دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه ديموكراسي بنده ده
سرحدي كـور
ايله دوې ورځې كېدې چې هغه سراى ته مې كډه كړې وه . د ښي لاس ګاونډى مې چې يو ښه مجلسي سړى و راته وويل :
_ كاشكي مو دغه كور نه واى نيولى .
په تلوار مې له يو نظر سره ترې وپوښتل :
_ وروره د ژوند دود او دستور داسې دى چې څو ك يو سرا ى ته كډه شي نو شا و خوا ګاونډيان يې هركلي ته ورځي او د ښه ژوند او ګذارې هيله ورته كوي ، خو له ډېره بده مرغه تا پر هركلي نه ويلو سربېره په لومړۍ ورځ دا ډول خواشينونكى فرمايش وړاندي كړ .
سپين ږيري په سړه سينه وويل :
_ وروره جانه ما ستا د سلامتۍ لپاره وويل ، نور دې نو خپله خوښه . په دې يې هم ښه پو ه چې له دې كوره هيڅكله د محلي غلو لاس نه دى لنډ شوى .
_ باور مې نه كېږي ، دا څنګه كېداى شي چې يوازي دې زما كور ته غله را ولوېږي ؟
_ بيا به پوه شې .
_ د سګرېټ په پلمه په غوسه ترې را ووتم .
د سګرېټ رانيولو پر مهال مې وويل :
_ په رښتيا چې په دې نړۍ كې ناپوهان زيات دي .
د كاندار وپوښتل :
_ صيب څه كيسه ده ؟
_ تاسو خبر ياست چې زما د راسته لاس ګاونډى يو بې عقل سپين ږيرى دى .
_ خبر يم .
_ نن راغلى ، د هركلي پر ځاى يې راته وويل :
_ بايد دا ځاى دې نه واى كرايه كړى ، ځكه چې دلته هر كله غله ځي او راځي .
دكاندار وويل :
_ بېخي سم وايي . كاشكي دې هغه ځاى نه واى كرايه كړى ، ځكه چې هلته همېشه د غلو پښه خلاصه ده .
له څه ويلو پرته ترې رهي او په غوسه د كور پر لور وخوځېدم .
سري ماښام و چې د كيڼ لور ګاونډى د ښځې او اولادونو په ګډون زموږ كور ته راغلل ، له نيمې شپې څخه مخكې ښځې او مېړ كورته د تګ پر مهال په يو آواز زياته كړه :
_ دا ښه سراى دى ، خو زيات وختونه غله ورته رالوېږي.
په نوموړې شپه ددې پوښتنې پر كولو چې ولې يوازي دې كورته غله لوېږي ونه توانېدم . ښځې مې د بېتابه حالت له ليدو سره وويل :
_ ګرانه زړه دې مه خوره . ددې زمانې خلګو ته له سرايو څخه د كرايه والو د ايستلو يو زر و يو لارې مالومې دې چې دا يې يوه ده . دوى غواړې چې د ډارونې له لارې مو له دې ځايه پسې واخلي . فكر كوم د لږې كرايې له امله دا سراى ځان يا خپلو دوستانو ته نيسي .
د هغې خبرې تر يو ځايه منطقي وې خو بيا هم په نوموړې
شپه خوب نه راغلى او هره شېبه د غلو راتګ ته په تمه
وم .
نيمه شپه د يو شي په ( كړنګ ) له ځايه پورته شوم . سمدستي مې تر بالښت لاندې وسله اوچته او جنګ ته چمتو شوم .
_ صيب ښور ونه خورې ، ګنې ولم دې .
توره دربه وه ، د څراغونو تڼۍ هم سمې نه وې رامالومې خو د موندلو هڅه مې يې كوله ؛ له يو او بل دېوال سره جنګېدم ، نه پوهېږم پر څه شي وختم چې په شدت سره پر ځمكه ولوېدم . تر غوځارېدو وروسته مې يقين شو چې د غله د پښې په واسطه لوېدلى يم . غوښتل مې چې ټك پر وكړم خو له بده مرغه چې له لوېدو سره سم مې تمانچه هم له لاسه وتلې وه . شېبه وروسته په هماغه تياره كې يو ې لړزونكي خندا د شپې سقوط مات كړ . ومې ويل :
_ حراميانو ، لكه چې زموږكره وطني فلم ډكوئ ، كه داسې وي نو مازي مو ځانونه ښكاره كړئ چې څه دركوم .
_ د ګروپ په سويچ پسې ګرځې ؟ سويچ راسته لاس ، دروازې ته نژدې موندلاى شې . ټول نوي كرايه والا څه وخت له سويچ سره د نابلدتيا له امله ځورېږي .
_ دا خبرې پرېږده ، كه په لاس راغلې كار دې دركوم .
_ پوهېږم ،خو اجازه راكړه چې څراغ پخپله ولګوم .
له دې سره جوخت د تڼۍ له ږغ سره كوټه روښانه او پوه شوم چې تر غوځارېدو وروسته تر مېز لاندې شوى يم . ښځه مې هم له وېرې تر كټ لاندې پټه وه .
سر ته مې زما دوه برابره يو غټ سړى ولاړ و . ووېرېدم چې زما له ليدو سره به د نوموړي وېره وتښتي . ځكه مې نو له هماغه ځايه په ډډ آواز پر ږغ كړ :
_ څوك يې ؟
_ ستاسو نوكر غل .
_ ماته خو غل نه ښكارې . كه زما د وېرولو او له سرايه د وتلو لپاره راغلى يې نو دا كوښښ دې ډېر بېځاه دى .
_ اوس به ووينې چې غل يم كه نه .
له دې سره جوخت يې په كار لاس پوري كړ او په لوى پټو كې يې ټول د خپلې خوښې شيان راټول او ويې ويل :
_ تاسو دا كوټه د خوب لپاره سمه كړې ، خو له تاسو څخه مخكې كرايه والو د ناستې ولاړې لپاره اوډلې وه ، د هغوى ترمخه خلګ هم همداسې وبوله . . .
_ لكه چې شيان راڅخه غلا كوې . آيا پوهېږې چې له لاسه دې شكايت او عرض كوم ؟
_ ورشه هر چاته چې دې زړه غواړي ويې كړه . كه ددې محل څارنوالۍ ته ورغلې رئيس ته يې زما خاص سلام وايه.
_ چې زه ولاړ شم ته خو به تښتې نه ؟
_ نه وعده درسره كوم چې نه تښتم .
_ نه ، ډېر چالاكه يې . ته غواړې چې په دغه چم ما له كوره وباسې او ټول شيان له ځان سره يوسې . كه رښتيا وايې نو اجازه راكړه چې لومړى دې پښې و لاسونه وتړم او . . .
ښځې مې ناڅاپه نارې كړې :
_ اې خلګو . . . مرسته . . .مرسته . . . كومك وكړئ غل دى .
څرنګه چې ټول د سيمې خلګ زموږ ږغ و ږوغ ته په تمه وو نو د يوې دقيقې په ترڅ كې ټول راغلل .
هغوى د خونسردۍ له لاسه وركولو پرته يو بل ته ويل :
_ آ آ آ . . . بيا هم هغه كور ته غله راغلي دي .
_ فكر كوم دا ځل بله كيسه ده ؟!
په ګاونډيانو كې ډېر كم داسې وو چې ددې پېښې په
ليدو سره به يې ويش و واخ كاوه .
غل بېله دې چې په وروځو كې يې خم و پېچ راشي په سړه سينه د شيانو په ټولولو بوخت و .
ګاونډيانو ته مې له مخ اړونې سره وويل :
_ وروڼو مرسته وكړئ چې غل وتړم او څارنوال صاحب ته خبر وركړم .
يو ګاونډي وويل :
_ ولا په دې باره كې څه نه شم ويلاى ، هر څه چې دې زړه غواړي ويې كړه خو دومره بايد ووايم چې كومه ګټه نه درته لري .
ددې عجيب او غريب حالت په منځ كې د راښكېلېدو له امله مې نژدې ښكرونه كړي واى . لنډه شېبه وروسته مې پر غله باندې د هغو پنډو پړو په راتاوولو پيل وكړ چې ښځې مې راوړي وو . غل بېله څه ويلو او مقاومته ارام راته ولاړ و . سړى مو تر ټينګ تړلو وروسته په كوټه كې بندي كړ . وروسته مې د ښځې په ګډون ځان په يوه سا تر څارنوالۍ ورساوه او ټوله كيسه مې ورته بيان كړه . د نوموړي ځاى مشر تر څه ځنډ وروسته د كور پته راڅخه وپوښتله او ښځې مې دقيق مالومات وركړل .
له دې سره سم يې ( آه ) وكيښ او زياته يې كړه :
_ هه ، هغه . . . بيا هم هغه كور دى ؟
_ قربان ، هو ، هماغه كور .
_ دا كار زموږ تر وس تېر دى ځكه چې نوموړى سراى زموږ د امنيت له ساحې څخه وتلى دى .
_ نو موږ بايد څه وكړو ؟ آيا هغه سړى بېچاره مو ناحقه تړلى دى ؟
ښځې مې ورته وويل :
_ خو د څنګ سراى مو نه و خالي چې نيولى مو واى .
هماغه شېبه پوه شوم چې كور مو د دوو امنيتي څارنوالانو د څار د سيمو تر منځ پروت دى .
څارنوال زياته كړ :
_ ستاسو د كور ساحه په ( . . . ) څارنوال پوري اړه لري .
دويمه څارنوالي دومره لېرې وه چې زه او ښځه مې ايله سهار ته ور ورسېدو . هلته هم د لومړي ځاى په څېر تر پوښتنو ، ګروېږنو وروسته يو څارندوى وويل :
_ آ آ . . . بيا هغه كور دى ؟1
_ بلې صيب هغه كور دى .
_ كه مو كور يو سراى كښته واى نو زموږ د څار په ساحه كې داخلېدى خو اوس زموږ له ساحې وتلى دى .
ښځې مې ويل :
_ خداى دې د هغه سړي وزله وكړي ډېر ټينګ مو تړلى دى .
له څارندوى څخه مې وپوښتل :
_ ويلاى شئ چې زموږ كور په كومه سيمه اړه لري ؟
_ ستاسو سيمه په ولسوالۍ اړه لري . موږ د ولسوالۍ په ساحه كې مداخله نه كوو . هلته ورشئ خامخا مو يو غم خوري .
له څارنوالۍ څخه ووتلو . ښځې مې پر لارې راته وويل :
_ ژر كوه كور ته درځه . داسې نه وي چې د پړي د زيات فشار له امله يې وينه بنده شوې او خون مو په غاړه شي .
د ښځې خبره مې خوښه او سمدستي مې د كور لار ونيوله ، ځكه شونې وه چې د غله د نيولو پېښه په قتل او اوږدمهالي زندان اوښتې واى .
غل په هماغه تړلي شكل ولاړ و .
ومې پوښتى :
_ وروره څه حال دې دى ؟
_ بد نه يم فقط لږ وږى يم .
ښځې مې له يخچاله يو څه لوبيا ورته راوړه خو له بده مرغه چې هغه يې نه وه خوښه .
وروسته هغې يو څه د غوايي غوښې له قصاب څخه ترلاسه، سرې كړې يې ورته راوړې او نوش جان يې كړې . وروسته زه او ښځه ولسوال صاحب ته ولاړو او ټوله پېښه مو ورته روښانه كړه . ولسوال د كور تر پتې پوښتلو وروسته له يو سوړ اسوېلي سره وويل :
_ هغه كور ؟
_ هو هغه كور .
_ هغه ساحه په ښار پورې اړه لري . زه مداخله نشم پكې كولاى . تاسو بايد خپل شكايت قومندانۍ ته وكړئ .
وروسته يې له جېبه د يوې نقشې له راايستلو سره زياته كړه :
_ په نقشه مو سر خلاصېږي ؟ وګورئ دغه ځاى په 140 درجې منحني په نښه شوى دى . هغه ځاى چې وينئ تر ټاكلي ځاى بهر دى چې لوړې خواته يې ستاسو كور دى . دلته يوه بله 208 درجه يزه منحني ده چې ستاسو تر كور لاندې ده . نو ليدل كېږي چې نوموړې ساحه په موږ پورې نه ده مربوطه . كه مو كور فقط دوه متر كښته واى په ولسوالۍ كې داخلېدى .
_ صاحب دا دوه متره دومره شى نه دي ، د مهربانۍ له مخې يې ناليدلي وشمارئ .
_ تاسي نه پوهېږئ چې په دې كار سره زه له څومره ستونزو سره مخ كېږم ؟ ښه يې وګوره ستاسو كور مكمل د قومندانۍ او ولسوالۍ د څار د ساحې پر سرحد پروت دى . البته ستاسو د كور مخ د 2،5 مترو په اندازه زما ساحه ده ، خو
تاسو ښه پوهېږئ چې غلا مو د كور مخته نه ، بلكه په كوټو كې شوې ده او هغه زما ساحه نه ده .
له قومندانۍ څخه مې هم چاره نه وه ، خو ښځې مې راته وويل :
_ ګرانه راځه چې كورته ولاړ شو ، د غله حال وپوښتو ، كه خداى مكړه مړ شو نو پاته ژوند مو په زندان كې وبوله .
دواړه د كور پر خوا روان شوو . . . له غله څخه مې وپوښتل:
_ څنګه يې ؟
_ ډېر تږى يم ، ژر اوبه راته راوړئ .
تر اوبو څكلو وروسته يې وويل :
_ تاسو خو زما آزادي سلب كړې ده ، كه خلاص شوم عرض درباندې كوم .
_ جناب محترم بې تابي مه كوه . موږ هم نه يو ملامت ټوله ګنا ددې كور د بې شرمه مالك ده چې پر سرحد يې سراى جوړ كړى دى . هر چاته چې شكايت وكړو ، وايي دا سيمه په موږ اړه نه لري .
_ ما درته وويل . ژر مې پښې و لاسونه خلاص كړئ . د خپلې آزادۍ د ولجې له امله به د محكمې او عدالت پلې تر هغه پورته كښته كړم چې له خپل ژوند څخه بېزاره او لاس پر سرشئ .
_ تر مازيګره دې د سزا ټاكنې لپاره وخت راكړه . وروسته دې خوښه چې هر چېرې ځې .
_ خو دا كار د سرحد تر اوښتنې پورې نه شي كېداى .
يو ځل بيا څارنوالۍ ته ورغلم . هغه له جېبه د نقشې
له را ايستلو سره راته وويل :
_ ښه ورته وګوره ، د نقشې له مخې مو د كور مخ په
ولسوالۍ كې راځي او و دانۍ مو نيمې په موږ او نيمې په وسوالۍ اړه لري .
_ داسې ښكاري چې د خوب خونه ستاسو په سيمه كې شامله ده . څرنګه چې غلا په همدې خونه كې شوې نو موضوع په تاسو پورې اړه پيدا كوي .
_ ستاسو خبره سمه ده خو غل له آسمانه د خوب كوټې ته نه دى راغلى هغه خامخا لومړى د كور د مخ له لوري چې په ولسوالۍ اړه لري سراى ، او بيا كوټې ته تللى دى . دا يوه نوې موضوع نه ده بلكه له ډېره وخته د څارنوالۍ او ولسوالۍ تر منځ په دې ارتباط خبرې روانې دې . اميد دى چې د يو ې غوڅې فيصلې په صورت كې ستاسو دا لانجه حل شي.
له ناكامه د كور پر لور وخوځېدم . كله چې په كوڅه كې د لومړي سپين ږيري د كور مخته تېرېدم ، ويې ويل :
_ وامې ورېدل چې غله درلوېدلي دي ؟
_ هو پلاره برايي غله راولوېده .
_ اول چې مې درته وويل خوا دې بده شوه ، هو ، بچيه دا سراى ځكه دومره ارزانه دى چې هيڅوك يې نه غواړي . ستا تر راتګ وړاندي يې د خاوند نيت و چې ويې نړوي او په ښاري نقشه كې يې داخل كړي ، خو كله چې يې تاسو غوښته وكړه نو له دې كاره يې لاس لنډ كړ .
سپين سرې يې زياته كړه :
_ بابا په دې كې ستاسو ګنا نه ده ؛ ټوله ګنا د سراى د خاوند ده چې د سراى جوړولو پر وخت يوازي د هغه ګاز ، برق ، او منظرې ته پام كوي خو دېته ګردسره حساب نه كوي چې په
ښار ، كه په سارا پورې اړه لري . اخير هيڅوك نه شو پيدا چې
پو ښتنه ترې وكړي :
_ بې انصافه يو چا هم د ښار او ولسوالۍ پر سرحد
سراى جوړ كړى ، كه يوازي تا دا كار وكړ ؟
نوموړى سراى مې ځكه نه شو ايله كولاى چې د يو كال كرايه مې مخكې وركړې وه . د هغې ورځې په ماښام چې مې د غله جناب لاسونه و پښې خلاص كړل د تګ پر مهال يې وويل :
_ بېغمه اوسئ سبا مو بيا په خدمت كې حاضرېږم .
اوس پنځه ، شپږ غله يوه نه بله شپه په نوبت زموږ پر كور لاس تېروي . په دې وروستيو كې آن ما هم له نوموړو سره لاس يو كړى او كور ته د نا اشنا غلو مخه نيسم . وبه ګورو چې خداى څه پېښوي . يا به د كرايې د نېټې په وروستيو شپو كې ددې سراى د اوسېدونكو شمېر له شپږو تنو غلو او ما او ښځې څخه مركب شي ، يا به دا سيمه مالومه شي او زه به خپل شكايت څارنوالۍ يا ولسوالۍ ته وكړم . خو په هغه صورت كې هم د نوموړو غلو پر وړاندي شكايت نشم كولاى .
آيا پوهېږئ چې ولې ؟
دا ځكه چې زما د كور له خزانې څخه د دې هـېواد نور غله هم يوڅه ګټه اخلي .
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه