دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه ديموكراسي بنده ده
د مينانو روغتون
_ بلې فرياد _ فغان ورځپاڼه ده ؟
_ بلې مهرباني وكړئ .
_ كه مهراباني وكړئ د ورځپاڼې جنايي خبريال (جعفر) راكړئ .
_ جعفر خان . . . آ جعفر خانه راشه په تليفون كې خبرې وكړه ، لكه چې د پوليسو د څانګې په كار يې .
د غوږۍ له پورته كولو سره مې وويل :
_ مهرباني وكړئ د فرياد _ فغان ورځپاڼې جنايي او قضايي خبريال جعفر يم .
_ سلام عليكم جعفر خانه !
_ سلام عليكم څنګه ياست ؟
_ بد نه يم . ګوره يو خبر مې درته موندلى دى .
_ څه خبر ؟
_ نن شپه غواړو چې يو كور محاصره كړو ، كه دې زړه غواړي نو د نورو خبريالانو په څېر پر نهه بجې د پوليسو څانګې ته ځان راورسوه .
_ دا كور د چا دى ؟
_ غواړو چې د مېرمن انژلا كور تلاښي كړو .
_ څومره ښه شو چې ږغ دې وكړ ، ګنې نن شپه زه هم د نيول شوو كسانو په ډله كې راتلم .
_ خبره سپينه كوه .

_ نن شپه مې زړه و چې د مېرمن انژلا كورته ورشم او راپور تاژ پر وليكم .
_ ستا خوښه ، كه زموږ سره ځې نو راځه ، كه نه ژر تر ژره ټاكلي ځاى ته ځان ورسوه او زموږ په تمه شه .
_ ستاسو سره ځم خو فكر كوم تېره اوونۍ هم له هغې كره پوليس ورغلي وو ، كه څنګه ؟
_ ستا خبره سمه ده خو كار ونه شو ځكه هغه مهال دا په " ماچكار " كې وه . اوس مې اورېدلي چې دا وخت په يو اپار تمان كې ژوند كوي او هلته يې د فساد ډېره جوړه كړې ده .
_ ډېر ښه ، زه هم درروان يم .
مديرې راته وويل :
_ جعفر صاحب هيله كوم هغه څه چې په سترګو وينې وليكې ؛ د احساساتو پر بنسټ زياتونې پكې ونه كړې .
_ نه وپوهېدم ؟ آيا ما تر اوسه د ستر ګو له ليدلي حال پرته څه كښلي دي ؟!
_ نه ، خو كله _ كله غلو كوې . ته ښه پوهېږې چې له كتونكي څخه نيولې تر ورزشي ، سياسي ، ښاري خبرياله ټول جديت كوي او له ځانه شيان ليكي . خو لږ تر لږه ته دا كار مه كوه .
_ ژمنه كوم چې داسې به نه كوم .
_ يوه بله هيله مې هم لرله .
_ هيله كوم .
_ هغه دا چې هر څه ژر خبر تر ما راورسوې .
_ پر سترګو ، هڅه كوم چې تر ټولو خبريالانو وړاندې د پوليسو ددې برياليتوب خبر دركړم .
پر نهه بجې د پوليسو په اداره كې وم ، له ما پرته د
پنځو مجلو جنايي خبريالان ، عكاسان او پوليس هم موجود وو .
د شپږو پوليسو په بدرګه په يو سره موټر كې سپاره او تر څه مزل وروسته بنډار پيل شو .
يو خبريال زياته كړه :
_ څو ورځې وړاندې يوه عجيبه يخه تبه راباندې راغله ، ټول بدن مې درد كاوه .
يو پوليس پسې زياته كړه :
_ وروره زه هم ناجوړه يم . تر لسو ډېر كلونه كېږي چې د پښو په رماتيزم اخته يم .
يو بل خبريال وويل:
_ زه پوه شوم چې ستاسو رنځ څه دى . زه خپله ډېر وخت په دې ناجوړي اخته وم . هر څه دواوې چې مې كولې څه ګټه يې نه لرله ، خو وروسته د يو دوست په لار ښوونه بېخي جوړ شوم .
_ غالبوزې خو پېژنې ؟ دا عادي غالبوزې .
_ بلې پېژنم يې .
_ د عسلو مچۍ نه يادوم ، آ . . . آ . . .
_ دا عادي غالبوزې يادوې ؟
_ نه هغه هم نه يادوم . هغه سرې غالبوزې نه دې ، هغه خلګ چې يې خر زنبوران بولي .
