For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه ربیع الاول او میلاد نبوي
ربیع الاول اوميلادالنبي
بسمه تعالی ! !
قدرمنومسلمانانو ! په دې برخه کښي د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) دتولد په وخت کښي او يا دده مبارک له تولد څخه وروسته تر هغه وخته پوري چي دَی و مبارکي مرضعې ، حليمې سعديې ته ورسپارل کيدئ او يا وروسته بيا د حليمې سعديې له طرفه بيرته وخپل مبارک نيکه عبدالمطلب ته سپارل کيدئ ، هغه مستند او په صحت رسيدلي عجائب ، ارهاصات او خارق العادته واقعې نمبرواره درته ذکرکوم کومي چي ځموږ او ستاسي د ګران رسول حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) د بې مثاله او بې نظيره عظمت او رفعت څرګندويي دي :

( ۱ ) : أخرج أبونعيم عن بريده و إبن عباس قالا : رأت آمنة في منامها فقيل لها : إنک قد حملت بخير البرية و سيدالعالمين ، فإذا ولدتيه فسميه أحمدًا و محمدًا و علقي عليه هذه ، فانتبهت و عند رأسها صحيفة من ذهب مکتوب عليها : أعيذه بالواحد ، من شر کل حاسد ، و کل خلق رائد ، من قائم وقاعد ، عن السبيل عاند ، علی الفساد جاهد ، من نافث او عاقد ، و کل خلق مارد ، يأخذ بامراصد ، في طرق الموارد ، أنها هم عنه بالله الأعلی ، و احوطه منهم باليدالعليا ، والکف الذي لايری ، يدالله فوق أيديهم ، و حجاب الله دون عاديهم ، لا يطردوه ولايضروه في مقعد ولامنام ، و لا مسير و لا مقام ، أول الليالي و آخرالأيام .

( کذا في الخصائص الکبری للسيوطي ) .
ترجمه : حضرت بي بي آمنې يو خوب وليدئ او ورته وويل سول په دې خوب کي چي : بېشکه ته حملداره سوې يې په بهتر د انسانانو او په سردار د عالميانو ، نو کله چي و ځيږوې ته دَی نو مسمی يې که په أحمد او په محمد سره او راوځړوه پر ده باندي ( يعني دده پر غاړه باندي ) دا کلمې چي : « أعيذه بالواحد الخ ، نو کله چي دا ويښه سوه و سر ددې ته د سرو زرو يوه صحيفه پرته وه او دا مذکوري کلمې پکښي ليکلي سوي وې ( چي له أعيذه بالواحد څخه شروع بيا تر پايه پوري ) .

( ۲ ) : و أخرج البيهقي والطبراني و أبونعيم ، و إبن عساکر عن عثمان بن أبي العاص قال :
حدثتني أمي أنها شهدت ولادة آمنة أم رسول الله(صلی الله عليه وسلم ) ليلة ولدته قالت : فما شئ أنظر اليه في البيت إلانور و إني لأنظر إلی النجوم تدنو حتی أني لأقول ليقعن علي ، فلما وضعت خرج منها نور أضآء له البيت و الدار حتی جعلت لا أری إلا نورًا .

ترجمه : بيهقي ، طبراني ، أبونعيم او ابن عساکر له عثمان څخه چي د أبي العاص ځوۍ دئ روايت کړئ دئ چي ده مبارک فرمايلي دي چي : ماته ځما مور دا قصه وکړه چي کله چي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم ) له مور مبارکي حضرت آمنې څخه د الله پاک رسول پيدا کيدئ نو زه و ولادت ددې مبارکي ته حاضره سوم ، نو په دغه کور کښي هيڅ داسي شئ نه ؤ چي ما به ورته وکتل مګر خالص نورګرځيدلئ ؤ او د أسمان و ستورو ته مي کتل چي وارپه وار دونه رانژدې کيدل چي ما به له ځانه سره دا ويل چي دغه ستوري به پر ما باندي راولويږي ( د مذکور روايت دپاته کلمو توضيح به په بل نمبر کښي درته راسي ) .

( ۳ ) : له عمر بن قتيبه څخه روايت دئ چي ځما پلار قتيبه وويل چي هغه وخت چي د حضرت آمنې (رضي الله عنها ) د ولادت وخت سو نو الله پاک و فرشتو ته وفرمايل چي د اسمان ټولي دروازې خلاصي کړۍ او دارنګه د ټولو جنتو دروازې هم ټولي خلاصي کړۍ ، او دارنګه يې و پرشتو ته حکم وکړ چي د إسلام د پيغمبر د زوکړي و ځائ ته ټول حاضر سۍ ، بيا پرشتې راکښته سوې په داسي حال کښي چي يو پر بل يې د إسلا د پيغمبر د زوکړي زيرئ کاوئ او د ټولي دنيا غرونه اوږده ، دراز او جګ سول او د ټولو دريابو اوبه د أسمان وطرفته پورته سوې ، او د ټولو دريابو اوسيدونکيو خوشحالۍ شروع کړې ، او يوه ملائکه داسي نه وه چي د إسلام د پيغمبر د زوکړي و ځائ ته دي نه وه حاضره سوې ، او شيطان ملعون د « بحرخضرا » يعني د زرغونه درياب و منځته سرچپه خپل ځان وروغورځاوه ، او نور ټول شيطانان په دغه وخت کښي په طوقو او ځنځيرو وتړل سول او د لمر نور او روښنايي ته د خپل أصلي حالت په نسبت زيات عظمت او لويي وروبخښله سوه ، او د حضرت بي بي آمنې پر سر باندي په هوا کښي اويا زره حوري د جنت ودرولي سوې چي د إسلام د پيغمبر د ولادت او د زوکړي انتظار يې کاوه ، او په دغه کال کښي الله (جل جلاله ) خپله الهي فيصله په دې ډول صادره کړه چي د دنيا ټولي ښځي به دغه کال له وجي د کرامته د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم) نارينه اولادونه زيږوي ، او دغه کال به داسي درخته ( يعني ميوه داره درخته ) نه پاته کيږي چي ميوه دي ونه کړي ، او دغه کال چي په خلګو کښي کومه ويره او ترس موجود وي هغه به له منځه ځي ، او أمن او أمان به جوړيږي .
بيا چي کله د إسلام پيغمبر و زيږېدئ نو ټوله دنيا له نوره څخه ډکه سوه او ټولو ملائکه ؤ خوشحالۍ شروع کړې او په هر اسمان کي يو عمود د زبرجدو او يو عمود د ياقوتو پيدا کړ سو چي ټول اسمانونه په روښانه کړه سول ، او کله چي د إسلام پيغمبر د معراج په شپه و اسمانو ته پورته سو نو دغه عمودونه او ستني ده مبارک په خپله وليدلې او وده مبارک ته په شپه د معراج وويل سول چي ستا د ولادت په خوشحالي کښي دغه عمودونه په اسمانو کښي خدائ پاک پيدا کړل .
او همدارنګه دده مبارک د زوکړي پر مهال د نهر کوثر پر غاړه باندي ( کوم چي په جنت کښي دده مبارک په نامه باندي و نهر دئ ) اويازره درختي د أظفر مشکو کوم چي أفضل ترين مشک دي پيدا کړې چي د دغو درختو ميوې به د قيامت په ورځ جنتيان د خوشبويي په ډول کاروي .
او د دنيا ټول بتان سرچپه ولوېدل ، او د لات او عزی دوه بتان له خپل ځائ څخه ووتل او دا ډول يې ويل : اوس تباهي او خرابي و قريشو ته راغله چي محمد « أمين » پيدا سو ، قريش نه پوهيږي چي څه ورپېښه سوه ، او دارنګه د بيت الله شريفي له نس څخه ډيري ورځي دغه الفاظ خلګو اوريدل : الآن يُرَد علي نوري ، الآن يجيئني زواري ، الآن أطَهر من أنجاس الجاهلية ، ايتها العزی هلکتِ .

او همدارنګه درې ورځي پرلپسې کعبه شريفه په زلزله او حرکت کښي وه .

( أخرجه أبو نعيم ، کذافي الخصائص الکبری لسيوطي ) .
پوه سه ! چي ددغه حديث په باب امام سيوطي د نکارت شديده ذکر کړئ دئ ، خو دا د سند و ځينو راويانو ته د کتلو په وجه دئ او پاته سو ذکر سوئ مضمون ، نو د هغه په تحقق او په ثبوت کښي شک کول ډير نالائق کار دئ ؛ ځکه هغه شخصيت چي قطعي دلائل پر دې خبره باندي قائم دي چي دنيا ټوله دده په خاطر پيدا سوې ده ، نو د هغه د تولد پر مهال دغه ذکر سوئ مضمون ډير کم لا ښکاره کيږي تر دې غټ غټ واقعات په قوي دلائلو ثابت دده مبارک د زوکړي په مناسبت واقع سويدي .

