پلار يې ويده و او مور يې د بلې شمعې تتې رڼا ته نفلونه كول. ستورى په كټ
كې پروت و او د بلې شمعې له لمبو نه يې په خپلو وړو منګولو خوبولې سترګې
پټې كړې وې. د مهاجرو په كمپ كې د درنې سېلۍ ځوږ او شور خور شو. مور له
ركوع نه سجدې ته لاړه او د پلو باد يې د بلې شمعگې لمبه ورپوله . د سېلۍ
بله څپه بيخې تونده وه. د ستوري د كور شاته د هديرې رنګينې جنډې يې د يرغل
كوونكو بازانو د وزرو په څېر وشغولې. ستوري په تونده سېلۍ كې د تورو ديوانو
بوږنوونكي آوازونه واورېدل. آوازونه د دوى د كور دروازې ته رانژدې او غرب
شو چې د دوى د كور دروازه يې ور ماته كړه. د سترګو په رپ كې يوه هيبتناكه
څېره د دوى كوټې ته ورننوته.
د مور لاسونه دعا ته لپه شوي وو چې يوه پنجه ور لاس د لپه شوو لاسونو وچ او
نري مړوندونه كلك ونيول. مور په ترهه سره هيبتناكې څېرې ته سترګې ورپورته
كړې. له شونډو يې دعا و تښتېده او د لړزاندې شمعې د لمبو په څېر ورو_ ورو
رپېدې. له سترګو يې څاڅگگكي _څاڅكي اوښكي لپې ته را تويېدې. بل
پنجه ورلاس تك سپين اوسپنيز تبر هوا ته جګ كړ. د شمعې رڼا د تبر په مخ كې
وځلېده. د ستوري په ستوني كې آواز غوټه شوى و. تبر په زور سره پر لپه شوو
لاسونو وار وكړ. د مور لسو واړو اوږدو، وچو او نريو ګوتو د لمانځه د مصلې
پر مخ لكه ژوندۍ شمعې ټوپونه وهل.
ستوري ناڅاپه سوې كړيكه وكړه، پلار يې په هيبت له خوبه راپاڅگېگد او نېغ د
ستوري كټ ته ورغئ. ستورى يې په غيږ كې ونيو:
_بس بچو مه ژاړه، ولې؟ ووېرېدې؟!
مور چې د شمعو په جوړولو بوخته وه، په مومو لړلي لاسونه يې ژر_ ژر د ټكري
په پېڅكه پاك كړل او په منډه ستوري ته ورغله.
ستوري د پلار په غېږكې چيغې وهلې:
_وى الله زما د مور لس واړه ګوتې يې په تبر غوڅې كړې!
مور خپل لاسونه د ستوري پر مخ راتېر كړل:
_مور دې جارشي، مور دې صدقه شي، دا دى زويه ټولې ګوتې مې روغې او جوړې دي،
هيڅ بلا هم نه يم وهلې. يو ځل بيا يې خپل لاسونه د ستوري پر مخ راتېر كړل:
_مه ژاړه زه روغه جوړه يم هسې خوب دې ليدلى دى.
د ستوري مخ د شمعې په مومو غوړ شو او اوښكې يې پر مخ تيزې_ تيزې راښويېدې،
ژړا او فرياد يې كاوه:
_نه، نه ته زما مور نه يې زما د مور ټولې ګوتې يې په تبر غوڅې كړې.
د كوټې مخ ته يې ليونۍ سترګې واړولې، سترګې يې له اوښكو ډكې وې، د كوټې ټول
شيان يې تت په نظر ورغلل، سر په سر سلګۍ يې ووهلې. د زړه په زور يې په
ژړغوني انداز وويل:
_هغه دي د مور غوڅې شوې ګوتې په لوښي كې پرتې دي.
مور يې په لوښي كې پرتې تازه جوړې شوې شمعې راپورته كړې او د ستوري سترګو
ته يې ونيوې:
_دادي زويه دا خو شمعې دي، همدا اوس مې جوړې كړې دي او لا تودې هم دي.
ستوري له اوښكو نه په ډكو سترګو رنګينو شمعو ته وكتل. يو دم يې چيغې وكړې:
نه، نه دا زما د ادې غوڅي شوې ګوتې دې، هغه دي وينې هم ځنې څاڅي.
چيغې يې وهلې او خپل سر يې شوكاوه:
_دا زما د مور غوڅي شوې ګوتې دې شمعې نه دي!
