For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه ربیع الاول او میلاد نبوي
ربیع الاول اوميلادالنبي
بسمه تعالی ! !
محترمومسلمانانو ! په دې او راتلونکې برخه کښي وتاسي محترمو ته د إسلام د پيغمبر د ولادت او د زوکړي او دارنګه دده مبارک د زوکړي د تاريخ په شا وخوا کښي د ځينو مهمو خارق العادته پيښو بيان درته کوم کومي چي په شريعت کښي « ارهاصات » ورته ويل کيږي :
اول : د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د تولد او زوکړي نيټه او تاريخ :
شيخ عبدالحق محدث دهلوي په « مدارج النبوت ج ۲ ص ۱۴ » کښي ذکر کړيدي چي جمهور د أهل سِيَر اود تواريخ پر دې خبره باندي دي چي تولد او زوکړه د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په « عام الفيل » کښي وروسته له دې څخه چي د فيل د واقعې څلويښت ورځي يا پنځه پنځوس ورځي تيري سوي وې سوېده ، او دغه قول أصح د أقوالو دئ .

او دارنګه داخبره مشهوره ده چي تولددده مبارک د « ربيع الأول » په مياشت کښي سوئ دئ .
او ځينو علماؤ پر دغه خبره باندي ادعا د اتفاق کړېده .

دارنګه د ده مبارک تولد په دولسمه د ربيع الأول کښي سوئ دئ ، او په دې باره کښي نور قولونه هم راغلي دي خو دغه قول أشهر او أکثر دئ ، او د مکې د خلګو عمل هم پر دغه خبره باندي جاري ؤ ؛ ځکه چي دوۍ به د ربيع الأول په دوولسمه د إسلام د پيغمبر د ولادت د ځائ زيارت کاوه ، او دده مبارک د زوکړي په مناسبت چي به کوم د خير کارونه دوۍ کول نو هغه به هم د ربيع الأول په دوولسمه شپه کښي وو .

او دارنګه ورځ د دوشنبې وه ، لکه څرنګه چي و ده مبارک ته له الهي لوري څخه ابتدا د وحي او هجرت دده مبارک له مکې مکرمي څخه ، او رسېدل دده و مدينې منورې ته او فتح د مکې شريفي او وفات دده مبارک د دوشنبې په ورځ سويدي .
د دوشنبې د ورځي چي د ربيع الأول دوولسمه ورځ وه ، د صبح صادق په وخت کښي دده مبارک زوکړه وسوه .

او ځينو علماؤ فرمايلي دي چي دده مبارک تولد د دوشنبې په شپه کښي سوئ دئ ، دغه علمآء پ دې سره دليل نيسي چي په رواياتو کښي راغلي دي چي دده مبارک د زوکړي په وخت کښي ستوري و مځکي ته رانژدې کړه سوه او دارنګه شهب او کواکب پرلپسې د اسمان له طرفه رالوېدل ، خو د دوۍ له دغه استدلال څخه په دې ډول جواب ورکړ سوئ دئ چي د إسلام د پيغمبر د ولادت او د نبوت زمانه خو د خارق العادته شيانو د ښکاره کيدو زمانه وه نو دا ممکن دئ چي رانژدې کيدل د ستورو دي و مځکي ته او دارنګه سقوط د ستورو دي په خارق العادته توګه د ورځي واقع سوئ وي .

پوه سه ! چي د علمِ نجوم ځينو ماهرانو ذکر کړيدي چي په کوم ساعت کښي چي د إسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) تولد سوئ دئ هغه ( يعني د دنيا د ټول عمر په ساعاتو کښي ) تر ټولو اسعد او ډير نيکبخته ساعت ؤ ، لکه چي په « روضة الأحباب » کښي هم ددې ذکر راغلئ دئ ، خو محدث دهلوي فرمايلي دي چي حقه خبر داده چي د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) متشرف په زمانه سره ندئ بلکي زمانه په ده سره متشرفه ده ، همدا سبب دئ چي ولادت دده مبارک په هغو مياشتو کي ندئ واقع سوئ چي په کرامت او برکت سره مشهوري دي لکه محرم ، رجب او رمضان .
له حضرت ابن عباس څخه روايت دئ چي : « ولدَ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) يوم الإنين و أستنبئ يوم الإثنين و خرج مهاجرا من مکة الی المدينة يوم الإثنين و قدم المدينة يوم الإثنين و توُفيَ يوم الإثنين و رفِعَ الحجرالأسود يوم الإثنين » تفرد به أحمد ، وفي رواية بزيادة : « نزلت سورة المآئدة يوم الإثنين » (کذافي البداية والنهاية ) .

د « محاضرات تاريخ الأمم الإسلامية للخضري » کښي د ج۱ص۶۲ کښي ، دارنګه د « رحمة اللعالمين » د ج۱ ص۳۸ـ۳۹ کښي

د إسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) د مَولد په باب داسي راغلي دي : « ولد سيد المرسلين (صلی الله عليه وسلم) بشعب بني هاشم بمکة في صبيحة يوم الإثنين التاسع من شهر ربيع الأول ، لأول عام من حادثة الفيل ، ولأربعين سنة خلت من ملک کسری أنوشيروان ، ويوافق ذالک العشرين او الثاني و عشرين من ابريل سنة ۵۷۱م حسبما حققه العالم الکبير محمد سليمان المنصور فور و المحقق الفلکي محمود باشا » .

او شيخ محمد رضا د خپل کتاب « محمد رسول الله » چي د ډيرو عمده کتابو د سِيَر او دتاريخ له پخوړ څخه جوړ دئ په ص۱۲ کښي د إسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) د مَولِد په ارتباط داسي ذکر راغلئ دئ : « ولد النبي (صلی الله عليه وسلم) في فجر يوم الإثنين لاثنتی عشرة ليلة مضت من شهر ربيع الأول ( و هل مکة يزورون موضع مولده في هذا الوقت ) في عام الفيل ، و لأربعين سنة خلت من حکم کسری أنوشيروان خسرو بن قباذ بن فيروز ۲۰ أغسطس سنة ۵۷۰م بمکة في الدار التي صارت تدعي لمحمد بن يوسف الثقفي أخی الحجاج ، و کانت قبل ذلک لعقيل بن أبي طالب و نزل علی يد الشفا أم عبدالرحمن بن عوف فهي قابلته » .

د « ألأنوار المحمدية من المواهب اللدنية » په ص۶۷ کښي راغلي دي چي علمآؤ اختلاف کړئ دئ په شان کښي د کال د ولادت د نبي (صلی الله عليه وسلم) خو أکثر علماء پر دغه خبر باندي دي چي د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) په عام الفيل کښي زيږېدلئ دئ ، په داسي حال کښي چي د فيل له واقعې څخه ۵۰پنځوس ورځي تيري سوي وې او مياشت د ربيع الأول وه ، ورځ د دوشنبې وه ، وخت د صبح صادق ؤ او د ربيع الأول دوولسمه وه .

محترمو مسلمانانو ! په راتلونکي برخه کښي به و تاسي ته د هغو عجآئباتو او خارق العادته پيښو بيان وسي کومي چي دده مبارک د تولد د وخت پر شاوخوا پيښي سويدي .
نور بيا . . .
تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com