_ ښه ادامه وركړه .
_ كه غواړې چې د پښو رماتيزم دې جوړ شي نو ددغو غالبوزو يو شګرګنى پيدا كړه . وروسته دې هغه ته پښې په داسې ډول لڅې كړه چې نور بدن ټول پټ وي . بيا نو په شګر ګني كې تر هغه لرګى وهه چې غالبوزې ښه وقارېږي . دا غالبوزې هم زموږ د مشرانو په څېر دې ؛ چې لږ ازار او كړاو وويني سمدستي د خلګو چوپړ ته وردانګي .كله چې هغوى ښه وقارېږي نو ستا پر پښو بريد كوي او تر هغه وخته چې كولاى شي په پښو دې نېښونه جګوي .
_ دا خو به ډېر درد كوي .
_ ولا درد په درد وركېږي . زه خبريال يم ، د ورځې سل نېښونه را جګېږي خو چندان مې نه كړوي . نه پوهېږم چې ته به مقاومت وكړې كه نه ؟
_ ښه نو وروسته د چا رماتېزم پر مخ وركېږي ؟
_ بلې پر مخ ښه كېږي . زما چپه پښه داسې رماتېزم وه چې ښورولاى مې نشوه ؛ لكه يوه بګۍ چې د دوو آسانو په واسطه كشېږي . خو كله چې يې يو ناجوړه شي هغه بل ملګرى يې زور وړي . زما راسته پښې هم له چپې سره داسې مرسته كوله ، آن يوې او بلې خواته هم اړوله ، خو د زنبورانو نېښونو داسې قوت وركړ چې راسته پښه مې ورته عاجزه شوه. اوس چې مې راسته پښه عادي تګ كوي چپه ځغلي .
يو پوليس وويل .
_ دا خو ډېر سخت كار و.
_ ستا خبره سمه ده خو زه ناچاره وم ، همېشه به پر راسته اړخ روان وم . كله _ كله به مې ځان له واكه ووت او د راسته و چپه پښې د سيالۍ تر منځ به پر ځمكه را ولوېدم .
_ بيا څه وشول ؟
_ كله چې پوه شوم چې د چپې پښې مخنيوى مې په هيڅ ډول نه كېيږي نو د پتلون په چپه جېب كې مې يو ټوك د مطبوعاتو د قانون كتاب واچوى . له هماغې ورځې يې خوځښت ورو شو .
له دې سره ټولو په خندا پيل وكړ . قضايي خبريال پوه
شو چې څوك يې خبره نه مني ، وروسته يې جېب ته لاس او
نوموړى كتابګوټى يې راوكيښ او ويې ويل :
مهرباني وكړى دا هماغه كتاب دى .
له دې سره جوخت يو خبريال د پښې له مېخك څخه شكايت پيل كړ :
_ ته نه پوهېږې چې دا زما د پښې مېخك ولې سردرد راته جوړ كړى دى ؟ مخكې مې د قاچاق وړونكو د نيونې په څانګه كې كار كاوه . دا لعنتي مېخك و چې زه يې بلې څانګې ته واستولم . ځكه چې په قاچاق وړونكو پسې مې نشواى ځغستلاى . خداى دې دا بدمرغه ورك كړ ي چې پر ما يې ډوډۍ درولې ده . همدا لعنتي مېخك و چې زه يې په قاچاق وړونكو پسې له ځغاستې واچولم او په اته كاله كې مې يوازې يو نفر ونيوى .
_ خامخا به د هغه مېخك ستا تر هغې غټ و .
_ نه ، هغه مېخك نه لرلى ، بلكه مورزاده كچل و .
هغه خبريال چې د رماتيزم علاج يې بشپړ بيان كړى و وويل :
_ ددې كښل هم اسانه دي .
_ وروره كه دې ددې علاج راوښوى ، د عمر دعاګويه به دې شم .
_ لومړى بايد څلوېښت دانې د غڼو نران ونيسې .
_ ښه .
_ ددې غڼو رنګ بايد سور وي . كله چې دې نوموړي غڼې په اونګ كې ښه وكوټلې لاسته راغلي مواد د هرې مياشتې په اوله جومه د ماښام د آذانو پر وخت پر خپلو مېخكانو تړه . خو پام دې وي چې تر دوې ورځې يې زيات ونه تړې ځكه كېداى شي چې بيا شا و خوا روغه برخه هم ورسره وشوړېږي.
_ ما خو تر اوسه سرې غڼې نه دې ليدلي .
_ سمه ده چې غڼې معمولاً خړې وي . خو ته چې كله پوره څلوېښت دانې ونيسې وروسته سور رنګ وركړه .
سمدستي يو بل خبريال د زړه له ناروغۍ څخه شكايت پيل او ويې ويل :
_ زه هم د زړه په ناروغۍ اخته يم . د هيڅ پېښې او هيجان په مقابل كې مقاومت نشم كولاى ؛ آن چې په سينما كې هلك او نجلى په حركاتو پيل وكړي لا زما د زړه په حركاتو كې بدلون راشي . د سمندر پر غاړه چې لڅې يا نازك پوښې ښځې ووينم هم مې زړه ناكراره شي ، زړه مې بېخي كمواكه شوگ ى دى .
هغه خبريال چې ټولو ته يې دارو درمل ښوولي وو ، وويل :
_ دا حالت د زړه د نرموالي له امله درباندې راځي ، خو علاج لري .
_ هيله كوم مهرباني وكړئ .
_ ته بايد د داسې هېوادوال وينه چې لږ تر لږه يې څلور حزبونه اړولي را اړولي ، او شل كاله يې ددې هېواد په داخلي او بهرني سياست كې كار كړى وي ولګوې . بايد په ورځ كې د هغه دوه لېتره وينه واخلې چې زړه دې د يوې سختې ډبرې په څېر شي .
د پوليسو مشر زياته كړه :
_ ته خو لكه يو پوه طبيب !
_ خبريال وويل :
_ مخكې سم دم ډاكټر وم ، وروسته مې هغه پر
خپل ځاى پرېښوله او خبريال شوم .
_ ډاكټري دې ولې پرېښوله ؟
_ ديپلوم يې راڅخه واخيست ، دا ځكه چې په كال كې مې
تر دوه زيات كسان نه شو وژلاى .
_ قضايي خبريال او پوليس څنګه شوې ؟
_ څرنګه چې د يو ډاكټر په پرتله هيڅوك نشي كولاى چې رُخ شوي جنايي اسرار ښه تشخيص كړي . . .
بنډار لا هماغسې روان و چې د مېرمن انژلا د ودانۍ مخته ورسېدو او سمدستي د پوليسو په مشر پسې پلي ننو توو .
_ هغه د لومړي پوړ د زنګ پر تڼۍ ګوته كښېكښله او له شېبه وروسته يوې ښځې چې يوازي يې د خوب جامې په غاړه كې وې ور خلاص كړ .
پوليس مشر ترې وپوښتل :
_ فكر كوم دلته يوداسې كور شته چې هر څوك كار ترې اخيستلاى شي ؟
_ بلې ، همدلته دى مهرباني وكړئ . درې ورځې مخكې د مېرمن حاجر كور پوليسو وتاړه ، هغه مجبوره شوه چې دا ځاى ګرو او خپلو كارونو ته ادامه وركړي . تاسو ولي تشريف نه راوړئ ؟
_ همداسې سم يو .
_ مېرمن هاجر غواړئ ؟
_ نه مننه موږ د مېرمن انژلا په كور پسې ګرځو .
_ زه به يې دروښيم ؛ په دويم پوړ كې څلورم كور دى . كه مو مېرمن سلما په كار وي كور يې په درېيم پوړ كې دى .
_ ډېره مننه .
_ كله چې نوموړي ښځې ور وتاړه پوليس مشر خپلې
د يادښت كتابچې ته وكتل او ويې ويل :
_ د جوړ شوي پروګرام له مخې :
_ سه شنبه د مېرمن سلما كور ، چهارشنبه د مېرمن هاجر
كور ، پنجشنبه بېكاري او جومه د هاجر د نوي كور تخليه .
وروسته يې موږ ته مخ او ويې ويل :
_ بچيانو درېږئ مه ، په بېړه د څلورم لمبر وادنۍ پر لور وخوځئ . فقط له امر سره سمدستي عمل كوئ ، ورو _ ورو مو په پټه خوله ځانونه د مېرمن سلما د كور تر وره ورسول .
د څلورم لمبر كور وره ته له رسېد سره سم قومندان اكيپ د نوموړي وره زنګ وواهه . يوې ښځې ور خلاص او ويې ويل :
_ له بده مرغه تاسو نشم منلاى . ځكه ماشاالله ډېرياست او زه دلته تر اته زياتې ښځې نه لرم ، له هغوى څخه هم څلور تنې تازه په رخصتۍ تللي دې . بايد مخكې مو تليفون كړى واى ، ما به له يوې لارې نه ، يو لارې نورې ښځې راوستلي واى.
