وركېدونكي ټكيټونه
د عريضې تر ليكلو او پر هغې باندې د 16 سيكه يز ناباطل ټكيټ لګولو وروسته له يو سړي
څخه چې د ادارې پر لار پورته و كښته كېدى د دفتر مالومات تر لاسه كړل .
د خداى يو لك شكره چې كوټې ته ورننوتم مديرې خپل آرايش پايته رسولى و .
په ځانكړې هيله يې عريضه راڅخه تر لاسه او د كيڼې ورځې له پورته كولو سره يې وپوښتل
:
_ ښه ددې عريضې ټكيټ چېري دى ؟
_ خورې تر عريضې لاندې مې نښلولى دى .
_ كومه دى ، زه خو يې نه وينم .
كله چې مې يې له لاسه عريضه واخيسته په ډېره اريانتيامې وليدل چې ټكيټ پر نشته ، په
داسې حال كې چې په خپل لاس مې پر نښلولى و .
سمدستي له كوټې رابهر او په ځينو كې كښته شوم . د ادارې له غرفې څخه مې 16 سيكه يز
ټكيټ رانيوى او په ناړو مې پر عريضه ونښلوى .
نوموړي مديرې د عريضې تر اخيستلو وروسته زياته كړه:
_ لكه چې تاسو بل ځل هم راغلي ياست ؟
_ بلې خورې، همدا څو شېبې مخكې مو مزاحم شوم .
_ ښه هغه ځل ما څه درته وويل ؟
_ ډېر وبخښئ نه مې دي ياد چې څه مو وفرمايل .
_ درته ومې نه ويل چې پر عريضه ټكيټ ونښلوئ ؟
_ ولې نه ومو فرمايل . ما هم ستاسو له غوښتنې سره سم ټكيټ رانيوى او پر ومې نښلوى .
_ ښه كه دي دا كار كړى وي نو ددې عريضې ټكيټ كومه دى ؟
_ عريضه يې را وړاندې او په هېښتيا سره مې وليدل چې ټكيټ نه لري . دا ناشوې وه ،
ځكه كه داسې و انګېرو چې لومړى ځل مې نه و نښلولى خو د دويم ځل پر نښلولو بېخي ډاډه
وم .
چې هرڅه يې ويلي واى حق يې و ، په ډېرې شرميندګۍ له كوټې راووتم او له غرفې څخه مې
دگ درېيم ځل لپاره مې 16 سيكه يز ټكيټ واخيست . ټكيټ پلورنكي ته د پيسو د وركولو پر
مهال مې يو سړى مخته ودرېد او زياته يې كړه :
_ وروره ته نه پوهېږې چې دا زمږ ټكيټونه ولې وركېږي ؟ دا مې پنځم ځل دى چې له دې
عريضې سره وروسته كېږم . چې ټكيټ ونښلوم ورك شي البته د ټكيټ پيسې مهمې نه دې خو تر
دا مامورينو پورې سخت شرم دى .
دا ځل مې پر ټكيټ باندې تر يوڅه زياتو ناړو مښلو وروسته پر عريضه كېښود او ټينګ سوك
مې وواهه . په داسې حال كې دواړه مې ټينګ په لاس كې نيولي وو مديرې ته وړاندي كړل .
دا ځل مې برياليتوب مل و ، ځكه چې ټكيټ او عريضه مې يو ځاى د هغې حضور ته وسپارل .
همدا لامل و چې پر شونډو مې مغرورانه موسكا خپره او د اقدام په تمه وم ، خو د مديرې
د ورځو تر منځ ګونځې يو په بل ننوتې او زياته يې كړه :
_ هيله كوم چې ټوكې پرېږدئ . نه مې خوښېږي چې يو څوك شوخي راسره وكړي .
په بېتابۍ مې ويل :
خورې اختيار لرئ . ستاسو سره څوك شوخي كوي ؟
_ كه شوخي نه كوي نو ددې عريضې ټكيټ كومه دى ؟
هغې ته په ټوكمار نظر مې له ځان سره وويل :
_ ته څوك تېر باسې ! پر ما دي لكه چې د خره خيال راغلى ؟ د دوو عاقلو ، بالغو او د
درد څښتنو شاهدانو په مخ كې مې ټكيټ پر ونښلاوه او پر لارې مې يې هم ټينګ خيال
وساتى . كه پېرى واى لا نه شواى تښتېداى .
لكه چې له دې لارې د خلګو جېبونه وهئ . افرين ! څنګه ابتكار مو كړى دى . موږ
ټكيټونه نښلو ، تاسو يې تر جلا كېدو ورسته پوښتنه راڅخه كوئ ؟
البته دا خبرې مې له ځان سره وكړې خو مديره مې له مانا داره كتلو څخه په راز پوه
شوه. بېله ځنډه مې ورته وويل :
_ زه بايد خر شم چې تاسو ته بې ټكيټه عريضه دركوم . كه د يو مظوم سر ګردانه اروا
واى لا به دومره ژر له سترګو نه واى پنا شوې .
ورسته مې خپله عريضه په شدت له لاسه ورڅخه كش او له كوټې يې راووتم .
كله چې دالېز ته ننوتم زيات شمېر خلګ چې د دالېز دېوالونه يې د سوكانو تر بريدونو
لاندې نيولي وو، وليدل .
عجيبه وه ، خامخا زما بېچاره هېوادوالو د وروسته پاته والي او ناپوهئ پر بنسټ د
داخلي درد د وركاوي له امله دا كار كاوه . ځكه يې نو د سرونو پر ځاى سوكان له دېوال
سره جنګول .
ورو مې ځان ورنژدې او ترې ومې پوښتل :
_ ډېر وبخښئ ويلاى شئ چې ولې مو ددې ادارې دېوال ته سوكان بند كړي دي ؟
يو سړي پر دېوال باندې تر يو ټينګ ګذار وروسته وويل :
_ وروره ړوند يې ؟ وينې مو چې پر عريضو ټكيټان نښلوو .
نوموړي سم ويل ؛ كله چې ښه ځير شوم ومې ليدل چې زما زيات شمېر هېوادوالو مخان د
دالېز دېوال ته اړولي ، په يو لاس يې عريضې نيولي او په بل لاس يې د هغوى د مخ پر
ټكيټانو كاري سوكان اورول .
په بېړه مې وويل :
_ دا څه سر درد دى ؟ آيا ددې ټكيټانو شاته چسپ نشته؟
يو سوك وهونكي د تندي د خولو تر پاكولو وروسته زياته كړه :
_ وروره د كوم ځاى يې ؟ ته پوهېږې چې موږ په كومه دوره كې ژوند كوو ؟ په دې دوره او
زمانه كې كه ډوډۍ رانيسې ګېډه نه په مړېږي ، كه رنګ رانيسې ځاى نه په رنګېږي ، كه
آبرۍ رانيسې ليكنه نه په كېږي . له دې ټولو څخه څرګندېږي چې د ټكيټانو پر شا يې د
سريښو پر ځاى اوبه موښلي دي .
د سوك وهونكو له ډلې څخه يو بل تن زياته كړه :
_ دولت د اعلاميې له لارې په ډاګه كړې چې د شكايتونو او عريضو شمېر كم شوى دى خو
هيڅوك نه دي خبر چې ددې كمښت ستر لامل د ټكيټانو نه نښلېدل دي .
زه هم يو له هغو څلورو شكايت كوونكو څخه يم چې د ټكيټانو د نه نښلېدلو له درده
كړېږي .
يو بل تن زياته كړه :
_ د احصايې له مخې د عريضو د ټكيټانو د پلورنې شمېر پنځه برابره شوى دى . داسې
ښكاري چې د هغوى د زيات لګښت د مخنيوي له امله سريښ نه پر وهي .
_ ما له سهار راهيسي اووه ځله پر دې عريضه ټكيټ ونښلوى خو چې هر ځل يې اړوند
مامورته وړاندې كړم ټكيت پرې نه وي . دا ټكيټان كټ مټ د روزل شوو سپيو په شان دي ؛
هر چېري چې يې خوشي كړې بير ته خپل لومړني ځاى ته ځي .
د څنګ تن مې وويل :
_ ستاسو په اجازه ځم څو ټكيټان رانيسم او ستاسو غوندې عمل كوم . كېداى شي چې په دې
توګه مې دا ستونزه حل شي .
_ ياره مه ځه ، زه ډول _ ډول ټكيټان لرم ، هر يو چې دي خوښ وي وا يخله .
له هغه څخه مې له مننې سره سم زياتېي ناړې پر ټكيټ وموښلې. يو سوك وهونكي راته وويل
:
_ بېړه مه كوئ زما د خولې ناړې خير وبركت لري ، اجازه راكړئ چې دا ځل يې زه درته
ونښلوم . يقين مې دى چې كار به پر لار سم شي . باور وكړئ چې په دې كار كې بشپړه
تجربه لرم.
_ كېداى شي وواياست چې دا تجربه مو څنګه ترلاسه كړه ؟
_ بايد ووايم چې له پوره ېوې اوونۍ راهيسي زموږ د سيمې په نلانو كې اوبه نه راځي ،
له ډېرې تندې څخه مې ناړې په سريښو اوښتې او هر شى چې په ونښلوم د بيا بېلېدو امكان
يې نشته . . .
د هغه د پوره خبرو پر او رېدو ونه توانېدم . ځكه چې يو سړي زه په څپېړه يوې خواته
او هغه ته يې وويل :
_ وروره د خداى د رضا او د وطن د شهيدانو په خاطر مې پر ټكيټانو لږه ناړه وموښه .
نوموړي تر لس ، شل ټكيټانو وروسته ماته مخ او زياته يې كړه :
_ متاسفانه تاسو ته څه نه شوه پاته .
دا وخت يو سړى چې تر خوله يې وينې روانې وې په نارو
زموږ تر منځ تېر شو . په دې اړه تر پلټنې وروسته پوه شوم چې
د ډېرو ټكيټانو پر شا سريښ نه وي وهل شوي ، خو د ځينو پر هغې يې بيا بېخي ډېر وهل
شوي وي . ددې كمپنۍ كار كوونكي هم زموږ د ټولو خلګو په څېر افراط او تفريط كوي .
له هماغو ټكيټونو څخه يو هم ددغه مورمړي او بېچاره په برخه شو . څنګه چې يې پر ژبه
كېښود، ټينګ ونښت ، دومره ټينګ چې له پورته كېدو سره يې د ژبې پوست ورسره بېل شو .
د نوموړي ادارې يو كاركوونكي ته مې،چې په دالېز كې تېرېدى وويل :
_ صيب هيله ده چې د انسانيت او خواخوږۍ پر نامه يو څه سريښ راكړئ .
په غوسه يې زياته كړه :
_ وروره زه خو د سريښو كارخانه نه لرم . هر څوك راځي او سريښ راڅخه غواړي . له سهار
راهيسي مو دوه لوى بوتله سريښ مصرف كړل خو هيڅ ځاى يې ونه نيو . ورشئ د قوم هغو
زعيمانو او مشرانو ته چې شپه و ورځ د سمينټو فابركې جوړوي، وواياست چې يوه د سريښو
فابريكه هم درته جوړه كړي . چې له ېو ې خوا موږ ستاسو له غمه خلاص او له بل لوري
تاسو زموږ نحسي مخ بيا ونه وينئ .
كله چې پوه شوم چې له هغه څخه خير نه شم وړلاى نو په يو لاس كې عريضه او په بل كې
ټكيټان د مديرې په كوټه ورننوتم او ومې ويل :
_ خورې هيله ده چې فرياد مې واورئ . هغه دا چې يو څو دقيقې ماته ځير شئ . غواړم چې
مخته مو پر عريضه ټكيټ چسپ او ستاسو حضور ته يې وړاندې كړم .
ټكيټ ونښتى او عريضه مې ورته وسپارله . شپږ
مياشتې وروسته يې داسې ځواب راورسېد :
" پر عريضه باندې مو د ټكيټ د نشتوالي له امله د پايلې
له وړاندې كولو څخه معذرت غواړو . "
