دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه ديموكراسي بنده ده
ښاغلى صبري
هغه ورځ د سيمې دكاندار ښاغلى صبري له سهارني خوبه ويښ كړ . د هغه لپاه آن د جومې د ورځې خوب هم مفهوم نه لاره .
_ بايد له دې ولايت څخه وتښتم او له دوى څخه بېغمه شم.
د ښاغلي صبري ښځې وويل :
_ چې تښتې وتښته ، خو ګوره ټوكې به نه كوې .
كه رښتيا داسې ځيرك او چالاك يې نو ورشه د كوڅې دكاندار ته چې نژدې دى په ډېر ټك _ ټك ور پاشنه كړي ځواب وركړه .
ښاغلي صبري د دوومياشتو په اوږدو كې د كوڅې د دكاندار د60 ليرو پر پور وركولو نه و توانېدلى . مېرمنې يې وويل:
_ دا د هغه حق دى .
_ سمه ده چې حق يې دى خو اوس ورته ووايه چې كور نه يم .
_ نشم كولاى چې لوى سړي ته په داسې حال كې درواغ ووايم چې سم دم پوهېږي چې ته له دې ويجاړ كور پرته بل د ناستې ځاى نه لرې .
_ سمه ده ، مور ته دې ووايه چې دا كار وكړي .
_ يعني سپين سرې مور مې د ګور پر غاړه درواغ ووايي ؟
ښاغلى صبري زړه نازړه ناتاش دكاندار ته ور پرانيست
_ ناتاش صيب بخښنه غواړم چې ستاسو پور مې درنشو كړاى . باور وكړئ چې هيڅ مسوءنيت نه لرم ، فقط خبره داده چې د هر كار له ترسره كولو سره _ سره نه يم توانېدلى چې ستاسو حضور ته پيسې وړاندې كړم .
_ صبري صاحب خو تاسو خپله ويل چې د مياشتې په سر كې يې دركوم . دا دى څو مياشتې تېرې شوې ؟
_ ته ښه وايې .
_ كه هغه شپېته ليره راهم كړئ تر 2 ليرو زياته ګټه نه راته كوي .
_ ستاسو حق دى .
_ دومره زيات درته ودرېدم چې اوس نو بېخي له ځانه شرمېږم .
_ سمه ده ناتاش صيب ، ناتاش صيب سمه ده دا مې اخيري ژمنه ده چې دركوم يې ؛ بله هفته مو 60 ليره خامخا دركوم .
_ پوهېږئ چې دا م څويمه ژمنه ده ؟
_ وروستۍ .
ښاغلى ناتاش او صبري له ځانونو سره د غړمبي په حال كې يو د خپل دكان او بل د خوب خونې پر لور وخوځېدل .
_ خدايه دا څنګه ژوند دى ؟ اخير زما دا هم زندګي ده چې تېروم يې ؟
د ښاغلي صبري خواښې زياته كړه :
_ بچيه ناشكري مه كوه .
ښاغلى صبري په مظلوميت كې تر وري كم نه و ، خو خداى (ج) پر دې مظلوم بنده د شل كلنې كوردارۍ په موده كې
يو زوى هم نه و لورولى .
د وره له ټكېدو سره يې ښځې وويل :
_ د كور مالك راغلى .
_ خدايه تا ته پنا دروړم .
په كړاو سره وتوانېدى چې د كور څښتن تر ځان تېر كړي .
_ نور له دې ښاره فرارېږم . داسې ځاى ته ځم چې هيڅوك مې ونه پېژني . د هغه ځاى ګدايي مې تر دې ځاى غوره ده . تر كومه به لا د كار په لټه كې يم ؟ نور نو تښتم . اې ښځې ! يوه قهوه خو تياره كړه .
_ قهوه چېرې وه ؟ كه قهوه وي ، بوره نشته .
_ اُف خدايه دا څنګه ژوند دى !
خواښې يې زياته كړه :
_ صبري صاحب په دې خبرو خداى ناراضه كېږي .
_ زه خداى له بندګۍ څخه معاف كړى يم .
ښځې يې وويل :
_ دا خبرې پرېږده ، اوبه والا ته څه ځواب وركړم ؟
_ هر څه چې كوې ويې كړه . تاسو ټولو زما لېونتوب ته لاس يو كړى دى .
د وره د زنګ ږغ بيا پورته شو . . .
_ اوبه والا دى ؟
_ نه د سكاره والا شاګرد .
_ ورته ووايه چې نشته ، ورته ووايه چې صبري مړ شو ، مړشو ، مړ . . . ورته ووايه چې په دې كور كې صبري نومى بېخي نشته . خدايه ومې ساتې !
ښاغلى صبري د كوڅې د قصاب او چوكيدار له دروازه ټك_ټك څخه په غوسه او د كميس اغوستلو پر مهال يې وويل :
_ ګرانې ! زما د جېب 2،5 ليره به دې نه وي ليدلي ؟
_ ولې ، هغه ما واخيستې .
_ ولې دې بې ږغه واخيستې ، زما په كار وې .
_ يعني ستا زړه دى چې تر اوسه وږې كښېنستلې واى؟
_ آى ددې ژوند مذهب . . . د داسې ژوند خو بېخي د . . . ، استغفرالله . . . خدايه ومې بخښې .
ښاغلى صبري په كوڅه كې تش جېب روان او له ځان سره ګډ شو :
_ اوس به څه كوم ؟ له دې مفليسۍ څخه څه خاورې پر سر كړم ؟
ناڅاپه يې يو ملګرى (حميد) ورپه زړه شو . هغه يې كلونه نه و ليدلى ، خو ښه پوهېدى چې مالي حالت يې ښه فوق العاده سم دى .
_ بايد له هغه څخه لږ تر لږه 50 ليره پور كړم ، خو كه يې رانه كړي ؟ هر څه چې كېږي ورځم . كه يې راكړې ښه تر ښه كه نه له جېبه مې هيڅ نه ځي .
د تش لاسۍ له امله يې د هغه تر كوره درسته لار پر پښو وهله او له ځان سره يې وويل :
_ كه هغه كور نه و ؟ آخ ددې ژوند شرف . . . استغفرالله توبه . . . توبه . . . كه كډه شوى و ؟ اې ددې ژند خو بېخي د . . . په . . . وهم توبه . . . توبه . . . خدايه عفوه راته وكړې .
ماښام مهال و چې ښاغلى صبري د خپل پخواني ملګري كور ته ورسېد . ملګري يې تود هركلى وكړ او د غېږې د روغبړ پر مهال يې زياته كړه :
_ نن لمر له كوم لوري راختلى دى چې زه دې ياد كړم ؟
حميد د ښاغلي صبري ډېر ښه ملګرى و ، هغه د څښاك مېز له برنډې څخه انتقال او د انګړ په باغ كې يې سمبال كړ .
صبري د ستړيا او تندې له امله د خبرو توان له لاسه
وركړى و .
حميد وويل :
_ دا بې مذهبه يوازې نه خوړل كېږي ، ښه شو چې ته راغلې . دويم ګيلاس ستا د سلامتۍ په هيله پورته كوم .
_ په سلامتي .
_ نوش جان .
پر مېز د خوراكي شيانو له جملې څخه يوازې بريان نخود پراته وو . د زړه اشناو د صبري كولمې وسوځولې . په شرمناكه لهجه يې وپوښتل :
_ حميد جانه رښتيا ، داسې ښكاري چې بل واده دې كړى دى، ځكه هغه ښځه چې د برنډې مخته تېره شوه لومړنۍ نه ښكارېده ؟
_ اوهو . . . له هغه وخت راهيسې مې څلور نورې كړي او طلاقې كړي دې . زه له هغو احمقانو څخه نه يم چې ټول ژوند تر يوې ښځې جار كړي . ملګرى دې دومره احمق درته څرګند شو ؟ خر خو نه يم چې ټول ژوند تر يوې قربان كړم او نه هم لېونى يم چې له يوې سره جوړ شم .
ياالله زما د سلامتۍ په وياړ يې وڅكه .
تر دويم جام څكلو وروسته پر صبري سر وګرځېد او معدې يې تا وكړ . ځكه چې هغه په شرابو نه و روږد . د واده د شپې او يو څو غونډو پر ته يې تر نيم ګيلاس زيات د شرابو په نوم څه خولې ته نه و رسېدلي .
دا ځل يې له لوږې څخه د ځان ژغورنې په خاطر آن د حميد ست ته هم ونه كتل او يو په بل پسې يې ګيلاسونه پر سر پورته كول . حالت يې وار په وار بدترېدى . تر نژدې يوولسو بجو يې زيات وڅكل او له يوې عجيبې ګنګستيا سره مخ شو .
په داسې حال كې يې كله له حميد څخه د پيسو غوښتنه
كولاى شواى ، ځكه چې د لږو پيسو غوښتنې يې پر فقر دلالت
كاوه او كېداى شواى چې زياتې حميد نه واى وركړي .
آخ زه په دې ژوند . . . په دې حالت او بد بختۍ . . . توبه . .. توبه خدايه ومې بخښې .
حميد په اريانتيا ترې وپوښتل :
_ څه وشول ، ولې له ځان سره كړېږې ؟
تر ځان سمبالونې وروسته يې زياته كړه :
_ هيڅ . . . هـيڅ نه دې شوي .
د 50 ليرو تر خير تېر او دې پايلې ته ورسېد چې كه حميد يوازي د بس كرايه ( 2،5) ليره وركړي لو ى احسان به يې وي .
_ بايد له ژونده وتښتم . . . آخ په دې ژوند كې . . . په داسې ژوند كې چې له لاس او پښې وهلو پرته څه نه لري . . . توبه . . .تو به. . .استغفرالله . . . .
_ صبري صيب ولې له ځان سره ګړېږې ؟ ياالله د سلامتۍ په وياړ يې وڅكه . . .
له ځواب ويلو پرته د 5، 2 ليرو تر سر هم تېر شو . حميد زياته كړه :
_ صبري جانه شراب دې وڅكه نور نو په ګډه د يوې داسې بربنډې رقاصې ليدو ته ځو چې تر اوسه به دې نه وي ليدلې . وايي چې بربنډتوب طبعه سموي .
دوو تنو د شرابو لوى بوتلان خالي كړي وو . په داسې حال كې چې حميد خپل ملګرى تر مټ نيولى و په تيندكونو او جټكو يې ځان خپلې وروستۍ ماډل ګاډې ته ورساوه .
_ وايي چې رقاصه د رقص په ترڅ كې ټولې جامې كاږي او د مور زاده لڅې غوندې ناڅي . بايد ښه يې وڅارې . نن دې له كيفه يو ډك ځاى ته بيايم . تر هغه وروسته هم د تلو
اجازه نه در كوم . ته ډېر وخت وروسته راغلى يې ، خو افسوس چې بيامې هم له لاسه ژر وزې .
_ ايا په داسې حالت كې له خپل ملګري څخه د پيسو غوښتنه كولاى شم ؟ آيا حميد به له ځان سره نه وي ويلي چې :
_ صبري صيب زما ديدن ته نه ، بلكه جېب لټونې ته راغلى دى .
_ آخ په دې ژوند . . . .
سالون په خلګو مالامال و . دوو ملګرو په ډېر كړاو او سختۍ ځاى وموند .
_ اې شاګرده ، دوې پيالې شراب، نخود او پيسته راوړه .
_ صبري ځان ټينګوه . . . ياالله ګرانه ملګرې ستا د روغتيا په وياړ .
_ نوش . . .
_ صبري ستا د روغتيا په وياړ . . .
شور او ځوږ خپل د اوج حالت ته رسېدل و چې څراغونه ګل او د نندارې پروجكترونه روښانه شول . له دې سره سم نڅاګره ښكاره او په نڅا يې پيل وكړ . له صبري څخه ناڅاپه خستګي ، لوږه ، تنده او آن د پيسو غوښتنه هېر شول .
نڅاګرې د نڅا په ترڅ كې بوټونه، لاسبند او والي وكښل . دا ځل صبري تر حميد وړاندې وويل :
_ ياالله ! ملګرې ستا د روغتيا په وياړ .
نڅاګرې جرابې هم وايستې او يوازې په سينه بند او نيكر كې د نندارچيانو په مخكې په هنري حركتونو بوخته شوه .
حميد صيب، حميدجان . . . ستا د روغتيا په وياړ .
نوموړي دا وار سينه بند هم له ځانه لېر او د مشتريانو
پر لور وخوځېده . د هغې ژړ سينه بند د ښكلې ژړې چوغكې
(كنري) په شان د حميد او صبري تر منځ پر مېز ولوېد . هغه نوره هم بربنډه او له ځانه يې يوازينى حجاب (نېكر) لېري كړ .
_ حميد صيب په سلامتي . . . حميد جانه په سلامتي . . .
نڅاګره د نارو ، شور، شړكيانو او جامونو تر منځ د ياسمين ګل په څېر نڅېده، ورو _ ورو صبري ته نژدې او د هغه له ختلې نزلې څخه يې يوه ګرمه مچه واخيسته .
دا وخت چې صبري په بشپړه توګه د داخلي هـجاناتو تر اغېز لاندې راغلى و د رقاصې پر سينه بې مثاله فشار وارد كړ . دا هغه وخت و چې مړه څراغان يو ځل بيا روښانه او هغه ونه پوهېد چې نڅاګره څه شوه .
دوه زاړه ياران په سختۍ وتوانېدل چې له تالار څخه بهر او ځانونه تر خپلې ګاډې ورسوي .
صبري هـيڅ پوه نه شو چې كله او څنګه په ګاډه كې سپور او څنګه كوز شو .
خواښې يې په خرهاري بيده وه چې د هغه ږغ پورته شو:
_ هغه د فرښتې غوندې انسانه څومره ښكلې وه !
له دې سره يې ښځه له ځايه پورته او ورغله .
ده وويل:
_ ياالله وايم كالي وكاږئ . ته او مور دې دواړه كالي وكاږئ؛كه نه وژنم مو .
دوو معصومو ښځو د مرګ له وېرې جامې وايستلې ، صبري هم لومړى كميس و پرتوګ او وروسته تر هغوى لاندې شيان وكښل .
تر ټولو عجيبه او په زړه پوري منظره د صبري د خواښې ځوړندو تيو جوړوله .
_ ياالله درځئ كوڅې ته . . . ګنې ولا اوس مو ووژنم ،
سوځم مو .
درې مورزاده بربنډ په توره شپه كوڅې ته ووتل .
_ ياالله ورقصېږئ . . .
صبري او دوو ملګرو د ګوتو له كړپا سره يو ځاى د نس په نڅا پيل وكړ .
له هغې ورځې راهيسي صبري د نس د نڅا په حال كې دى . كه تاسو په لېونتون كې له هر چا پوښتنه وكړئ، سره . . . لېونى صبري ښه سم پېژني .
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه