آب و هــوا
اجازه راكړئ چې لومړى ښاغلى سعيد درو پېژنم . كه وغواړم چې يو بې بويه او
بې خاصيته څو ك په يوه ژوندۍ بېلګه كې دروښيم نو ښاغلى سعيد يې بهترينه
بېلګه ده . هغه نه د مړو د پاتا دى ، نه د ژوندو د دل آسا . آن كه يوه ورځ
ترې وپوښتئ چې :
_ سعيد صاحب په دې هېواد كې څو ګوندونه شته ؟
ځواب نه دركوي ؛ يوازي پر اوږو لوړولو او شونډو بڅولو بسنه كوي .
سعيد صاحب ډېر عزتمن او ادبناك دى ، كه څه هم تر ما يوازې لس كاله مشر دى
خو له تګ او رفتار څخه يې ټول خلګ فكر كوي چې پلار مې دى . دى د ډېرې لږ
وينا خاوند دى . چې خبرو ته اړ نه ايستل شي نا شونې ده چې خوله خلاصه كړي .
دى له ښاره بهر په يو سراى كې چې د پلار مېراث يې دى له ښځې او يوې لور سره
ژوند كوي .
سعيد صاحب هيله لري چې يو زوم پر كور ور پيدا شي ، ځكه يې نو د سراى خالي
برخه په كرايه نه ده وركړې . نوموړى تمه كوي چې هر څومره ژر يې لورته يو
غوښتونكى برابر او په هغه خالي برخه كې ځاى وركړي .
زه او سعيد هر سهار په اورګاډه كې سره وينو . كه دلته نه وي نو سل په سله
كې په هغې ښاري بېړۍ كې چې موږ خپلو ادارو ته رسوي سره وينو .
د پنځلسو ورځو لپاره مې د هغې سختې ناروغۍ له
امله چې
ګرېوان ته يې لاس را اچولى و له هغه سره بنډار ونه شو
كړاى.
تر لږې روغتيا وروسته ادارې ته د تګ پر لومړۍ ورځ مې هغه په اورګاډه كې
وليد . له اورګاډې څخه د بېړۍ پر لور د پلي تګ پر مهال زموږ د دفتر يو
ملګري له هغه څخه وپوښتل :
_ سعيد صيب څه حال مو دى ؟
خو هغه له ځواب ويلو پرته خپله لاره وهله . بندر ته نژدې د سعيد صاحب يو
دوست ور وړاندي او تر روغبړ وروسته يې ترې وپوښتل :
_ سعيد صيب هوا څنګه ده ؟
له دې سره سم هغه پر مقابل لور تګ ته په ځغاسته ادامه وركړه . چې ورته ځير
شوم څېره يې د هغو مړو ګچو په څېر چې ابي رنګ په ګډ وي اوښتې وه .
د نوموړي ملګري تر پوښتنې وروسته د شا له خوا نارې پسې وهل كېدې :
_ سعيد صيب هوا څنګه ده ؟ سعيد صيب مسخرې نه كوم ووايه هوا څنګه ده ؟
هغه له دې پوښتنو څخه تنګ و خو هڅه يې كوله چې په ورځو كې يې خم رانشي او
داسې وښيي چې دا خبرې څه ارزښته نه ورته لري .
د بېړۍ په لاندني پوړ كې كښېنستو . د سعيد يو ملګري راغلى :
_ سعيد صيب سلام عليكم !
دا سړى مې ګردسره نه پېژندى . هغه يو داسې سپين ږيرى و چې تر هغې ورځې پوري
مې په اداره كې نه و ليدلى . سعيد هغه ته مخ او زياته يې كړه :
_ سلام دې قربان شم .
_ سعيد صيب څه حال دې دى ؟
_ الحمدالله بد نه يم .
_ خداى دې هر كله روغ لره ، رښتيا ودې نه ويل چې هو ا څنګه ده ؟
سعيد صاحب له ليندده څخه د غشي په څېر چالاكه ولاړ او تر خولۍ پورته كولو
وروسته په بېړه ووتى . ما هم په طبيعت سره نه شو كولاى چې خپل شلكلن ملګرى
يوازي پرېږدم ځكه نو پسې روان شوم.
هغه د بېړۍ برنډې ته ولاړ ، زه هم څو شېبې وروسته پسې ورسېدم او بېله كومې
پوښتنې يې څنګته كښېنستم .
زه پوهېدم چې هغه څه شي غوسه كړى و ، خو زړه مې نه شو كولاى چې ددې كار
لامل ترې وپوښتم او نور يې هم عصباني كړم .
تر بندره دواړه چوپ او ارام وو . له بېړۍ څخه له پلي كېدو سره سم مو د دفتر
يو همكار له سلام سره جوخت له هغه څخه وپوښتل :
_ سعيد صيب هوا څنګه ده ؟
دا ځل زه هم غوسه شوى وم . غوښتل مې چې مداخله وكړم خو څرنګه چې مخكني
مالومات مې نه لرل نو د څه ويلو جرئت مې نه شو كولاى . له بلې خو ا مې زړه
نه منل چې له دې پتمن او با ادبه سړي سره دې هغه په شخړه كښېوځي .
په موټر كې تر سپرېدو وروسته مې له توانه ووتله او ترې ومې پوښتل :
_ سعيد صيب دا څه كيسه ده چې زما سر نه په خلاصېږي ؛ ولې ستا څخه ټول د هوا
پوښتنې كوي ؟
له سر څخه تر پښو تر يو هېښنده نظر وروسته يې راته وويل:
_ ته اوس رښتيا نه پو هېږې ؟
_ نه زه ګردسره خبر نه يم .
_ ډېر ښه ، چې مازيګر دفتر رخصت او په بېړۍ كې كښېنو نو په هر څه به دې خبر
كړم .
د هغې ورځې تر مازيګره مې ټول چرت او فكر په سعيد صاحب كې و . دومره پو
هېدم چې زما د 15 ورځنۍ ناروغۍ په اوږدو كې دا پتمن سړى له يوې پېښې سره مخ
شوى او زه نه يم په خبر شوى .
د هماغې ورځې پر مازيګر مو په بندر كې سره وليدل . هغه هيله وكړه چې په
مخكنۍ بېړۍ كې ولاړ نشو او يوې بلې ته تم شوو . زه پو هېدم چې سعيد صاحب نه
غواړي چې په بېړۍ كې د همكارانو له لوري تر ملنډو لاندې راشي ، ځكه مې نو
څه ونه ويل او بلې بېړۍ ته تم شوو .
په دې ترڅ كې يې يو نيم كېلو اومه ماهيان رانيول او لږه شېبه وروسته د لس
باندې اته بجې په بېړۍ كې سپاره او د خپلو كورونو پر لور وخوځېدو .
د ماهيانو لنده بل پاكټ لوند او امكان يې لاره چې څو دقيقې وروسته څيري او
ماهيان ترې ولوېږي .
د سعيد صاحب چې پام شو نو د هغوى لكيانې يې ټينګې ونيولې او هڅه يې كوله چې
له لاسه يې ونه وزي .
لا د بېړۍ په بلۍ كې كښېنستيلي نه وو چې را څخه و يې پوښتل :
_ ته نو په موضوع نه يې خبر ؟
غيبي د دفتر يو همكار راپيدا او پوښته يې وكړه :
_ سعيد صيب هوا څنګه ده ؟
هغه له ځوابه پرته له ځايه اوچت ، د بېړۍ دسالون پر لور
روان او زه هم په پسې شوم .
چې په سالون كې ځاى پر ځاى شوو نو زياته يې كړه :
_ ګرانه ملګرې له ځان سره دې ډېر پام كوه چې څوك مازي دا ډول د هوا او داسې
نوروشيانو خبرې درسره پيل كړي نو سمدستي فرار ته پر قرار ترجيح وركوه . كه
پر تېښته بريالى شوې نو پام كوه چې هيڅ ونه وايې ځكه دوى يې له هوا څخه
پيلوي ، ته به هيڅ ډول د خطر احساس نه كوې خو هغوى تر هوا وروسته د اوبو
موضوع ته ځي . د آب و هوا تر بحث وروسته خبره د خاورې او ځمكې پر لور بيا
يې . ناڅاپه به يو وخت پوه شې چې په بحث او مجادله دې پيل كړى دى .
نژدې لس ورځې وړاندي په اورګاډه كې د يو سړي څنګته كښېناستم ، تر 2 _ 3
دقيقو وروسته هغه وويل :
_ څومره بده هوا شوه ؟
ته پو هېږې چې له دا ډول خلګو څخه مې ښه نه راځي ځكه مې نو ځواب ورنه كړ .
څو شېبې وروسته يې بيا وپوښتل :
_ قربان تر دې ښكلې هوا ؟
پو هېدم چې كه ځواب ورنه كړم بې ادبي ده ، ځكه مې نو ورته وويل :
_ بلې !
باور وكړه چې له دې پرته مې بل تورى هم تر خولې نه دى راايستى .
نوموړي زياته كړه :
_ سږكال لكه چې باران نه كېږي ؟
د هغه د خبرو د مخنيوي لپاره مې ځواب ورنه كړ .
_ صيب ستا په خيال همداسې نه ده ؟ سږ به باران ونه اوري ؟
د دوو اولادو په سر كه مې له ( بلې ) پرته بل څه ورته ويلي
وي . اخير د هغه ددې پرلپسې پوښتنې " لكه چې سږ باران نه كېږي " پر وړاندې
ونه توانېدم چې ووايم :
_ نه خير اوري .
ځكه كه مې له دې خلاف ځواب وركړى واى نو مجبوره وو چې څو ساعته مو يو له بل
سره بحث كړى واى .
په جديت سره يې وويل :
_ صيب پوهېږئ چې د اوبو د نېستۍ له امله پر خلګو څه تېرېږي ؟
بيا مې هم ځواب ورنه كړ .
_ صيب خلګ د اوبو له نشتوالي څخه په بد حالت كې نه دي؟
_ ولي نه .
_ كه باران ونه شو نو قحطي به ټول وطن پر سر واخلي . اورېدلي مې دې چې په (
آنادولو ) كې دغنمو غټ پټي د اوبو د نشتوالي له امله له منځه تللي دي .
ځواب مې ورنه كړ .
_ صيب همداسې نه ده ؟
_ بلې همداسې ده لكه تاسو چې فرماياست .
_ هغه وخت نو مجبوره يو چې د اړتيا وړ غنم بيا له خارجه راوغواړو .
_ ولې نه .
_ دا زموږ حكومت خو ګردسره دولت نه دى . هغه دولت نو په څه درد خوري چې د
ملت ډوډۍ نه شي برابرولاى .
پوه شوم چې سړى موضوع كرار _ كرار د حكومت په ډول ، دولت او ملت پورې تړي .
هيڅ باور مې نه راتلى چې يوه موضوع
دې له آب و هوا څخه پيل او پر دولت باندې دې په نيوكو پايته
ورسېږي.
_ ستاسو په نظر همداسې نه ده چې دولت وطن سم نه شي اداره كولاى ؟
كله چې مې وليدل چې خبره سمه دمه پر ملت او دولت را چورلي نو تر ( هو او نه
) هم تېر او هيڅ مې نه ويل .
نه پو هېږم چې څرنګه يې له آب و هوا څخه بشپړه پايله تر لاسه او دولت ته يې
يووړه . د اورګاډې له كوپې څخه يوې ګوښې ته ولاړم ، خو هغه پرېښېدو والا نه
و ؛ سمدستي راپسې راغلى . له دې سره جوخت يې د چپلاخو د باران په ترڅ كې را
څخه وپوښتل :
_ همداسې نه ده ؟
_ صيب ولي نه ، همداسې ده ! . . .
باور وكړه كه مې مازي ( نه ) ورته ويلي واى مخ يې په چكو را پړساوه .
_ ورځ په ورځ خوراكي مواد او د ژوند د اړتيا شيان لوړېږي ، ددې ټكه وهلي
ملت حال به اخير څنګه شي ؟
البته دومره وتوانېدم چې ووايم :
_ نه خير زموږ په هېواد كې د ګرانۍ پر ځاى نعمتونه ورځ تر بلې زيات ليدل
كېږي .
نه مې غوښتل چې رښتنى وږغېږم ځكه مې نو پر هماغه (بلې) بسنه وكړه .
_ دا بېچاره ملت بايد څه وكړي ؟
ځواب مې ورنه كړ .
_ همداسې نه ده ؟
_ بلې ، دغسې ده .
البته دا ( بلې ) مې پر سينه له درانه سوك خوړلو وروسته پر ژبه راوړ .
په ډېرې بې صبرۍ ځايته د رسېدو په تمه وم ، له ځان سره
مې وويل :
_ له اورګاډې څخه په كوزېدو سره به يې له لاسه خلاص شم .
نوموړي بيا _ بيا خپلې دندې ته ادامه وركوله او له هر ګذرا وروسته به يې
راڅخه پوښتل :
_ همداسې نه ده ؟
ما هم له سوكانو څخه د ځان ژغورنې لپاره د هغه خبرې تائيدولې . كړكۍ ته يې
دومره تخته كړى وم چې ماويل همدا اوس به مې له اورګاډې څخه لاندې ګذار كړي
.
نوموړي چې تر پايه مې ونه پېژاد دا ځل د چكې پر ځاى په غبرګو سوكانو پر
ورنونو ووهلم او ويې ويل :
_ همداسې نه ده ؟
د ورنو نو د درد تر تسكين او مښلو ورسته مې ورته وويل :
_ بلې صيب لكه چې واياست هغسې ده .
له دې چلند څخه يې رازي وم ، خو څو شېبې وروسته يې د توت د څانګو په څېر
څنډلم او غوښتل يې چې خبرې ورسره ومنم.
پر ځمكه پرې ايستل او بند پر بند په ډانګ وهل مې تر دې بيا_ بيا ځورونې
غوره وو .
څه سر به دې خوږوم د كشولو ، سوكانو ، چكو ، لغتو او مور و خو ر ښكنځلو تر
باران لاندې ځايته ورسېدم . له اورګاډې څخه تر پلي كيدو روسته له هغه څخه د
ځان ژغورنې لپاره مې په ټيټ سر د بندر لار ونيوله او څو شېبې ورسته مې د
خلګو تر منځ له نظره ګوښه شو .
ښه مې ياد دې ، د بېړۍ دويمه پله لا جګه شوې نه وه چې درې ځله پر اوه
وټپېدم . كه مې كتل پوليس راته ولاړ و:
_ لطفاً د څو د قيقو لپاره افسر صيب ته تشريف راسره
يوسئ .
د افسر د نوم له اورېدو سره مې بڼه والوتله . ته ښه پوهېږې چې ما په خپل
ژوند د پوليسو مشر نه و ليدلى ، خو څه مې كړي واى ؟
له نوموړي سره وخوځېدم .
د افسر كوټې ته له ننوتلو سره سم مې هماغه سړى چې تيار ولاړ و وپېژندى . د
هغو دوو مساپرو شته والي چې په هماغه ډبه كې راسره وو نور هم اريان كړم .
له ځان سره مې وويل .
_ خامخا ددوى زړه راباندې سوى او له نوموړي سړي څخه په شكايت راغلي دي ،
ځكه مې نو افسر ته وويل :
كه نورو هم له دغه ښاغلي (!) څخه شكايت كړى وي نو زه هيڅ شكايت نه ترې لرم
.
افسر زياته كړه :
_ له هغه څخه چا شكايت نه دى كړى بلكه دوى له تا څخه په شكايت راغلي دي .
بارو مې نه راتلى چې هم دې يو څوك د پوچ و رد په مقابل كې ( بلې _ بلې )
ووايي ، هم دې سوكان او لغتې وخوري او هم دې خلګ شكايت ترې وكړي .
نوموړي كس افسر ته مخ او زياته يې كړه :
_ صيب دغه دوه تنه هم شاهدان دي چې داسې څه نه و چې دغه ښاغلي (1) ونه ويل
. اوس خپلې ټولې خبرې په ما پوري تړي .
په بېړه مې وويل :
صيب دا ما نه دې كړي . قسم دى چې دا ټولې ده پخپله وكړې !
دوو شاهدانو زياته كړه :
_ سم وايي ،دا ټولې خبرې دغه ښاغلي وكړې ، منتهى
ده په بلې_ بلې ورسره تائيدولې .
نوموړي زياته كړه :
_ د ستر ګو ليدلى حال درته وايم . وګوره دا ورور څه وايي ؟ زه يوازې په بلې
_ بلې ګنا كار يم .
سعيد د ماهيانو د پاكټونو په سمبالولو بوخت شو . په بېړه مې ترې وپوښتل :
_ ښه نو بيا څه وشول ؟
_ هيڅ ، وروسته يې د پلټنې لپاره د قاضي كوټې ته بوتلم . ټاكل شوې ده چې د
همدې تور له امله محاكمه شم .
_ ودې نه ويل چې نوموړي ولې ستا له لاسه شكايت وكړ ؟
_ كله چې د پوليسو له ماموريت څخه را ووتلو ددې كار لامل مې ترې ولوښتى ،
هغه وويل :
_ ستا له ( بلې ) څه ماته دا څرګنده شوه چې د زړه له تله يې نه وايې ؛
ووېرېدم چې ته زما له لاسه شكايت ونه كړې او په دې توګه بندي نشم نو مې وار
وړاندي او ددې پر ځاى چې ته له ما څخه شكايت وكړې ، ما ستا څخه وكړ .
ومې ويل :
_ ښه وروره چې دومره ډارن يې نو دا محكمه و كش ، پش ولې جوړوې ؟
_ څه وكړم ، نور مې د ځان واك له لاسه وركړى دى ،ته ښه پوهېږې چې ددې وطن
ټول خلګ غواړي چې د زړه هرڅه پر ميدان كړي . خو دوې موضوعګانې ددې كار د
مخنيوى لامل كېداى شي ؛ يو دا چې د زړه د درد د شريكولو څوك نه شي موندلاى
، او بل دا چې هر څوك چې نه شي كولاى د خپلو اولادونو او ښځې له خيره تېر
شي نو په عوامو كې زور زياتى را منځته كوي او زموږ د هېوادوالو له بد حالت
څخه سر ټكوي . له همدې امله خلګ اړ دي
چې له آب و هوا څخه يې پيل او له دې لارې اصلي قضيې ته ځان
ورسوي .
سعيد صاحب له يو سوړ اسوېلي سره وويل :
_ توصيه درته كو م؛ هر چاكه له آب و هوا څخه درته پيل كړه، سمدستي ترې تښته
. كه نه نو زما په شان په د بدبختۍ په لومه كې ښكېل شې .
تر لنډې خندا وروسته مې ترې وپوښتل :
_ سعيد صيب ! اوس نو وفرماياست چې هوا څنګه ده ؟
له دې سره سم يې په غوسه ماهيان پورته او پر سر مې د يوې سختې ضربې درد حس
او پر سترګو مې توره پرده راغله . كله چې پر سد شوم او خپلې جامې مې په
سختى سره وپېژندې نو پوه شوم چې سعيد صاحب وخت لا راڅخه تللى او ځان يې تر
بندره رسولى دى .
