پيرمحمد كاروان د پښتني فرهنګ پر ډګر باندي يو پېژندل شوى، مين او د آب
وتاب نوم دى چي هر څوك يې په اورېدلو سره ګل_ګل غوړيږي، په زړه كي يې د
ميني څړيكي را ولاړيږ، د پښتو ادب ناوې يې تر سترګو سينګار_سينګار كيږي.
د پښتو ادب پركوم ډګر؟ د نثر كه د شعر؟
د دواړو.
هغه چاچي (له نرګسه تر نرګسه) د خوږو وږمو د كاروان خوڅښت ليدلى وي.
هغه څوك چي (له ماښامه تر ماښامه) د كاروان د شعر د پنځونو په شنه ځنګل كي
ګرځېدلى وي نو به يې له فطرته د حال په ژبه اورېدلي وي چې ، غوږ_ غوږ شه (چنار
خبري كوي)
او هغه چاچي د كاروان د شعر د جادوپه زور (د شاپېرۍ ورغوى) پرانيستى ليدلى
وي.نو به خامخا زموږ خبري را سره مني او دا به هم ورسره غبرګوي، يقيناً شك
او ګمان خو د ايمان زيان دى.
توبه_توبه كه بيا چېري څوك ددې درانه او سنګين انسان څنګ ته يا مخامخ ورته
كښېنستلى وي، دده په مباركه څېره كي يې د الهي انوارو د تجلى منظره كړې وي
او د زړه له پاسه يې ددې كمساري انسان له خصلته د انساني ارزښتونو باران
اورېدلى وي او دده د ملنګۍ او قلندرانه ژوندانه مشاهده يې كړې وي. نو د هغو
خو بيا پيراني پير دى.
همدا اوس_اوس يې(غره ته روان سړى) وينو. ښايي د ښكلا او ميني په ښكار پسي
يې ليږلى وي يا ښايې د بدرنګيو په قتل پسې يې استولى وي، هرڅه چي وي، ان
شاءالله ښه به وي.
خو تاسو يو وار ودريږئ چي موږ يو د خلل ملنګ كاروان د لنډو كيسو د كتاب دا
تاويز د بدرنګيو پېريانو نيولو لوستونكو د ذوق په غاړه كي ور واچوو او دوى
ته د بې ذوقۍ له مېرګيانو څخه شفاء وركړو بيا به نو له خيره سره خبره
روښانه شي چي زموږ د دغه پيركامل ليكلي كرښي څنګه تاثير لري.
خو په پاى كي به د الله(ج) دربار ته هم لاسونه پورته كړو چي يا الله(ج) ته
پخپله ټوله مهرباني سره زموږ دغه پير تر ډيره ژوندى، روغ او له اسماني
ځواكه برخمن راته ولرې چې زموږ د فرهنګ اسكېرلو او ناروغانو لپاره د
كتابونو تاويزونه وليكي.
آمين يارب العالمين
بېنوا فرهنګي ټولنه
4_10_1383 ل