له هر څه مې هيله ختلې وه ، ژوند مې د نورو هېوادوالو په څېر له عادي حالته
بهر په يوه هېښنده شېبه او مضطرب ابهام اوښتى و . د ښار زاړه ، كنډ و كپر
واټونه او كوڅې د پخوا په پرتله تشې او چوپې وې .
په ټوليز ډول د خلګو لويه بوختيا په پرلپسې توګه د راډيوګانو اورېدل وه.
په ځمكه كې سپينو پريښتو (!) په ټول زور او قوت له هر ډول انساني، اسلامي
او قانوني چوكاټ څخه بهر د بې وسو انسانانو پر خولو او مريو زېږې منګولې
ټينګې كړي ، او د آسمان له خوا د بشري حقونو عالمبردارانو په ړندو سترګو
سكروټې پر اورولې .
شعر او قلم دواړه ټپ ولاړ وو . يوازي مې سترګو ليدل ، غوږونو اورېدل او ژبې
لوستل كولاى شو .
په بېنوا كتابتون كې مې د لټون په ترڅ كې پر ستاسو په لاس كې اثر سترګې
ولګېدې . هغه د رنګ او جولې له مخې په نظر چندان څه نه شو راته څرګند خو
كله چې مې يې د پاڼو په سر كې د جادوګر ليكوال (عزيز نسين) نوم وليدى نو
سمدستي مې د ذهن كليشه بدله شوه.
ځان مې له نورو بوختياو څخه ګوښه او په ټوله لېوالتيا كورته نژدې پراخې او
شنې سيمې ته له كتاب سره ووتم او په لوست يې بوخت شوم . نه پوهېږم په څومره
وخت او څه ډول مې څومره د ذهن پر پرده تېر شو ؟ خو له سر اوچتونې سره دومره
پوه شوم چې ونې ټولې راسره زانګي .
تر دويم ځل لوستنې وروسته مې مينه او خوند هم ورسره دوه برابره شول . د زړه
او ذوق څوك مې نه و چې دا هره كرښه مې جلا_جلا له ياده ورته لوستې واى . له
څه سوچ وروسته مې د زړه خالي كولو لپاره يوازينۍ لار د درست كتاب ژباړه او
تر هر چا رسېدل وليده . دا كار مې پيل كړ خو د ځينو بوختياو له امله يې لړۍ
غوڅه _ غوڅه او اوږده شوه .
وروسته خداى داسې وخت راباندې ولوراوه چې په لږه موده كې مې خواره واره
ژباړل شوي توري د كمپيوټر په سينه كې ځاى كړل.
په دې بهر كې چې يو شى ماته تر ټولو په زړه پورې ښكاره شو، دا و چې تر بيا
_ بيا لوستنې او تكرار وروسته زه ددې ټولګې طنزنو په ټوله زور له ځان سره
خندولى يا هېښ كړى يم چې دا بېله شكه د ښاغلي ليكوال د نړيوالې طنز ليكنې
يو ژوندى زبات دى . زه پر دې پوره ډاډ لرم چې كه هر څوك ، هر چېرې او په
هره ژبه دغه اثر په لږ غور ولولي تر ما به يې ډېر خوښوونكى او لېوال شي ،ځكه
ښاغلي عزيز نسين دا هر څه يوازې زموږ د خندېدو او وخت تېرونې لپاره نه دې
ليكلي بلكه دغه پنځونې د ستر غم او كړاو زېږنده دي . ځكه چې هغه له خپلې
ټولنې او خلګو څخه تر داسې كچې مايوسه او خوابدى شوى دى چې د هغوى د رښتينو
تېروتنو او منفي كړو وړو انځور ورته په بل هر ډول ليكني چوكاټ كې ناشونى شو
.
همدا لامل دى چې دى له دې لارې په لږه موده كې له خپل هېواده د نړۍ د ګوټ _ګوټ
انسانانو او احساس خاوندانو زړونو ته ورسېد ، دا له دې امله چې دده له
ليكونو څخه ښه ترا ښكاري چې ايډيال ، مينه او هيله يې د انسانيت ، عدالت او
قانونيت پر هسته راچورلي او دا هغه عمده او آر درې توكي دي چې نه يوازي دده
په هېواد ( تركيه) بلكه د ځمكې په ټوله كُره كې يې پلي كېدل او پاملرنه
ورته كول د ټولو ستونزو حل لاره او د بشر د نېكمرغۍ د بنسټ خښتې دې.
له بلې ډډې د ښاغلي عزيز نسين طنزونه په فني ډګركې هم شهكارونه ګڼل شوي دي
.
كه يې سړى په لږ غور ولولي نو ورته څرګنده به شي چې ده په ليكنو كې د طنزيت
تر څنګ د لنډې كيسې آر توكي هم تر ډېره پاللي دي . زما په اند همدغه ټكى دى
چې دده ليكنو ته يې بېل رنګ او له نورو څخه وړانديتوب وركړى دى .
ليكوال په ډېر مهارت پېښې داسې پر مخ بېولي دې چې هر رنګه ځيرك لوستونكى يې
له توري په توري لوستلو پرته پايلې ته نشي رسېداى، ځكه كه وكتل شي د ده
نژدې هره جمله موږ د هيلې خلاف له يوې نوې پېښې او مثبت بدلون سره مخامخوي
او په خپل قوت سره مو د بڼكې په څېر په ځان پسې تر پايه وړي .
نو كه مې د فن څښتنان ډېر نه ګرموي زه د ښاغلي عزيزنسين دغو ليكنو ته (
لنډې طنزي كيسې ) وايم .
* * *
ددې كتاب آر نوم (يك خارجى در استانبول) و خو د ځينو مطبوعاتي اړتياو او
ملګرو د مشورو پر بنسټ مې اوسنى نوم ورته غوره كړ.
د خپلې ټولنې او كلتور په نظر كې نيولو پر بنسټ دا يادونه اړينه ګڼم چې د
اثر د ټولو ليكنو له مانيزو اړخونو سره زما توافق ضروري نه دى. د ژباړې د
آرونو او ليكوال د مطبوعاتي حقونو له غوښتنې سره سم مې هر څه په كټ مټ او
تر شوني بريده بشپړه توګه ژباړلي دي . دا چې په دې موخه كې به څومره بريالى
يم پرېكړه تاسو درنو لوستونكو ته پرېږدم . خو دا په ډاګه وايم چې له ډېرې
ځيرنې او احتياط سره _ سره د ژباړې پر مهال به خامخا تېروتنې راڅخه شوي وي،
دا ځكه چې زه د يو ژوندي انسان دعوه كوم او د طبيعت د قانون پر بنسټ
تېروتنه خپله يوه نه بېلېدونكې برخه ګڼم .
په پاى كې تر ټولو لومړى له خپل بې بېلګې او ستر څښن څخه په ټوله مينه او
عاجزي مننه كوم چې زما كمواكو ګوتو ته يې ددې اثر د ژباړې او كمپوز واك
وركړ .
زما د درانه استاد مهدي خليق صاحب شا دې هم تر ډېره ځمكې ته نه ورځي چې د
ځينو تورو د غوټو په خلاصولو كې يې خپله مينه او وخت راڅخه ونه سپموى .
خواخوږى ملګرى ښاغلي تاج محمد تابع دې هرو مرو د سپېڅلو هيلو تر درشله
ورسېږي چې په پوره لېوالتيا او اخلاص يې ددې ژباړې خپراوي ته د هڅولو ترڅنګ
ځينې ښكلې مشورې راكړې .
د بېنوا فرهنګي ټولنې مېنه دې هم نه وي خالي چې د خورا اوږدې مودې لپاره
يې ددې كتاب درى ژبى متن زما كره په مېلمستيا پرېښوى .
او د تاندې هېواد كلتوري ادبي ټولنې دې هم پر ژوند او اند بركت وي چې زما
دې ژباړې ته يې كتابي بڼه وركړه .
په مينه او ادب
عزت الله پېژاند
وږ ى _ 15 _ 1382 ل.
دويمه ناحيه ، كندهار