| دکتابتون لومړی مخ | ناولونه او کیسه یز کتابونه | پنځوس ميليونه |
په درناوي
نثار نورالحبيب
د اپريل 22 - 2004
پشاور ، پاكستان
دا چې دا كيسه د ښاغلي زهير په اند په سياسيوالي د كيسې له قطاره بايد ووځي
او كه ګران نثار په كې ګڼې خامۍ راباسي دا د دوى اند او انګېرنه ده ، خو
سياسيوالى بيا په ما دا كيسه ګرانه كړې او په همدې موخه مې كښلې هم ده .
دا كيسه لكه د دې كتاب د ډېرو كيسو برعكس كومه اورېدلې او ليدلې پېښه نه
جوړوي ، بلكې هرڅه يې زما خپل خيال او تصور دى ، خو كيسه د افغانستان له
رښتيا خړوبېږي ، هغه رښتيا چې زموږ د رنځېدلي ملت يو تريخ حقيقت جوړوي.
ما په دې كيسه كې زموږ د رنځېدلي اولس پر سر د لوبې د اصلي لوبغاړو د
پېژندنې هڅه كړې ، ما غوښتى ووايم چې زموږ ډېر ټوپك سالاران د پيسو ، شهرت
او مقام لپاره په هېڅ اړ نه دي ، او د دې موخو د لاسته راوړلو په لاره كې د
هېڅ ګناه او خطا نه نه بيرېږي . همدا څېر مې له دوى سره يوځاى د دوى معامله
ګر هم په همدې تله تللي . له دوى ( امريكايانو ) لپاره هم مهمه نه ده چې د
معاملې اړخ يې څومره ظالم ، شيطان ، مكار او ګنهكار دى ، او دوى هم د خپلو
اهدافو د پلي كولو په پروسه كې له هركس او ناكس ګنهكار او خيرن سره معاملې
ته چمتو دي .
دا د اوسني افغانستان يو تريخ حقيقت دى ، خو دا چې دا هرڅه مې د كيسې په
چوكاټ كې څومره راوستي ، پخپله څه پرې نه كاږم ، يوازې د څو توضيحاتو حق له
ښاغلي نثار او نورو غواړم .
- "پنځوس مېليونه" كه لنډه كيسه نه ده ، ډرامه خو هم په هېڅ ډول نه ده .
- دا چې د كيسې اتل د پادشاه ټپي كېدل او د مسعود وژل كېدل څنګه بيروي او
ولې سلفيان او وهابيان بيل بيل مفاهيم ګڼي . د ده خپله پوهه او اند دى ، نه
زما او نه د ښاغلي نثار دا زه نه يم ، دا هماغه قوماندان دى او ټول
قوماندانان د ښاغلي نثار غوندې پوهه نه لري .
ګران نثار د خپل سكني ورور د وژنې په درشل كې د ورونو ترمنځ مكالمه مصنوعي
بولي ، خو زما په اند دا هم د كيسې د اتل چې قاتل دى ، ځانګړى روان دى او
ټول قاتلين هم ورته روان نه لري . هر ګنهكار كه ګناه هم كوي بيا هم ځانته د
ګناه توجيه لټوي او ځانته د خپلې ګناه څخه د وتلو يوه لار جوړوي ، زه د دې
خلاف د كيسې دا برخه ډېره په زړه پورې بولم .
دا رښتيا ده چې د كيسې اتل د ورور د وژنې په تياري سره سړى د ابراهيم عليه
السلام داستان ته بيايي ، دا سمه ده چې دى منافق ، خطاكار او د پيسو غلام
دى، خو له دې ټولو سره سره په خداى او عذاب باور لري .
په ټولګه كې راغلې يوازې درې كيسې : همدا پنځوس مېليونه ، بېرېدلې نانځكه
او رسوايي زما د خپل ذهن او تخيل زېږنده دي . د ټولګې پاتې ټولې كيسې مې له
يو چا اورېدلي او بيا مې پخپله خوښه هر اتل او هره پېښه هسې چې مې غوښتي
ترسيم او انځور كړي . په دې ډول مې ټولو پېښو او اتلانو ته نوې ساه او فضا
ورپوه كړې .
ښايي ځېنې كيسې ګڼې پوښتنې او عكس العملونه د ځېنو په زړونو كې راوټوكوي ،
خو زه ټولو لوستونكيو ته دا وايم چې كه د واقعيتونو ژور چان وكړي له دې به
لا له مضحكو اتلانو او زړه بوږنوونكو پېښو سره مخ شي .
سوله مل شينوارى
براتسلاو � سلواك