پلار يې د ستوري لاسونه ونيول. مور يې سلګۍ وهلې، له سترګو نه يې اوښكى مړې_
مړې را روانې وې. ستورى يې پر سترګو او تندي ښكلولو . د ستوري پلار په يوه
ژور سوچ كې ډوب و او پر څېره يې سخت غم غوړېدلى و. ناڅا په د كمپ د جومات
موذن اذان پيل كړ. كله چې اذان سرته ورسېد، د ستوري مور د ستوري پلار ته
وويل:
_سړيه د سحر د لمانځه مهال دى، ته جومات ته لاړ شه لمونځ به هم وكړې او پر
ملاصيب باندې به ستوري ته د وهم تاويز هم وكړې. چې هېر دې نه شي ورته ووايه
چې ماښام ستورى له بازار نه راغى ژړل يې او ګډې وډې خبرې يې كولې. نه چگې
پيريان يې وي، ملاصيب به كتاب ورته وګوري. بيا به يې د شهيدانو پر زيارتونو
هم وګرځوو د خداى نازولي دي.
د ستوري پلار په مات زړه جومات ته روان شو او په تګ_ تګ كې يې څو واره
ستوري ته مخ را واړاوه.
* * * *
پرون سهار يې مور يو درجن رنګينې شمعې جوړې او ستوري ته يې د خرڅولو لپاره
وركړې. ستوري د شمعو ګېډۍ واخيسته او دوې دانې شمعې يې له ګېډۍ
نه غلې پټې كړې. مور ته يې وويل چې زه يو وار دباندې ځم يوه شېبه وروسته به
شمعې بازار ته يوسم. د شمعو ګېډۍ يې په كور كې كېښوده او په منډه له كوره
را ووت. مور ته يې اندېښنه ورولوېده او د شمعو ګېډۍ يې دانه_ دانه وشمارله.
دوې دانې شمعې په كې كمې وې. په منډه له دروازې نه را ووته. ساه يې لنډه_
لنډه كېده، اخوا دې خوا يې وكتل. ستورى يې د شهيدانو په هديره كې وليد او
ور نارې يې كړې:
_او ستوريه! لېونيه په دې سپين سهار څوك شمعې بلوې؟ ماښام چې له بازاره
راغلې ښې ښكلې شمعې به درته جوړې كړم.
ستوري د مور پر نارو غوږ ونه نيو او په قبرونو كې ګړندى_ ګړندى روان و. د
يوه قبر سرته ودرېد. د قبر پر سپينه لوحه د يوه شهيد ژوند ليك ليكل شوى و،
خو سم نه لوستل كېده. پرسپينه لوحه ګرد پروت و. د قبر پر سر لوحه دومره
لوړه نه وه خو ستورى سم نه ور رسېده. د پښو د ګوتو پر سر شو او په څه خوارۍ
يې له سپينې لوحې نه په تنكيو لاسونوګرد پاك كړ. اوس د قبر پر لوحه ژوند
ليك ښه صفا لوستل كيږي. د لوحې پر سر په غټو تورو ليكل شوى نوم يې له ځان
سره زمزمه كړ:
شهيد لمر، پر لوحه نور واړه توري يې ونه لوستلى شول. له ځانه سره يې وويل:
_كه مكتب رانه پاتې شوى نه واى اوس به مې ټوله لوحه لوستلې واى.
كوچني لاسونه يې لپه كړل:
_لمر لالا مې دې خداى وبخښي. په سپين سهار يې يوه شمع د قبر پر سر او بله
شمع د قبر پر پښو بله كړه. د كور پر خوا خوشحاله را روان شو. لس دانې شمعې
او د تناره يوه تكه سره ډوډۍ يې له ځان سره واخيستل اونېغ بازار ته راغى.
د سړك پر غاړه يې د شمعو ګېډۍ كېښوده. تر ټيټ مازيګره يې يوه دانه شمع هم
نه وه خرڅه كړې. نن ډېر خواشينى و.
_دا خلك خو هيڅ شمعې نه اخلي، دوى لكه چې د خپلو شهيدانو پر قبرونو شمعې نه
لګوي؟! دا څنګه خلك دي، دوى لكه چې هيڅ شهيدان نه لري!
په دې چرتونو كې و، چې يو وړوكى ټولى پوليس راغلل. د سړك پر غاړه ايښې
سوداوې يې په لتو ووهلې. د وړو_ وړو شيانو د سوداوو كراچۍ يې پړمخې واړولې،
تركارۍ يې په خاورو سپېرې كړې او مالټې د لارويو په پښو كې ور ورغړېدې. د
سړك د غاړي ځينو خرڅوونكو ته يې متروكې ور خلاصې كړې. ډيرو د خرڅلاو لپاره
ايښې مالونه په بېړه_ بېړه په خپلو څادرونو كې سره راټول كړل او له پوليسو
نه يې ترپ وهل.
پوليسو ښكنځل پسې وشړل. يو كوچنى ټولى پوليس د ستوري پر شمعو وربرابر شول.
د پوليسو د ټولي مشر ته يوه پوليس وويل:
_انوارالحق صيب! دا ماشوم ډير سپين سترګى دى، هيڅ په خبره نه پوهېږي. چې
موږ لږ ترې پناه شو ده بيا د سړك غاړه نيولې وي.
يوه پوليس متروكه ورته وشغوله او ستوري سترګو ته لاسونه ونيول.
د پوليسو مشر د شمعو په شمېرلو پيل وكړ. يوه. دوې. درې... تر لسو پورې يې
وشمېرلې، له ځان سره يې وخندل:
_اوهو دا خو زما ډيرې په كار دي. پوره لس دانې شمعې دي لس دانې شمعې. د
پوليسو مشر ټولې شمعې را ټولې كړې او ټولې يې د پوليسي"ګريټ كوټ" په لويو
جېبونو كې واچولې. ستوري په ژړا كې زارۍ ورته كولې:
_د خداى د پاره يوه دانه مې هم په خداى كه خرڅه كړې وې، د كور سودا پرې
اخلم. يوه پوليس ملا ته متروكه ورخلاصه كړه. ستوري خپله ملا په لاس ونيوه.
پوليس بله متروكه ورته وشغوله، ستوري د زړه په زور منډه واخيسته، پوليس پسې
منډه كړه. د ستوري له دسمال نه د تناره تكه سره ډوډۍ راپرېوته.
د ډوډۍ پر مخ د ستوري د مور د ګوتو نښې برېښېدې. ناڅاپه د پوليس په بوټ كې
پټه درنه پښه د ډوډۍ پر مخ كېښودل شوه. پوليس ځاى په ځاى ودرېد او خپله
درنه پښه يې د ډوډۍ له مخ نه راپورته كړه.
د ډوډۍ پر مخ د ستوري د مور د ګوتو خاپونه مات ګوډ شوي وو او پر ځاى يې د
پوليس د بوټانو خاپ جوړ شوى و. پوليس څوك_ څوك وكړل او ډوډۍ يې له ځمكي نه
راپورته كړه، ښكل يې كړه په ټنډه او سترګو يې وموښله. پوكى يې ور وكړ او
ګرد يې ترې لرې كړ. بيرته راستون شو. خندل يې او ډوډۍ يې له نورو پوليسانو
سره ووېشله. يو_ يو شخوند ټولو ته ورسېده. د پوليسو مشر ناڅگگگگاپه د آسمان
څنډې ته وكتل د لمر سترګه په غرغره وه. خپل ساعت ته يې وكتل شونډې يې
وچيچلې او په فكر كې ډوب شو.
د ريكشې اواز يې د فكر لړۍ وشلوله. د سړك له څنډې سره يوه لاروي ريكشې ته
لاس وركړ. ركشه وان ركشه ورته ودروله او لاروى ركشې ته ور وخوت. د پوليسو
مشر پر ركشه وان شپيلق وكړ. ريكشه وان چې ريكشه يې تګ ته جوړوله بريك يې
ونيو. د پوليسومشر په منډه ورغى. اول يې له ريكشې نه هغه بل سړى را كوز كړ
او ورته ويې ويل:
_ته ورځه مخه كوه. ركشه وان ته يې ورو متروكه ورخلاصه كړه. ركشه وان په
ملاكې كوږ شو او په خندا كې يې پوليس ته وويل:
_صيب د موټرو لاره خو مې نه ده بنده كړې. پوليس ځان په قهر كړ:
_تاسې مهاجر قانون نه پيژنئ، چې يو څو ورځې دې په تاڼه كې بندې نه كړم نه
دې پرېږدم. په قهر سره يې ركشه وان ته وويل:
ور وخېژه او ركشه دې روانه كړه. ركشه وان ركشه روانه كړه.
په لاره كې يې زارۍ ورته كولې:
_د خداى د پاره نن مې هيڅ غريبى نه ده كړې. پوليس بيا په قهر شو.
_وايم وله ركشه دې. ركشه په يوه تنګه كوڅه ور ننوته. په كوڅه كې وړاندې
روانه وه او يوه ښايسته لوى كور ته ورنژدې كېده. د كور پردېوالونو رنګارنګ
څراغونه را ځوړند وو. په خپل وار سره هر څراغ ستر ګك واهه، كله چې ښايسته
كور ته ركشه ور ورسېده د پوليسو مشر ركشه وان ته وويل:
_كه بله ورځ دې غلطي كړې وي په تاڼه كې دې اچوم، پوه شوې؟! اوس ورځه خداى
دې خوار كړه. ركشه وان تصنعي خندا وكړه:
_ښه صيب بيا به غلطي نه كوم، خداى دې ښه درسره وكړي.
پوليس له ركشې نه راكوزشو او ركشه وان ركشه روانه كړه. ركشه وان له ځان سره
پوليس ته ښكنځل كول.
پوليس ډېر مطمين او خوشحاله برېښېده. د دروازې زنګ يې وواهه. يوه لس كلنه
په قد برابره نجلۍ په موزونه منډه د دروازې خواته راتله. د پايزېبو نرۍ_
نرۍ شرنګا يې خوره وه. د سينو پړسوب يې په تكو سپينو جامو كې ښه څرګند
برېښېده. د اوږو پر سرونو قيچي شوې څڼې يې يوې خوا بلې خوا څنډ وهلې. له
غاړې نه يې نرى د سرو زرو امېل راتاو و. غوښنې خو موزونې شونډې يې سرې كړې
وې. سترګې يې نرۍ_ نرۍ تورې كړې وې او سترغليو ته يې شين بخون رنګ وركړى و.
پراننګو يې هم تت غوندې ګلابي رنګ موښلى و. د څڼو په منځ كې يې نرۍ ليكه
كښلې وه او په نيمايې ليكه يې د هندوو غوندې سور رنګ دوړولى و. له ځانه سره
يې څه زمزمه كوله چې دروازې ته راورسېده. دروازه يې پرانيستله پلار ته يې
غېږه وركړه او په خندا كې يې ورته وويل:
_ګوډ ايوينينګ ډيډي! بيا يو دم په تصنعي ډول په قهر شوه:
_ولې دا جې ته خبر نه وې چې نن زما سالګره ده؟ ټول مېلمانه راغلي او تاته
منتظر ناست دي.
د پوليسو مشر په مهربانۍ او مينه ورته وويل:
_دا دى پروانې بچو په خپل ټېم را ورسېدم.
دوى دواړه په خندا_ خندا كې سالون ته ننوتل. مېلمنو چكچكې وكړې. ټولو
مېلمنو د خوشحالۍ چيغې پورته كړې"هپى برت ډې، كانګروچولېشن".
_انورالحق صيب د پروانې لسمه كاليزه دې مباركه وي.
انورالحق له مېلمنو نه مننه وكړه. د پوليسي كوټ جېب ته يې لاس كړ:
_صبر چې د پروانې لور د سالګرې له پاره مې ښايسته كابلۍ شمعې راوړې دي لس
دانې شمعې يې د لوى او رنګين كيك په ټټر كې ښخې كړې. تيلى يې ورته وواهه او
ټولې شمعې يې بلې كړې. له ټولو شمعو نه مړې_ مړې اوښكې روانې وې. پروانه په
ناز_ ناز د مېز خوا ته را روانه وه. په شونډو كې موسكۍ وه او څڼې يو خوا بل
خوا څنډ وهلې. په ټيپ كې خوږه موسيقي غلې غلې غږېده او پروانې هر قدم د
موسيقۍ له ضرب سره سم ايښوده. د پايزېبو شرنګ شرنګ يې پر مېلمنو خوږ لګېده.
مېز ته ور ورسېده. د شمعو ډك كيك ته ودرېده، خپل غوښن او تك سپين لاسونه يې
پر ملا كېښودل. له نازه پر شمعو وركږه شوه، موسكۍ شونډې يې پرانيستې او
ټولې شمعې يې په يوه پوكې مړې كړې. مېلمنو بيا چيغې كړې هپى برت ډې،
كانګروچولېشن. مړو شويو شمعو نرى_ نرى لوګى وكړ او سوى بوى يې د خلكو سپږمو
ته ورسېد. سالون خندا او چكچكو پر سر واخيست، خو د مړو شمعو د بوى په مانا
هيڅوك هم نه پوهېدل.
صدر، پېښور سنبل ماركېټ
29 اپريل1997