For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه پښتو قدوري
پـه كـعـبـه مـكـرمـه كښى لـمـونـځ
په مذهب دامام اعظم ابوحنيفه (رح) دكعبى شريفى په دننه خونه كښى فرض اونفل لمونځ روادى امام شافعى (رح) وايى هيڅ لمونځ دكعبى شريفى په خونه كښى روانه دى، په صحيح حديث كښى چه روايت ئې بخارى (رح) اونوروكتابوكړيدى ليكل شويدى چه د مكى شريفى دفتح په كال آنحضرت (ص) دكعبى شريفى په خونه كښى دوه ركعته نفل ادا كړل، فرض لمونځ پرقياس دى، كه امام په جماعت سره دكعبى شريفى په خونه كښى لمونځ ادا كوى بعضومقتديانودامام وشاته خپله شا وګر ځول لمونځونه ئې روادى ځكه چه دامام اوټولومقتديانومخونه دكعبى شريفى وديوال ته دى، كه بعضوله مقتديانونه ومخ ته دامام شاوګرځول لمونځونه ئې روانه دى ځكه چه ترامام دمخه دامام په خواكښى ولاړدى . كه امام په مسجدالحرام كښى لمونځ اداكوى اوخلګ په امام پسى پركعبه باندى چاپيرشول هغه څوك چه له دغومقتديانونه د امام په خواكښى نه وى اوترامام وكعبى شريفى ته نژدى وى لمونځ ئې صحيح دى، دكعبى شريفى پربام لمونځ روادى مګر امام شافعى (رح) وايى چه روانه دى ځكه چه دده په مذهب د كعبى شريفى خونه تبرك ده، زموږ په مذهب قبله دغه ميدان دى ترآسمان پورى چه خونه دكعبى هم پكښى ده نودلمونځ كونكى مخ هم كعبى ته دى، دحنيفى مذهب بل دليل دادى چه دعبداله بن زبيراوحجاج بن يوسف په زمانوكښى دكعبى شريفى خونه له منځه ولاړه او خلګولمونځونه هم هغى خواته دكعبى كول همدارازجبل ابى قلبيس چه كعبى شريفى ته نژدى غردى او د كعبى شريفى ترخونه ډيرلوړدى كه څه هم خونه ئې مخ ته نشته خوپه اتفاق سره پردغه غره لمونځ روادى، د فقهى شريفى كتابونه وايى چه دكعبى شريفى پربام لمونځ روادى مګرمكروه دى ځكه چه د بيت الله شريفى دتعظيم ترك وهنه ده، په صحيح حديث شريف كښى هم منع ورنه شويده، د نورو مسجدوحكم د كعبى شريفى نه دى د نورو مسجدو پر بامونولمونځ بيله كراهيته روادى .