( ۴ ) : خطيب بغدادي روايت کړئ دئ چي حضرت آمنې فرمايلي دي چي کله له ما څخه محمد (صلی الله عليه وسلم ) پيدا سو نو ما يوه ډيره لويه نوراني وريځ وليده چي په دغه وريځ کي ما د اسانو « سهيل » ( يعني سِيسنئ ) او د وزرو ( يعني د وزرو د پرشتو ) اواز او د نارينه ؤ کلام واوريدئ ، په دغه وريځ کښي محمد (صلی الله عليه وسلم ) پټ کړ سو ، او له ما څخه غائب کړ سو ، وروسته مي له يو چا څخه واوريدل ( يعني له يوه غيبي ږغ کونکي څخه ) چي داسي يې ويل : « طوفوا بمحمدٍ في جميع الأرض و اعرضوه علی کل روحاني من الجن و الملائکه والطيور والوحوش ، واعطوه خُلق آدم ومعرفة شيث و شجاعة نوح و خلة إبراهيم ، ولسان اسماعيل و رضآء اسحق و فصاحة صالح و حکمة لوطٍ و بشری يعقوب و شدة موسی و صبرَ أيوب و طاعة يونس و جهادَ يوشع و صوت داود و حب دانيال ، و وقارَ الياس و عصة يحيی و زهدَ عيسی ، و أغمسو ه في أخلاقِ النبيين .

يعني : طواف وکړۍ په محمد ، وګرځوۍ دَی په ټوله مځکه کښي او عرض کړۍ وړاندي کړۍ دَی پر ټولو هغو موجوداتو باندي چي خاوندان د روح وي له پيرانانو څخه او له انسانانو او ملائکه ؤ څخه او له مرغانو او وحشي حيوانانو څخه ، او ورکړۍ وده ته خِلقت د آدم او معرفت د شيث او شجاعت د نوح او خليل والئ د إبراهيم او ژبه د إسماعيل ، او رضا او خوشحالي د إسحق او فصاحت د حضرت صالح او حکمت د حضرت لوط ، او د خوشحالۍ زيرئ د يعقوب او قوت او سختي د موسی او صبر د أيوب او طاعت او فرمانبرداري د يونس او جهاد د يوشع او صوت ( يعني ښه اواز ) د داؤد او محبت د دانيال او وقار او سنګيني د الياس او عصمت د يحيی او زهد د عيسی ، او غوټه کړۍ دَی په أخلاقو د نبيانو کښي .

لکه چي يو شاعر فرمايلي دي :
حسن يوسف دمِ عيسی يدِ بيضا داري آنچه خوبان همه دارندُ تو تنها داري .

بيا حضرت بي بي آمنې فرمايلي دي چي وروسته له دې څخه چي دغه حالت له ده مبارک څخه ليري سو نو ناڅاپه غيبي درې نفره پيدا سول د يوه په لاس کښي د سپينو زرو ګډوه وه او د بل په لاس کښي د زمرودو يو تال ؤ او د دريم پلاس کښي سپين وريښم ( يعني د سپينو وريښمو يوه ټوټه وه ) بيا يې دغه ټوټه و غوړوله ، بيا يې يو داسي مُهر ورڅخه راوايستئ چي د کتونکو سترګي يې ( يعني د بې انتها خوندور والي په وجه ) په حيرت کښي اچولې ، بيا يې دَی مبارک اوه واره د ذکرسوي ګډوې په وجه پريمنځئ ، بيا يې په ذکرسوي مُهر سره دده مبارک د دوو اوږو په منځ کښي مُهر ولګاوه ، بيا يې په ذکر سوي وريښمين ټوکر کښي دَی مبارک وپيچئ ، بيا يې يو ساعت په خپلو وزرو کښي ونيوئ وروسته يې و ماته بيرته راکړ .

( کذا في الأنوار المحمديه من المواهب اللدنيه ) .
 
تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com