بلنليـكــــ
يو پا ك او موډرن ځوان دفترته له راننوتلو سره په ادبي لهجه وويل :
_ صيب زه د حضرت تعالى بنده دنده لرم چې د ملي نجات ټولنې له لوري يوې جوړېدونكي
مېلمستيا ته مو راوبولم . البته بايد پوه شئ چې له نوموړې مېلمستيا څخه لاسته
راتلونكي عوايد بيرته هماغلته مصرفېږي او په پام كې ده چې د ګډون كوونو د لا زياتې
خوشالۍ په موخه د يوې ځانګړې بېړۍ په واسطه چې په همدې مناسبت كرايه شوې ده ، په
سمندر، په ځانګړې توګه آبنا كې چكر تر سره كېږي .
د نوموړي نوي ځوان په خبرو كې د ( حضرت تعالى ) كليمه زما لپاره تر ټولو خوشاله
ونكې او په زړه پوري وه .
_ ستاسو له مهربانۍ څخه ډېره _ ډېره مننه . كولاى شئ وواياست چې دا مېلمستيا او د
بېړۍ چكر به كله تر سره شي ؟
ځوان له دې سره سم له جېبه بلنليك راوكيښ او پر مېز يې له ايښوولو سره زياته كړه :
_ په دې كې هر څه ليلكلي دي .
بلنليك مې راپورته او پر مخ مې يې دا توري ولوستل :
" د ملي نجات ټولنه د ښاغلي فلاني ، د فلاني حزب
وكيل په تشريف ، د ملي نجات په وياړ ، او تر 18 كلونو كم عمرو ماشومانو سره د مرستې
په موخه يوه په زړه پوري مېلمستيا جوړوي .
دا نوې جوړه شوې ټولنه تاسو ته په لومړي ځل بلنه دركوي.
هيله ده چې په خپل راتګ سره ددې خيريه ټولنې ټولو غړو ته ځانګړى وياړ وبخښئ .
د دوو تنو داخله (15) ليره "
د بلنليك د وروستۍ برخې له لوستلو سره مې بڼه والوته . ځكه چې 15 ليره لږ پيسې نه
وې . له ځان سره مې وويل :
ايا دا ځوانكى پر خلګو بلنليكونه پلوري كه له ما سره د مهربانۍ او مينې پر بنسټ
غواړي چې له دې لارې څو شېبې راسره تېرې كړي ؟
زما هم اطاقه او ليكوال ملګري (جلال صاحب) راباندې وخندل . بلنليكونه مې په جېب كې
واچول او ورته ومې ويل :
_ ډېره مننه له ډېرو بوختياو سره _ سره به هڅه وكړم چې په خدمت كې مو حاضر شم .
جلال ماته د سترګو تر كنجانو له كتلو سره وخندل . د هغه په خندا مې ځكه پروا نه
كېده چې يو كم ظرفيته او كينه ګر انسان و .
ځوانكي و پوښتل :
_ صيب يو بلنليك كافي دى كه نور هم دركړم ؟
په داسې حال كې چې ځان مې په سترو مطبوعاتي څېرو كې شمېرى وويل :
_ پرېږدئ چې نورو ښاغلو او هېوادوالوته هم ورسېږي .
_ فكر مه كوئ ، د برخوالو د شمېر لس برابره مو چاپ
كړي دي .
_ نو كه يو دوه نور هم راكړئ مهرباني به مو وي .
پر مېز يې دوه دانې راته كېښول .
_ مننه .
ځوانكى د سترګو تر كنجانو راته ځير و . څو دقيقې همداسې تېرې شوې ، زما په اند
نوموړي غوښتل چې زما غوندې له يو پېژندل شوي ليكوال سره نورې خبرې هم وكړي . ځكه مې
نو ورته وويل :
_ ولې نه كښېنئ ؟
مننه نور مو نه مزاحمېږم .
_ هيله كوم .
وروسته پر مخامخ څوكۍ راته كښېناست . خداى خبر
له ما سره د ملاقات په اړه يې ملګرو ته څه ويل ، ځكه مې نو د غرور احساس را وپارېدى
. تر ټولو مهمه يې لا دا چې دوه سپين بلنليكونه يې راكړي وو او زه اړ وم چې په هره
شونې توګه مې هغوى مصرف كړي واى .
_ وبخښئ قهوه درته تياره كړم ؟
_ مننه صيب .
_ هيله كوم فقط يوه پياله نوش جان كړ ئ .
د جلال صاحب پر شونډو لا هماغسي مسكا سپره وه . له مخې د چپېدو لپاره مې يوه پياله
قهوه ورته تياره كړه . تر قهووې څكلو وروسته ولاړ شو او ويې ويل :
_ دا ګړى ستاسو په اجازه .
_ له مهربانۍ څخه مو ډېره مننه . كه بېخي ضروري كار راپېښ نه شو انشاالله خا مخا
درځم .
ځوانكى چې سترګو ته مې ډېر ځير و وويل :
_ سمه ده ، د بلنليكونو اجورې ته بيار راشم ؟
جلال خولې د دستما نيولو له لارې د خندا مخه په خورا سختۍ سره ونيوله .
له ځان سره مې ورو وويل :
_ واى خدايه ! پر دغو بلنليكونو 45 ليره وركړم ؟
بيرته مې هغوى له جېبه را و ايستل او تر اړولو ، را اړولو وروسته مې وويل :
_ آ آ . . . دا مخ ته مې يې بېخي پام نه و ! دلته كښل شوي دي چې له خپلو مېرمنو سره
تشريف راوړئ ، په داسې حال كې چې ما تر اوسه كوزده هم نه ده كړې .
_ صيب ، هغه دومره نه دى مهم ، كېداى شي له يوې بلې ښځې سره راشئ .
_ خو زه ګردسره ښځينه دوسته نه لرم .
_ پروانه كوي ، تاسو كولاى شئ چې يوازي راشئ .
_ دا غونډه څه وخت ده ؟
_ د همدې اوونۍ يكشنبه .
_ په يكشنبه خو زما لپاره بېخي ناشونې ده ، ځكه چې له بل چا سره مې ژمنه كړې ده .
_ صيب كېداى شي چې بلنليك بل چا ته وړكړئ او كار ترې واخلي .
_ هغه د بلنليك بيا اخيستنې ته زړه نه ښه كاوه خو زما د ډېر ټينګار له امله يې قبول
كړ .
ما بېچاره هغه 30 ليره چې د برېښنا د لګښت لپاره مې د ورځپاڼې له لارې سره يو ځاى
كړى وو هغه ته ور او يو ځل بيا بې پيسې او بې سيكې شو م .
انسان هم د خداى (ج) يو عجيب مخلوق دى ؛ چې له يوې بدبختۍ سره مخ شي نو خامخا يې له
نورو سره نيمى
كوي . د همدې اصل پر بنسټ مې ملګري ته له كتو سره سم
وويل :
_ جلال صيب يو دانه ته هم رانيسه .
_ زه كار لرم ، نشم تلاى .
د ځوانكي له څه ويلو مخكې مې ورته وويل :
_ د دغو بلنليكونو راينول په حقيقت كې له دې خيريه موسسې سره مرسته ده .
خو هغه په هيڅ توګه د نوموړو رانيولو ته غاړه نه ايښووله .
ځوانكى چې په دې اړه نهيلى شوى و له ما سره تر مخه ښه وروسته ولاړ .
جلال صاحب زياته كړه :
_ ته خو په رښتيا چې عجيب بني آدم يې .
_ څه وشول ؟ هغه موږ په سړيو كې شمار كړو چې بلنليكونه يې راوړل . ما د يو پېژندل
شوي ليكوال په صفت څه كړي واى ؟
_ خو ته يې په دې ښه پوه چې هغه دې نه په نوم او نه هم دنده خبر و .
_ كه داسې وي نو ولې يې تاته نه راوړى ؟
_ دا خلګ تا غوندې ساده ګان له ورايه پېژني .
_ همداسې يې وبوله .
_ همداسې ده !
ښځې مې د بلنليكونو له ليد وسره چيغه كړه :
_ پر دغه دې 30 ليره وركړل ! څوك پر داسې شيانو پيسې وركوي ؟
_ سړى دي مشهور ليكوال دى ، ما خپله وغوښتل چې د څو ساعتونو لپاره د هغوى په غونډه
او مېلمستيا كې ورسره واوسم .
ښځې مې په يو ګړي كې د سيمې ټول خلګ ؛ له لويه تر كوچيني او له ځوانه تر سپين ږيرې
په دې خبر كړل چې موږ
په راتلونكې يكشنبه په يوې مېلمستيا او سمندري چكر ځو .
ما هم په دفتر ، قهوه خانه ، سندل پلورنځي او لنډه دا چې هر چېري به تلم ملګري له
كيسې خبرول او د بلنليكونو د ښوولو تر څنګ به مې په يو ډول درواغجنه چالاكي ورته
ويل :
_ ورځپاڼه ليكل همداډول نيمګړپياوې لري . سړى يوه دقيقه د ځان اختيار نه لري او
مجبوره دى چې په پر لپسې توګه له دې مېلمستيا هغې ، او له دې پارټۍ څخه بلې ته ولاړ
شي. دا بلنليكونه هم د هغو ځوانانو د مېلمستيا دگ ي چې د حتمي ورتګ غوښتنه يې راڅخه
كړې ده .
د ښوونځي يو ملګرى مې (احسان صاحب) په دې عقيده و چې له ما څخه هيڅ نه جوړېږي .
نوموړي ته مې يو بلنليك ددې لپاره ور ولېږى چې په دې هېواد كې ځان يو ځاى ته رسېدلى
ورته وښيم .
د نوموړو بلنليكونو پر شا دا سې كښل شوي وو :
" له درنو برخوالو څخه هيله كېږي چې د يكشنبې د سهار پر اتو بجو پر بندر پول تم شي
چې په ( نوسر ) بېړۍ كې د سمندري چكر وهنې ترتيب ورته وښوول شي . "
پر ټاكلې ورځ د احسان صاحب له كوره د هغه د ښځې په ګډون د بندر پر لور وخوځېدو او
پر ( 30: 7 ) بجې نوموړي ځاى ته ورسېدو .
هغه ته مې د باټو او لاپو په ترڅ كې وويل :
_ احسان صيب كارونه مې بېخي ډېر دي . . . دوه رمانونه مې تر لاس لاندې دي خو ددغو
دعوتونو او مېلمستياو له لاسه هيڅ نشم كولاى .
ورځپاڼه ليكنه هم ګران دي . پرون لومړي وزير د چايو بلنه
راكړې وه . نوموړي ته له ورتګ وروسته شراب خانې ته ولاړم چې ايله ماښام مې بندونه
سره ولوېدل . برايي مې هم لكه چې ډېر څښلي وو ، ځكه اوس مې لا سر درد كوي .
اته بجې شوې خو ( نوسر ) مالومه نه شوه .
له ځان سره مې وويل :
_ كېداى شي له ( اسوكودار ) بندر څخه راونېږي ، موږ به نه يو خبر . مګر دلته ( بندر
پول ) لكيل شوى دى .
_ احسان صيب دومره زياتې بوختياوې مې دې . څو ورځې مخكې مې يو شاګر د شفتالوو بڼ ته
بلنه راكړې وه . ښه ډير مې وخوړل خو ستا ځاى خالي و .
(5 :8 ) بجې شوې ، خو پېښېږي چې د ځينو هـېوادونو بېړۍ پر ټاكلي وخت حركت ونه كړي .
غوښتل مې چې احسان صاحب نور هم تنګ كړم ، ځكه هغه په دې عقيده و چې له ما څخه چندان
شى نه جوړېږي . ورته ومې ويل :
_ تېره جومه ( هائي تي ) سفير د هوايي ډګر لوى رستورانت ته بللى وم ، تصادفاً په
هماغه ورځ والي صاحب هم يوې مستې او جوشناكې مېلمستيا ته چې ټولو بهرنيو سفيرانو
برخه پكې اخېستې وه وبللم . كه زما پر ځاى ته واى څه دي كول ؟ بس هماغسې مې وكړل .
نيم ساعت د هوايي ډګر په لوى رستورانت كې پاته شوم او نيم ساعت مې هم د والي صاحب
په مېلمستيا كې خاورې كړ .
پر لس بجې مې د ملګرو د نيوكو ږغ پورته شو :
_ كومه ده ( نوسره ) ؟ . . .
احسان او ښځه مې پر خپل ځاى پرېښوول او زه له خپلې ښځې سره د پېښې د علت په لټه
لېري ترې ولاړم . له
څو ګامه وړاندي تګ سره مې وليدل چې پر بندر د ټولو ولاړو
خلګو په لاسو نو كې كټ ، مټ زموږ بلنليكونه دي .
ځيني په دې عقيده وو چې تېرايستل شوي دي ، ځينو بيا ويل چې نه ، بايد ورته تم شي ،
او ځيني په پټه خوله د كورونو پر لور روان وو .
خبره د ماپښين يوې نيمې بجې ته ورسېده . د غم او اندېښنو له لاسه مې پر سر اور بل
شو . د يو ورځپاڼه ليكوال په صفت اړ وم چې خپل واك او قدرت مې څرګند كړى او د هغوى
په استازيتوب مې يو څه كړي واى .
په بېړه او غوسه د بندر رياست ته ور ننوتم ، خو له څه ويلو مخكې رئيس مې په لاس كې
له بلنليك ليدو سره راته وويل :
_ تاسو هم د ( نوسر ) له ځنډ څخه په تنګ شوي ياست؟
_ دغسي يې وبوله . تاسو وينئ چې تر اوسه يې هيڅ پته نه ده لګېدلې .
_ صيب ، تاسو بايدپوه شئ چې ( نوسر ) بېړۍ له نن څخه 16 كاله مخكې ټوټه او دولت يې
پرزې د هالنډ پر حكومت خرڅې كړې .
په بېړه له رياست څخه را ووتم . . . .
