دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه ديموكراسي بنده ده
د ښځې لاس دې ښكل كړه
ښاغلى شكري د اختر په سهار تر نويو جامو اغوستلو وروسته پر څوكۍ د مېر منې د جامو اغوستلو په تمه كښېناست اوله ځان سره يې وويل :
_ باور لرم چې ښځه ؛ مېرمن اشرف به مې د نورو كلونو خلاف سږكال لاس رامچ او دا به لومړى څوك وي چې د اختر مباركي را سره وكړي . اخير دا نادوده ده چې ما يې پر جانكټ څلور سوه ، پر لمن درې سوه او بو ټونو سل ليره خاورې كړي وي خو هغه دا كار ونه كړي . كېداى شي چې د اختر پر درېيمه يې په يو داخلي سپر هم بوځم .
نوموړي تر دويم سګرېټ لګولو وروسته ږغ كړ :
_ اشرف جانې ! څه لاس و ښوروه !
مېرمن اشرف ږغ كړل :
_ خبر يې چې كالي اغوندم ، ولې داسې نارې وهې ؟
هغه نيم ساعت وروسته له كوټې څخه راووتله او مخامخ مېړه ته راغله . كله چې ښاغلي شكري د مېرمنې جامې چې د هغې ښكلا يې دوه برابره كړې وه وليدې وويل :
_ واقعاً چې ښكلې شوې ، مبارك دې شه !
او له دې سره سم يې هغې ته د لاس وړاندې كولو تر څنګ وويل :
_ اوس مې نو لاس را مچ او مباركي راسره وكړه .
په ځواب كې هغې هم لاس ور وړاندې او زياته يې كړه:
_ اول مې بايد ته لاس را مچ كړې .
_ اول يې ته رامچ كړه .
_ نه ! اول يې بايد سړي مچ كړي .
ښاغلي شكري په غوسه وويل :
_ دا كوم بې شرمه ويلي چې اول دې سړي د ښځو لاسونه مچوي ؟ زما په عقيده دا كار بايد اول ښځې وكړي ، ياالله لاس مې رامچ كړه !
_ مګر زما په فكر سنګين خلګ اول د ښځو لا سونه مچوي.
ښاغلي شكري په غوسه د څوكۍ پر لاس سوك وواهه او ويې پوښتل :
_ زه ددې كور رئيس نه يم ؟
_ ته له كوره بهر رئيس يې ، دا زه يم چې د كور داخلي رياست مې پر غاړه دى، وپوهېدې ؟
_ پوه شوم خو بايد داخلي او خارجي رياستونه دواړه زما وي .
_ كه دې رياست ته ډېر زړه كېږي نو ورشه په شورا كې ځان كانديد كړه .
_ وكيله مې ته پخپله يې ، تر اوسه مې داسې وكالت نه و ليدى چې خپل ګمارونكى بې عزته كړي .
_ تا تر اوسه زما په كور كې ځان شمېرلى دى ؟
_ دا بېځايه خبرې پرېږده ، ايله سياست ته مه ځه .
اوس دا ووايه چې نن مې لاس را مچوې كه نه ؟
_ اول مې درته وويل چې لومړى مې ته ، بيا به دې زه لاسونه مچ كړم .
_ اَخ . . . ! شيطان كافر وايي راشه دا كور ته اور ورته كړه ، اخير دا لا سونه د مچېدو لياقت نه لري ؟
_ نو زما دا يې لكه چې نه لري ؟
_ ستا دا ؟
_ ته لكه چې وايې چې سهار تر ماښامه لوښي او كالي په مينځم ځګه نو په مچېدو نه ارزي ؟
_ نه ، داسې مې نه دې ويلي ؛ ستا لاسونه زماتر هغې نه دې كم ، خو ځار ستا تر نوكانو چې . . . .
_ نن سهار خو مې نوكان هم اخيستي دي . ښه دې ياد دې چې د واده په اولو شپوكې دې پښې هم را مچولې ؟
ښاغلي شكري په لوړ آواز وويل :
_ ما ! . . . ما ؟
_ هو دا څو ورځې مخكې دې لا راته ويل چې خداى دې مې ستا تر پښو ځار كړي .
_ ته ايله تېروتې يې، ته نه وې چې هغه بله شپه يو سړي زما پښې رامچ كړې ؟ اشرف جانې د اخيري ځل لپاره درته وايم چې لاس مې را مچ كړه ؛ داسې نه وې چې خبره تر بدو بدتره شي .
_ څه كيسه ده چې ځانته په داسې غگټه سترګه ګورې ؟
چې خبرې كوې لكه رئيس الوزرا چې ګډ وي .
_ نو څه شى يم ، لكه چې تر رئيس الوزرا كم يم ؟
_ څه ، مه پسې پرېږده ، دا ووايه چې تر اوسه مو په خاندان كې رئيس الوزرا تېر شوى دى ؟
_ كه مو په خاندان كې څوك رئيس الوزرا شوى نه دى نو ستا غوندې بې شرمه او سپين سترګې مو هم په كور نه ده راننوتلې .
_ زه سپين سترګې يم ؟ ما نو څه كړي دې ؟ شكر چې
د نن زمانې د نجنو په څېر نه يم چې د واده تر مخه يې يو ، دوه لا له وخته زېږولي وي .
مېرمن اشرف تر دې خبرو وروسته په ژړا وويل :
_ ما تر اوسه داسې يو كار كړى دى ؟ ووايه !
_ هر څوك چې د اختر په سهار د مړونو لاسونه ، نه مچوي سپين سترګې دې .
_ ګوره ! ما چې د نكاح پر وخت ( قبول ) وويل ، دا مې هم منلي و چې هر كال به دې لاسونه مچوم ؟
_ نو ما بيا لكه چې دا منلي و چې هر كال به ښه جامې درته اخلم .
_ ته دې كار ته مجبوره يې .
_ ته هم مجبوره يې چي زما لاس مچ او مباركي راسره وكړې .
_ ولې تا د خوب په كوټه كې نه راته ويل چې لاسونه دې ښكلوم ؟
_ دا د خوب كوټه نه ده ، كه مې لاس مچوې ښه تر ښه ګنې نه دې بيا د مور كره ځم او نه دې په منظريي سپر بيايم .
دا وخت د سراى ور وټكېد ، شكري چې ورغلى د هغه يو دوست و . نوموړي غوښتل چې د روغبړ پر مهال د ښاغلي شكري لاسونه مچ كړي خو هغه پرېنښود او ويې ويل :
_ كه په رښتيا غواړې چې لاسونه مې را مچ كړې نو راځه دا كار زما د ښځې مخته وكړه .
كله چې د سيمې امباركښ ( حيدرماما ) كوټې ته ننوت، د مېرمن اشرف له ليدو سره يې وويل :
_ شكري صاحب راكړه چې اوس دې نو لاسونه ښكل كړم .
شكري له وخت څخه په ګټه وويل :
_ اشرف جانې وګوره ، د محل د يو امباركښ په څېر لا نه يم در باندې ګران . له دې سره يې حيدرماما ته مخ كړ :
_ تشكر ! حيدرماما وفرماياست .
حيدر ماما زياته كړه :
_ ورېندارې راكړه اوس نو ستا لاسونه هم مچ كړم .
_ ډېر تشكر ! خجالت مه راكوه .
هغې مېړه ته وويل :
_ وګوره ، د حيدرماما سد و شعور لا نه لرې .
ښاغلي شكري د چايو او اختر مېوې خوړلو په ترڅ كې حيدرماما ته وويل :
_ حيدرماما يوه پوښتنه درڅخه كوم ، هيله ده چې رښيتا راته ووايې .
_ قربان پر سترګو .
_ نن اول تا د ښځې ، كه ښځې ستا لاسونه مچ كړل ؟
_ دا وخت حيدرماما د پاڼ او پړانګ تر منځ را ګير شو ،ځكه كه يې د هر چا په ګټه ځواب ويلى واى نو د اختر مباركي ( ډالۍ) يې زيانمنه كېده ، ځكه يې نو زياته كړه :
_ قر بان ستا د مېرمنې ښكلي لاسونه په مچېدو نه ارزي ؟
_ ما ستا څخه ستا د مېرمنې په اړه پوښتنه وكړه ، نه زما د مېرمنې د لاسونو .
_ ولا كله چې زما خداى بخښلى پلار ژوندى و نو زمامور به يې لاسونه ور مچول .
ښاغلي شكري مېرمنې ته مخ كړ :
_ ودې ليدل چې زه پر حق يم ؛ ښځې بايد د مړونو لاسونه مچ كړي .
_ زما ښځې هم په كلي كې دا كار كاوه خو كله چې
ښار ته راغلو او هغه په كشي جرابو ، سينه بند ، مصنوعي تيو او . . . اموخته شوه نو حالت يې بېخي بدل شو .
_ يعني غواړې چې اقرار وكړې .
_ بلې نن سهار ما د خپلې ښځې لاسونه مچ كړل .
مېرمن اشرف په خوشالۍ ږغ پورته كړ :
_ ښه خو يې وينې چې لومړى حق زما دى ، ته تر حيدرماما لا پاته يې .
حيدرماما زياته كړه :
_ صاحب زمانه بدله شوې ده .
_ نو تا رښتيا د خپلې ښځې لاسونه مچ كړل ؟
_ بلې ! د لاس په مچېدو خو څوك نه كمېږي ، همدا څو شېبې مخكې مې دا كار وكړ .
_ آيا دا نارينه توب او مېړانه ده ؟ څنګه دې غيرت منله ؟
_ مېړانه مې تاسو ته پرېښول . كه مو اجازه وي درته رابه يې ولم .
_ دا خو ولاكه هيڅ غيرت مني .
_ اجازه ده ؟ بيرته ژر راځم .
لنډه شېبه وروسته حيدرماما له ښځې او شپږو اولادونو سره د ښاغلي شكري په كوټه راننوت او د لارښود په توګه يې بچيو ته وويل :
_ د شكري صاحب لاس ور مچ كړئ . وروسته يې وويل :
_ نشم كولاى چې د شپږو ګلاليو اولادونو د مور لاسونه بې مچېدو پرېږدم .
د حيدرماما اوكورنۍ د تګ پر وخت دوه نيم ليره ښاغلي شكري ، او لس ليره مېرمن اشرف هغه ته د اختر په مباركي كې وركړل .
د نوموړو تر وتلو وروسته مېرمن اشرف مېړه ته مخ او
زياته يې كړه :
_ ګرانه ژرمې لاسونه رامچ كړه چې زه هم مور شم !
ښاغلى شكري زړه نا زړه د ښځې پر غبرګو لاسونو پرېوت او نړۍ ته د اولاد د راتګ په تمه يې د شېبو شمار پيل كړ
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه