دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه ديموكراسي بنده ده
بهرنۍ په استانبول كې
استانبول ، نولس سوه و . . . كال د فروري دويمه .
ګرانې ورا !
كله چې مې استانبول ته د راتګ تا بيا ونيوله نو خداى شته ډېره خوابدې او نا ارا مه وم ، په لومړيو كې مې نه له يوه تركي سره پېژندل او نه پوهېدم چې هغوى څه ډول خلګ دي . نن مې تركيې ته د راتګ يوه اوونۍ بشپړه شوه . ددې يوې اوونۍ په ترڅ كې مې له هغوى څخه له مينې او صميميت پر ته بل څه ونه ليدل .
په يو بهرني هېواد كې د يوې بهرنۍ اوسېدل په رښتيا ستونزمن او كړكېچن دي خو په تر كيه ، په تېره بيا استانبول كې دا هيڅ نشته .
تركيان دومره مهر بانه او خوا خوږ ي دي چې هيڅ په بهر كې ځان نه احساسوم .
كه څه هم له تا سو څخه د لېريوالي له امله ځورېږم خو دلته اوسېدل مې غم كموي .
له يوې موٌسسې سره مې قرارداد هم كړى دى چې د مياشتې به مې د كار په مقابل كې پنځه زره ليره راكوي . تركيه د ژوند كولو لپاره خورا ښه او اقتصادي ځاى دى . هيله ده چې
دلته د دو كلونو اوسېدو په ترڅ كې ښه سپما او ګټه وكړم .
كه مې مور هم دلته په راتګ راضي كړه نو ژوند به مې نور هم په زړه پورې او ارام شي ، او . . .
زما ګرانې ورا جانې نور نو خپل ليك پايته رسوم .
ستا د ليك په هيله
ستا ناتالي
* * *
استانبول ، نولس سوه و. . . كال ، د مارچ څوارلسمه .

ګرانې ورا !
درې ورځې مخكې مې ستاسو ليك تر لاسه كړ ، له يادونې څخه دې مننه . نن د جومې ورځ او زه په خپل كور كې يم؛ مانا دا چې ددې وخت لرم چې دوستانو او ملګرو ته ليكونه وليكم .
كېداى شي نن مازيګر د موسسې له يو همكار سره سينما ته ولاړه شم . نوموړى همكار مې مظفر نومېږي او تر ما په رتبه كې د لوړالي له امله يې معاش دوولس زره ليره دى .
دا واقعاَ ناحقي او حق تلفي ده چې يو بهرني ته د هغه د بهرنيتوب له امله تر تركي زيات امتياز وركړل شي .
په موسسه كې د كار د لږوالي له امله د تفريح او چكر لپاره ډېر وخت لرم . څو ورځې مخكې مې د تركي ژبزده كړې كورس هم پيل كړ چې ښوونكى مې همدا مظفر دى . . . .
ستا سو د ليك او بر ياليتوب په هيله .
ستا ناتالي
* * *
استانبول ،نولس سوه و . . . كال ، د مى درېيمه .
ګرانې ورا !
د وې مياشتې كېږي چې ليك مې نه دى درلېږلى . هيله ده داسې ونه انګېرې چې هېره كړې مې يې . په دې وروستيو كې مو كارونه دومره زيات شوي چې د چا پر چم د سر ګرولو ته هم نه يم وزګاره . بايد ووايم چې ماته او ګوډه تر كي مې هم زده كړې ده . كله چې په تركي ګړېږم ټول همكاران مې راباندې خاندي ؛ هغوى زما له ګړېدو څخه خوند اخلي .
په تركي كې د ژر پرمختګ لامل مې ښاغلى مظفر دى چې زه يې ځان پوروړى ګڼم .
مظفر يو ښه او د ښې كورنۍ ځوان دى . د هغه مور د تركي خواړو په پخولو كې تل زيار راسره باسي . فكر كوم له دې پر مختګونو سره به ورو _ ورو تركۍ شم .
تركي واقعاَ يوه ډېره په زړه پوري ژبه ده ، باور وكړه د يوې ښې غاړې يا آهنګ په څېر روانه او صفا ژبه ده . . . .
تېره جومه مظفر يوې كازينو ته بوتلم او په زړه پوري شعرونه يې را باندې واورول ؛ دومره په زړه پوري وو چې د اورېدو پر وخت مې ځان په بله نړۍ كې احساساوه .
هيله ده چې هېره مې نه كړې او ليكونه راولېږې ، ځكه د دوستانو ليكونه زما لپاره تر ټولو ښه ډالۍ ده .
ستاناتالي
* * *
استانبول ، نولس سوه و . . . كال ، د جون نويشتمه .
ګرانې ورا !
هيله ده چې د كمو ليكونو د درلېږلو له امله نه يې اندېښمنه
شوې . زه هم ستونزې لرم كه زما په ستونزو خبره شې نو هيڅ ګيله به را څخه ونه كړې .
څو ورځې مخكې مظفر له هغه سره د واده غوښتنه راڅخه وكړه . تېره شپه يې يو ځل بيا خپل وړانديز تكرار كړ . بايد ووايم چې له ډېره وخته د يو داسې وړانديز په تمه وم ، خو بيا ډېره په فكر كې شوم او هغه ته مې وويل چې په دې اړه به مشوره وكړم . برايي مې سترګه نه كړه پټه ، يواځې د سهار خواته څو شېبې خوب وړې وم . ستا په فكر به زما ژوند له يو تُرك سره څنګه وي ؟ مور به مې په څه ډول راضي شي ؟
مظفر يو ښه او خوش خويه سړى دى ، ځكه نو ډېر راباندې ګران دى . سر بېره پر دې هغه يو روڼ اندى او كارنده انسان هم دى .
د تركيې ګرمي هم څو ورځې وروسته پيلېږي . كېداى شي چې دا جومه مې د سمندر غاړې ته بوزي .
نن ماخستن مجبوره يم چې هغه ته د ( هو ) يا ( نه ) ځواب ووايم . يوازي دېته اندېښمنه يم چې د توكميز او جغرافيايي تو پير له امله به تر ډېړه سره و نشو پاللاى ، خو هغه پر ما ، او زه پر ده بېخي ګرانه يم ، ځكه نو د مثبت ځواب په وركولو كې هيڅ خنډنشته .
هو ! كېداى شي مثبت ځواب وركړم . . . .
د ليك د ځواب په تمه
ستا ناتالي .
* * *
استانبول ،نولس سوه و . . . كال ،د جولاى څلورمه .
ګرانې ورا !
تېره ورځ مې د مور هغه ليك راورسېد چې زما د واده په اړه يې موافقه پكې څرګنده كړې وه .
كه مظفر تر نكاح وروسته د كلنۍ رخصتۍ پر اخيستلو وتوانېد نو كېداى شي چې د عسل مياشتې تېرولو لپاره مې د مور ليد ته ورشو .
نن د يو ډول خوشالۍ او نېكمر غۍ احساس كوم .
ستا نا تالي
* * *
استانبول ، نولس سوه و . . . كال ، د سپتمبر شلمه .
سر بېره پر دې چې په همدې مياشت كې مې د نكاح تكل كړى و خو ځينو پېښو دا كار له ځنډ سره مخ كړ .
د مظفر موردوې پښې په يوه موزه كړې او وايي :
_ د واده كولو لپاره زما او زوى لومړى شر ط ستا مسلمانېدل دي .
خو مظفر ددې خبرې له امله ډېر نا ارامه دى او دا عقيده لري :
" ماته مسلماني او نا مسلماني مهمه نه ده ، خو له دې سره _ سره نه شم كولاى چې مور له ځانه خفه كړم . "
ماته هم دا كار ارزښت نه لري ، له خدايه ډېره راضي يم چې نارينه نه يم . كه نارينه واى او غوښتي مې واى چې له مسلمانې سره واده وكړم نو مجبوره وم چې سنتۍ ته مې هم ځان نيولى واى . شكر چې داسې نه ده .
زه مسلمانېدو ته چمتو شوم خو مو ر مې ونه منله او سردرد يې را ته جوړ كړ .
زه هم د مظفر په څېر نه غواړم چې مور مې را څخه
ناراضه شي .
خو بايد پوه شې چې مور مې په دې ښه پوهېږي چې باالخره به زما د خوښې كار وشي .
ګرانې ورا ستا د ګړندي ځواب په تمه .
ستا ناتالي
* * *
استانبول ، نولس سوه و . . . كال ، د اكتوبر درېيمه .
خداى دې وكړي چې زموږ د واده بلنليك در رسېدلى وي . نور نو بايد ماته ناتالي ونه واياست ؛ زما نوم تر مسلمانېدو وروسته ( مېرمن ناهيده ) دى .
همدا عكس مې څو ورځې مخكې تر " هغه چې د اسلام په مبين دين مشرفه شوه ) سر ليك لاندې د تر كيې په مشهورو ورځپاڼو كې چاپ شو .
پر اسلام راوړلو سبېره تركۍ هم شوم ، ځكه ددې ځاى د اساسي قانون له مخې يوازي او يوازي تُرك او تُرك واده سره كولاى شي .
د خوشالۍ او نېكمرغۍ بيان مې تر توان وتلى دى . ښاغلى مظفر په رښتيا سره يو بې جوړې انسان دى . تېره مياشت مو ، موټر هم رانيوى .
كه له خيره د عسل مياشتې په مېله درغلو او مظفر دې له نژدې وليد خامخا به دې خوښ شي . آه ! كه تا هم له يو تُرك سړي سره واده كړى واى څومره به ښه واى . پر همدې ځاى خپل ليك پايته رسوم .
هيله لرم چې نور داسې څه هم در ته بيان كړم .
ستا د ليدو په هيله
ستا ناهيده
* * *
استانبول ، نولس سوه و .. . كال ، د دسمبر پنځمه .
ګرانې ورا !
په ليك كې دې زموږ د نه درتګ لامل پوښتى و . موږ نه شو كولاى چې د عسل مياشتې په مېله در شو . څو ورځې مخكې د موټر خر څولو ته مجبوره شوو . له داسې عجيبو او غريبو پېښو سره مخ شوم چې په خيال كې مې لا نه شوې راوستلاى . تر مسلمانېدو وروسته له مرستيالۍ څخه لېري او يوه ساده كار ګره شوم ؛ مانا دا چې نور به مې معاش پنځه زره ليره نه وي . مخكې مې درته كښلي و چې مظفر دوولس زره ليره معاش اخلي . څرنګه چې اوس زه مسلمانه او بايد د مېړه تر لاس لاندې كار وكړم نو معاش مې يوازي اته سوه ليره دى ، په داسې حال كې چې كار هم د پخوا په كچه كوم .
ددغو ناڅاپي بدلونونو او سخت محكوميت لامل يوازي مسلماني او د تُركتوب تور كېداى شي .
اوس زما او مېړه ټول معاش يوازي دوه زره ليره دى . د واده په لومړيو كې مو په نهه سوه ليره اپارتمان كرايه كړ ، اوس مې ژوند ډېر سخت دى . خو له دې ټولو نا خوالو سره _ سره بايد داسې ونه انګېرې چې ګواكي د نېكمرغۍ او خوشالۍ حس مې مړ شوى دى ، بلكه اوس هم د ښاغلي مظفر په څنګ كې ځان بختور ګڼم .
مظفر په ټوله مانا انسان او زه ډېره پر ګرانه يم . كه خداى مكړه هغه نه وي نو زما سا به هم ودرېږي .
پيسې هر څه نه دې . تا ته پته ده چې زه څومره ګروهمنه يم ،
له همدې امله ده چې زه د ژوند د نېكمرغۍ لپاره دا دواړه لټوم .
ستا د خوشالۍ او سو كالۍ په هيله .
ستا مېرمن نا هيده
* * *
استانبول ، نولس سوه و . . . كال ، ، د دسمبر يوولسمه ګرانې ورا !
پرون سهار مې دې ليك تر لاسه كړ ، ډېره مننه !
تا پوښتي و چې مور مې ولې تركيې ته نه را غواړم .
ددې لامل دا دى چې تر اوسه د كور د پوره سامان پر رانيولو نه يم توانېدلې . زړه مې نه غواړې چې مور مې په تش كور را ننوځي . ژوند مې دومره نه دى خراب خو زړه مې دا نه مني چې هغه دې مې پر دې حال وويني ، ځكه هغې ته مې ليكلي و چې ژوند مې بېخي ښه دى . سر بېره پر دې مې مور په مسلمانېدو ډېره خواشينې ده .
يو زېرى درته لرم ؛ هغه دا چې ټاكل شوې ده چې مېړه مې څو مياشتې وروسته ترفع كوي . له دې سره به يې معاش دوه زره ليره شي ، كېداى شي چې هغه وخت مې مور راو غواړم .
دا مهال د اختر را تګ ته تياريانې نيسو . پردې سربېره زه او مېړه مې د هغه ماشوم راتګ ته چې اوس مې په نس دى خوشاله يو .
نه پوهېږم چې په نورو ليكونو كې مې د اميد وارۍ په اړه څه در ته كښلي و كه نه ؟!
ورا هيله ده چې بې ځوابه مې پرېنږدې .
ستا مېرمن ناهيده .
* * *
استانبول ، نولس سوه و . . . كال ، د جون درويشتمه .
ګرانې ورا !
د احمد د زېږېدنې په مناسبت دې له تلګراپ څخه ډېره مننه .
د ماشوم نوم مو احمد كېښود ، دا ځكه چې دغه زما د مېړه د مرحوم پلار نوم و .
احمد كټ مټ د پلار په څېر غنمرنګه دى . د هغه خورا ښه قدم دى ؛ دده له پيدا كېدو سره سم يې پلار يوه درجه ترفع وكړه اومعاش يې څوارلس سوه ليره شو . په زړه پوري يې لا دا چې حكومت هغه ته د اولاد د معاش په نامه لس ليره حواله كړل . خو زه بايد نور كار پرېږدم ، ځكه څوك نشته چې د احمد جان پالنه وكړي . ته خبره يې چې اقتصادي حالت مو دومره ښه نه دى چې هغه ته خدمتګاره ونيسم .
په تر كيه كې د مزدورانو او خدمتګارو بيي ملا ما توونكې دې . له بلې خوا په هغوى باور هم نشم كولاى .
نو زه مجبوره يم چې استعفا وړاندې كړم . خواښې مې هم وايي چې د كوچني مور بايد كار ونه كړي .
زما په اند هغه ښه وايي ، ځكه چې د لمسي د ارامولو او پرېوللو توان نه لري . خو بايد ووايم چې پر كور د كښېنستو په صورت كې به مې لاسته راوړنې ډېرې لږ شي .
د زړه له تله دې نېكمرغه غواړم
ستا مېرمن ناهيده
* * *
استانبول ، نولس سوه و . . . كال ، د سپتمبر څلورمه .
ګرانې ورا !
ډېر مې ژوند سخت دى . يو صميمي او پتمن دوست ته زياته اړتيا لرم . . .
ځان بېخي يوازي او بې كسه راته ښكاري . ټاكل شوې ده چې مېړه مې عسكرۍ ته را څخه بوځي . په لومړي سر كې ددې خبرې په اورېدو خوشاله شوم ، ځكه فكر مې كاوه چې د هغه له تګ سره به د احمد جان پالنې ته ښه وزګاره شم خو وروسته له داسې ستونزو سره لاس و ګرېوان شوم چې پوښتنه يې مه كوه .
د دوى د قانون پر بنسټ بايد له مېړه څخه طلاق واخلم. نژدې دى چې لېونۍ شم . كه هغه طلاق رانه كړ نو بايد خپله د كار ټوله دوره د افسرۍ يا عسكرۍ پر ځاى په ساده توګه بشپړه كړي .
چې مظفر دا بيان را ته وكړ تر سهاره مې اوښكې نه درېدې . سهار مې له هغه څخه وپوښتل :
_ يو له بله څومره سره ګران وو ، دا دى اولاد مو هم پيدا كړ ، اوس څه وشول چې لاسونه سره ايله كوو ؟
خو زما ټولو ساندو او نارو هيڅ ددې بې منطقه قانون مخه ونه نيوله . له هغه څخه مې وپوښتل :
_ زه خو د اساسي قانون له مخې مسلمانه او تُركه شوې يم ، پر ما باندې ولې د يوې بهرنۍ قانون پلى كېږي ؟
هغه په ځواب كې زياته كړه :
_ ته زما د عسكرۍ او نظامي دندې له امله بهرنۍ ګڼل كېږې .
مېړه مې هم زما په شان اندېښمن او ځورېږي . پرون يې تر ورځو _ ورځو خبرو اترو وروسته وويل :
_ زما اوستا تر منځ نكاح كوم مفهوم نه لري ، راځه د
كورنۍ محكمې په رايه سره بېل شو ، ژمنه در سره كوم چې د نكاح تر ما تېدو وروسته به هم كوم بدلون را پكې رانشي . چې عسكري بشپړه كړم بيرته به دې په نكاح كړم .
د هغه خبره مې ومنله ،ځكه هغه څوك چې د روح غوندې يو له بله سره ګران وي نكاح او واده بېځايه تشريفات ور ته ښكاري . موږ چې سره يو ځاى يو نكاح يا نه نكاح هيڅ تو پير نه راته لري .
سبا مو د اختلافاتو د حل محاكمه پيلېږي . هلته به په ډاګه كړم چې ګواكي له مظفر پرته د ګولې ډوډوۍ څوك نه لرم او هغه زما كفيل دى . ددې كار لپاره مې مېړه دوه ، درې شاهدان لا د وخته په پيسو نيولي دي . كه له دې سگره _ سره مظفر محكمې ته په قناعت وركولو كې پاته راغلى نو طلاقه به مې كړي .
ستا كمبخته دوسته ، ستا د ليك په هيله
ستا مېرمن ناهيده .
* * *
انكره ، نولس سوه و . . . كال ، د اپريل دويمه .
ګرانې ورا !
دا ليك له انكرې څخه درته ليكم . مظفر د افسرۍ پوهنځى پيل كړ . ددې لپاره چې هغه مې يوازي نه وي پرې ايښى نو په انكره كې مې يو وړوكى كور كرايه او همدلته اوسم. تا ته مالومه ده چې د كډې وړل زياتې پيسې غواړي، ځكه نو اړه شوم چې ځنې شيان وپلورم . له بله پلوه د مظفر له معاش څخه هم خلاصه شوم ؛ اوس د هفه له لوري هيڅ نه راځي ، او زه بېكاره يم . ځكه دومره زړه نشم كولاى چې احمد بل چا ته پرېږدم او خپله كار وكړم . ژوند په هغه محدود بچت سمبالوم چې په بانك كې يې لرم . وبه ګورو چې خداى څه پېښوي ؟ !
كه مې دا پيسې هم تمامې شوې نو كېداى شي چې د مور توب پر احساساتو پښه كېږدم او د احمد له خيال ساتلو پرته كار پيل كړم .
احمد په دې شپو ورځو كې لږ _ لږ ګړېږي او ډېر ښكلى شوى دى . نشم كولاى چې د طلاق له امله يې اوسنى نوم واړوم ؛ ناچاره يم چې نوم يې زما له كورني نوم څخه همداسې بېل ( تُرك ) پرېږدم .
ستا مېرمن ناهيده
انكره ، نولس سوه و . . . كال ، د مى شپږمه .
ګرانې ورا !
زه هم د زرګونو ښځو په څېر بد بخته او بېچاره شوم . زه نوره له مظفر سره له نكاح پرته ژوند نشم كولاى .ښايي چې مظفر د افسرۍ پر ځاى يو ساده عسكر شي . دا ددې هېواد قانون دى او څوك د هيڅ نيوكې حق نشي پر لرلاى . كله چې نوموړى قانون له شرعي او عرف څخه بېخي لېري راته وبرېښېد نو خپل ګرېوان ته مې وويل :
_ خا مخا مظفر راڅخه زړه تورى شوى دى چې داسې خبرې كوي .
كله چې مې هغه مخته د اساسي قانون كتاب وغوړاوه نو پوه شوم چې دده په اړه تېروتې يم .
له بله پلوه د هغه قانون پر بنسټ چې پر 1927 كال د دوو غونډو په پايله كې تصويب شوى دى كه يو تُرك ځلمى له يوې
بهرنۍ سره واده وكړي او نكاح يې تړل شوې ، يا نه وي ،
افسر كېداى نشي .
څه چې مې دلته ځوروي بهرنيتوب دى .
له مظفر څخه مې وپوښتل :
_ زه به دې ټولنې ته څه تاوان ولرم ؟
هغه زياته كړه :
_ دا مهال زما سره د اوسېدو په صورت كې كېداى شي د يوې بهرنۍ جاسوسې په تور تورنه شې .
ددې خبرې تر اورېدو وروسته مې هم په شپو او ورځو وژړل . زه څنګه د دولت پر ضد جاسوسي كولاى شم ؟
له مېړه څخه مې و پوښتل :
_ پلانى مشر چې شل كاله يې په اروپا كې ژوندكړى دى ولې جاسوس نه ګڼل كېږي ؟
هغه وويل :
_ دا ځكه چې هغه مخكې تُرك و ، وروسته بهر ته ولاړ .
_ ستا د ارمنستاني دوست چې اوس ډاكټر ،يا هغه ملګري چې سوچ بهرنى او دا مهال د شورا وكيل دى په اړه څه وايې ؟
په غوسه يې وويل :
_ ګرانې نور ځان مه په عذابوه ، په دغو شيانو مې سر نه خلا صېږي .
ګرانې ورا ! زه هم د خپل مېړه غوندې ددې ملت په كارونو نه پوهېږم . له څو ورځو را په دې خوا مظفر نور كور ته نه را ځي . يوازي زه او زوى سره پاته يو . پرون يې خبر را كړ چې ژر تر ژره بيرته استانبول ته ولاړه شم .
يواځنى شى چې ماته ارام او سكون را بخښي ستا ليكونه دي نو هيله ده چې د ليكونو لړۍ دې ونه شكوې .
ستا بېچاره مېرمن ناهيده .
* * *
استانبول ،نولس سوه و . . . كال ، د جون درېيمه .
ګرانې ورا !
د كور تر ټول سامان پلورلو وروسته استانبول ته د خواښې كره ورغلم . هغې مې په ډېرمات زړه هر كلى وكړ . يوه ورځ يې په ډانګ پېيلي را ته وويل :
_ ستا له واده سره مې د زوى لاس تورې پيشو وڅټى .
هلته مې يوازي درې شپې وكړاى شوې . اوس په يو درېيم لمبر هوټل كې اوسم . څو ورځې مخكې مې پخوانۍ موسسې ته د كار كولو وړانديز وروړ خو پخوانى رئيس يې تبديل شوى و . د هغه معاش هم چې ما غوندي تُرك شوى و پنځه زره ليره و .
كله چې د هغه په تبديلي خبره شوم نو د هر څو معاش په مقابل كې كار كولو ته حاضره شوم .خو د موسسې چارواكو وويل :
_ د اوس لپاره كار نشته ،كه په راتلونكي كې پيدا شو خبر دركوو .
ما پنځه زره ليره معاش ،دين ،ملت او مېړه ټول له لاسه وركړل . تر ټولو بده يې لا دا چې د مور مينه او زړه هم را څخه بېل شول .
اوس نه پو هېږم چې څه وكړم ؟ غواړم چې د ليك له لارې مې له مور څخه پيسې وغواړم ؛ يوازي دومره پيسې چې ځان تر تاسو درورسوم .
ستا د ليدو په هيله
ستا مېرمن ناهيده
* * *
ډېرې ګرانې ورا !
مور مې راته ليكلي و چې په هيڅ ډول يوې مسلمانې ته په كور كې ځاى وركولوته نه ده تياره . آن د سپر لپاره يې هم څه نه و رالېږلي او ليكلي يې و :
_ مرسته له هغه چا وغواړه چې اسلام دې ورته راوړى دى.
مظفر ته مې څو ځله ليكونه ولېږل خو ځواب يې نه شو مالوم . اورېدلي مې دې چې يوه نجلۍ يې پر خپل نامه كړې ده.
لارښوونه راته شوې ده چې د زوى د نفقې لپاره محكمې ته ورشم . كه څه هم چې دې كار ته مې زړه نه كېږي خو د مېړه په تناسب يې مناسب بولم .
سپېڅلي سلامونه مې ومنه !
ستا ناهيده او پخوانۍ ناتالي .
* * *
دا وو د ناتالي څو ليكونه . يا ښايي ووايم د مسلمانې ناهيدې هغه ليكونه چې په زياتو كړاو مې تر لاسه او ستاسو تر نظر مې تېر كړل . البته ډېر لېوال وم چې ددې نامسلمانې ، وفادارې او ښندونكې برخليك تر پا يه وڅارم خو له بده مرغه ونه توانېدم او هيڅ پوه نه شوم چې هغه څنګه او څه شوه ؟!
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه