دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه ديموكراسي بنده ده
مغزنه كوفـته
څرنګه چې زه له يوې نسمارې كورنۍ څخه يم نو مغزنه كوفته مې زيا ته خوښېږي .
نه پو هېږم چې ستاسو يې د پخېدو چم زده دى كه نه ؟
زما خداى بخښلي مور به يوه اندازه تورې غوښې په ځانګړي هاون كې وكوټلې او وروسته به يې لږڅه سپين اوړه پر مخ ورودوړول . تر دې وروسته به يې دا غوښې پر وړو _ وړو برخو ووېشلې او د چرګې د هګۍ په اندازه واړه ګينان به يې ترې جوړ كړل . وروسته به يې چار مغز ، وچ الوبالو ، سره شوي پياز او دا ډول نور شيان په مهارت د هر ګين په نس كې ځاى او د موښلو په واسطه به يې بيرته لومړني شكل ته وګرځول . البته چې پلار به مې معاش اخيستى او پيسې به يې زياتې وې نو هغې به دا كوفته تر پخولو وروسته په هغو اوبو كې چې غوړي او سره شوي پياز به پكې موجود وو په كړايي كې سره كوله . خو چې په كوركې به مو پيسې پېرۍ وې نو په بسم الله به يې د پيازو په اوبو كې پر پخولو بسنه كوله .
له هغه راهيسې كلونه _ كلونه كېږي او دا دى اوس زه د څو نارينه او لادونو څښتن يم . له ماشيني زمانې سره كوفته هم يوڅه هېره شوې ده ؛ بدلون پكې راغلى دى .
هو ! دا هغه كوفته ده چې كه مو يې د خوړلو چم نه وي زده نو د نوش جان كولو پر مهال به د مخامخ ناست تن مخ
او كالي په هغې كې د ځاى پرځاى شوي ګاز په واسطه په
غوړو او كوټلو غوښو ككړ كړئ .
ښځه مې هغه د پخوا په څېر كوفته نه پخوي ؛ هغه ددې پېړۍ له چټكتيا او پرمختګ سره سم د كوټلو غوښو تر لوله كېدو او په هغوى كې د څو ډوله وچې مېوې ګډولو وروسته په مجمه كې اوډي او ماته لارښوونه كوي چې د كوڅې نانوا ته يې يوسم چې په دې ترتيب زموږ د غرمې يا ماښام غذا د نانوا صاحب په داښت كې تيارېږي . زه هم د هغو احمقانو پلرونو په شان يم چې مشران زامن نه لري او هر كار پخپله ترسره كوي . د كور ټوله سودا ؛ د خواښې له جاكټ څخه نيولې بيا د خوښنې تر كمربنده ، او نانوا ته د كوفتې له وړولو څخه نيولې بيا د ماشومانو تر ټوپۍ رانيولو پوري ټول پر ما دي .
زه دا هر څه په عجيبه شوق او مينه د يو متر او څلوېښت سانتۍ قد په واسطه ترسره كوم .
كله چې له نوموړي ګردۍ مجمې سره چې خوندروه كوفته پكې اوډل شوې وي د نانوايي پر لور روان يم نو هيڅوك مې يوه شېبه هم نه شي تمولاى .
معمولاً كوفته په ينم ساعت كې تيارېږي . زه له وخت څخه په ګټه د څنګ په سماوار كې دوې ،درې چاى له دشلمې سره نوش جانوم .
بايد ووايم چې كورته د ستنېدو پر وخت له مجمې څخه كار نه اخلم ؛ مغزنه كوفته په هغه توبره كې چې مخكې مې لا له ځان سره راوړې وي اچوم ، مجمه تر بغل لاندې نيسم او په بېړه د كور لار په خوله وركوم .
هغه ورځ هم د تل په څېر په توبره كې د پخې كوفتې اچولو او تر بغل لاندې د مجمې نيولو وروسته د كور پر لور وخوځېدم . تر خپلې كوڅې لا رسېدلى نه وم چې د دوو ، درو
زرو په شاوخوا كې خلګ له يوې كوڅې څخه د نانوايي پر لور روان
وو .
ځينو يې نارې وهلې :
_ مرده باد !
ځينو بيا دا چغې وهلې :
_ مرګ پر . . .
ځينو ويل :
_ راځئ بچيانو وړاندي !
دا وخت مې پام شو چې له دې لويي توبرې او يو متر مربع مجمې سره د هغوى تر منځ نشم تېرېداى ځكه مې نو ځان يوې ګوښې ته ورساوه . يو ځوان چې تر ټولو وړاندې روان و ټولو ته نارې وهلې :
_ ملګرو راځئ ! ګرانو مخته راځئ !
په دې وخت كې يو ځوان چې هيڅ مې نه پېژندى زما پر لو ر راغلى ، له ځان سره يې ملګرتيا ته وهڅولم او له لاسه مې يې د مجمې په كشولو پيل وكړ .
زه د هغه پر وړاندې يوازي ددغو كليمو پر ويلو بريالى شوم :
_ ايله كړئ ، دا د كوفتې مجمه ده ، په توبره كې كوفته خوړينه شوه !
خو هغه په بېباكۍ شو ر راسره جوړ كړ :
_ راځه . . . دا ددې خبرو وخت نه دى ، نه وينې چې هېواد مو له منځه ځي ؟
نور ونه پو هېدم ، خو كله چې پر سد شوم د هماغې كوفتې له توبرې ، يو متر مربعي مجمې سره په داسې حال كې چې شپو مې پر سترګو پرته وه د مظاهره والو تر منځ را ګير وم .
څنګته مې نژدې سړي خپل ملګري ته مخ او زياته يې
كړه :
_ پر دغو خلګو بايد په رښتيا ايمان راوړو . كه د دوى سمه روزنه شوې واى نو له هيڅ راز قربانۍ څخه يې سره نه ګرځاوه . د بېلګې په توګه دغه ښاغلى وګوره (ګوته يې ماته نيولې وه ) دا سر تېرى او ځان تېرى واقعاً د ستاينې وړ دى ، موږ داسې چا ته چې د خپلو مسلمانانو د حققو لپاره د سپر پر ځاى له سينې څخه كار اخلي اړتيا لرو ! . . . خداى خبر چې په دې توبره كې به يې څه شي وي ؟
كه مې ورته ويلي واى چې په توبره كې مغزنه كوفته ده نو خامخا به يې خوړلې واى .
يو بل مظاهره كوونكي وويل :
_ وروره كه ستړى شوى يې مجمه به دې زه درسره يوسم . دا جنګ او جهاد د ټولو دى ، ښه به دا وي چې د دفاعي وسايلو په وړلو كې ټول برخه واخلو .
_ نه ، هيله كوم ، خپله يې وړلاى شم .
_ له ځمكې سره د مجمې له لګېدو څخه ښكاري چې ستړى شوى يې ؟
_ پروا نه لري . آيا موږ د هېواد له نجاته پرته بله موخه لرو؟ په دې لاركې لوېدل ، غوځارېدل يا نه غوځارېدل كوم ارزښت لري ؟
اى كاشكي مې ژبه لال او دا جمله مې نه واى ويلې ؛ ددې خبرې له پايته رسېدو سگره سم ټولو زما په افتخار نارې او شعارونه پيل كړل . غوښتل يې چې پر لاسونو مې پورته كړي خو د كوفتې د خوړنېدو له امله مې هيله ترې وكړه چې له دې كار څخه تېر شي .
ټول زما په اړه ږغېدل :
_ اصلي وطن فرست نو دغه دى . انسان بايد دمسلمان
د پر مختګ لپاره كار وكړي . داسړى د يو ايماندار شخص نمونه ده .
_ لار وركړئ چې مخته ولاړ شي .
_ مهرباني وكړئ لومړي صف ته ولاړ شئ .
پر هماغه ځاى د پاته كېدو لپاره مې چې هر څه زارۍ اوننواتې ورته وكړې نه يې كومه ګټه وكړه او نه يې زما خبرې ته پام وكړ . د مينه ناكو نوكارو او چكو په بدرګه يې له هماغو جنګي سامانونو سره لومړۍ كرښې ته واستولم ، ځكه دوى زماغوندې سر تېري او بېباكه چا د شته والي پر اړتيا عقيده لرله.
كه يې پرې اښى واى له هماغه ځايه مې مظاهرې ته ادامه وركوله ، خو په ټېله _ ټېله يې ډېر زيات وړاندې بېولى وم .
يو وخت مې پام شو چې له خپلې توبرې سره په يو قوي او چاغ سړي چې تر ټولو لويه د شعار لوحه يې په لاس كې او لس ، شل ګامه له ټولۍ څخه لېري روان و پسې وم .
پنځوس ، شپېته ګامه لا نه وم تللى چې دوه تنه ځوان پوليسان مې تر څنګونو راسره روان او داسې ځير وو چې يو جزوي حركت مې يې لا له نظره نه پاته كېدى .
د ښار يو لوى ډګر ته له رسېدو سره سم مې وليدل چې يوه بله ډله ځوانان ، چې لږ شېبه وروسته پوه شوم چې د مخالفينو ډله ده مخته راولوېده . ددې پېښې په ليدو ډېر خوښ شوم ، ځكه ډېر ښه فرصت و چې له ګډوډۍ څخه په ګټه مې كوفته روغه رمټه تر ښځې رسولې واى .
په داسې حال كې چې تېښتې ته مې لار او نقگشه سنجوله د مظاهرې له مخكښانو څخه يو رانژدې او په غوږ كې يې را ته وويل :
_ انډيواله ښه دفاع به كوې !
_ هيله ده چې يو بل ته تاوان ونه رسوو .
_ ښه ، نو كېداى شي ووايې چې په دا توبره كې څه شي دي ؟
_ بلې ، په دې توبره كې كوفته ده ، هغه هم مغزنه كوفته .
ددې خبرې له اورېدو سره يې دومره وخندل لكه سر چې مې ور وبخښى. د هغه د مالګينې خندا د نندارې په ترڅ كې د تېښتې په فكر كې هم وم .
دا فرصت بشپړه لار هواره كړه چې زموږ له ډلې څخه يو مظاهره كوونكى په خبرو پيل وكړي . بېله دې چې ددې كار پايلې ته مې فكر كړى واى په ډېره چټكۍ مې د مقابلې ډلې پر لور ور ودانګل . كه مې هغوى ته ځان رسولى واى هم به مې ځان او هم خپله ګرانه كوفته ژغورلې واى ، خو پوليس فكر وكړ چې زه په دې سنجول شوي بريد مقابل لورى له منځه وړم،ځكه يې نو زما پر لور را ودانګل .
د مقابلې ټلوالې ځينو ځوانانو د تېښتې په حال كې نارې پيل كړې :
_ منډه كړئ په توبره كې يې لاسي بمان دي ! . . .
له دې نارو ،سورو سره تن په تن جګړه پيل او د ښار ارام ميدان د جګړې په ډګر بدل شو .
زموږ د ټلوالې غړو په داسې حال كې چې له لاسه يې توبره راڅخه كښله وويل :
_ ايله كړه وروره ، همدا يې وخت دى !
_ داسې نه شي كېداى . زه مې د ښځې ځواب نه لرم.
_ پرېږده چې له منځه يې يوسم .
_ بابا جانه اوس د كوفتې د له منځه وړلو او خوړلو وخت
نه دى .
_ شته ؟ كومه ده ؟ ولې اوتې ، بوتې وايې ؟ يو چا در ته وويل چې كوفته وخورئ ؟
كله چې پوه شول چې له لاسه مې توبره نه شي ايستلاى نو د هغې د منځ د موادو د راايستلو هڅه يې پيل كړه. غوښتل مې چې ددې كار مخنيوى وكړم ،چې په دې ترڅ كې مې مجمه له لاسه ايله او په ټول ميدان كې يې په لغړېدو پيل وكړ او په داسې شور يې لار لنډوله چې ټولو مظاهره كوونكو له وېرې مخ ورخالي كاوه . هڅه مې كوله چې هغه ونيسم ،چې دا وخت يې توبره له لاسه را څخه وكښله .
بېله دې چې مظاهره كوونكي وپوهېږي چې په توبره كې له كوفتې پرته څه نشته د اټومي بم ، هايدروجني بم او كوبالتي بم په څېر يې پورته او د مخالفينو پر لور يې وغور
ځوله! . . .
تر ځان راته ګرانه كوفته مې كله د مقابلو كسانو پر سر او كله پر سترګو لګېدله او كالي يې په غوړو او كوټلو غوښو لړل كېدل . د هر چا پر سترګو چې به كوفته ولګېده غوړي ، كوټلې غوښې او ميده ګي به يې پر بدن ونښته نو سملاسي به يې چغې كړې :
_ اُف ! وسوځلم . . . آخ ړوند شوم . . . .
او له دې سره به يې ځان پر ځمكه واچاوه .
د مجمې تر لاسته راوړلو وروسته مې بېله ځنډه په خپلې توبرې پسې د ګرځېدو هڅه پيل او ويل مې :
_ پر پدره و مادره مو لعنت شه ټوله كوفته يې را وپاشله، اخير به مې ښځې ته څه ځواب وايم ؟ لږ تر لږه خو مې هغه
توبره راكړئ چې د كوفتې د له منځه تلو درواغ خو مې جوړ
شي .
له دې سره سم د يوې مغزنې كوفتې سخت ګذار راباندې
ولګېد او پر سترګو مې توره شپه شوه . كله چې پر سد شوم د هغې د مغز د خوړلو مخنيوى مې ونه شو كړاى. په داسې حال كې چې سر او بدن مې په لاس پاكاوه د بلې كوفتې واري ته سترګې پر لار وم .
يو همفكره مې ددې حالت له ليدو سره راته وويل :
_ توكه . . . توكه . . . دا كوفته نه ده. دا يې بمان په دې ډول جوړ كړي دي . دايې ځكه داسې جوړ كړي چې پوليس په تېر باسي !
په نا ارامۍ مې ورته وويل :
_ ځه بابا ته هم مست يې . كه پوه شې چې په دې ګراني كې غوښې څومره كېميادي نو دا ځمكه به يې وڅټې .
څه سر به مو خوږوم ، كله چې د دواړو ډلو له خوا د توپونو درانه ګذارونه څه ارام شول نو ايله پردې بريالى شوم چې خپله توبره د يو سړي له لاسه وكاږم .
كه مې كتل په توبره كې لا پنځه دانې پر خپل ځاى پاته وې . له دې سره سم مې د نوموړو د ژغورنې لپاره د تېښتې لار غوره كړه ، خو څو ګامه لا نه وم تللى چې پوليسو ونيولم. يو پوليس چې ډېر خروښېدلى و ، وويل :
_ بې پدره ښه دى چې ومې نيولې ، ته خو هغه يې چې دغه خونړى اخ و ډب دي جوړ كړ !
يو بل تن يې وويل :
_ لكه د سپين دېب جنګ ته چې روان و ، وګوره سپر يې هم له ځان سره راوړى دى . احمقه توره دې نو كومه ده ؟
_ د څه شي توره ؟
_ هو ، همداسې وايه ، خو هيڅوك يې نه در سره مني. څوك چې سپر لري نو توره هم ورسره وي .
او بېله ځنډه يې له خپلو وسلو سره چې د غرمې او ماښام د
ډوډۍ خوړلو له مجمې او كوفتې له توبرې څخه عبارت وې په موټر كې سپور او خپل مشر ته يې بوتلم .
يو چارواكي چې برېتونه يې تر غوږو رسېدلي وو د پېښې د بهير تر اورېدو او دريو كوفتو خوړلو وروسته زياته كړه :
_ په رښتيا چې كوفته وه . د ښځې لاس دې مه شه مات . زما شلېدلې ښځې خو تر اوسه داسې غذا نه ده راته پخه كړې .
نوموړي درې كوفتې نوش جان او پاته دوې يې د لازمو ازموينو لپاره د چاوديدگونكو موادو ازموينځي ته واستولې او زياته يې كړه :
_ سهي ده چې هغه د كوفتې په شكل جوړ شوي دي خو كېداى شي چې ساعتي يا اتومي بم پكې ځاى پر ځاى شوى او يوازي دا يو يې زموږ هېواد ګډ وډ كړي .
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه