دتمدن تـوق
حسن صيب سلام عليكم .
_ وعليكم مرتضى خان صيب . څنګه دې پېښه را وكړه ؟
_ په ټوټې پسې راغلى يم .
_ اُف . . . د دې ټوټې له لاسه څه وكړم ، نور نو د ټوټو ، موټو له موضوع څخه دومره
زړه تنګى شوى يم چې بل څوك يې خبرې كوي لا زما زړه خوړل كېږي .
_ لكه چې زما له ټوكر څخه ټوټه ، موټه نه ده پاته شوې؟
_ زوى مړې يو ځل مې وويل چې هـيڅ نه دي ترې پاته ، كه واى دركول مې . ستاسو ټوټه
زما په څه درد خوري ؟ وروره ورځه ولاړ شه ، ورځه خداى دي مور و پلار غرق رحمت
وګرځوه . ښه به نه وي چې اول سهار دكان په تروه ټنډه خلاص كړم .
_ حسن جان صيب زما د حساب له مخې مې لږ تر لږه نيم متر ټوټه درسره پاته ده .
_ استغفرالله ربى ، ورحمت الله ، توبه ! وروره داسې ښكاري چې يو چا كوك دركړى او
زما دكان ته يې رالېږلى يې . ته بايد د خداى شكر ادا كړې چې پر بګ بدن مې دې له درو
مترو څخه برابره درېشي وګنډل .
_ مګر حسين صاحب له 2،5 مترو څخه هم ځانته
جامې او هم دريو بچيانو ته پرتوګان سر و تن كړل.
_ وروره جانه زه د څلوېښتو كالو خياط يم ، ته ماته د ټوكر اوږده او بر نه شې ښوولاى
. ستا درې متره ټوكر د نورو ټوكرانو له دوو سره هم نه و برابر .
_ زه څه ساده نه يم ، دا خبرې هغه چاته كوه چې په قسط شيان نه رانيسي .
ټوټه يې ستا تر لاس جار ، د دا مېزو شاته وګوره كه دې زما د درېشۍ يوه رښكۍ پيدا
كړه هم ښه دى .
_ راشه خپله پسې وګرځه ؛ هيڅ هم نه دې ترې پاته ، شيطان وايي سر يې په دا اوتو ور
داغ كړه . وروره ورځه ولاړشه چې خپل كار وكړم . ورشه هغو بېشرمانو ته دې يو څو
ښكنځل وكړه چې په قهوه خانه كې ناست او ما ته دي كوكوي .
كله چې ښاغلي مرتضى د حسن خان سره سترګه وليده او پوه شو چې هغه به يې سر په سوكانو
زده او كفته كړي نو يې فرار پر قرار غوره وباله او له دكانه ووتى .
قهوه خانې ته له ننو تولو سره سم يې ملګري پر راټول او ويې ويل :
_ ودې ليدى ، درته ويل مو چې لږ تر لږه يو متر ټوكر يې درڅخه پټ كړى دى .
_ مګر هيڅ يې رانه كړل .
_ تا هم څه نه ورته وويل ؟ كه ستا پر ځاى واى تر هغې يې له دكانه ، نه راوتلم چې
ټوټه مې نه واى ترلاسه كړې .
_ ولا ما خو ترې وغوښته خو هغه ويل چې ټول ټوكر دي مصرف شوى دى .
_ باور مه په كوه . ځكه حسن هغه څوك دى چې په سلو جوړو كړو چاكو ګانو كې يې (99) بې
لاستي دي . كه زموږ اوري گ
ورشه ګرېوان يې ونيسه او تر هغې يې مه ايله وه چې څلور ټوټې يې نه وي دركړي .
_ د مرتضى پارچه څوك نه شي خوړاى .
_ نو څه ته ګورې ؟
_ كه يې پر سر په سور اتو وويشتلم ، بيا ؟
_ دا هـيڅ د منلو وړ نه ده چې يو څوك دگ ي هم ګنا كار وي او هم زورور . دا خو ستا
حق دى چې دده تر مخه يې اوتو پر
سر ور وګورې .
_ ډېر ښه ، ځم يا ټوټه راوړم يا د حسن خياط سر !
مر تضى په هماغسې غوسه د حسن خياط په دكان ننوت . هغه په خندا ورته وويل :
_ لكه چې پر سر مې د اتو كتلو لپاره راغلې ؟
_ نه د خپلو جامو په رښكيو پسي راغلم .
_ ډېرښه ، كښېنه چې يوه پياله چاى درته راوړم .
_ نه ، ته دا ووايه چې دا جامې تا وګنډلې كه نه ؟
_ بلې ما وګنډلې .
_ آيا همدلته دي سكښت او رغښت وكړ ؟
_ هو .
_ قسم واخله چې كورته دي نه دي وړي .
_ قسم خورم ، څه ضرورت چې كورته مې وړلې ؟
_ نو څنګه كېداى شي چې ټوكر دي دلته وسكڼل شي او هيڅ ټوټه او رښكۍ يې پر ځمكه ونه
لوېږي .
_ ښه كه يې رښكۍ لوېدلې وي غواړې يې ؟
_ هو، هغه يوازي په ما پوري اړه لري ، ته غواړې چې جنګ راسره وكړې ، خو بايد پوه شې
، اتو څه چې د دا دكان چت مې پر سر راګورې تر هغې نه وځم چې د د درېشۍ پاته ټوكر
وانخلم.
استاد حسن د خراب حالت له ليدو سره وويل :
_ مرتضى خانه بېخي سمه ده ، صبر وكړه ، كېداى شي چې درته پيدا يې كړم .
_ بايد ټولې راكړې ، ماته هم مرتضى خان وايي ، نه ستاسي د كو څې وله .
_ لكه چې نشته ؟!
_ څنګه ؟ ولي ؟ پروانه كوي چې كمه وي ، تر يو مخ نشتوالي خو ښه ده .
_ وړاندې راشه خپله يې ولټوه ، بيا به وايې چې نورې رښكيانې دې راكړې .
مرتضى خان د درېشۍ د رښكۍ له لټه 2 _ 3 ګامه وړاندي ولاړ او په لټون يې پيل وكړ .
له دې سره سم يې حسن خان پر غاړه يوه رښكۍ راتاو او دنېكټايي په څېر يې غوټه كړه .
د ښكاري په لومه كې د بندې هوسۍ غوندې يې د ځان خلاصون لپاره پښې و لاس وهل پيل كړل
او بالاخره په داسې حال كې د حسن خان خياط له لاسه ووت چې پر ټول بدن يې خولې بهيدې
.
كله چې قهوه خانې ته ورسېد ، په هماغه عجيب او غريب ډول يې رښكۍ په غاړه كې غوټه او
وياړ يې په كاوه .
ملګرو يې لومړى سر ونه ګرځاوه خو كله چې يې د هغه بڼه له حسن خان خياط سره د جنګ
استازې وليده نو پر را چاپېر او ويې ويل :
_ دا لكه چې حسن خان په غاړه كې درواچوله ؟
_ او بابا دا خو د حيوانانو توق غوندې نه ده ،خو كېداى شي دېته د تمدن توق ووايو .
_ توق دې وشكوه .
_ ويې شكوه سم ، دم فرهاد شوې .
_ بابا پرېږدئ چې له موډ جوړوونكو سره مرسته وكړي .
_ او هماغه ناتراشه رښكۍ څو كاله وروسته د اوسنۍ نيكټايي په څېر راووتله .
كيسه كوونكي زياته كړه :
_ موږ ټول د ښاغلي حسن خان خياط پوروړي يو .
_ ولې ؟ له دې امله چې زموږ غاړو ته يې د تمدن توقونه
واچول ؟
_ بلې ؛ ټول يې پوروړي يو ، ځكه كه هغه خداى بخښلي رښكۍ لږ لوړه كړې واى او د مرتضى
پر غوږو يې تړلې واى نو موږ هم مجبوره و چې اوس مو دا د تمدن توق هماغسي پر غوږو
تړلاى .
