ميـــــرزا
تر يو مخ ناپوهۍ او ناخبرۍ مې دا ښه دى چې د ليسانس دوې پاڼې بريليكونه لرم . له دې
پاڼو څخه يوه دا ښيي چې د ادبياتو پوهنځي د معاصرو ادبياتو له څانګې څخه بريالى وتى
يم ، او بله يې دا څرګندوي چې زه بېچاره سربېره پر دې چې د ادبياتو ليسانس يم د د
فلسفې په څانګه كې هم يوه پاڼه كاغذ چې ليسانس نو مېږي لرم .
دا وخت د ځانګړي كاغذ بيه هره ورځ مخ پر لوړېدو او لږ پاته دى چې تور بازار ومومي .
دغو دوو پاڼو كاغذونو چې بايد زه يې له قانوني ګټو څخه برخمن شم د پخواني تزاري
دولت د نوټونو په شان خپل ارزښت بايللى دى .
د خوند خبره يې لا دا چې زما حماقت پر همدې ځاى پايته نه دى رسېدلى بلكه د فلسفې
فوق اليسانس دوره مې هم بشپړه كړې ده .
زما ټولګي وال يا هغه پېغلې وې چې د مېړه موندنې په ارمان به پوهنتون ته راتلې او
يا هغه نجونې او هلكان وو چې د يو څه زده كړ ې تر څنګ يې وخت هم ښه تېرشي .
څنګه چې د هغوى ډېره كي له لوړو كورنيو څخه وو او د ډوډۍ د درد نه لرلو تر څنګ يې د
پوهنې د ارزښت په اړه احساس شنډ و فارغ التحصل شول .
البته څو تنه چې د حماقت درجه يې له ماسره برابره وه هم موجود وو . دوى فكر كاوه چې
د فلسفې يا ادبياتو په لوستلو به يا فيلوسوف يا نړيواله څېره اديب شي .
زه دې تريخ حقيقت ته چې هيڅ فيلوسوف او اديب له پوهنځي څخه فارغ څه چې هلته د تګ
لاره يې هم نه وه ليدلې هغه وخت ورسېدم چې دوې ټوټې كاغذان مې تر لاسه او فارغ
التحصل شوم . نوموړي پاڼې اصلاً د بېكارۍ او رټنې تاويزان وو . ځكه هر چېري چې مې د
كار لټه وكړه له ټوكو او ملنډو پرته مې څه ونه ليدل . وروسته پوه شوم چې د (برګسون
) او (دروګهايم ) د ژوندانه څېړنه ډوډۍ نه شي راكولاى.
د هر فارغ التحصل ځوان په څېر د بېلا بېلو ادارو ورونو ته ودرېدم ، خوبيا هم پوه
شوم چې د ( سپينوزا او لاپنيچ ) په اړه مالومات مې نس نشي مړولاى .
زما او څو نورو ملګرو پرته چې فكر مو كاوه مناسبه دنده به ترسره كړو ټول ملګري د
ډبلې ميرزايي د يو مياشتنيو كورسونو تر لوست وروسته په موسيسو او تجارتخانو كې د
ميرزايانو په صفت وګمارل شول .
ما هم تر يوې اوږدې سرګردانۍ وروسته دې كارته زړه ښه كړ . د ميرزايي او ماليې د
يومياشتني كورس تر بشپړونې وروسته مې خپل خټه د كار ګمارنې او بوختيا لپاره چمتو
كړه . خوشاله ځكه وم چې يو وخت به پوه شم چې ددغه هېواد ټوله بودجه په څه ډول ددې
خلګو له پرځاى او بېځايه مالياتو څخه بشپړېږي .
په بېلابېلو موسيسو كې مې د ملګرو رتبې د يو پياده له رتبې سره يو شان وې خو په دې
توپير چې د رئيس پياده له
مراجعينو څخه د چايو پر پيسو سترګې نه پټولې خو زما ملګري
له دغې ګټې څخه هم بې برخې وو .
د كورس تر بشپړونې وروسته مې يو څه ثمر تر لاسه كړ؛ څو پنډ د ميرزايي كتابونه مې
واخيستل او په لوستلو يې بوخت شوم . تر دې مطالعې وروسته پوه شوم چې غټ دفتر څرنګه
برابرېږي ، او د ډبلې ميرزايي قوانين كوم دي .
په دې اړه چې مې مالومات بشپړ او د ګمارنې د شرايطو څښتن شوم نو د څو موسيسو ورونه
مې وټكلول. د ورستۍ موسيسې رئيس را څخه وپوښتل :
_ له كومې څانګې فارغ ياست ؟
_ له دوو څانګو ؛ فلسفه او ادبيات .
_ رښيتا واياست ؟
نوموړى لومړى هېښ خو وروسته يې په خندا پر څوكۍ د كښېناستلو بلنه راكړه. تر يوې
پيالې چاى څكلو وروسته يې هيله راڅخه وكړه چې د اوسمهالو شاعرانو ښلكي غزلونه ورته
واوروم .
د نوموړې ورځې تر ماپښينه ما غزلونه ويل او رئيس خندل . چې په خندا موړ او ستړى شو
نو يې راته وويل :
_ تاسو به يو ځاى ته ولېږم .
_ مننه .
له دې سره سم يې له پتې را سپارلو وروسته وويل :
_ ددې تجارتخانې مديره يوه مېرمن ده . تاسو هغوى ته ورشئ سل په سله كې به مناسبه
دنده دركړي .
پر نومړې پته ولاړم . هغه سيمه مې تر پام ډېره عجيبه او غريبه ښكاره شوه . د دې
سيمې د زياتو كورونو مخته ښځې چې پايجامې او نازك كميسان به يې اغوستي وو ناستې وې
. د ځينو كورونو مخته به يو نيم سړي هم تر سترګو كېدل .
زما له پتې سره د برابر كور مخته بيا زيات شمېر ځوانان
او سپين ږيري راغونډ وو . له ځان سره مې وويل :
_ ددې مېرمنې د تجارتخانې حالت خامخا ښه دى چې دومره مراجعين لري .
دا وخت په جامو كې نه ځايدم ، ځكه پوه شوم چې يوازي څوساعته وروسته به دنده ترلاسه
كړم . له دوو ، درو تنو مراجعينو سره تر ځان مښلولو وروسته مې ځان په بشپړه توګه د
كور تر وره ورساوه .
د وره تر واړه سوري مې د ميډم كورته وكتل . نوموړى كور سمدم د ښځو حمام ته ورته و .
زيات شمير پيمخې مېرمنې له ګاټه ارايشونو سره د خوب په جامو كې پر ځمكه ، څوكيو او
د دويم پوړ په ځينو كې ناستې وې .
ور مې وټكاوه او يوې ښځې راخلاص كړ . په انګړ كې د جګو ، ګرديو ، پنډو ، ډنګرو ،
ښكلو او بدرنګو ، نيملڅو او مورزاده لڅو ښځو په ليدو واقعاً وشرمېدم . نه پوهېدم چې
څه وكړم . يوه نيمه لڅه ښځه چې نژدې 100 كيلو وزن يې و راغله او له ځان سره يې
سالون ته بوتلم . پر څوكۍ لا كښېنستلى نه وم چې هغه مې پر زنګنو را كښېنسته . خداى
خبر هغه څو دقيقې چې نومړې مې په غېږ كې ناسته او نژدې و چې پښې مې را ماتې كړي پر
ماڅنګه تېرې شوې .
كله چې د هغې د نه ولاړېدو په نيت پوه شوم نو ورته ومې ويل :
_ وبخښئ مېرمن ، دا كارونه مې بېخي نه خوښېږي .
سل كيلويي مېرمنې له مالګينې خندا سره وويل :
_ ګرانه كه دې له ما څخه ښه نه راځي يوه قلمي به درته راولم ؟
پرته له دې چې ځواب ته مې تم شي يوې ګردۍ او كوچنۍ ، مچنۍ ښځې ته يې ږغ كړ :
_ ليلاخانم . . . راشه غواړي دي !
نوموړې سالون ته له راننوتلو سره سم زما پر لور راغله او په غاړه كې يې لاسونه
راواچول . په ټوله زور مې يې لاسونه له ځانه لېري او ومې ويل :
_ زما له ليلا ، مۍ لا سره كار نشته .
_ ډېرښه نو څوك غواړې ؟
_ زه مېرمن فوفو غواړم .
له دې سره ښځو په خندا پيل وكړ . ځينې يې آن له ډېرې خندا څخه پر ځمكه اوږدې _
اوږدې وغځېدې . وروسته له هغوى څخه يوې وويل :
_ ما داسې څوك هيڅ نه و ليدلى .
يوې مېرمنې چې ورېښتان يې په ښكلي ژړ رنګ وهلي وو زياته كړه :
_ ګرانه ددې كور ميډم فوفو ، يا په اصطلاح ماما دلې ده .
_ پوهېږم ، زه هم د هغې ليدو ته راغلى يم .
له دې سره يو ځل بيا د هغوى د خندا آوازونه تر داسې كچې پورته شول چې په پاى كې په
نارو او چغو بدل شول .
_ اې مامان . . . راشه خريدار دې راغلى دى ! . . .
له يوې كوټې څخه يوه مېرمن چې وزن يې د 150 كيلو په شاوخوا كې و را ووتله . باور
كړئ چې مړوندونه يې زما تر ملا پنډ وو . د هغې د ملا پنډوالى تر تيو ، د تيو
اوږدوالى تر نو او د نو او نس غټوالى تر ورنو رسېدلى و . په كښندو ګامونو يې تر ما
ځان راورساوه . په ټولو ګوتو يې رنګارنګ ګوتمۍ ، او لاسونه يې تر څنګلو په ډول _
ډول بنګړيو پټ وو . ډېر غاښونه يې په سروزرو پوښ وو . عجيبه او غريبه څېره و قيافه
يې وه . كله چې مې وليده چې په نژدې راتلونكي كې به په يوه داسې تجارتخانه كې چې
د رئيس غاښونه يې د سرو زرو وي وګمارل شم ، په ځان غره;
شوم .
لومړى مې فكر وكړ چې ميډم فوفو به مې يوه ګوله كړي، خو چې تر ما تېره اوله ښځو يې و
پوښتل :
_ ولې چغې وهئ ، څه وشول ؟
نو ډاډه شوم چې د خوړلو نيت مې نه لري .
د فوفو اواز كټ مټ د ښاري سرويس د ټيرونو شډل او تخريشونكي ږغ ته ورته و .
يوې مېرمنې په ډېر كړاو وكولاى شو چې خپله خندا بنده او ووايي :
_ لكه چې دغه ښاغلى ستاسو سره كار لري ! البته ما ورته وويل چې له موږ سره كار خلاص
كړي خو ده ونه منله او ټينګار يې كاوه چې له تاسو سره كار تر سره كړي .
ميډم فوفو د ټانګ په څېر زما خواته راغله او په داسې حال كې چې ږغ يې د بار وړنكو
پېړيو له ږغ سره هـيڅ توپير نه لاره وپوښتل :
_ نه شرمېږې چې وايې له دې سره مې كاردى ؟
_ ډېر وبخښئ دا خپله يوه د شرم خبره نه ده ؟ تاسو هم ما غوندي انسان ياست ، شكر
الحمدالله په هېواد كې مو ديموكراسي او آزادي شته . چې يو څوك د شورا له وكيل سره
كتلاى شي نو ته بيا څوك يې ؟
ښځو په ګډه راته وكتل او زياته يې كړه :
_ بې شرمه سړيه ، شرم و حيا هم ښه دي !
ميډم فوفو ته مې له مخ اړولو سره وويل :
_ د خداى شكر دى چې دې نجنو ته مو پر سمو او سهي اصولو برابره ټولنيزه تر بيه وركړې
ده (!) زه له دوى سره جفتېدو ته نه يم راغلى ، اجازه راكړئ چې تر هر څه وړاندې له
تاسو سره كار خلاص كړم ، هغه وخت نو . . .
ميډم فوفو په اريانتيا را څخه وپوښتل :
_ له ماسره د كار لپاره راغلى يې ؟
_ كه يې ومنئ خوښ به شم ، البته بايد پوه شئ چې تش لاس نه يم راغلى ، دغه كارت چې
ستاسو يو دوست راكړ هم لرم .
_ ښه وبه ګورم چې څوك پېژنې ؟
فكر مې وكړ چې له ګمارنې وړاندي ذهني ازموينه راڅخه اخلي، ځكه مې نو ورته وويل :
_ ټول پېژنم .
له دې سره سم مې له ارسطو نيولې تر سقراطه ، او له تراندراسل څخه نيولې تر ګويته
ټول ورته بيان كړل .
په هېښتيا يې وپوښتل :
_ دا ټول لكه چې بهرنيان دي ؟
_ وطني هم پېژنم . نديم يو غزل بول شاعر دى ، شيخ قالب ، احمد چشم بلبلي او . . .
هغې مې خبرې را پرې او له مسكا سره يې وويل :
_ ګرانه زما وخت نور تېر دى ، كار نشم كولاى . په دغو ښځو كې كه دې له هرچا سره زړه
غواړي درسره ځي او كار مو درته كوي .
زما له اټكل سره سم ميډم فوفو نوره له زيات كار څخه زړه تنګې شوې او غوښتل يې چې د
لاس ملګرې مرسته ورسره وكړي . ځكه مې نو وويل :
_ ماته ټولې يو دې ، اجازه راكړئ چې خپل كار ورسره پيل كړم .
له هغوى څخه يوه پنډمخې ښځه را وړاندي او زياته يې كړه :
_ دلته خو كار نشي كېداى ، راځه دننه .
_ څه ستونزه ده ؟ دا خو بد كار نه دى ، همدلته يې
خلاصوو .
_ بابا جانه دلته نه شي كېداى چې . . . سمه ده چې موږ له سړيو څخه نه شرمېږو خو
دلته نشي كېداى .
ټولو ښځو راباندې وخندل . ميډم فوفو په هماغه دورګه آواز وويل :
_ بابا دومره يې مه پېچه ، ځه كوټې ته ولاړشه .
د دويم پوړ دويمې ځينې ته لا نه وم ختلى چې ميډم فوفو ږغ كړل :
_ پيسې بايد مخكې وركړئ ! . . .
له ځانه سره مې وويل :
_ څومره په سويه تجارتخانه ده .
هغې ته مې وويل :
_ ميډم زحمت مه كوئ ، زه پېشكي پيسو ته اړيتا نه لرم. اجازه راكړئ چې خپل كار تر
سره كړم . تر هغه وخته اعتبار درباندې لرم !
ښځو بيا په زوره وخندل . . .
ميډم زياته كړه :
_ لس ليره كېږي .
_ ډېر ښه ، خو زه د كار په ساعتونو كې زياتوالى راولم !
دا وخت ښځې د خندا له لاسه پرځمكه رغړېدې . ميډم فوفو زياته كړه :
_ نور په تا پوري اړه لري . هر څنګه چې دې زړه غواړي كولاى شې !
له ځان سره مې وويل :
_ كه په ورځ كې 8 ساعته كار وكړم ، 80 ليره ترلاسه كولاى شم . باور مې نه راځي ،
ځكه چې ملګري مې په اوونۍ
كې په ډېر كړاو دومره ګټي . وروسته مې ميډم فوفو ته مخ
او ومې ويل :
_ په ورځ كې لس ساعته كار كولاى شم ، حتى چمتو يم چې د شپې هم كار وكړم .
نژدې و چې ښځې د خندا له لاسه بېسده شوي واى .
ميډم له سره تر پښو وڅارلم او ويې ويل :
_ خو مخكې دې ونه ښودل چې دومره له زوره ډك يې ! اوس له ماسره راځه چې د كار تر تيب
در ته وښيم .
فكر مې وكړ چې د ميډم فوفو خامخا زما ستر عقل خوښ شوى او غواړي چې پر كار مې وګماري
.
په ځينو كې وختلو . فكر مې كاوه چې د ميډم دفتر ته ځو ، خو هغې ددې خلاف خپلې د خوب
كوټې ته بوتلم . د نوموړي كوټې له ليدلو سره مې وويل :
_ مګر هغه موضوع چې بايد خبرې پر وكړو . . .
_ موضوع پرېږده .
_ ډېر ه بخښنه غواړم ، تاسو ته مې تكليف دركړ .
_ خوښه مو ده ، زما كار خو دغه دى . اوس ژر ځان لڅ كړه .
ګومان مې وكړ چې تر طبي كتنې وروسته مې ګماري .
_ ميډم فوفو باور وكړئ چې هيڅ ساري ناروغي نه لرم . كه مو باور نه راځي د ډاكټر
تصديق به راوړم .
_ لازمه نه ده ،دادى زما بدن هم ساري ناروغي نه لري . له دې سره سم پركټ وغځېده .
ماچې ويل يوه د نړيوالي ښكلا ملكه مې پر وړاندې پرته ده .
د دې حالت له ليدوسره اړ شوم چې خپل حال ورته بيان كړم :
_ ميډم فوفو تاسو ښه پوهېږئ چې ددې هېواد ټولې
څانګې د مالياتو د قانون تابع دې . زه يو ښه ميرزا يم او كولاى
شم ستاسو ټول ورځني او مياشتني واردات او حتى هغه خلګ چې دلته راځي درته ثبت كړم .
هڅه به كوم چې تر ټاكلي اندازې لږ ماليات دولت ته وركړم .
ميډم فوفو په غوسه له ځايه اوچته او زما ملا يې داسې په سر ووهله لكه يو اتل چې د
يوې نه فتح كېدونكې كلا ور د اوان په ګولۍ وهي .
د سترګو له پرا نيستلو سره مې د لومړي پوړ د ځينو مخته ځان وموند .
ميډم فوفو بده ښځه نه ده . ځكه چې زه يې ډېر ژر پر كار وګمارلم . اوس د ميډم فوفو د
دفترچي او ميرزا په صفت چوپړ وهم. هغه يوه ډېره بډايه مېرمن او فوق العاده واردات
لري . تر ټولو مهمه يې لا دا چې ماته 150 ليره معاش راكوي .
د كار وخت مې د سهار له 8 څخه تر 12 پوري دى .
كله_ كله د وارداتو له لوى دفتر څخه ځيني قلمونه كموم هم ، ځكه دا د ميډم فوفو په
هغو عايداتو كې راځي چې له غير مشروع لارې يې د قاچي ښځو په واسطه تر لاسه كوي .
كار مې دومره زيات دى چې د ادبياتو او فلسفې مطالعې ته هـيڅ وخت نه لرم ، يوازي كله
_ كله د مولانا مثنوي څو بيتونه يا د كارت ، آدم اسميت او كنتين له ليكنو څخه ځيني
شيان وايم . پاته دې نه وي چې دوې ليسانس پاڼې مې هم په چوكاټونو كې سرته نښلولې دي
