اميـن استـاد
ددې طنز ليكوال مظفر ايزګو دى . څرنګه چې ښاغلي عزيز نسين په خپل دې اثر كې ځاى
وركړى دى نو زه يې هم له ژباړې څخه د خپل قلم رنګ نه سپگموم .
ژباړن
---------------------------------
د بهرنيانو دا عقيده بېځايه نه ده چې وايي زموږ د ملت مغز د ژرندې د پل په څېر كار
كوي ، زموږ ابتكار او كارپوهنه د هر بهرني پر ژبه په ځانګړې توګه اوړي ، را اوړي .
كله چې زموږ هېوادوال له المان څخه د راستنېدو پر وخت په هديرو كې غورځول شوي
موټران رانيسي او دلته يې راوړي نو د المانيانو خولې له هېښتيا څخه يوه لوېشت وازې
ورته پاتې او وايي :
صيب دا د كار نه دي .
دا وخت وي چې زموږ خلګ د ځانګړي څېرې په نيولو سره ورته وايي :
_ موږ مړي ژوندي كوو ، موټر به څه شي وي . فكركوم ددې موټر ماشين څلور څرخونه ، نه
لري ،تاسو وينئ چې نورې
پرزې يې هم د كار نه دې ، خو زما په عقيده كه د يو ماشين يوازي څلور څرخونه پاته وي
هم جوړېږي . د بېلګې په توګه كه يې فنران مات وي نو سمدستي څلور ، پنځه د چپركټ هغه
ور اچوم ، كه يې اتومات خراب او تېل نه تېروي نو كېداى شي چې د تېلو ټانكۍ د ماشين
پر سر كېښول شي . پېښېږي چې د ګراريو دندانې يې سره تېروتې وي . ددې كار چاره هم
دومره ګرانه ، نه ده ؛ ماشين تر هغه ښوروم چې دندانې يې ځايته ورځي .
كه واياست چې كېداى شي سلپ ونه وهي . په دې صورت كې له هغو بېكارو كارګرانو څخه چې
د هېواد په ګوښه او كناره كې زيات پيداكېږي كار اخلم .
كېداى شې چې د موټر ورونه سم ونه تړل شي ، دا هم دومره كارنه دى ؛ په ټينګ ليلوني
پړي يې تړم .
تر دې ټولو چې تېر شو د ننه په هېواد كې داسې استادان لرو چې په نړۍ كې يې سارى نه
ليدل كېږي .
كه زموږ امين استاد ووينې او په تخصص يې خبر شې نو له اريانتيا څخه به دې ښكرونه
راشي . داسې كار نشته چې امين استاد يې په يو قلم او چكښ نه كړي پوره . دى پخپله هم
دا عقيده لري او وايي :
_ زما له قلم او چكښ څخه هيڅ ماشين او موټر روغ نه شي وتلاى .
د امين استاد دكان زموږ له كوره يوازي څو ګامه لېري او زه كله _ كله ورځم .
همېشه د هغه په يو لاس كې سګرېټ او بل كې د خوږو چايو پياله وي . چې دا يې په لاس
كې نه وي نو له قلم او چكښ سره د ډول _ ډول موټرانو په رغاوي اخته وي . څو ورځې
مخكې د يو بهرني سيلاني موټر خراب او امين استاد ته يې راوست . بېله دې چې امين
صاحب له ځايه وښوري خپلو پوهو شاګردانو ته يې مخ كړ او ويې ويل :
_ ياالله د سلنډر سر يې خلاص كړئ .
شاګردان د سلنډر په سر اخته شول . مور مړي سيلاني
چې نه پوهېدى چې په موټر يې څه كوي د اعتراض په ډول يوڅه وويل ، خو نه زه او نه هم
استاد پرې پوه شو . استاد امين په غوسه وويل :
_ بې ايمانه ، كافره ، لږ صبر وكړه ، اوس دې كار دركوم .
وروسته يې موټر ته وكتل او شاګردانو ته يې د بطرۍ د كښته كولو امر وكړ . شاګردانو
هڅه وكړه خو د بطرۍ نټونه يې خلاص نه كړل . ددې موضوع خبر امين استاد ته ورسېد ،
هغه په غوسه وويل :
_ تاسې نه سړي كېږئ او نه كار زده كوئ . ژر قلم و چكښ راوړئ چې اوس دستي يې خلاص
كړم .
سيلاني بېچاره چې د استاد امين په لاس كې قلم و چكښ وليدل نو هڅه يې پيل كړه چې له
دې كاره يې راوګرځوي خو هغه ووېروى او زياته يې كړه :
_ خلګ پلار مړي فكر كوي چې دا ځاى هم بهر دى ، ځكه نو پر ما نازونه كوي . نه پوهېږم
دا بې خاونده بطرۍ يې ولې دومره ټينګه كړې ده ؟ زه غواړم چې كار يې وكړم ، دوى مې
لاسوه نيسي .
د استاد امين د چكښ لومړى ګذار سيلاني پر سر د ګذار په څېر تمام شو او نارې يې كړې
:
_ نو . . . نو . . . نو. . . !
_ ځه _ ځه كم اصله ! دلته دې ( نو ، مو ) نه چلېږي .
سيلاني بيا اواز اوچت كړ :
_ نو . . . نو . . . .تاخ ،تاخ . . .
له يوې خوا يې د ( نو نو ) نارې وهلې او له بله پلوه يې پرځمكه پرتو پانو ته اشارې
كولې .
استاد امين ته مې وويل :
_ استاد جانه زه پوه شوم چې دى څه وايي .
_ ښه څه وايي ؟
_ وايي په چكښ يې مه وهه ؛ په دغو پانو يې خلاصه كړه.
_ ورته ووايه ( باوله ) زما په كار كې مه رالوېږه ، پانې داپېچونه نه شي خلاصولاى .
_ استاد جانه زما بهرنۍ ژبه دومره نه ده زده .
_ په هغه يوڅه چې پوهېږې ورته بيان يې كړه . عجيبه ده، په خبرويې پوهېږې خو ځواب نه
شې وركولاى . زما له خوا ورته ووايه چې موټر ددكان بهر د خاوند دى ، خو چې دلته
راننوتى بايد ياجوړ شي ، يا د مړه مال دى ټوك _ ټوك كوم يې .
بېچاره سيلاني په نا ارامۍ سره پر استاد راوڅرخېد او هڅه يې وكړه چې لاسونه يې له
چكښ وهلوڅخه ونيسي .
كله چيې امين استاد بهرنى خپل مزاحم وليد نو سمدستي يې د هغه د نيولو امر وكړ .
له دې سره سم د استاد څلورو پنډڅټو شاګردانو بهرنى چهارپايي له دكانه وايست .
امين بېله دې چې د هغه پر نارو ، سورو غوږ ونيسي د بطرۍ پر نټ د چكښانو باران جوړ
كړ خو نټ مقاومت وكړ . وروسته استاد په نا ارمۍ سره وويل :
_ بې پدرو دومره ټينګ كړى دى لكه د قارون خزانه چې يې پكې ايښې وي . آخير څوك نشته
ترې وپوښتي چې ولي
يې دومره ټينګ كړى دى ؟
امين استاد ددويم پېچ د خلاصولو لپاره ددكان له تر ټولو لوى چټك څخه كار واخيست . د
چټك له ليدو سره د سيلاني تر خولې څو ګونګې كلمې بهر او له ډېرې بېتابۍ پر ځمكه
ولوېد .
استاد چټك تر څو ګذارونو وروسته د بطرۍ د سر پېچونو پر خلاصولو بريالى شو خو يو نټ
له خلاصېدو سگره سم د موټر
نس ته ولوېد .
استاد تر دې بري وروسته د سيلاني د خوشي كېدو امر صادر كړ .كله چې سيلاني غريب د
موټر هغه برخه چې د استاد په چټك كوټل شوې وه وليده نو لومړى په ژړا ، او وروسته يې
استاد ته د خور و مور ښكنځلو ته ورته څه وويل .
امين استاد په غوسه وويل :
_ پنډ خره مه ژاړه ، ماته وايي ترك . اوس به وګورې چې سر پېچ په څه ډول او څنګه
مهارت راباسم .
بهرني له ځان سره د بڼېدو په حال كې پر موټر د پتنګ غوندې راو چورلېد . استاد تر
لنډ چرت وروسته يو تكړه شاګرد ته د ماشين يوه برخه په نښه او ويې ويل :
ور شه هغه لو برمه راوړه او دغه ځاى سورى كړه . چې نټ دې را وكيښ پر سوري باندې
بيرته يوه اوسپنيزه ټوټه جوش كړه چې ماشين معيوب نه شي .
سيلاني د سر او لاس په اشاره هڅه كوله چې ددوى د كار مخنيوى وكړي خو د استاد د
شاګرد له پوښتنې څخه څرګنده شوه چې كار تر كار تېر شوى دى ؛ نوموړي و پوښتل :
_ اوستاجانه سورى شو ، اوس نو څه وكړم ؟
_ بې پدره ! ما ويل كوچنى سورى وركړه ، تا ټول
ماشين سورى كړ ؟! ښه ورته وګوره مبلايل يې څنګه تويېږي. . .
سيلاني د لېوني په څېر ځمكي او آسمان ته بد و رد ويل ، خو استاد تر هغه لا په
عصبانيت شور جوړ كړ :
_ دا بې شرفه سيلاني يوې خواته راڅخه كش كړئ . نن يې پر ما ډوډۍ ودروله . ماته هم
استاد وايي . څه دى چې سورى شو . اې بچيانوهغه د جوشكارۍ سامان راوړئ چې ور ته جوش
يې كړم . له دې سره سم يې د بې بخته سيلاني د بيا ايستلو امر وكړ . وروسته تر موټر
لاندې او د شاګرد په واسطه د جوړشوي سوري تر څنګ يې د ماشين ټول بېځايه سگوريان بند
او له شاګرده يې وغوښتل چې دويم ځل ماشين سورى كړي ، خو ټينګار يې وكړ چې تر لس
سانتي متره يې لوى نه كړي .
شاګر يې له يو لوري ماشين سورى كاوه او له بلې خوا يې مشهور ترين نوى غزل تر شونډو
لاندې زمزمه كاوه ، خو هغه يې لا پايته ته نه و رسولى چې ږغ يې كړ :
اوستاجانه نور يې نشم سورى كولاى !
_ ولې ؟
_ د برمې سر پكې مات او هلته بند شو .
استاد د موټر له لاندې څخه راووت او ويې ويل :
_ پروانه لري. دا ټول دغه بې دينه او بې مذهبه دى چې موږ خپل كار ته نه پرېږدي . ته
ورشه هغه لو مېخ طويله راوړه ، كېداى شي چې كار ورته وكړي .
استاد مېخ طويله تر تېره كولو وروسته پر نومړي سوري برابره او د چټكانو په ګذارونو
يې پيل وكړ .
سيلاني چې تازه له بېهوښۍ څخه وتى و ،ددې حالت له ليدو سره بيرته بې سده شو . امين
استاد دا ځل چټك شاګرد ته وسپارى او ويې ويل :
_ وهه يې ، ښه ټينګ يې وهه !
څو شېبې وروسته تر موټر لاندې بل شاګرد نارې كړې :
_ اوستا بس يې ده نوريې مه وهه ؛ ګردسره ماشين سورى شو !
_ لكه چې هغه لومړۍ جوش شوې ټوټه بېله شوه؟
_ اوستاجانه ، نه هغه نه ده جلا شوې ، دا ځل نيم ماشين جلا شو .
_ ډېر ښه يې ويلي چې د كافرانو پيسې بې بركته دې . تر اوسه چې مې د هر چا موټران
ترميم كړي دي دومره يې نه يم ځورولى .
استاد د نوموړي ځاى تر جوشېدو وروسته د چټك كارۍ لارښوونه وكړه ، خو څو دقيقې
وروسته يو ږغ د ټولو غوږونه و تخنول . دا ږغ د استاد د يو شاګرد و چې ويل يې :
_ ماشين پر ځمكه لوېدلى دى !
امين استاد په غوسه وويل :
_ نه مې ويل چې ددې كافرانو لاس خير و بركت نه لري، ومو ليدل چې موږ يې له څنګه
بدمرغۍ سره مخ كړو . ياالله هغه لوى چټك راوړئ !
امين استاد ځايته د ماشين تر وروستلو ورسته لار ښوونه وكړه چې چټكاري له سره پيل شي
.
نيم ساعت وروسته د سيلاني د موټور كار بشپړ شو ، خو له دې چالاكۍ سره _ سره لا
سيلاني بې هوښه پروت و . كله چې پر سد شو يو ډول مست ښكارېدى . په زحمت استرينګ ته
پر كښېنستلو وتوانېد ، خو څو ګامه يې لا نه و بېولى چې له دېوال سره ټكر او بانټ يې
سره ننوتى .
امين استاد په چالاكۍ ورمنډه او په ډېر جرئت يې ورته وويل :
_ سيل يې وكړه ، ما ته وايي امين استاد . چې موټر
دې زما تر لاسه راورسېد بيا نو بېخي بېغمه اوسه . ښه ورته وګوره، نور ټول موټر دې
كنډ و كپر شو خو هغه ځايونه
چې ما جوش كړي دي پر خپل حال پاته او ښور يې لا نه دى خوړلى .
هلئ بچيانو هغه غټ چټك راوړئ !
