For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه ربیع الاول او میلاد نبوي
ربیع الاول او وفات النبي لړۍ
بسمه تعالی !!!
اللهم صل علی سيدنا محمد و علی آله و صحبه وسلم تسليما .

له حضرت ابن عباس (رضي الله عنه ) څخه روايت دئ چي د إسلام دپيغمبر د وفات په ورځ الله (جل جلاله) و ملک الموت يعني حضرت عزرائيل ته حکم وکړ چي ځما و حبيب حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) ته ورسه ، خو له دوو خبرو سره ډير خيال کوه : اول دا چي دده و کور ته بې اجازې دده ورداخل نسي او دوهم داچي بې اجازې دده ، دده روح قبض نکړي .

د الهي حکم مطابق ملک الموت سره له زرهاؤ پرشتو د اسلام د پيغمبر وکور ته راغلئ او د الله تعالی له طرفه د عزرآئيل په لاس کښي يو خط هم ؤ ، بيا حضرت عزرائيل د يوه أعرابي او صحرايي په شکل کښي دده مبارک د کور دباندي ودريدئ او داسي يې وويل : السلام عليکم أهل بيت النبوة و معدن الرسالة و مختَلَف الملائکه .
بيا يې وويل چي و ماته اجازه راکړۍ چي و حجرې مبارکي ته درسم ؛ ځکه له ډيره ليري ځايه څخه راغلئ يم !
حضرت فاطمې ورته وويل چي في الحاله د ملاقات موقع نده برابره ، د اسلام پيغمبر په خپل شان او حال مشغول او مصروف دئ !

حضرت عزرائيل دوهم ځل بيا اجازه وغوښتله ، بيا د فاطمې له لوري منفي جواب ورکړ سو ، دريم ځل حضرت عزرائيل بيا غوښتنه د اجازې وکړه او په دوني لوړ او هيبتناک اواز سره يې وکړه چي هر څوک چي د اسلام د پيغمبر په کور کښي وو له هيبت او ويري څخه ولړزيدئ ، په دغه وخت کښي د اسلام پيغمبر يو څه په هوښ کي راغلئ او سترګي مبارکي يې خلاصي کړې او وې فرمايل چي څه پېښه ده ؟

حضرت فاطمې ورته وويل چي يارسول الله ! يو نابلده سړئ چي په ډير هيبتناک او نادر شکل کښي دئ دباندي ولاړ دئ ، درې واره يې اجازه وغوښتله او ما عذر ورته پيش کړ خو دَی ځما و خبري ته غوږ نه نيسي ، د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي اې فاطمې ! دا داسي سړئ دئ چي د دنيا ټول لذتونه او خوندونه له سړي څخه اخلي ، دا داسي څوک دئ چي د سړي ټولي ارزوګاني او مطلبونه له خاورو سره برابروي ، اې فاطمې ! دا هغه شخص دئ چي ډلي جماعتونه او د يوه مجلس خلګ سره جلا کوي ، اې فاطمې ! دا هغه الهي استازئ دئ چي کوچني ماشومان يتيمان او ښځي کونډياني ګرځوي ، دا داسي څوک دئ چي بې کيلي او چابي ددروازې قلفان ورته خلاصيږي او بې وسلې له سړي څخه روح وړي ، که دروازه ورته وتړله سي پر ديوال باندي و کور ته وراوړي ، اې فاطمې ! دا ملک الموت دئ ، دا عزرائيل دئ چي تا بې پلاره کوي او ستا د داسي قدرمند پلار د روح د قبضولو دپاره راغلئ دئ ، اې فاطمې ! دا ځموږ د احترام په وجه په دروازه کښي ولاړ دئ او اجازه غواړي ، ورنه دا عزرائيل بولي چي اجازه غوښتل دده عادت ندئ ، ورسه ! دروازه ورخلاصه کړه .
حضرت بي بي فاطمه په چغو او په بغارو ودروازې ته ورغله او عزرائيل ته يې دروازه ورخلاصه کړه او بيرته راغله د خپل مبارک پلار حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) و غيږي ته ورولوېدله ، په دغه وخت کښي ليږ ساعت د إسلام د پيغمبر سترګي مبارکي پټي سوې او د أهل بيتو داسي ګمان سو چي لکه چي رحمة اللعالمين رسول له دنيا څخه رحلت وکړ ، فاطمة الزهرآء د : « يا ابتاه ! » يعني اې بابکه اې بابکه ! نعرې شروع کړې ، خو د خپل پلار له لوري هيڅ جواب ورنکړ سو ، بيا يې د ژړا په حال کښي داسي وويل :

چي اې پلاره ! ځما روح دي تر تا قربان سي يو ځل خو لا راته وګوره او يو خبره خو لا راسره وکړه !!!

د إسلام پيغمبر خپلي مبارکي سترګي روڼي کړې او وفاطمې ته يې وفرمايل چي اې ځما لوري ! مه ژاړه د عرش حمَله پرشتې ستا د چغو په وجه په بغارو سوې ، او بيا يې ددې مبارکي له مخ څخه په خپل لاس ددې اوښکي ورپاکولې او د خوشحالۍ خبري يې ورته کولې او داسي دعا يې فرمايله چي اې پروردګاره ! ځما و ګراني لور فاطمې ته ځما په مفارقت او جدايي کښي صبر وروبخښه ، بيا يې ودې مبارکي ته وفرمايل چي کله چي ځما روح قبض کړه سي نو « انا لله وانا اليه راجعون » ووايه .

په دې وخت کښي د اسلام د پيغمبر ټولي بي بي ګاني حاضري سوې او د إسلام پيغمبر و دوۍ ته په تقوی او طاعت سره وصيت وکړ او بيا يې حسنين په ډير تلوار راوغوښتل ، حسنين لوڅ سرونه په چغو او په بغارو د خپل نيکه وکور ته په منډه راغلل او سلام يې ووايه او د إسلام د پيغمبر وبغل ته کښينستل ، کله چي يې د خپل نيکه حال وليدئ نو په چغو سر سول تر داسي اندازې پوري چي هر چا د دوۍ ژړا اوريدله هغه په بغارو کيدئ ، او دا ددې ځائ ؤ چي ټول أهل زمين او ټول أهل اسمان او جنيات او پرشتې د سرور کآئنات په مصيبت کښي په ژړا ول .
نظم :
دوستان روز وداع است فغان درګيريد
دل بيک بارګي از جان و جهان بر ګيريد
شمع خورشيد بآه سحر بنشانيد
وز تپ سوز جګر باري ديګر درګيريد
په « مقتل نورالأئمة » کښي راغلي دي چي د اسلام پيغمبر په پټه او په خفيه له خپل ځان سره د حسنينو په باب کښي داسي ويل چي زه نه پوهيږم چي جفاکاران د أمت ځما به له تاسي سره څه وکړي ؟ حسنينو و خپل مبارک نيکه ته په ژړا ژړا وويل چي له تا څخه وروسته به ځموږ ماوی او پناه ګاه څوک وي او څوک به ځموږ غمګساري او دلنوازي کوي ، او حضرت بي بي فاطمې وويل چي اې بابکه ! که ما ته يو غم او درد راپيښ سو نو له تا څخه وروسته بې زه و چاته وايم او که حسنين د يو شي ارزو وکړي چي ته نه يې نو څوک به د دوۍ ناز واخلي .
اې د غريبانو غمخور نبي ! اې د يتيمانو نازونکي نبي ! اې د بېچاره ؤ او بې کسانو پناګاه او دستګير پيغمبره ! ستا په فراق کښي به زه د صبر کولو طاقت څنګه ولرم او بې له ليدلو ستا څخه به زه خپل ژوند او زندګي څنګه تيروم .

نظم :
درغم آباد جهان بې يار بودن مشکل است
غم ز حد بګذشت بې غمخوار بودن مشکل است
رفت دلدار دل خون ګشته را با خود ببرد
اې عزيزان !بې دل و دلدار بودن مشکل است
روايت دئ چي ځني له خواصو د أصحاب کرامو د حضرت رسول أکرم دحجرې مبارکي ودروازې ته ولاړ ول ، کله چي د حسنينو چغاري او بغاري واورېدلې نو دوۍ مبارکانو هم په چغو پيل وکړ ، د إسلام پيغمبر چي د خپلو أصحابو ژړاوي واورېدلې نو دَی مبارک هم په ژړا سو او وې فرمايل چي پر خپل أمت باندي د رحم او د شفقت له وجي ژاړم چي ايا وروسته له ما څخه به د دوۍ حال و کومي درجې ته ورسيږي .
وروسته د إسلام پيغمبر حضرت علي راطلب کړ ، کله چي حضرت علي راغلئ نو د إسلام پيغمبر هغه وصيتونه و ده ته وکړل کوم چي دده مبارک په زړه کښي ول .
حضرت علي ( کرم الله وجهه) فرمايلي دي چي په دغه وخت کښي زر قسمه علمونه د إسلام پيغمبر وماته راوښودل چي له دغه هر قسمه څخه د زرو نورو قسمو د علم دروازې پر ما باندي خلاصي سوې .
وروسته حضرت عزرآئيل د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) و حضور ته تشريف راوړ ، وروسته له ويلو د السلام عليک أيهاالنبي ! څخه يې د الله تعالی و رسول ته عرض وکړ چي الله پاک پر تاباندي سلام وايي او وماته يې داسي حکم کړئ دئ چي ستا مبارکه روح قبض کړم ، خو په دې شرط چي ستا اجازه وي .
د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي اې ملک الموت ! تر هغه پوري ځما روح مه قبضوه چي ځما ورور جبريل راځي ، ملک الموت ورته وويل چي زه ستا په دې خبره کښي تابعدار يم .
وروسته الله (عز وجل ) و خازن ته د دوږخ چي مالک نوميږي وفرمايل چي ځما د حبيب حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) مطهره او پاکه روح و اسمان ته راځي نو پدې وجه د دوږخ اور مړ کړه ، او دارنګه يې د جنت و خازن ته چي رضوان نوميږي وويل چي د سيدالأنبيآء ( صلی الله عليه وسلم ) د مقدسي روح دپاره جنت ښائسته کړه ، او همداراز د جنت و حورو ته حکم وکړ سو چي خپل ځانونه سنګار کړۍ چي ځما د حبيب روح درځي او و ټولو پرشتو ته د عالم ملکوت حکم وکړ سو چي په استقبال کي د روح د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) صف صف ودريږۍ .
وروسته الله ( جل شانه ) و جبريل ته حکم وکړ چي د جنت يو دستمال درسره واخله او ځما و حبيب ته ځان ورسوه ، حضرت جبريل په ژړا ژړا د اسلام د پيغمبر و حضور ته راغلئ ، د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي اې ځما دوسته په داسي سخت ساعت کښي دي زه تنها پرې ايښئ يم !

جبريل ورته وويل چي تر اوسه پوري ستا په خدمت مشغول وم او اوس مي داسي د خوشحالۍ خبري هم درته راوړي دي چي ستا له مرضي سره مطابقي او وتاته محبوبي دي ، د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي هغه کومي خبري دي ؟
حضرت جبريل ورته وويل چي : « ان النيرانَ قد أخمدَت والجنان قد زخرفت و الحورالعين قد تزينت و الملائکة قد صففت بقدوم روحک » .
د اسلام پيغمبر و حضرت جبريل ته وفرمايل چي داخو ډير نيک زيري دي مګرماته داسي خبر وکړه چي ځما سترګي په روښانه سي او زړه مي په خوشحاله سي !

حضرت جبريل ورته وفرمايل چي پر ټولو انبيآؤ او د دوۍ پر امتو باندي جنت تر هغه پوري حرام دئ چي ته او ستا امتيان ورداخليږي ، د اسلام پيغمبر بيا ورته وفرمايل چي تر دغه يو بل غټ د خوشحالۍ زيرئ راباندي وکړه !
حضرت جبريل ورته وفرمايل چي يا رسول الله ! دا خبره فيصله سوېده چي د حشرګاه پر ميدان به د شفاعت تاج او خول تر هر چا له مخه ستا پر مبارک سر باندي ايښودل کيږي ،
د اسلام پيغمبر بيا ورته وفرمايل چي اې جبريله ! داسي خبر راته وکړه چي ځما له زړه څخه د ملالت او د خفګان غوټي خلاصي کړي !

حضرت جبريل ورته وفرمايل چي اې مقتدی د انبيآؤ او د رسولانو ! راته ووايه د کوم شي په غم کښي يې او په کوم شي فکرمند يې چي دغو ټولو خبرو ستا له مبارک زړه څخه هغه غم او فکر ليري نکړ ؟
د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي له ما سره فکر او غم د أمت دئ چي وروسته له ما څخه به ددين زده کړه دوۍ له چا څخه کوي ؟ د رمضان د مبارکي مياشتي روژې به چي زه نه يم په څه ډول دوۍ نيسي او د حج مراسم به په څه ډول تر سره کوي او د آخرت په ورځ به ددوۍ انجام او عاقبت څنګه کيږي ؟
حضرت جبريل ورته وفرمايل چي اې سروره ! زړه مبارک دي خوشحاله کړه په دنيا کښي به الله پاک ستا امتيان پخپله ساتنه سره دروساتي او د قيامت په ورځ به دونه امتيان ستا په لمن کښي الله تعالی دروبخښي چي ته به په خوشحاله سې !!!

د اسلام پيغمبر وفرمايل چي اوس مي نو زړه خوشحاله سو او سترګي دي راروښانه کړې .
له دې څخه وروسته رحمة اللعالمين رسول و ملک الموت ته د روح د قبضولو اجازه ورکړه ، ملک الموت دده مبارک د روح په قبضولو شروع وکړه ، په دغه وخت کښي د اسلام پيغمبر د خپلي خوني و بام ته کتل او لاس مبارک بې پورته کوئ او د « بالرفيق الأعلی » الفاظ بې ويل .
چـــــــــي يــــــــو ناڅـــــــــاپه دده مبـــــــــارک مطـــــــــــهره روح قبـــــــض کړه سوه او و عالــــــــم الوصال ته يــــې کــــــــــوچ او ارتـــــــــحال وکــــــــــړ .

مثنوي :
رفت آن طاوس عرشي سوي عرش
چون رسيد اندر مشامش بوي عرش

شاه بازي اين قفس درهم شکست
رفت خوش بر ساعد سلطان نشست

نظم :
شعلهء آتش تو جان ميسوزد
وز فراق تو دل پير و جوان ميسوزد
اين چه در دست کزو خون بجګر ميريزد
وين چه سوزاست کزو جان و جها ن ميسوزد
شـــــرح اين غـــــم چه نـــــويسم که قلم ميشکند
وصف اين حال چه ګويم که زبان ميسوزد
محترمو مسلمانانو ! د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د غسل ، تکفين او د جنازې د لمانځه په اړه بيان او دارنګه د أصحاب کرامو غبرګون د ده مبارک د فراق په وجه او دارنګه د إسلام د پيغمبر د ځينو مهمو وصيتونو ذکر به په راتلونکي برخه کښي انشآءالله درته راسي .

( مدارج النبوت ، روضة الشهدآء و غيره ) .
تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com