_ قومندان وويل :
_ ورشه مېرمن انژلا خبره كړه ، هغه ټول كار سمولاى شي . موږ بېګانه نه يو .
څو شېبې وروسته نو موړې مېرمن بيرته راغله او ويې ويل :
_ وايي راځئ .
_مېرمن انژلا زموږ له ليدو سره وويل :
_ زه مو واقعاً خجله كړم . يوه اوونۍ نه كېږي چې دا كور مې نيولى دى كه خبره واى چې تاسو تشريف راوړئ يو څه به مې سمبال كړى واى .
قومندان اكيپ له څه ويلو پرته د سر په اشاره د كوټو
د نيولو امر وكړ .
د سترګو په رپ كې د پوليسو مامورينو يو په بل پسې ورونه خلاص او بريد ته چمتو شول ، دا په رښتيا سره يوه حقيقي
بېباكي وه .
مېرمن انژلا هماغسې ارامه او پټه خوله ولاړه وه . زه چې ددې له چوپتيا څخه زړه تنګى شوى وم ، ورنژدې او ورته ومې ويل :
_ په رښتيا چې عجيبه ده ؛ هغه دې كور نيسي او ته په سړه سينه ورته ګورې .
_ ولې زړه تنګې شم ؟ په دې كوركې خو يوه سړي ښځې نه دې چې زه سترګې نيامې او ګوښه شم .
_ فكر كوم دا ستاسو كار و بارته ګزار نه دى ؟
_ برعكس دا موضوع بهترين تبليغ دى . چاته چې زما پته نه وي مالومه له دې لارې يې سمدستي ترلاسه كوي .
_ لاكين ټاكل شوې ده چې هغوى مو كور وزګار كړي .
_ ته صبر ، سبا يو بل كور پرانيزم . زه څلور كوره او ودانۍ لرم . يو يې څو ورځې مخكې راوتاړه ، او يو هم اوس تړي خو په هغو نورو لا څوك نه دې خبر . ته پوهېږې چې په استانبول كې د كورونو د كرايې ستونزه ويلې نه حلېږي ؟
_ اوس پوه شوم .
_ دا زما نهه نويم كور دى چې پوليس يې وزګاروي ، نيت مې دى چې د هغوى له لورې د سلم كور د تړل كېدو په مناسبت يو ستر جشن جوړ كړم .
د انژلا د كور په پراخ دالېز كې دوه سړي او څلور ښځې هم وې . له هغوى څخه مې وپوښتل :
_ څه شي ته انتظار ياست ؟
په اندېښمنه توګه يې وويل :
_ نوبت ته .
له يو سړي څخه مې چې د اويا ، اتيا كلونو ښكارېدى وپوښتل :
_ ته هم نوبت ته ناست يې ؟
_ بلې زه هم نوبت ته ناست يم . د ورځې نشم راتلاى نو د شپې راغلم چې معالجه شم .
_ تاسو ويل معالجه ؟
_ بلې دلته د معاينې او معالجې لپاره راغلى يم . لېرې ستا له بشره په نفستنګۍ اخته يم ، هر ډاكټر ته چې تللى يم علاج مې نه دى شوى . دا پته مې يو دوست راكړه او ويې ويل :
_ زما خبره واوره ، دې ځاته ورشه . يا به دې زړه بشپړ ارام او بيده شي ، يا به پر مخ جوړ شې .
وبه ګورم چې دوست مې په دې اړه څومره ښه مالومات راكړي دي .
له هغو دوو ښكلو ښځو څخه چې د نوبت په تمه ناستې وې يوې وويل :
_ زما پر سترګو هم تياره راځي ، زموږ يوه ګاونډۍ چې همدا ناجوړي يې وه دلته جوړه شوه . اوس په اوونۍ كې يوازې دوې ورځې دلته راځي . دا پته مې له هغې څخه اخيستې ده .
_ ولي ډاكټر ته نه ځې ؟
_ دومره پيسې مې له كومه وې . ټولو ډاكټران د مشتريانو جېبونو ته سترګې نيولي دې. په داسې حال كې چې دلته نه يوازي پيسې نه غواړي بلكه له ځانه جېب خرڅ هم وركوي .
په يو مامور پسې يو ې كوټې ته ننوتم ، يوه اتلس يا نولس كلنه نجلۍ په ځپلي حالت كې د كوټې په كنج كې ولاړه او زما له ليدو سره يې راته وويل :
_ ولا ما د بدو نيت نه لرلى . ددې لپاره راغلم چې د زړه علاج مې وشي . څرنګه چې له وخته د زړه ناروغي لرم.. .
مېرمن انژلا د نوموړي خبرې غوڅې كړې :
_ كه دا صاحبان باور نه كوي تاسو خو د وره پر مخ عكس ته وګورئ ( د زړه د درملنې ځانګړى سرويس )
پر نورو ورونو هم ( د سرطان علاج ، د سترګو كتنځى ، د غوږ ناروغانو كتنځى ) او داسې نورې ليكنې تر سترګو كېدې .
په دې ترڅ كې يوه ډېره ښكلې ښځه له يوې كوټې څخه راووتله . د نوموړي تر څنګ يو چاغ او جګ سړى چې د سوك وهنې له اتل سره يې ډېر توپير نه درلود روان و .
په بېړه مې ځان ورورساوه او ترې و مې پوښتل :
_ مېرمن بخښنه غواړم كه راته وواياست څه ناروغي مو ده ؟
_ زه نه يم ناروغه . هڅه كوم چې هر څنګه كېداى شي ددغه ښاغيلي د پښو د مېخكانو علاج وكړم .
_ تاسو د مېخكانو متخصيص ياست ؟
_ همداسې يې وبوله . لاكين تر دوو مياشتو درملنې وروسته يې هيڅ بدلون او توپير نه دى موندلى . ښه ورته وګوره ټوله پښه يې مېخكان دي .
له نوموړي ښاغلي څخه مې يې د مېخكانو په اړه وپوښتل خو ځواب يې رانه كړ .
ښكلې ښځې وويل :
_ خبرې نه شي كولاى .
_ ولې ؟
_ ځكه چې د بكس او كُشتۍ په ترينينګ كې يې دومره سوكان او لت خوړلي چې د بيان قوه يې له لاسه وركړې ده .
يو تن په يوه بله كوټه كې په ځپلي او بد حالت كې را ګير و . دى تر لومړي تن څه چاغ و او ددې ترڅنګ ددغې كوټې مېرمن ډېره ځوانه او ډنګره وه . له هغې څخه مې وپوښتل :
_ ښه ستاسو څه ناروغي ده ؟
زه هم رماتيزم لرم او له ډاكټرانو څخه تر نامېدۍ وروسته دلته راغلم . پښو ته مې مساژ او مښلو يو څه ګټه كړې ده .
هغه پوليس چې په ګاډه كې يې ټولو ته دارو،درمل ښوولي وو دې مېرمنې ته هم ( زنبورعلاج) وښود . وروسته د هغې سړي په غوسه وويل :
_ يعني تاسو فرماياست چې زه له خرزنبور څخه هم كم او مېرمن د هغه په څېر لا په نېښ نشم وهلاى ؟
رماتيزمي پوليس زياته كړه :
_ له دې سره زما د پښو رماتيزم پر مخ ورك شو ، اوس د پخوا په څېر عادي تګ كولاى شم .
مېخكي سړي ورپسې زياته كړه :
_ زما د پښو مېخكان بد نه دي خو دوه ، درې ځلي بايد نور هم راشم .
مېرمن انژلا وويل :
_ وګورئ ، زه له دې كور څخه د فساد ډېرې په نوم كار نه اخلم بلكه هڅه كوم چې د خلګو درملنه وكړم . زه له دې لارې انسانانو ته خدمت كوم ، او پر دې ځاى مې (د مينانو روغتون ) نوم ايښى دى .
پوليسو د ناروغانو تر رخصتولو وروسته ښځې په موټر كې واچولې او تګ ته چمتو شوو .
دا وخت يو ناروغ په بېړه تر ما ځان را ورساوه او ويې ويل:
_ زما تكليف څه شى دى ؟ يوازي دوى مه بياياست ، زموږ پرحال هم څه غور وكړئ .
د هغه يو ملګري ورته وويل :
_ مه وارخطا كېږه ، يوه بله پته هم لرم . راځه چې هلته ورشو .

دا دى له ژمنې سره سم مې د مېرمن انژلا د كور د خالي كېدو په اړه بشپړ ، دقيق ، او له چم و خمه پاك راپور وليكى. وبه ګورم چې د ورځپاڼې آغلې مديره دومره جرئت لري چې له لاسوهنې پرته يې چاپ كړي ؟!
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه