او إبن عَساکر په خپل تاريخ کښي ذکر کړيدي چي کله چي د امام حسين سر د يزيد په حضور کښي کيښودل سو نو ده ملعون د ابن زبْعَري دغه شعر ووايه :

ليتَ اشياخي بِبَدرٍ شهِدوا جزَع الخزرجُ مِن وَقعِ الأصَلِ
بيا يې دده مبارک سر درې ورځي په دِمَشق کي راځړولئ ، بيا يې د اسلحو په خزانو کښي کيښودئ تر څو چي بيا سليمان بن عبدالملک په خپل دور کښي کفن ورکړ او خوشبويي يې پر ولګوله او د جنازې لمونځ يې باندي ادا کړ او د مسلمانانو په مقبره کښي يې ښخ کړ .

او يو قول داسي هم راغلئ دئ چي په ۶۶۰ سنه کښي د امام حسين سر مبارک و مصر ته يووړل سو او بيا زيارت پر جوړ کړ سو چي په « تاج الحسين » سره مشهور دئ ، خو دا قول صحيح ندئ ( البداية والنهاية ) .
خو دلته په يوه بله مسئله هم سر خلاصول پکار دي هغه دا چي د امام حسين د قتل په وجه غمګيني او پريشاني کول په چوکاټ کښي د حدودو د شريعت شرعًا څه حکم لري ؟

ابن کثير په « البداية والنهاية » ج۸ ص ۶۰۰کښي داسي ويلي دي :

فکل مسلمٍ ينبغي له أن يحزنَه قتله رضي الله عنه فإنه مِن سادات المسلمينَ و علمآء الصحابَة و إبن بنت رسول اللهِ التي هي أفضلُ بناته ، وقد کانَ عابدًا و شُجاعًا و سَخيا و لکن لايحسن ما يَفعلُه الشيعة من اظهار الجزَع والحرزن الذي لعل أکثره تسنن و ريآء .

يعني : نو هر مسلمان ته دا ښايي چي د امام حسين په شهادت غمجن سي ؛ ځکه چي دَی د مسلمانانو له سردارانو څخه ؤ او له علماوو د صحابه و څخه ؤ او د رسول (صلی الله عليه وسلم) د هغي لور ځوۍ ؤ چي تر ټولو لوڼو پر ده مبارک باندي ګرانه وه ، او عابد ، شجاع او سخي ؤ ، مګر خو هغه ډول کارونه ښه ندي کوم چي شيعه ګان يې کوي .

صاحب د تفسير حسيني په «روضة الشهدآء» کښي داسي مضمون ذکر کړئ دئ چي پر دې باندي دلالت کوي چي د عاشورآء او د محرم په لسو ورځو کښي د امام حسين په وجه غم او پريشاني د ډير اجر او برکت سبب ګرځي .

خبردارئ :
محترمو ! دلسمي برخي بيان چي د شهادت د امام حسين تير سوئ دئ مکمل له «روضة الشهدآء » څخه مأخوذ سوئ دئ
 
تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com