دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه ديموكراسي بنده ده
ګرانې خوښ يې كړه
آيا كېداى شي چې د يو كارګر شپږ سوه ليره معاش وي او يخچال دي ولري ؟ نه خير !
مګر زه يې لرم .آيا د پنځو سوو ليرو معاش لرونكى مامور د كاليو ماشين لرلاى شي ؟ نه خير !
خو زه يې لرم ، ټيپ ؟ هغه هم لرم . . . وروستي ماډل مېزونه او څوكۍ ؟ بلې لرم يې .
زه په پنځه سوه ليره معاش د ننني ژوندانه ټول ضروري شيان په كور كې لرم .
ښه مې ياد دي چې دوه كاله وړاندې مې ښځې فقط د دوو څو كيود نه رانيولو له امله له سهاره تر ماښامه ژوند را باندې حرام كړى و .
مابه ددې د وړانديز په ځواب كې ويل :
_ ګرانې لږ صبر خو وكړه ، چې مخامخ سراى خالي او زه يې كرايه كړم بيا نو ژمنه درسره كوم چې هر څه چې دي زړه غواړي درته اخلم يې .
ښځې مې په غوسه اواز پورته كړ :
_ څه دي وويل ؟ پر مابه هم ځان بار وي چې هغې
خرابې ته ځم . ته نه وينې چې بام يې چاودلى دى او سبا و بل سبا نړېږي . چې ټوله دنيا را ته اخلې په هغه هديره كې يوه ثانيه پل هم نه ږدم .
_ ما كله درته وويل چې ته ورشه هلته كښېنه ، ولې اېشې ؟ زه يې فقط كرايه كوم اوهمداسې يې خالي ساتم.
_ ولې ؟ ماغزه دي خراب دي ؟ موږ ګوله ډوډۍ نه لرو ته اضافه سرايونه كرايه كوې .
_ ګرانې په غوسه كېږه مه ، ما د خپل كار نقشه سنجولې ده ، هر وخت چې دي پخپله وليده نو پوه به شې چې مېړه دي څومره مبتكر دى !
د ورځو يوه ورځ مې ښځې زېرى راباندې وكړ :
_ نن د هغه كور دېوال ونړېدى او ګاونډيان ترې كْډه شول.
په داسې حال كې چې له ډېرې خوشالۍ مې ښځه ټينګه په غېږ كې نيولې وه وويل :
_ ګرانې اوس چې دي نو هرڅه د زړه هيله ده له ما څخه يې وغواړه .
_ ګرانه فقط دوې څوكۍ رانيسه .
په ټوكه مې ترې وپوښتل :
_ يوازي دوې دانې څوكۍ ؟
_ ډېرښه ،چې رانيسې يې نو يو دوه دانې مېزونه هم ورسره راوړه .
_ دا څه وايې ؟ بايد له ما څخه ګران شيان وغواړې ، مثلاً لومړۍ درجه د نازوكړي ماشوم جوړه،كټ او داسې نور د خوب موډرن وسايل .
ښځې مې په هېښتيا راڅخه و پوښتل :
_ داسې نه وي چې په دې زاړه سراى كې دي خزانه
موندلې وي او زه نه يم خبره ؟
_ نه ګرانې ، داسې نه ده ، اوس اجازه راكړه چې د سراى له خاوند سره خبرې وكړم .
د سراى په څښتن پسي چې يو دكاندار و يوه اوونۍ
سرګردانه وم . وروسته مې په يوه لرغونې سيمه كې پيدا او سراى مې د مياشتې په پنځوس ليره ترې كرايه او د هغو كسانو په څېر مې ، چې د بخت ازموينې د ټكيټ ستره جائزه يې وړې وي تر كوره ځان ورساوه . ښځې ته مې وويل :
_ ګرانې ژرشه چې بازار ته ځو ، هيله كوم چې هر شى رانيسم مداخله ونه كړې .
لومړى يو پلورنځي ته چې ډول _ ډول يخچالونه پكې ولاړ وو ننوتلو . له پلورونكي څخه مې هيله وكړه چې يو بهترين يخچال راكړي . هغه پوښتنه وكړه :
_ قربان څو نفريزه كورنۍ مو ده ؟
پنځه .
_ دغه ټول اته فوټيز يخچالونه خو ستاسو په مخ كې دي.
_ تر دې لوى نه لرئ ؟
_ صاحب ولې نه ؛ دوولس فوټه هم لرو .
_ ډېر ښه ، دوولس فوټه وړم .
وروسته مې ښځې ته مخ او ومې ويل :
_ ښه ګرانې رنګ يې خوښ كړه .
بېچارې ښځې مې له سره تر پښو وڅارلم او يوازي يې دومره وويل :
_ ګرانه خوښ يې كړه ، دغه رنګ څنګه دى ؟
_ ډېرښه ، نو اخلو به يې ؟
هماغه شېبه مې د خپل ټول ژوندانه خزانه ( سل ليره )
د بيانې په توګه دكاندار ته ور او د پاتو پيسو پور پاڼې چې هره يوه يې 350 ليره يزه وه لاسليك كړې .
تر يخچال رانيولو وروسته يو بل پلورنځي ته ولاړو .
_ ګرانې دغه د كاليو ماشين دي خوښ دى ؟
_ خو . . .
_ خو ،مو ، مه لره فقط خوښوه يې .
_ قسط به څنګه وركوو؟
_ لكه چې ورځپاڼه هيڅ نه لولې . زما د زړګي ګرانې . په دې هېواد كې اخير څوك نه دي پوروړي چې زه پاته شم ؟ تېره شپه دي ورځپاڼه ونه لوستله چې د شورا وكيل د څو تنو مالونه د پور له امله توقيف كړي وو ؟ په نوموړو كسانو كې آن د شورا سناتور او رئيس هم و . موږ ټول پوروړي يو ، تر داسې اندازې چې هغه بېګنا ماشوم چې په زېږنتون كې له موره پيداكېږي هم څلور ، پنځه ليره د زېږنتون پوروړى كېږي .يوازي موږ نه يو پوروړي بلكه دولت مو هم د نورو هېوادونو تر پور لاندې دى .
اوس چې پوه شوې چې ټول پوروړي دي نو پرېږده چې زه هم شم . كله چې پر 2070 كال دولت زما ترفعګانې راكړي د ټولو خلګو پيسې به وركړم .
دا وخت پلورونكى راوړاندي او ويې پوښتل :
_ صيب څه امر ؟
_ د كاليوماشين مو غوښتى .
_ صيب چې څنګه وي ؟
_ په بيه كې خبر نه درسره كوو خو هيله ده چې بهرنى ماډل او بهرنى شى راكړې .
_ بس نو دغه يو سئ . هم يې پرېولي ، هم يې نښتېځي او هم يې وچوي .
_ داسې دانه ، نه لرئ چې پخپله يې اتو هم كړي ؟
_ ولا تر اوسه خو نه دى جوړ شوى ، كه جوړ شو فوراً يې را وړم او تاسو ته خبر دركوم .
_ بس نو همدغه رانيسو . ښه ښځې څنګه ؛ خوښ دي دى ؟ ځكه ته كار ترې اخلې ، نه زه . ښه يې وګوره چې بيا
پښېمانه نشې .
ښځې مې چې تر هغې ورځې يې دوې يوډول نوي جرابې نه وې په پښو كړي وويل :
_ بېخي سم دى .
دا پلورونكي ته مې هم 100 ليره د بيانې په توګه ور او د نورو پيسو پورپاڼې چې هره يوه يې 250 ليره وه لاسليك كړې .
د ماشين تر استولو وروسته د لوازم پلورنځي پر لور وخوځېدو .
خداى دي ددې ډول پېر و پلور رواجونكي مور و پلار وبخښي ، ګنې زه او زما په شان كاركوونكي كله دداسې شيانو څښتنان كېداى شواى .
لوزام پلورنځي ته له ننوتو سره سم مې ښځې ته مخ كړ :
_ ګرانې ورشه خوښ يې كړه !
_ څه شى خوښ كړم ؟
_ مېز او څوكۍ ، كټ او د لوښو كپسچه .
دلته مو هم د پنځو زرو ليرو په شاوخوا كې سودا وكړه او د لډرانو پر لور روان شوو . ښځې مې زياته كړه :
_ حيدر صيب !
_ په كيسه كې يې مه كېږه . تراوسه خو هيڅ نه وو ، پرېږده چې په آئيده كې خو يو څه شو . تر اوسه مو ملا دومره
ټينګه تړلې وه چې د ټولې نړۍ باريك كمري وو ؛ دومره لوږه مو ګاللې چې د نس پوست مو كټ مټ د ډاله د پوست په څېر ګرځېدلى دى . نو بايد وخت له لاسه ورنه كړو ، اخير موږ هم د ژوند حق لرو .
په لډرانو كې د غاليو تر اړولو را اړولو وررسته مو درې تختې غالۍ رانيولې ، د 100 ليرونو بيانې او بې شمېره
پورپاڼو تر لاسليك وروسته مې له ښځې وپوښتل :
_ ښه اوس بايد څه وكړو ؟
_ هيڅ . بايد په زندان كې دي د ليدو په تمه شم .
_ تر اوسه خو داسې نه دي پېښ شوي چې يو څوك دي د پور پر سر زندان ته واستول شي . ورته وايم به چې نه يې لرم ، كه خداى ماته راكړې ، زه به يې دده بندګانو ته وركړم .
_ خداى (ج) دي خير در پېښوي .
_ ښه اوس غواړم چې يوه راډيو او ټيپ رانيسم .
_ دواړه نو څه كوې ؟ يو ټيپ چې رانيسې د دواړو كار كوي . تر اووم پښته مو لا بس دى .
په ټيپ پلورنځي كې تر ټيپ او آغلې راډيو اخيستلو وروسته مې هم له بيانې وركولو سره يو په بل پسې پورپاڼې لاسليك كړې . وروسته مې له ښځې څخه وپوښتل :
_ ښه ګرانې ، نورڅه كم ،مم لرو ؟
_ نور يې بس ده ، نژدې دى چې له دې ډول كارونو څخه دي لېونۍ شم . بس يې كړه .
ښځه مې لاس نيولې بزاز ته بوتله . . .
_ ګرانې هر څه چې دي زړه غواړي وايخله !
_ حيدر صيب . . .
_ حيدر ، حيدر مه لره ورشه د ځان او اولادونو لپاره دي
د ژمي او دوبي كالي خوښ كړه .
له خدايه راضي يم چې له پلورنځي څخه راووتلم بڼه مې د شورا د يو وكيل او د هغه تر همرتبه كمه نه وه .
له هغه ځايه يو بل پلورنځي ته ولاړو او له نمكدان څخه نيولې تر ملاغې ، له كفكره نيولې د ګاز تر نغري مو ټول د پخلنځي د اړتياوړ شيان رانيول . له دود سره سم مې 100 ليره د بيانې په توګه ور او يو شمېر پورپاڼې مې لاسليك كړې .
هماغه شېبه مې ښځې ته مخ كړ :
_ كه دي زړه وي موټر هم در ته اخلم ، خو بايد لومړى يو سخت سرى پيدا كړو چې ضمانت مو وكړي ، ځكه چې هغه تجاران د دولت په مامورينو باور او اعتماد نه كوي .
په يوه ورځ مو هغه كور چې له غوجلې سره يې هيڅ تو پير نه لاره په يوې بې جوړې ماڼۍ بدل شو ، په زياته بيا چې له لوازم پلورنځي څخه رانيول شوي پردې مو پر كړكيو ځوړندې كړې نو په موږ ټولو كې يو ډول سستي او كهالت پيدا او په يو خواږه خيال كې ډوب شوو .
ماښام كورته له تګ سره سم مې ښځې ته وويل :
_ ګرانې دا دى د ژوند موډرن اسباب مې درته واخيستل. اوس نو ته هم بايد زما ددې ټولو كړاونو په مقابل كې يوه وړه قرباني وركړې ، البته دا قرباني له راتلونكي كال څخه پيلېږي .
_ د څه شي قرباني ؟
_ چې وخت يې راشي بيا درته وايم .
په داسې حال كې چې اهل و عيال مې په ناز ونعمت كې ژوند كاوه د پورپاڼو لومړى اخطار مې د كور تر وره راورسېد، خو ما غوږ په ونه ګراوه . كله _ كله چې به مې د سيمې پوستچي وليد ترې وبه مې پوښتل :
_ نن مو څو اخطاريې لرلې ؟
_ حيدر صيب درې دانې .
_ پرون څو ؟
_ څلوردانې حيدر صيب .
نور نو دا له زغمه وتلې خبره وه چې د پوست اداره دي زما لپاره ځانګړى كار وكړي .
د اخطارونو ، بند ليكونو ، زما د نيولو حكمونو او محكوملو د پرېكړو لړۍ پيل او پوستچي بېچاره هم دا هر څه پر وخت
را رسول .
دا ليكونه دومره ډېر شول چې هر پستچي چې به په كوڅه كې وليدم نارې به يې راپسې وهلې :
_ حيدر صيب قلم دي د ادارې د ليكونو د كتاب لاسليك ته تيار كړه !
آن ځينو ګاونډيانو به زما پر اخطاريو شرطونه هم تړل :
_ شرط چې نن حيدر صيب ته درې اخطاريې راشي .
_ شرط په يوه چاينكه قهوه چې ننه حيدر صيب ته څلور اخطاره راشي .
كله چې د سراى تخليه كولو ليكونو په اورښت پيل وكړ نو مې ښځې ته مخ او ومې ويل :
_ ګرانې اوس نو ستا د هغې قربانۍ وخت راورسېد .
_ كه غواړې چې زماڅخه دي د خدابخښلې مور هغه راكړې يادګاري ګوتمۍ واخلې نو ډېر تېر وتى يې . ځكه زه په هيڅ وجه دې كار ته نه يم تياره .
_ نه ،ګرانې زه څه نه در څخه غواړم ؛ فقط مجبوره يم چې درې ، څلور ورځې دي يوازي پرېږدم .
_ چېري ځې ؟ لكه چې ما په كور كې پرېږدې او خپله
ښار ته تښتې ؟
_ هيڅ چېري نه ځم ګرانې ، بلكه زموږ پر مخامخ كنډواله سراى ته شيان وړم ، ځكه چې په ټولو پورپاڼو كې د هغه ځاى پته ليكل شوې ده .
_ بېخي سمه ده ، څه چې وايې كوم يې .
په هماغه ورځ په يوه جوړه شوړېدلو جامو كې له يوې نالۍ او څيري بړستن سره نوموړي سراى ته كډه شوم .
پوره يوه ورځ وروسته ماپښين مهال ور وټكېد . كله چې په څيري پرتوګ كې ورغلم د قومدانۍ څو عسكر ولاړ وو .
په غوسه يې وويل :
_ فوراً به دي د كور ټول شيان ضبط او توقيف كړو .
_ مهرباني وكړئ زما كور ستاسو خپل مال دى .
كله چې مې هغوى كوټې ته راسره ولاړل نو په خپل بستر كې له پرېوتو سره مې د ګامېښو په شان په ژړا او رمباړو پيل وكړ او ورته و مې ويل :
_ هر څه چې مو زړه غواړي د هغو نور په څېر يې راسره وكړئ . دا يو بړستن او توشكه هم راڅخه يوسئ چې زړه مې پر ارامه شي ، زه نور د ژوند حق نه لرم .
يو څارندوى چې زما پر حال يې زړه سوځېدلى و وپوښتل:
_ فكر كوم مخكې هم له يو ناورين سره مخ شوى يې ؟
_ بلې !
_ كورنۍ مو له لاسه وركړې ده ؟
_ نه خير ، ځار زما تر شوخې او بېحيا مېرمنې ؛ له اولادونو سره را څخه ولاړه او ټوله هستي يې پر دې حال را ته پرېښودله .
عموماً اجرائيه مامورين سخت زړي وي خو
نوموړى تن ډېر زړه سواند و . يقين لرم چې نوى مكرر شوى و ، ځكه پر كار لا سم بر لاسى نه و .
هغه زما تر ساندو څو شېبې وروسته په ژړا پيل وكړ ، ژړا نه وه چې ژړا وه ؛ په ډېرې سختۍ يې پر ارامېدو بريالى شوم . هغه وويل :
_ وروره نن خو دي زمازړه كباب كړ . بېخي يې په كيسه كې مه كېږه ، همدومره چې دي حق پر ځاى كړم بس به وي .
_ نه ، دايوه توشكه و بړستن هم واخلئ چې له يخه مړ شم .
_ وروره مه ژاړه ، انشاالله ټول كار به دي سم شي .
پور غوښتونكي چې په قضيه خبر شوي وو د هغې ورځې په سبا ادارې ته راغلل او هر يوه د زاريو په توګه ويل :
_ وروره تر سردي وګرځم . كه يوازي دي د معاش څلورمه برخه قسطونو ته وركړې هم لږېږي ، خو هيله كوم چې لومړى يې ماته راكړې ، په خداى زه سخته اړتيا ور ته لرم .
يو بل تن وپوښتل :
_ انډيواله د مياشتې څو معاش اخلې ؟
_ پنځه سوه ليره .
ددې خبرې له اورېدو سره سړي پر كله پاته څوتاره ورېښتان هم وشكول او په ښكنځلو يې پيل وكړ . . .
په غوسه مې ورته وويل :
_ بې انصافه ښكنځل ولې كوې ؟ چې دومره زورور يې ورشه دولت ته ووايه چگې معاشونه لوړ كړي .
_ اخير زه څومره صبره وكړم چې ته د كاليو د ماشين ، يخچال او غالۍ تر قسطونو وروسته زما قسط چې په مياشت كې يوازي 125 ليره دى راكړې ؟
د پخلنځي سامان پلورونكي وويل :
_ زه هم پيسې غواړم !
لوازم پلورونكي زياته كړه :
_ ښاغلو پرېيږدئ چې لومړى زما قسطونه، چې ايله په 54 مياشتو كې خلا صېږي راكړي . په خداى زه تر تاسو ټولومستحق يم .
يخچال پلورونكي وويل :
_ زه لكه چې نه يم ؟ كه دا ښاغلى (!) غواړي چې زما پيسې ادا كړي نو بايد لس كاله قسط راكړي .
تر غاړې تازه كولو وروسته مې وويل :
_ ښاغلو وړانديز لرم !
_ مهرباني وكړئ .
_ اجازه راكړئ چې پچه واچوم .
ټولو حاضرينو مې په بېړه څېرې ته وكتل . . .
د پچې د حكم له مخې وروستنى تن چې بايد له ما څخه قسطونه واخلي ، لوازم پلورونكى دى .
وروسته مې هغه ته په غټ زړه وويل :
وروره بايد له خپل بد چانس او قسمت څخه ګيله وكړې، خو بېتابه كېږه مه ، چې پر 2070 كال مې دولت ترفعګانې راكړې انشاالله ستاسو ټولو پيسې دركوم
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه